لدې بحث سره د مديريت مسلکيان تل مخ وي، مشري په اصل کې د پرېکړې کولو توان دی او پرېکړه د شتو وسايلو استعمال دی، يعنې يو شخص څومره وس لري چې د يوې چارې لپاره شته وسايل په کار واچوي، همدومره د هغې د مشرئ اهميت یا ارزښت بيانيږي، دا پوښتنه چې تخنيکي پوهه ولې مهمه ده؟، هغه ځکه چې وسايل او زيرمې تل محدودې وي مشر بايد پوه شي چې خپل وخت، انرژي، د اداری وسايل، کارکوونکي او نور پر داسې څه بوخت کړي چې پر مصروفولو ارزي او روښانه لاسته راوړنې ولري.

ولسي يا ملي مشران چې رسمي چوکئ ونه لري ولس يا پر دې ولس اغېزه او نفوذ د هغوی زيرمې وي هر څومره ډېر معتقدين يا ملاتړي ولري همدومره د دوی زور زياتيږي، پدې کې څومره اصل ملاتړي او څومره يوازې د فيسبوک بهادران وي دا بحث بيل دی خو هر څومره چې يو مشر وکولای شي خپل ملاتړي عمل ته وهڅوي د هغې اصل واک معلوميږي او کولای شي د خپلو موخو لپاره ترې ګټه واخلي.

د مشرئ اغېزمنتيا لپاره د مشر د واک پر منبع پوهيدل مهم دي، د هر چا لپاره د واک منبع فرق کوي، موږ عموماً د واک/قدرت دامنبع پر پنځو ډلو ويشو،

–  د  چوکئ قدرت لکه وزيران، ولسمشر او نور واکداران چې له چوکئ سره مطرح او د چوکئ له بدليدو سره يې موقف هم بدلون مومي، همدا وجه ده چې هڅه کيږي د هرې روا ناروا لارې واک ته ځان ورسوي او بيا د همدې لارو چارو د چوکئ ساتلو هڅه کيږي، دا ډول خلکو په مشرئ کې چوکئ کليدي نقش لري.

–  د تاوان يا ضرر رسولو واک هغوی چې د تاوان او ضرر رسولو توان يې هغوی ته يوه غښتلتيا ورکړي وي لکه ځينې زورواکي چې د شر له ويرې ترې خلک ځان ساتي، دا ډول خلک د نورو پر ويره ځان ته واک جوړوي او هڅه کوي له هر څه سره تمثيلي برخورد وکړي تر څو نورو ته عبرت شي.

–  د ګټې رسولو واک لکه هغوی چې يو چا ته ګټه رسولای شي نو د هغې خبره منل کيږي يا که مو يو چا ته کار بند وي هغه تر څو چې مو کار نه وي شوای پر تاسې واک لري، دا ډول واک کيدای شي له پيسې، مذهبي موقف، چوکيو او نورو امتيازاتو ويشلو له لارې عملي کيږي، پدې ډول قدرت کې دا مهمه ده چې د ورکول کيدونکي امتياز ارزښت دواړو خواوو (هم مشر او هم پيروان) ته يو ډول وي، هر څومره چې دا ارزښت پيروان ته ډېر وي همدومره لوړه وفاداري ښيي.

–  د پوهې واک دا ډول قدرت د مشر له پوهې سرچينه اخلي، هر څومره چې يو څوک پر يوه موضوع بلد وي همدومره د هغې اغېز ډيريږي چې د پراخه واک سبب ګرځي،  دا ډول واک په مسلکي چارو کې ډېر ارزښت لري، او اکثره وختونه په اداري چوکاټ کې يوازې د همدې واک پر اساس اشخاصو ته د مشرئ موقفونو ورکول کيږي چې ورسره له ځانه نورې ستونزې زيږوي.

–  ورسره په پای کې د ورته والي يا هغې په شان کېدو واک لکه د ټلويزون ډرامو لوبغاړي چې جينکو يې جينکئ او هلکانو يې هلکان ليونې کړي دي، همدا وجه ده چې مشهور يا ښکلي خلک په اعلانونو کې کاريږي، تر څو د خلکو سلوکونه اغېزمن او د پيداوار يا خدمت اخيستلو ته يې وهڅوي. په اداري چوکاټ کې هم خلک له ځانه ښه ښيي تر څو نور وهڅوي چې د دوی په څېر شي، پدې ډول مشرئ کې کريسما يا راښکون ډېر رول لري او د همدې راښکون زيږولو لپاره ممکن پر ښود، پوهه، چوکئ او نورو داسې چارو هڅې هم وشي.

ممکن د واک او اغېز تر منځ بحث وشي چې دواړه سره توپير لري ځينې وخت يو څوک پر يوه چا اغېزه لرلی شي يا يې احساساتي کولای شي چې يو عمل وکړي او تر ډېره نورو يو عمل ته هڅول د مشرئ بنسټ جوړوي. په نن زمانه کې چېرې چې هېوادونه د کلتوري تبادلو او نورو نومونو لاندې د خپل اغېز ډېرولو په هڅو کې دي همداسې د مشرئ لپاره اغېزمنتيا او نور تر تاثير لاندې راوستل ډېر مهم دي.

د دې ټول بحث په رڼا دا پوښتنه به دومره ساده هو! نه! ځواب ونه لري خو که چيرې مشري پر تخنيکي پوهو متکي وي نو په هغه صورت کې تخنيکي پوهه ضرور ده ورسره مشر ضرور نه ده چې هر فن مولا وي او په هر څه پوه شي، خو د سياسي مداريانو په څېر نه څوک وغولوي چې وښايي پر هر څه پوهيږي او نه بايد د تفکر او ابتکار دعويداران د مشرئ ټيکه داران شي، مشرئ که تر ټولو مهم اصل ريښتينولي او پر هغه اصولو باور دی کومو لپاره چې مبارزه کيږي يا يې ډنډوره وهل کيږي، هر کله چې مو خپلو پيروانانو ته دا باور ورکړ چې ريښتوني ياست تخنيکي پوهه د سلاکارانو او نورو لارو لاسته راوړل کيدای شي.

مشري يو پيچلې عمل دی، ځان ته ورته نورو انسانانو اغېزمنول آسان کار نه دی، اکثره خلک فکر کوي چې چوکئ ته رسيدو سره دوی د نبوغ درجې ته هم رسيږي، په هر څه ځان پوه ګڼي، د دولت چوکئ يا مقام مشري نه ده، دا واک دی چې يوه چوکئ يې چا ته ورکوي، په مشرئ کې تر ټولو کليدي ټکی د يوه ليد لرل او د هغه ليد عملي کولو لپاره د عمل ګامونه دي، خلک ليد پسې ځي هغوی د هغه شخص په وجود کې د ليد عمل او خپله ښه آينده يا يو بدلون ويني، مشر بايد دا باور او ليد خپلو پيروانانو ته د هغوی په ژبه او فکر ورسوي، تخنيکي پوهه دې بيا همدې پيروانانو ته پريږدي چې د مشر عمومي لارښوونه په رڼا کې ځان ليد او هغه بدلون ته ورسوي.

4 responses to “آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟”

  1. […] ورته ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ظرفيت خلا، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، پوهه که مهارت، آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟ […]

    Like

  2. […] ورته ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ظرفيت خلا، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، پوهه که مهارت، آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟ […]

    Like

  3. […] ورته ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ظرفيت خلا، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، پوهه که مهارت، آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟ […]

    Like

  4. […] ورته ليکنی: هېوادونو وده او پوهه، نور ناپوهه ګڼل، پوهه: پر کومه بيه، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ظرفيت خلا، څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ، پوهه که مهارت، آيا د مشر لپاره تخنيکي پوهه ضرور ده؟ […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Trending

له مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت څخه يې واورئ

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive

.دلته مو ايميل آدرس وليکئ، تر څو زموږ له ليکنو څخه پر وخت خبر شئ

Continue Readingلوستنې ته دوام ورکړئ ـــ