د معيارونو نړيوالې ادارې يا (International Organization for Standardization (ISO له مخې کيفيت “د شتو ارزښتونو يا اړتياوو سره سم د يو څه برابرول“ دي يا بله وينا هغه څه چې تاسې ژمنه کوئ يا يې دعوه لرئ هماغه مشتري ته ورکوئ يا نه.
کله چې موږ يوه چاره پيلوو نو هلته د وخت، زيرمو او چارې ډول مطرح وي، لکه له ډيرې ساده چارې بيلګه تاسې ماښام ډوډئ ته بهر وځئ، هلته وخت (د ماښام ډوډئ)، زيرمې (خپلې بودجې ته ګورئ) او ډول (څه رنګ ډوډئ غواړئ) مطرح دي، کله چې تاسې رسټورنټ ته ځئ هلته ډوډئ برابروونکي تاسې سره د ښې غذا ژمنه کړې وي او تاسې د ښې او خوندورې غذا تمه ساتئ، دلته د غذا کيفيت هماغه څه دی څه چې ژمنه شوې وي.
که چيرې رسټورنټ د سبو او ترکاريو ژمنه کړې وي نو د هغې لپاره کيفيت د هماغه ښو سبو او ترکاريو برابرول دي نه داچې پلوونه راوړي همداسې که تاسې د سبو او ترکاريو په تمه راغلي ياست نو ستاسې دواړو د کيفيت تعريف يو دی، خو که چيرې تاسې د سبو دوکان ته د غوښې په تمه راغلي ياست نو دلته د کيفيت جدي پوښتنه رامنځ ته کيږي، هغه که هر څومره ښه راوړي ستاسې اړتيا نه پوره کوي.
همداسې که موږ دا اساس پر پروژه عملي کړو، کله چې تاسې پروژه اخلئ نو له مشتري سره پر باکيفيته کار رضا کوئ، دلته بايد کيفيت بيان شي، که چيرې تاسې کور جوړوئ او هغه شخص د بريښنا لپاره چينايي بټنې غواړي نو ستاسې د کيفيت تعريف همدا دی څه چې مشتري غواړي، نه له هغې زيات او نه کم.
د کيفيت لپاره نور تعريفونه هم شته، له هغو څخه هم دلته لنډه يادونه او پای کې دا هر څه خلاصه کوو:
- د بهترئ يا ښه والي درجه – The concise Oxford Dictionary
- د هدف لپاره سموالی/ مناسبوالی – Dofoe and Juran (2010)
- د مختصاتو او مشخصاتو مجموعه/ټولوالی چې د پيداوار يا خدمت د ورکړل شوې اړتيا پوره کولو توان ښيي – برټش سټنډرډ ۴۷۷۸ – انګلستان د معيارونو انسټيټوټ
- اړتياوو/ غوښتنې سره سموالی – Crosby (1979)
- کيفيت له پيداوار، خدمتونو، خلکو، پروسو او چاپيريال سره تړلی يو فعاله (ډايناميک) حالت دی چې له توقعاتو/تمو سره سم يا لوړ وي او د بهتر ارزښت په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي – Goetsch and Davis (2010)
دا تعريفونه ټول پر خپل ځای مناسب دي خو ځينې يې ډير ساده او لنډ دي، لکه د اکسفورډ ډيکشنري تعريف په عامه توګه سم دی چې مشخصات له کيفيت سره ګډيږي چيرې چې د ډيرو مشخصاتو توکی باکیفيته ګڼل کيږي لکه آی فون له نوکيا څخه ښه وګڼل شي پداسې حال کې چې تر ټولو مهمه داده د څه لپاره اخيستل کيږي او اړتيا څومره پوره کوي، نه دا چې پيداوار/توکی څومره مشخصات لري.
کيفيت او مشخصات دوه بيل بحثونه دي، همداسې کيفيت او درجه هم فرق لري، کله چې موږ ښه بيانوو نو هدف مو کيفيت وي بيا دا کيفيت خپلې درجې لري، زده کوونکي له يوه ټولګي بل ته ځي، هر يو درجه اخلي، دلته کاميابيدل مهم دي چې کيفيت ښيي، درجه به ښه وي خو هغه زحمت غواړي او کله چې موږ د کار په چوکاټ کې دا وڅيړو نو بيا هلته ګورو چې د لوړې درجې مواد په همدومره زحمت او پيسو ارزي او که نه یوازې باکيفيته توکې کيفايت کوي.
ټيټ کيفيت تل ستونزه وي او ممکن د پروژې د ناکامئ سبب شي، خو ټيټه درجه ستونزه نه خو يوه ننګونه ده او ضرور نه ده چې ټيټه درجه دې د پروژې د ناکامئ سبب وګرځي.
فکر کوم د کيفيت تر ټولو مناسب تعريف به اخيري وي چې کيفيت يې يو فعاله او مجموعي حالت ګڼلې دی، لدې سره دوی دا هم مني چې کيفيت يو ساکنه حالت نه دی او د مشتري له تجاربو او ليد سره سم بدليدی شي، که دا ټول بحث رالنډ کړو نو موږ ويلای شو چې:
- کيفيت د مشتري له خوا ټاکل کيږي او له وخت سره عموماً په غيرمتوقع توګه بدليږي
- کيفيت د مشتري لپاره د ارزښت زيږولو سره مستقيمه اړيکه لري يا په بله وينا کيفيت د مشتري زيږولو له ارزښت سره مستقيمه اړيکه لري.
- باکيفيته پيداوار يا خدمت د مشتري ټولو توقعاتو ځوابده وي چې ځينې توقعات ممکن ناويلې وي.
- د يوه پيچلي مفکورې يا پديدې په توګه کيفیت يوازې هغه وخت عملی کيدای شي چې ټوله اداره پرې باور ولري او د یو واحد په توګه پرې عمل وکړي.
اوس که بيرته د ريسټورنټ بيلګې ته راستانه شو او پاسنې تعريف په نظر کې ونيسو نو د خوراک باکيفيته کيدو لپاره پاک لوښي، پاک چاپيريال، د غذا وړاندې کولو طريقه، د کارکوونکو سلوک، بيې، بيروني چاپيريال او موقعيت ټول ارزښت لري، که چيرې غذا ډيره ښه هم واوسي خو پدې ټولو مواردو کې چې يو هم خراب وي نو ټول ريسټورنټ کيفيت او خدمت وړاندې کول تر پوښتنې لاندې راولي.
په راتلونکي ليکنو کې به موږ د کيفيت ارزولو پر اوو عمومي وسيلو، د کيفيت پر مشهورو تيوريو، د کيفيت پر مديريت او د کيفيت ښه کولو پر چارو وغږيږو.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ