د تعليم او دندې واټن

تعليمي نظام تر اوسه د شخصيت او کرکټر پر جوړولو راڅرخي، پدې نظام کې پوهه ښه ګڼل کيږي چې زده کوونکی له تاريخي اتلانو خبروي پدې کې ليکوالان، پاچاهان، ساينسدانان او نور ټول راځي، نو ځکه کله چې يو څوک له پوهنتونه فارغ شي نو له تاريخه خبر وي، په خپل مسلک کې له مشهورو مفکورو سره بلد وي، او پوهيږي چې په تيوري کې اداره بايد څنګه کار وکړي.

کله چې دا شخص يوې ادارې ته د کار لپاره مراجعه کوي، نو هلته نه د تاريخ او نه د تيوريو پوهه پکاريږي، هلته داسې پوښتنې مطرح کيږي چې دا شخص ځان پورې حيران کړي چې  پوهنتون کې ما څه کړل، ادارې ترې د يوه کار تمه لري او پدې فکر وي چې دا شخص بايد له وړاندې د همدې کار اړونده مهارتونه ولري، پدا ډول حالاتو شخص د خپلې پوهې له اهميته زړه تورن کيږي او اداره د نوو فارغو يا بې تجربې کارکوونکو له استخدامه منکريږي.

دا ډول ستونزو لپاره موږ کولای شو درې ډول سرچينې په ګوته کړو: تعليمي نظام، ادارو/موسساتو تمې او پخپله شخص/ زده کوونکی، ورسره پدې ليکنه کې به هڅه وکړو چې د دې سرچينو محدوديتونو لپاره ځينې وړانديزونه هم ولرو.

تعليمي نظام: د نړئ اکثره تعليمي نظامونه پر تيوريو چليږي، ښوونکي ډېر ښه پوهيږي چې یو څه بايد څرنګه کار وکړي، خو ډېر محدود يې د هماغه کار عملي تجربه لري، ورسره ښوونکو ته د محدوده امتيازاتو له کبله ډېر خلک نورو لارو چارو ته پر ښوونه لومړيتوب ورکوي. تعليمي نظامونه له پخوا راپاتې دي چې تعليم پکې د پيسه دارو ملکيت ګڼل کيدو، ورسره دا فکر هم وو چې سيسټمونه له پخوا شته تاسې يوازې يو سند ته اړتيا لرئ تر څو يوه دنده ومومئ چې نن هم پراخه شمېره زده کوونکي په همدې فکر درس وايي چې دنده پيدا کړي نه دا چې دا پوهه پخپله عملي او يو کاروبار ولري.

پر دې تعليمي نظام دا خبره ښه صدق کوي چې د يوه مامور يا ميخانکي کارکوونکي زيږولو لپاره ډېر ښه دی، نه دا چې زده کوونکي هوښيار او د نن پيچلي ژوند لپاره يې عيار کړي.

د حل ځينې لارې چارې: دا رواج مخ په ډېريدو دی چې پوهنتونونه د درس په اخيري کال کې پر زده کوونکو دا اجباري کوي چې په کومه اداره کې امتحاني او لنډمهال دنده واخلي، او د کار دا موده يې د دوی درسي موده کې حساب کړي، ورسره ادارو سره تړونونه لري چې آسانه او ساده کارونه د دوی پوهنتون زده کوونکو ته ورکول کيږي، همداسې د تعليمي کال په پيل او پای کې د کاروبارونو بريالي خلک راغواړي تر څو د دوی زده کوونکو ته ويناوی وکړي، داسې او نورې ورته چارې د پوهنتونو مفکورې د کاروبار له عمل سره يوځای کوي، ورسره دا هم زده کوونکو ته ښيي چې هغه څه تاسې لولئ بې ځايه نه دي، بلکې تاسې بايد د ټولنې يوه ستونزه وپيژنئ او د حل لپاره يې زده کړي موارد هغې حل لپاره عملي کړئ.

ادارو/ مؤسساتو تمې: هر کله چې اداره استخدام کوي نو اکثريت يې پدې تمه وي چې استخداميدونکی شخص بايد د دندې اړونده ټولې ستونزې حل کړي، ورسره دا فکر هم ډېر عام دی چې ستونزې يوازې په کارکوونکي کې دي او ادارې په خپلو سيسټمونو، مديريت او ستراتيژيکي نيمګړتياوو سترګې پټوي، مهمه نه ده چې تاسې څومره هوښيار خلک استخداموئ که چيرې د ادارې عمومي ليد او ادارې مشر پوه نه شي چې اداره بايد کوم لورې ته سوق کړي، پنځه يا لس کاله وروسته اداره چيرې ورسوي، تکړه کارکوونکي هيڅ ګټه نه کوي، ورسره که د ادارې مديريتي سيستمونه او پروسې ستونزې ولري، پر خپلوئ پرمختګونه کيږي، مسؤليتونه مبهم وي، کارکوونکي له خپلو کارونو ناخبره وي او همداسې نورې ستونزې چې هيځ شخصي اړخ ونه لري، نو هر څوک چې استخدام شي له يوې مودې وروسته ځان ستړې او بندي احساسوي.

د حل ځينې لارې چارې: مخکې لدې چې اداره يو څوک استخدام کړي، بهتره ده چې بايد پوه شي څه تمه ترې لري او کومه ستونزه بايد حل کړي او څه دنده به اجرا کوي، ورسره بايد پوه شي چې يو چا ته په لومړي سر کې دوه مياشتې ازميښتي دوره ورکوي نو بايد د معجزو تمه ترې ونه لري، اړونده روزنه ورکړي، له خلکو او کار سره يې بلد کړي ورسره دا وروښايي چې د دوی تمه څه معيارونه لري، بېشمېره څېړنو ښودلې چې نوي استخدام شوي اکثريت کارکوونکي په لومړيو درېو مياشتو کې د کار پريښودلو يا پاتېدلو پرېکړه کوي، هغوی چې اداره يې خوښه نه شي او کولای شي سمدستي يې پريږدي او يا کار په لټه کې کيږي، او هغوی چې لومړئ درې مياشتې يې ښې تيرې شي تر اوږدمهاله له ادارې سره پاتې کيږي او ښه کار اجرا کوي. ورسره دا هم منل شوې خبره ده چې څومره د يو استخداميدونکي کارکوونکي تجربه کمه وي همدومره هغه دقيقو او روښانه لارښوونو ته اړتيا لري، د ټيټ رتبه کارکوونکو دندې اکثراً ميخانيکي وي او بايد د اجرا لپاره روښانه لارښوونې موجودې وي، او دا لارښوونې او کړنلارې بايد له استخدام وړاندې جوړې او ځای په ځای شوې وي.

شخص: زموږ تعليمي نظام د ننيو بدليدونکو حالاتو سره مناسب عيار نه دی، د نن کارکوونکی ميخانيکي کار لپاره نه استخداميږي چې بل به ورته کار ورښايي، دلته له شخص څخه له اولې ورځې د پوره فعاله کارکوونکي کار او مناسبه منطقي پرېکړو ساتل کيږي، د نن دندې لس او شل کاله عمر نه لري، نن په کلني توګه خلک استخداميږي نو ځکه د روزنې او بلديدو موده يې هم لنډه وي. شخص نشي کولای پدې تمه ادارې ته ولاړ شي چې ګوزاره به راسره وکړي نوی فارغ يم، نن موږ په تاريخ کې له ټولو ډېر باسواده نفوس لرو چې همدا د لوړې بيکارئ سبب هم دی، نن هغه بريالی دی چې له پوهې سره سم اړونده مهارتونه هم ولري، نو ځکه مخکې لدې چې نوی فارغ يوې ادارې ته د دندې لپاره رامخکې شي، بايد له ځان سره د پوهنتون له سند پرته هم نور مهارتونه او ځانګړتياوې ولري او اداره پرې قانع کړي.

د حل ځينې وړانديزونه: د خپل مسلک مهارتونه زده کړئ، که اقتصاد او اداره لولئ، د حسابدارئ، غږېدا، پريزنټشن، ايميل او نور عملي مهارتونه زده کړئ، لنډمهاله مسلکي کورسونه واخلئ، کمپيوټر مسلکي ياست نړيوال سندونه په شبکه، سوفټوير جوړونه او نورو کې واخلئ، هغه مسلک کې چې زده کړه کوئ د هغې اړونده اداره کې وړيا کار ومومئ تر څو خپلې تيورئ عملي په کار کې ووينئ، ورسره تر څو چې له پوهنتونه فارغېږئ عملي تجربه به هم ولرئ. له پوهنتونه بهر د مسلک پوه خلک پيدا کړئ او ورسره د زده کوونکي يا مرستيال په توګه همکاري وکړئ، په مسلکي ژوند کې داسې ډېرې چاری دي چې بايد له پوهنتونه بهر زده شي.

د تعليمي نظام همدې نېمګړتياوو په پام کې نيولو سره په نړيواله توګه مسلکي سندونه شته چې تر ډېره حده په مسلکي زده کړو يا مهارتونو تمرکز لري، د پوهنتون زده کوونکو او ادارو لپاره دا يوه بهترينه لار ده چې خپل کارکوونکي/ زده کوونکي وهڅوي دې سندونو ته لاس واچوي، ورسره داسې پوهنتونونه هم شته چې دا سندونه يې د خپل نصاب برخه ګرځولی يا يې په رسميت پيژني او تعليم کې يې حسابوي. کار پر مهارت کيږي او مهارت زده کولو لپاره شخصي هڅه کليدي رول لري.

يو تعليمي نظام نشي کولای هرې ادارې پر اړتياوو پوره راشي او نه دومره وسايل شته چې هر زده کوونکی ماهر وروزي، تعليم پر مهارت بدلول تجربې ته اړتيا لري دا تجربه به يا ښوونکی لري، يا به يې زده کوونکی پيدا کوي او يا به ادارې کارکوونکو ته دا امکان برابروي چې دندې اړونده مهارتونه زده کړي.

پوهې او مهارت توپير لپاره يې ولولئ، د دندې مرکې پوښتنو لومړئ او دوهمې برخې لپاره يې ولولئ)



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , , , ,

4 replies

Trackbacks

  1. تعليم او تمی | مديريت او ټکنالوژي
  2. تعليم او تمی/ قدرت الله هېوادپال
  3. د ضعيفه تعليم اوږدمهاله اغیزی | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. کله چې استخداموئ، لومړی ازموینه واخلئ بیا مرکه وکړئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: