پوهه که مهارت

knowledge and Skills

پوهه د يو څه باره کې معلومات لرل دي، چې دا معلومات تر ډېره تيوريکي او مفکوروي شکل لري، مهارت د همدې معلوماتو په يوه نه يوه ډول عملي کول دي، لکه يو څوک له زراعته فارغ وي هغه د کرهڼې، تخمونو، ځمکې، هوا، چاپيريال او نورو په اړه يو کتاب خبرې کولای شي، خو کله چې بيلچه او تخم ورکړې چې دا وکره نو هلته بيا له ده څخه ممکن هغه بېسواده بزګر ډېر پوه شي چې څرنګه کرل کيږي، دلته دا شخص پوه خو ماهر نه دی، او بزګر ماهر خو پوه نه دی، بهترين کارکوونکی هم پوه او هم په اړونده چارو کې ماهر وي.

د نن کارکوونکی پوه دی، لږ له تر لږه يې ښوونځی لوستي وي يا له پوهنتونه فارغ وي، د نړئ اکثره تعليمي نصابونه په پرېکنده توګه پر پوهه ولاړ وي، زده کوونکو ته د بيلابيلو چارو اړونده معلومات ورکول کيږي، پداسې حال کې چې کارکوونکی پر مهارت او پوهه دواړو استخداميږي، او دندې لپاره دواړه مهم دي، ځيني دندې خو بيا يوازې پر مهارتونو ولاړې وي.

تاسې د پيپسي يا کوم بل مشروب يا کيمياوي توکي اجزاوو په اړه معلومات ګوګل کړئ نو ټول معلومات آن تر ملي ګرامه درکړل شي، اوس آیا د دې معلوماتو په رڼا کې څوک هماغه مشروب یا پيداوار جوړولای شي دا اصل پوښتنه ده، يا په روزنيز پروګرامونو کې هر څه له ګوګله نقل کيږي او د طوطي غوندې زده کوونکو ته تکراريږي، خو اصل ګټه هغه وخت برخوالو ته رسيږي چې د څه درس ورکول کيږي هغه ښوونکي يا هماغه ادارې عملي توګه ليدلي وي، او زده کوونکو ته عملي وسيلې او طريقې وروښودل شي چې څرنګه دا پوهه د مهارتونو له لارې عملي کړي.

پوهه انسان هوښياروي، او مهارت يې پرمختګ او چارو ښې اجرا ته برابروي، د نن کارکوونکی دواړو ته اړتيا لري، خو څرنګه چې مهارت تر ډېره په اداري او مسلکي چوکاټ راڅرخي، نو ځکه ادارې او کاروونکي لپاره ډېر ګټور دی، داسې ويل کيږي چې افغانستان ته راتلونکو پيسو پراخه فيصدي د کاري ځواک پر روزنه مصرف شوې ده خو متوقع نتايجو ته اوس هم اوږد مزل پروت دی، که پدې قراردادونو کې د فساد او سياسي جوړجاړيو تير شو، نو په روزنيزو پروګرامونو کې يو تر ټولو لويه ننګونه د پوهې او مهارت تر منځ توپير دی، دا روزنيز پروګرامونه په قاطع توګه يوازې پر پوهه متمرکز وي او ښوونکی هغه مهارتونه نه لري چې زده کوونکی د دې پوهې عملي اړخ ته رهنمايي کړي، هغه مهارتونه وروښيي چې د زده کوونکو کار اجرا طريقه پرې ښه شي.

لکه د پروژې يا مديره پلانګذارئ په اړه روزنيز پروګرام جوړ دی، دلته ټول کورس د پلان پر تعريف، ډولونو او ميتودونو راڅرخي، خو کله چې دا پوښتنه وشي چې زه څرنګه کولای شم خپلې ورځنئ چارې له اوږد مهاله پلان سره وتړم يا څرنګه هغه پلان پر ورځنيو فعاليتونو وويشم نو اکثره وختونه روزنيز پروګرام خپله اغېزمنتيا له لاسه ورکوي. پوهه نړیوال شکل لري، يعنې د پلان تعريف به ټولو ته يو وي، خو مهارت بيا محلي دی زه چې د خپلې ادارې لپاره څرنګه پلان جوړوم ضرور نه ده تاسې يې هم هماغسې جوړ کړئ، خو اصول به يې هماغه وي او که زه بيا ستاسې ادارې ته درشم نو ممکن خپل مهارت لږ څه عيار کړم خو زما ټول مهارت عبث نه ځي، نو ځکه د ښه او پر مهارت ولاړو روزنو لپاره د ښوونکي تجربه او محلي يا ادارې سره بلدتيا ډېره مهمه ده.

مهارت زده کول د پوهې په پرتله ډېر وخت نيوونکی وي او اکثره وختونه خلک په ژوند کې ډېر محدود مهارتونه زده کوي خو ممکن ډېره پوهه ولري، ځينې وختونه دواړه يو بل ډېر ښه ملاتړوي او د انسان د بېساري پرمختګ سبب ګرځي، لکه يو څوک ښه برقي دی خو که دا شخص وکولای شي ورسره د بريښنا انجينرئ رسمي زده کړه هم ولري نو ډېر پرمختګ به وکړي.

که اداره پوهې پسې ګرځي نو کولای شي دفتر له کتابونه ډک کړي، خو که چيرې مهارتونو پسې ګرځي نو بايد روزنيز کورسونه داير کړي يا کارکوونکي پرېږدي چېد غلطئ او زده کړې له دورانه تېر او مهارت زده کړي، د پوهنتون له فراغت وروسته ډېر محدود خلک د خپلو مهارتونو ښه کولو پسې ګرځي او د نن له سيالئ ډک چاپيريال د ماهر کارکوونکي وږی دی، اکثره هېوادونه د ماهره کارکوونکو جلبولو لپاره آن په ملي سطحه پروګرامونه لري، که غواړئ چې تل ارزښت ولرئ نو د خپل صنعت/ مسلک پرمختللي مهارتونه زده کړئ، ضرور نه ده چې تاسې ليسانس ياست يا دوکتورا لرئ، تاسې مهارتونه ته اړتيا لرئ چې خپله دنده په بهتره توګه پرمخ بوځئ.

د مهارتونو تمرکز پر ټکنالوژئ دی، او ټکنالوژي دوامداره بدليږي. مهارت د کار له طريقې عبارت دی او طريقه کې اغېزمنتيا او بهتري کليدي رول لري، يعنې ماهره کارکوونکی هغه دی چې ورسپارل شوی کار په ښه توګه پر کمو وسايلو اجرا کړي، نن په نړیواله توګه هڅه کيږي چې له ټکنالوژئ څخه په هر مسلک کې ګټه واخيستل شي او د نن هر کار د ټکنالوژئ مهارت او کار نوي طريقو زده کړه غواړي، د بودجې، وينا، اړيکو، تدريس، او داسې نورو بېشمېره چارو اجرا طريقې بدلې شوي دي، دلته پوهه پر ځای پاتې ده خو مهارتونو فرق کړی دی.

مهمه نه ده چې تاسې کوم مسلک کې ياست، بايد خپل مهارتونه په دوامداره توګه نوي کړئ، د کار نوې طريقې زده کړئ، لنډ مهاله روزنيز کورسونه واخلئ، نړيوال او معتبر سندونه چې ستاسې مسلکي ژوند او ارزښت ډيرولی شي لاسته راوړئ، داسې انګيرل کيږي چې د نوو مهارتونو زده کړه په اوږد مهال کې انسان هڅانده ساتي او پر روغتيا يې هم مثبته اغېزه کوي.

(د پوهې په اړه يې ولولئ)



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , ,

6 replies

Trackbacks

  1. د تعليم او دندې واټن | مديريت او ټکنالوژي
  2. د تعليم او دندې واټن
  3. د پوهې مديريت | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. پوهه: پر کومه بيه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. اهليت او بهترول يې – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. ادارې د کارکوونکو په روزنه کې چيرې خطا ووځي – لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Google photo

You are commenting using your Google account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: