عبادت، دفتر او کار

د روژې مبارکه مياشت ده، چې له اجرونو او ثوابونه ډکه ده خو ورسره په فزيکي او ذهني توګه د مسلمانانو ازميښت هم اخلي، او د دې مياشتې اصل هم همدا دی چې مسلمانان وکولای شي په کال کې يوه مياشت له فزيکي ستړياوو تير شي او ورسره وکولای شي د نورو مياشتو پر پرتله عبادات هم ډېر کړي، خو د همدې عباداتو پر بهانه کاري ساعتونه، کاري اجراتو څرنګوالی، اخلاقيات، او د زحمت کارونه منفي توګه اغېزمن کيږي ځکه چې روژه يم يعنې ډېر مې مه عذابوه.

يوه مياشت اوږده موده ده، په کور هم ناسته نه کيږي، دفترونه هم نه تړل کيږي، دلته بحث دا دی چې يو څوک څومره کولای شي، د خپلو عباداتو او عقايدو پر اساس کاري ساعتونه او کاري اجراتو څرنګوالی (منفي) اغېزمن کړي. د نن کاري چاپيريال نړيوال دی او په کوچني کاري ګروپ کې د بيلابيلو عقايدو، جنسونو او عباداتو خلک راغونډ وي هلته د هر يو پر عقيده سم راتلل دفتر چلوونکو ته ډېر ستونزمن وي، سره لدې چې د يوه نړيوال اصل په توګه عموماً محلي قوانين او کلتور لومړيتوب اخلي او پر چارو عملي وي خو په داسې حالاتو کې بيا هم د نړيوالو يا د بيلې عقيدې کارکوونکو حقوق له نظره نشي غورځول کيدای.

د روژې په مياشت کې په غېر شعوري توګه دا فکر عمومي وي چې د کار سطحه راټيټيږي، دفترونو بايد کاري ساعتونه راکم کړي او که جنجالي کار يا پروژه لرې نو له روژې وروسته ته يې تياره کړئ، دلته پوښتنه داده چې هر کله د ازميښت خبره راشي، يعنې که دا ومنو چې روژه د نسبي ازميښتونو مياشت ده نو ازميښت خو په شته حالاتو کې کيږي نه دا چې د هغې لپاره کارونه عيار شي او د ازميښت ټکی له منځه وويستل شي.

پر عباداتو بحث هم د اداری لپاره او هم د شخص لپاره يو څه جنجالي دی، ځکه ډېر ژر شخصي کيږي او له مذهبه شخصي اتخاذ يا مفهوم ته ځي، او اکثره وخت داسې هم فکر کيږي چې عبادات او عقيده ډېره شخصي موضوع ده او اداره دا حق نه لري چې د مامور پر شخصياتو غرض ولري، د عباداتو په اړه که هر څه فکر وي په دفتري چاپيريال کې مهمه داده چې د عباداتو يا عقايدو ځينې اعمال څرنګه د شخص پر کاري صلاحيت اغېزه کوي او ورسره څرنګه کارکوونکی د شخصي غرض لپاره د عقيدې له نامه ګټه اخلي.

زموږ د کار قانون په پريکنده توګه د شخصي ادارو په ګټه نه دی، او تر ډېره د کارکوونکي لپاره له ضرورته زيات امتيازاتو ډک دی (د ولې بحث په بله ليکنه کې وکړو)، د دې قانون له مخې اداره حق لري چې د روژې لپاره ځانګړي ساعتونه مشخص کړي خو هغه پدې شرط چې د کال په اوږدو کې به لاسه ورکړل شوي ساعتونه بيرته راسپموي يا بل وخت به حاضري داسې عياروي چې خپل له لاسه ورکړل شوی وخت راستون کړي، خو اکثره وخت داسې نه کيږي ورسره داسې ډېر چارې وي چې نشي کيدلای وروسته واچول شي.

داسې ډېرې بيلګې شته چې علماوو او نيکو خلکو د يوه کاروباري راکړې ورکړې پر مهال د عباداتو وخت له معاملې ويسته او هغه يې شخصي وخت حسابوه، د همدې اصل پر استناد عبادات شخصي اعمال دي او ځان ثواب او عذاب لپاره اجرا کيږي، د عباداتو په ځانګړي ډول د روژې پر نامه د اداری يا کارکوونکو کاري اجراتو ضعيفه کول مناسب نه دي، که تاسې مراجعين لرئ نو هغوی هم روژه دي د ادارې ضعيفه کار پر مشتري تکليف ډيروي، همداسې روژه ټول نيسي يو شخص بايد په هر څه دليل چې وي دا حق ونه لري چې د خپلې هوساينې لپاره د بل ژوند سخت کړي.

له عباداتو پرته نه کيږي او د ژوند لپاره کار هم ضرور دی، د دې دواړو توازن په شخصي او هم په اداري توګه بايد وساتل شي، ورسره اکثره وخت دا اصل له منځه ورکيږي چې حلال تجارت يا حلال رزق ګټل هم يو تر ټولو لوی عبادت دی او دا ټول بحث بيا دې ته راځي چې يو انسان څرنګه وکولای شي د دې عباداتو تر منځ توازن وساتي او د نورو ژوند له کړاوه ډک نه کړي.

انسان خدای اشرف المخلوقات پيدا کړی او له توانه يې ډېر نه عذابوي خو دا انسان دی چې خپل توان دومره راټيټ کړي چې په هره بهانه ځان له تکليفه خلاصوي، عبادات بهترين توازن پر بنسټ مخ ځي، او پر دې اصل کار کوي چې څومره دې له وسه وي همدومره وکړه، د عباداتو پر نامه له کاره سترګې پټول، بل ملامتول، بې ځايه بې اخلاقي ښودل، ښکنځل او نورې منفي کړنې د شخص خپل شخصي ضعف دی او له عباداتو سره هيڅ ربط نه لري.



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: