تعليم او هوښيارتيا

څه فکر کوئ سواد ښه دی که هوښيارتيا.

سواد د هوښيارئ په معنا نه دی او هوښياري د سواد په معنا نه ده، دواړه نږدې خو بيلې اصطلاحې دي، باسواده سړی تل هوښيار نه وي چې موږ يې بيلګې هر چيرې وينو، داسې ډير دوکتوران يا ماستران به وينئ چې له لوړ سواد سره بيا هم د هوښيارئ کچه يې تر پوښتنې لاندې وي، او همداسې بيسوادي د ساده والي په معنا نه ده، زموږ کورونه له داسې ډيرو مشرانو ډک دي چې قلم نه لري خو د عقل زمريان دي.

کوم يو يې ښه دی، هوښيارتيا که سواد، دواړه يې ډيرو کمو خلکو ته رسيږي او هغوی ته چې دواړه ورسيږي ځان ته يې لوړ نوم ګټلې او شاته پريښی دی، اکثره وختونه هڅه کيږي چې اولاد باسواده شي خو دا باسوادي د ژوندانه ډيرو داسې مهارتونو په بيه تماميږي چې ارزښت يې تل روښانه وي.

د ژوند هوښيارتيا له ټولنې او ژوندهراځي او ژوند په محدوده او کنټرول چاپيريال کې نه کيږي، د ژوند زده کړې لپاره بايد شخص د خپلې هوساينې له چوکاټه ووځي او له نورو يې زده کړي. موږ بايد له هغوی سره په اړيکه کې واوسو چې له موږ څخه په هر څه کې بيل دي، له مسلکه نيولې تر اقتصادي حالته، او آن له مذهبه نيولې تر ملي نظرونو پورې، او لدې سره بايد خپله د خپلو چارو سرته رسولو مهارتونه هم ولرو.

داسې ويل کيږي چې منظم تعليمي نظام سره لدې چې ماشومانو ته کتابي سواد او تعليم ورکوي خو له هغوی څخه د خپلو ابتکاراتو او فکرونو د استعمال توان اخلي، لوست مهم دی انسان ته ډير نور توانونه او وړتياوې ورکوي چې نن په ژوند کې ترې سترګې نه پټيږي، خو ورسره له طبعي توانونو ګټه اخيستنه هم ورته اهميت لري.

د تعليم په نامه کورنيو ځان له مسؤليته خلاص کړې دی، اولاد ښوونځي ته، مدرسې ته، کورس ته او بیا يو نيم بلې چارې لکه خطاطئ، خياطئ يا نورو ته استوي ماښام هغه له ګرځيدو غورځيدلې او ويده وي، زموږ د اولادونو بستې ورځ په ورځ غټيږي، پخوا به لوبې په پټيو او باڼدو کې کېدې نن ورته مکتبونو د سپورت مضامين راويستي دي، او کلبونو ورته ماشينونه ايښي دي، هڅه کيږي چې هر څه په يو چوکاټ کې واچول شي.

د نن له سيالئ ډکه نړئ کې دا مهمه ګڼل کيږي چې شخص کتابي باسواده وي، په څو ژبو پوه شي ورسره د سواد رسمي سند ولري او يو نه يو مسلک او اړونده تجربه ولري، خو همدا د دفتر سواد او زيرکتيا بيا د ټولنې په ژوندانه کې دومره نه پکاريږي، د دفتر له همدې باسواده اشخاصو څخه مړې ژوندې پاتې، ټولنيز ژوند محدوده او د خپل هوساينې له چوکاټه بهر يې وښکي تښتيدلې وي.

موږ بايد له تعليم سره د ژوند هوښيارتيا ته هم ارزښت ورکړو او ورسره دا ومنو چې د سواد تر ټولو لوړ سند د هوښيارتيا تضمين نه دی او نه بيسوادي د ساده والي او کم عقلئ نښه ده، زه تر ډيره پدې باور يم چې زموږ تعليمي نظام تر ډيره زده کوونکي ماشيني کوي او د خپلو مضامينو او لکچر نوټونو بهر ژوند ته يې نه تياروي، دا مسؤليت بايد کورنئ واخلي چې خپل ځان او اولاد په ټولنه کې ژوند لپاره برابر کړي.

د نن د بوختياوو په دومره وسايلو کې دا نوره هم مهمه ده چې موږ ځان له ټولنې سره عيار کړو، پداسې حال کې چې موږ په کور کې څلرويشت ساعته انټرنېټ او ورسره بيشماره ټلويزوني کانالونه او بيا کمپيوټري ګيمونه لرو نو آن په ورځو له کوره وتلو اړتیا نه پريوزي خو ژوند په کور کې نه بلکې ټولنه کې کيږي همدا دليل دی چې زموږ ټولنيز آداب او رواجونه ورو ورو کميږي.

زموږ دفتر ته راتګ يا يو يا دوه کتابونو لوستل، اولاد ښوونځي يا پوهنتون ته ليږل موږ له ټولنيز ژوند او ورسره د اولاد د ټولنيزې تربيې له مسؤليته نه خلاصوي، ټولنه په هوښيارتيا او ټولنيزو ادابو چليږي نه پر باسوادئ، سمه ده چې وروستی پدې هر څه کې مرسته کوي خو بيا هم د لومړنيو دوو ځای نشي نيولې.

ډير امکان لري چې تاسې به دا مضمون پر کمپيوټر لولئ، کمپيوټر بند کړئ راوځئ له طبيعته خوند واخلئ خپل اولاد مو له لاسه ونيسئ او د خپلوان پوښتنې ته ولاړ شئ يا د ژوند يو مهارت وروښايست، باور وکړئ هغه د نن په ټولنه کې بيسواده نه پاتې کيږي خو ممکن د ژوند له ډيرو مهارتونو ليرې پاتې شي.



ټولي:Education

1 reply

Trackbacks

  1. انفرادي تعصب | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: