د ټکنالوژئ کړاوونه او بدليدونکي سلوکونه

نيمه شپې پيغامونو به څومره آزار کړې وي، د انټرنېټ له فعالې اړيکې سره به څومره په دقت او پاملرنې سره کار کولای شي، څوک کولای شي له ټليفون پرته له کوره وځي، څوک کولای شي له ايميله پرته ژوند وکړي، څوک فيسبوک نه لري يا دا اراده لري چې خپل د فيسبوک شخصي حساب له منځه يوسي هغوی چې نه يې لري د وروسته پاتې لقبونه ورکول کيږي.

چکر د ځان ښودنې لپاره دی، هر چيرې چې څوک ولاړ شي له ځای څخه د خوند اخيستلو پر ځای د عکس اخيستلو لپاره مناسب ځای ګوري تر څو له نورو سره شريک شي، خلکو ته وښودل شي چې څنګه دی او ورسره زه دلته د ساعتيرئ لپاره نه يم راغلی بلکې لدې يوه سياسي او نبوغت دعوه جوړوم چې زموږ هېواد ډېر ښکلی دی خو خوند ترې نشو اخيستلی.

خلک دوبئ يا نورو ځايونو کې ناراوو ته له لاس اچولو وړاندې کمرې لټوي، چې آیا دا خو ثبتيږي نه چې سبا پر فيسبوک چا نه وي اچولي کار به راله وګوري، له ګناه وړاندې د خدای له ويرې زياته د (کمرې) ثبتولو او پر فيسبوک شريکولو ويره ډېره ده.

خوند، ښايست، نعمتونه او نور د ژوند ګټې د نورو له نقطې نظره کتل کيږي، د اولادونو، کورونو، کمپيوټر، موټر، پوهې، ښايست، اخلاقو او نورو بيلګې او عکسونه پر فيسبوک اچول کيږي تر څو نور يې تاسې ته ووايي چې څومره نېکبخته يې يا څومره دې اولاد ښکلې او قندولکه دی.

اخلاق، سياسي نظر، مفکوره، کاروباري پرنسيپونه او نور شخصي فکرونه ټولنيزې مننې ته اړتيا لري، که په ټولنه کې سياسي بحث روان وي ته مجبور يې ملاتړ يې کړې که نه نو ټول فيسبوکي ياران دې تا پسې راخوشې وي، اخلاق دې هغه ښه دي چې نور يې درته ښه وانګيري، کاروبار دې هغه ښه دی چې ډېر فيسبوکي مشتريان او شهرت ولرې يا له ډېرو سره جوړ راشی.

عقيده هم فيسبوکي شوې ده، د مانځه درک به يې نه لږي خو ټول فيسبوک به يې له احاديثو او له پيغمبره ځار عکسونو ډک وي، پر رومي، کچالو، وريځو او نورو د پيغمبرانو او الله (ج) نوم لټوي، لاندې به يې ورسره ليکلي وي چې چا شريک نه کړ نو هغه مسلمان نه دی او محمد(ص) پرې ګران نه دی.

مور او پلار ته به سهار او بيګا بې احترامي کوي، خو فيسبوک به يې د جنت د مور د پښو لاندې او مور د نړئ تر ټولو ښکلې هستئ ډک وي، دا هغه مور او پلار دي چې هيڅکله به فيسبوک ته نه کيني او نه به تر اخيره خبر شي چې اولاد يې د دوی باره کې له نورو سره څه وايي.

ميرمن، لور، خور ته به په ټول عمر له درناوي او مينې ډکه يوه هم ونه وايي، خو فيسبوک او نورې ټولنيزې ميډيا پاڼې به يې د ميرمن نړيوالې ورځې له مبارکيو ډکې وي.

مور ته به يې په عمر کې ډالئ نه وي اخيستې، له ناروغئ او روغتيا به يې خبر نه وي، خو پر فيسبوک د مور نړيواله ورځ هر وخت لمانځي.

له واقعيته ليرې به پر يو چا تهمت ولګول شي او بيا به هغه تهمت دومره شريک شي چې تر څو رښتيا راځي هغه خبره به ميليونونو ته رسيدلي وي

له اجازې او پوهې پرته به د بل موټر، اجناسو، اختياراتو او نورو عکسونه اخيستل کيږي، ورسره به له ځانه تشريح ورکړي ټوله نړئ به پرې خبره کړي خو دومره به ځان عذاب نه کړي چې د دواړو اړخونو واوري، او واقعيت معلوم کړي.

ټولنيزې چارې يې سر په ټولو کړې، د اختر، روژې، او نورو مبارکيو کې يو پيغام وليکي او send to all شي يا د فيسبوک پر پاڼه په جومات کې ناست وي او ټول امت مسلمه ته د اختر مبارکي وايم په يوه پيغام د ټولې نړئ له مسلمانانو ځان خلاص کړي.

په نړيواله موسسه يا خارجي هېواد يا د هغوی په سفارت يا اداره کې به کار کوي، خو د همغوی په وړاندې به له خپل ميزه د جهاد فتوی ورکوي

ملکي او نړيوال سياست نبوغت او پوهه هر چا ته ورسيده، ټول د فيسبوک د سياسي او ټولنيزو چارو کارپوهان شو، نه اوسني او نه پخواني ولسمشر، وزير، چارواکي يا بل ولسي شخص ته درناوی او نوم پاتې شو، هغه به خبر نه وي او دلته به يې فيسبوکي پيروانانو انډوخر اچولی وي.

څرنګه يې د خلکو پر سلوکونو اغېزه وکړه!

له خلکو څخه يې د څيړنې احساس واخيست، څيړنه نه وي يو عکس وي يا خبر وي ګام پر ګام شريکيږي.

عقيده او اخلاق لپاره يې ځان ښودنه عادي کړه.

د هرې روا ناروا ټاپه او مشروعيت يې هر چا ته ورکړ، روا ناروا تعريفونه خلکو ته ورکړل شو، هر هغه څه چې خلکو ته د منلو وړ وي هغه روا دي.

خلک يې له شخصي مسؤوليتونو خلاص کړل، هره ناروا چې وينې که پر فيسبوک يې شريک کړه نور له عمل خلاص شو، ما خو هلته شريک کړل نور بايد پرې عمل وکړي او اصلاح يې کړي.

سرحدونه يې له منځه ولاړل، د هر هېواد خبر يا ويډيو هر څوک کولای شي شريک کړي، ورسره،

په بهر کې ناست د داخل پر سياست او دلته ناست د هغه هېواد پر سياست او ټولنيزو چارو خبرې کړي پداسې حال کې دواړه لومړي لاس معلومات نه لري.

ټولنيزې ميډيا حساب يا اکاونټ يا شناخت هر څه چې يې بولئ يو شخصي حساب دی همدې لپاره يې يوازې تاسې پرانيزئ، ورسره هر هغه عمل چې اجرا کوئ هغه فزيکې پايلې لري، ځينې موارد شخصي وي او تل بايد شخصي پاتې شي که څوک خيرات ورکوي، يوه ښيګڼه کې برخه اخلي يا له يوه چا سره ښه کوي، هغه بايد عملاً وشي، پر فيسبوک د سټيټس شريکول د خيرات ورکولو پر معنا نه ده، عقيده، مينه، درناوی، کورنی ژوند، اولادونو احوال او داسې نور ډېر موارد شخصي دي او بايد شخصي وساتل شي، که چيرې شريکيږي نو هم همغوی سره شريک شي.

پدې نږديو کې د يو مشهور شخص واده وو، له اجازې پرته يې د واده عکسونو او ويډيو ټول فيسبوک پر سر راخيستې وو، دلته هغه چا چې شريک کړي دي هغه په هر حساب ملامته دی، سره لدې چې دا هر څه پر کمپيوټر ښکاري، خو هغه خلک چې تر اغېزمن کيږي هغوی انسانان دي، او د چا به زوی، ورور، خور، مور او ناموس واوسي.

هرې نوې ټکنالوژئ له ځان سره د ولس روږدتيا لرلی ده، پخوا چې به ميلمستياوو ته ولاړی نو پر ټلويزون به يې د خبرونو کانال نيولی وو او ټولو به خبرونو ته کتل يا اجتماعي ټلويزون ليدل عام وو، نن هماغې غونډې ته چې ولاړ شې اکثره يې پر فيسبوک او سکايپ اخته وي، هغه شخص چې فزيکي ورسره ناست وي له هغې ورته هغه ورک ليرې ناست شخص مهم وي.

وخت محدود دی، چيرې چې ياست له هغې ګټه واخلئ، او خپل ژوند دومره مه کړکيچن کوئ چې د انټرنېټ او فيسبوک په نه شتون کې درڅخه دين، ايمان او دنيا ټوله پاتې وي، او تل بايد په پام کې وي چې ستاسې هر د مجازي نړئ عمل له ځان سره کولای شي فزيکي پايلې هم ولري او هغه اړخ ته به يو څوک وي چې ستاسې له عمل به زيان يا ګټه ويني.



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

1 reply

Trackbacks

  1. دولتي مامورين او فیسبوک | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: