د پروژو د توقعاتو او کيفیت ستونزې

کيفیت د شتو مشخصاتو سره سم د يو څه پوره کول دي، په بله وينا کيفيت د هغه څه برابرول دي چې تاسې له وړاندې ژمنه کړې وي، نو که د همدې تعريف پر بنسټ خپل بحث پيل کړو نو تر ټولو لومړې داده چې مشتري يا د چا لپاره چې خدمت برابريږي بايد پوه شي چې څه غواړي، د خپلې غوښتنې يو کيفي تعريف بايد درکړي تر څو تاسې هماغه ډول خدمت يا پيداوار برابر کړای شئ.

ورسره دا هم مهمه ده، چې د کيفيت پوښتنه بايد له چا څخه وشي، يا څوک بايد تاسې ته د پيداوار يا نتيجې بريدونه وټاکي، اکثره وختونه پروژه د ادارې مشر امضا کوي، خو تاسې کار د ادارې له عملياتي يا منځ رتبه او ټيټ رتبه مامورينو سره کوئ، پداسې حالاتو کې د اړونده ذيدخلو اشخاصو پيژندل او پدې پوهيدل چې د چا خبره بايد څه وخت ومنل شي ډېره مهميږي، د پروژې ډيزاين او عمل لید د ادارې له مشر سره وي، کله چې پروژه سپارل کيږي نو که چيرې د ادارې مشر يا اصل جوړوونکي د پروژې چوکاټ په روښانه توګه له نورو سره نه وي شريک کړی، نو موږ وروسته د پروژې د عمل پر مهال ډېرې ستونزې او وخت ضياع وينو، د يوې کوچنئ پوښتنې او معلوماتو لپاره له ډېرو خلکو پوښتنه کيږي.

پروژې د بهترئ لپاره عملي کيږي، چې د ادارې په شتو اجراتو يا کاروبار کې څرګنده بهتري راولي، اکثره وختونه خو د ټکنالوژئ پروژه د معجزو په تمه عملي کيږي، لکه که موږ ټکنالوژي خپله کړو يا دا نوې د ټکنالوژئ پروژه عملي شي نو زموږ د شرکت يا ادارې ګټه به لس چنده لوړه شي هره ستونزه به مو حل شي، خو دا هيروي چې ټکنالوژي په خپل ذات کې يوازې يوه تقويه کوونکی وسيله ده، تر څو چې اړونده قوانين، کړنلارې، سلوکونه او ماهر کاري ځواک ونه اوسي ټکنالوژي پخپله هيڅ نه شي کولای، ورسره تر څو چې ستونزه سمه بيانه نه شي او د لاسته راوړل کيدونکې نتيجې بريدونه معلوم نه شي، نو ډېر امکان لري چې نوې پروژه يا ټکنالوژي به پخوانئ ستونزه نوره هم لانجمنه کړي.

د توقعاتو ستونزې اکثره وختونه د ټکنالوژئ د راښکون او د پروژې له اصل هدف څخه ناخبرئ له کبله پيدا کيږي، ورسره که چيرې اړتياوې په مناسبه توګه راغونډې او مستندې نه شي نو د پروژې نهایی نتيجې ليسټ همداسې اوږديږي، په پيل کې داسې پروژې يوازې د محدوده هدف يا ستونزې حل لپاره پلان او جوړيږي، خو وروسته د ناوړه مديريت او ضعيفه افهام او تفهيم له کبله دا هدف دومره لوی شي چې نه ورته د پروژې زيرمې او نه ورته وخت کفايت کوي، له وړاندې ټول د پروژې ناکامئ لپاره ورځې شماري.

زموږ لپاره يې ښه بيلګه د بريښنايي تذکرې پروژه ده، تذکره يا پيژندپاڼه يا شناسنامه هر څه يې چې بولئ اصل هدف د شخص پيژندل دي، او د اوسنيو کاغذي تذکرو تر ټولو لويه ستونزه داده چې جعلکاري او دولتي ادارو چکرونه پکې ډېر دي، په لومړي سر کې د نوې تذکرې اړتيا له همدې راپيدا شوه چې دا دوه ستونزې حل کړي بايد جعلکاري نشي او دوهم کله چې يې چا ته ښايم هغه بايد باور وکړي چې همدا زه يم، يعنې لکه اوس په څېر نه وي چې د پاسپورټ اخيستو لپاره هم شته تذکره بيا تصديقيږي.

خو، د ناوړه مديريت، اړتياوو نه پيژندلو، بې ځايه خوشبينانه توقعاتو، اصل مراجعو نه دخيلولو او تر يوه حده سياسي مداريتوب له کبله اوس د تذکرې له پروژې د امريکا اروپا لپاره د مارشل پلان شکل خپل کړې دی، چې که دا تذکره عملي شي نو امنيت به هم راشي، ټاکنې به شفافې شي، اقتصادي وده به ګړندئ شي، بريښنايي دولتداري به عملي شي، د غريب افغان ډيټا به انکرپټ (خوندي) شي، سرشمېرنه به وشي، مسلماني به دې تضمين شي پداسې حال کې خلک به پر کلمه مسلمانيدل اوس به تذکره ګرځوی او نور اوږد ليسټ چې د هر چا زړه شي هر څه پکې ورډېروي، پداسې حال کې چې دا يوازې د پيژندنې يوه وسيله ده او که همدا کار په احسنه توګه وکړي هم بريالئ ده، له نورو کمالاتو سره به يې بیا وروسته ګورو.

د ټکنالوژئ پروژو يوه اساسي ننګونه ناوړه مديريت او ضعيفه افهام او تفهيم وي، هر کله چې دا ډول پروژې عملي کيږي بايد په دوامداره توګه ټولو دخيلو اشخاصو او ادارو ته وويل شي چې د پروژې اساسي هدف څه وو او څه لپاره پيل شوې وه، ټولې پروژې له بدلونونو تيريږي، د بدلونونو قبلولو او مستردولو ميکانيزمونه لري، که چيرې اصل هدف تل په پام کې ونه نيول شي او راتلونکي بدلونونه په سمه توګه مديريت نه شي نو له پروژې يو نه رام کيدونکي بلا جوړيږي چې له بېشمېره زيرمو، وخت، مامورينو او کار خوړلو سره بيا هم نه مړښت لري او نه ختميږي.

څه بايد وشي!

د پروژې شکل، څرنګوالی او توقعات له وخت سره بدليږي، اکثره وختونه چې پروژه پلان شي هغه وخت يو ډول فکر وي خو کله چې موږ له عمل تيريږو نو د ځينو واقعيتونو په رڼا کې اړونده بدلونونه راولو، دلته مهمه موضوع داده چې د پروژې نهايي نتيجه بايد هغه ستونزه حل کړي د کوم لپاره چې پروژه پيل شوې وه، او دوهم بايد له اوله تر پايه د پروژې مالک معلوم وي يا لږ تر لږه د هر پړاو مالک/پرېکړه کوونکی ټولو ته معلوم وي او د پروژې مدير بايد له هر يوه سره د دولتي ملا په څېر د هوکړې سر ونه خوځوي هغه څه چې د پروژې برخه ده بايد پروژه کې واوسي او هغه څه چې برخه يې نه ده بايد له قبلولو يې ډډه وکړي، پروژه د هر چا خوشحالولو لپاره نه ده، د پروژې برياليتوب لپاره بايد ځينې سختې پرېکړې وشي.

مخکې لدې چې پروژه عمل ته ولاړه شي بايد د پروژې مديريت څرنګوالی او نتايجو او لاسته راوړل کيدونکي خدمت/ پيداوار کيفيت بايد له اوله معلوم وي، هر اړونده/ ذيدخل مهم شخص بايد له اوله خپلې اړتياوې بيانې کړې وي او د پروژې پلان په لومړنئ دوره يا سايکل کې دا هر څه شامل او مستند شوې وي، هر کله چې موږ پوه شو اړونده اشخاص/ ادارې له پروژې څه غواړي نو کولای شو په بهتره توګه وخت، پيسې او نورې زيرمې پلان او يو واقعبينانه عمل ورته جوړ کړو، پروژه به په خپل ژوند کې له ډېرو بدلونونو تيريږي خو دا بدلونونه بايد د پروژې له اصل هدف يا اساسي اړتيا سره په تناقص کې نه وي که چيرې پروژه له خپل هضمه ډېر بدلونونه وويني نو بهتره ده چې نوې پروژه پيل يا په څو پړاوونو کې پروژه عملي شي، نه دا چې د هر راتلونکي بدلون يا غوښتنې سره د پروژې اصل هدف بدل يا ورک شي.

ټکنالوژي پروژې پنځه اساسي ننګونولپاره يې ولولئ) (د کيفيت لپاره يې ولولئ)



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , ,

3 replies

Trackbacks

  1. د ټکنالوژي پروژو ستونزې او ځينې د حل لارې | مديريت او ټکنالوژي
  2. له شخړی تر شراکت | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل) | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: