عامه پوهاوی او ولسي انځور يا فکر چې ولس يې له دولت او حکومت څخه لري د هېوادونو مشرئ په سطحه يو کليدي ټکی دی، سياسي ګوندونه او ولسي مشران بېشماره وسايل د مثبت فکر زيږولو لپاره لګوي، د هند له صدراعظم نيولې د ايران او روسيې تر ولسمشران په دوامداره توګه د خپل ځان او هېواد باره کې د مثبت فکر او انځور زيږولو کې بوخت دي، په نړيواله توګه د نن حکومتونه د تجارتي شرکتونو په څېر اداره کيږي، په ځانګړي ډول د هغوی عامه تصوير چې په هغې کې حکومت باید څېره ولري او دا څېره بايد د حکومت ټولو ښو استازيتوب وکړي، خلک بايد پوه شي چې د سيسټم استازی شخص دی، او دا شخص ښه او باحوصلې سړی دی.
پخوانی حکومت که هر څنګه وو خو مشر يې په ژبه کې دا مهارت درلود چې په ډېرو پيچلو حالاتو کې يې اوريدونکي ته اعتبار او باور ورکاوه، چې هر څه په سمه روان دي، يا تر څو چې زه يم نو انشالله خير خيريت دی، خو بل لور ته له اوله د اوسني ولسمشر ميډيا ټيم دا خبره ښه روښانه کړې وه چې موږ د ګوتنيونې او انتقاد لپاره ځای نه لرو که هر چا به د دوی له مزاجه مخالف څه وويل نو له فيسبوک نيولې تر مضامينو او خبرونو پورې به يې داسې سپکې سپورې ورته وويلې چې هغه به يې ځان پورې حيران کړ، او اوس هم تر ډېره حده همدا چلند روان دی، ټول حکومت، دولت او ښه په ارګ کې دي، نورې ټولې ادارې يوازې د کتونکو حيثيت لري.
يو څه ورځې وړاندې د دولت تر ټولو لوړ پوړي چارواکي او همداسې د يوه وزير ټلويزون سره مرکه وه، په دواړه مرکو کې دوی خبريال طرف واقع کړ او مستقيماً يې د خبريال شخص او ورسره ټلويزون ته دا احساس ورکړ چې تاسې زما مخالفين ياست او بايد تاسې قانع کړم، لکه زما د روغتيا باره کې څه وايي خپل اعتباري ډاکتر راولئ يا تاسې د پردي ژبې اصطلاحات کاروئ يا همداسې نور موارد، په دواړو بحثونو کې اصل پيغام ورک وو تر ډېره حده خبريال پر مرکه حاکم وو.
د عامه پوهاوی يو تر ټولو لوی اصل دادی چې هغه وسيله چې تاسې يې خلکو ته د پيغام رسولو لپاره کاروئ که اخبار وي، ټلويزون، راډيو يا اوس خو پکې فيسبوک او ټويټر هم دی بايد طرف واقع نه شي، دا مايکروفون چې تاسې ته ايښودل کيږي مخالفينو ته هم ايښودل کيږي خپل پيغام بايد د اعظمي ګټی لپاره عيار شي. پيغام راوړونکی يا رسوونکي مه سپکوه پرېږده يې خپل وسايل ستا ګټې لپاره وکاروي.
تېره اونۍ د کندز پيښه وشوه، له سياسي ابعادو يې صرفنظر هغه خبري کنفرانس چې دريو وزيرانو او ولسمشر داير کړی وو، له ورايه ښکاريدل چې چارواکي په دفاعي حالت کې دي، ورسره سمدستي ملي ټلويزون ملي سندری خپرولی لکه چې وطن سقوط کړی وي او خلک په تيښته وي، بدبختانه دا تپل شوی جنګ زموږ د ورځني ژوند برخه ده، ولس قربانئ ورکړي دي موږ پوهيږو چې جنګ دی، خو کله چې د چارواکو غونډو ته کينو نو له هغوی د باور او اعتماد تمه ساتو، نه دا چې يې پخپله رنګ الوتی وي او د خبرو نه وي د ويرې يا تشويش حالت نور هم ګډوډ کړي.
د عامه پوهاوي او د هغې وسيلو پر ارزښت ټول پوهيږي، د فيسبوک بندولو آوازې اچول کيږي، ټلويزونونو پسې بد ويل کيږي، چې زما د خوښې خبرې نه خپروي، ځکه ارزښت يې درک کيږي، ټلويزون تجارتي شرکت دی، تل به هغه څه خپروي چې د ټولنې له اخلاقو او نورم سره متضاد وي تر څو تبارز او له نورو مشهور وي، دوی ليدونکي غواړي تل به په هېواد کې غوغا جوړوي، آن په باثباته هېوادونو کې ميډيا همدا رول لري، د ميډيا اصل ډنډورچي دی يعنې بايد وړه خبره ډنډوره کړي، دا ميډيا چې په محرم کې سندرې خپروي، هغوی نه د کلتور غم اخيستي او نه عامه افکارو پسې ګرځي، مهمه داده چې څه ورته پيسې راوړي، او خبريال يې څرنګه نورو سره ځان اخته کړي.
ورسره، د نن ليدونکي د خپلې خوښې خبر اوري، پخوا به د خبر رسولو لپاره يوازې ټلويزونونه او راډيو وی دولت خپلې ډنډورې پخپله کولی، نن هر څوک د ټولنيزې ميډيا له لارې خوښوي چې څه واوري او څه وګوري، د ټلويزونونو مالي عايد د ټولنيزې ميډيا له کبله کم شوی دی، په ځانګړي ډول فيسبوک د ډېرو صنعتونو شکلونه بدل کړل، عادي شخص او اداره دواړه ورته يو ډول لاسرسی لري، نو ځکه هغوی چې غواړي ټولو ته خپل پيغام ورسوي، بايد دې ټولو ابعادو ته فکر وکړي، ورسره د ټولو هېوادونو ټاکنو په څېر د تېرو ټاکنو همدې ګټونکو د رايو ګټلو لپاره له خپلو نومونو سره قومي تخلصونه ورډېر کړل، جامې يې بدلې کړې، سلوکونه يې رايې اخيستلو لپاره عيار کړل، سياستمدار او عامه/دولتي دفتر نيوونکي لپاره د هغې عامه شکل يا ولسي انځور ډېر مهم دی، ولس دې پسې نه ګرځي چې يو څوک څومره هوښيار دی يا څه تورې يې کړي دي مهمه داده چې په اوس وخت کې زما او زما سيمې لپاره څه کولای شي، يعنې دلته خبره دا نه ده چې د دې مواردو ارزښت نه احساسيږي، پر اهميت يې دوی له اوله پوهيدل، يوازې خبره داده چې عمداً يا سهواً د ښه استعمال توان پکې نه ښکاري.
په ۹۴–۱۹۹۵ کلونو کې امريکا کې هيڅ چا همجنس بازي په ملي سطحه د بحث وړ نه ګڼله، تر ۰۳–۲۰۰۴ پورې په ټاکنو او نورو بحثونو کې دا موضوع هيڅ نه ياديدله او آن د مذهب او کلتور خلاف خبره ګڼل کيده، نن يې د اساسي قانون برخه ده او په نورو هېوادونو يې هم غواړي وتپي، د دې موضوع ترويج تر ټولو اساسي دليل وايي چې دغه خلکو ټولنه يو تر ټولو منظمه او ورسره پر ميډيا حاکمه طبقه ده، ميډيا يې د عامه ذهن سازئ او قوانينو بدلولو لپاره منظمه، اعظمي او ګټوره وکاروله.
د اخلاقو، کلتور، عامه آرامتيا، ويرې، او نورو کې د ميډيا رول ډېر بارز دی، په افغانستان کې ديرش ميليونه خلک اوسيږي، خو که ميډيا ته وګوری نو داسې درښايي لکه چې په يوه صحرا کې شل ديرش وحشي قبيلې اوسيږي چې له يو بل سره په جنګ دي او راتلونکي کال به يې ټول وژلي وي او افغانستان به نه وي، دولت تر اوسه ونه شو کړای په نړيواله او ملي سطحه افغانستان لپاره مثبت او انساني تصوير وزيږوي.
دولت د عامه پوهاوی او ميډيا ډېر پڅه او بې اغېزې نيمګړې پاليسي لري، سره لدې چې وزارت هم شته، هر وزارت تقريباً يو رياست هم لري، وياندويان يې په زری موټرو کې له پړسيدلي غرور او کبر سره ګرځي، خو يو څو ګوتو په شمار سياسي مخالفين له دومره لوی دولت څخه د ميډيا په کارولو کې ډېر تکړه دي، دلته رسمي ټويټر اکاونټونو څخه لنډئ او سندرې خپريږي، رسمي فيسبوک پاڼې د فلمونو پسې ګرځي، دولتي چارواکي د خپل شخصي شهرت لپاره فيسبوک پاڼې تمويلوي، لايک ډېرولو لپاره هر څه کوي، خو د دې ټولو په منځ کې محتوا او اصل پيغام ورک وي، هيڅ يو شخص د خپلې ادارې عامه اړيکو مسؤليت نه اخلي، چوکئ دولتي وي خو شخص پکې د خپل نوم او شهرت ګټلو چنی وهي.
ټول پوهيدل دولت به کندوز بيرته ونيسي، ټول پوهيږي د بهرنيو عسکرو له وتلو سره به اقتصاد سست شي، ټول پوهيږي چې موږ د يو وروسته پاتې هېواد په توګه د روغتيا او پوهنې او روزنې ستونزې لرو، ټول پوهيږو چې له څو لسيزو جنګ څخه راتيريږو او ډېر جنجالونه مو مخ ته پراته دي، خو له دولت دا تمه ساتو چې دا باور راکړي سبا به مو له نن ښه وي، هر کله چې يو څوک ولسي چوکئ اشغالوي نو په مسلکي توګه ترې دا تمه ساتل کيږي چې خپل شخص يو لور ته کيږدي او چوکئ او مقام ته په احترام مسلکي سلوک وکړي، د چارواکي يو ښه پيغام د ملت پر ذهني او رواني آرامتيا يو دوامداره او اوږدمهاله اغېزه لري.
پاکستان په څېر هېواد د عامه پوهاوي او هېواد باره کې مثبت فکر لپاره د کال له لس ميلياردو ډېرې روپئ مصرفوي، هيڅ يو دولتي چارواکی چې هر څومره وزوروی هېواد پسې بد نه وايي، امريکا د فلمونو، خبرونو، کتابونو او نورو له لارې په کال ميلياردونه ډالر مصرفوي تر څو خپل هېواد د جنت ټوټې په توګه وښيي، اروپا ته خلک د زرګونو ډالرو په لګښت د ژوند په خطر ځان رسوي چې ټولې ستونزې به يې په معجزانه توګه حل شي، امريکا او اروپايي هېوادونه له څلورو کلونو راهيسې سوريه او عراق بمباروي، خو روسيه دوه ورځې کيږي بمبارد يې پيل کړی اوس له داعش زيات روسيه بدنامه شوه. دا نه ده چې هېوادونه ستونزې نه لري هر ولس او هېواد خپل جنجالونه لري، خو ميډيا يې خپل حدود لري او دولت دا باوري کوي چې چارواکي يې لدې وسيلې اعظمي ګټه واخلي.
د هېواد او ولس او په ځانګړي ډول د حکومت او دولت باره کې مثبت فکر د ډېرې پانګونې، بهتره ميلمه پالنئ، او په عموم افغانانو سره د ښه سلوک سبب ګرځي، نن نوره نړئ په عامه توګه افغانانو ته د يوه وروسته پاتي وحشي قوم په سترګه ګوري چې په ټول هېواد به يوه د پخې خښتې کور پيدا نه کړې، او په داخل کې اکثره افغانانو ته دا دوامداره توګه دا احساس ورکول کيږي چې که نن دی که سبا دا هېواد سقوط کوي او نر هغه دی چې لدې ځايه يې پښې سپکې کړی.
موږ ستونزې لرلی او راتلونکي کې به يې هم ولرو، خو د اوسني حکومت او دولت د عامه پوهاوي مناسبې کړنلارې نشتوالي، پراخه بې ظرفيتئ او نا اهلئ، او شاعرانو، اديبياتو استادانو او نورو ته د عامه پوهاوئ سپارل پدې يوه کال کې افغانستان داسې يوه حالت ته ورساوه لکه چې د دوزخ ټوټه وي او هيڅ راتلونکی نه لري، داسې ښکاري چې له ارګ نيولې تر عادي ملکي او نظامي مامور پورې د عامه پوهاوي او ميډيا کارولو روزنې ته اړتيا لري، پر ښکنځلو، سيلفيانو او عکسونو څه نه کيږي د خبرې چم بايد ټول زده کړي.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ