له انرژي ډرينک تير شئ، لدې ۱۰ لارو چارو خپل ذهني تمرکز ډېر او ستړيا ليری کړئ

productivity

موږ د دوامداره مداخلت په وخت کې ژوند کوو، تمرکز نشته، که شته خو ډېر سخت شوی دی، همدا اوس چې تاسې دا لولئ ډېر امکان لري چې د فيسبوک له لارې دې پاڼې ته راغلي ياست، او چې لولئ نو دوامداره د ټليفون، فيسبوک، ټويټر، انسټاګرام، ايميل يا کومې ټکنالوژئ مو تمرکز خراب کړی دی، که له ټکنالوژئ خلاص شئ، نو نن سبا ټول د سياست، فيسبوک، بحثونو او په هر څه کې د نظر ورکولو شوقيان دي، ناڅاپه به دې دفتر ته راننوځي بيا ورته ويلای هم نشی چې ظالمه که خپله وزګار يې نو موږ څه له د کاره باسی. 

لدې لسو لارو چارو خپل تمرکز په ډېرولو او ذهني ستړيا په کمولو کې مرسته واخلئ:

۱. يو وخت يو کار – No Multi-Tasking

ليکوالان، متفکرين، او نور چې تمرکز او ذهني پياوړتيا ته اړتيا لري نو په يوه وخت کې يوه کار ته لاس اچوي، ذهن د کمپيوټر پراسسر په توګه واخلئ څومره چې پرې بار ډېروئ همدومره سستيږي، که غواړئ چې يو څه ژر او ښه اجرا کړئ نو خپل ټول تمرکز يوې چارې ته ورکړئ، ورسره بيلابيلو څيړنو ښودلې که چيرې تاسې په دوامداره توګه خپل فکر يا ذهن په مخنيويو او اخلالو عادت کړئ نو بيا که بل وخت وغواړئ چې دوامداره تمرکز وکړئ نو فکر مو له يو څه وخت وروسته ستړی يا تمرکز ماتوي، تر څو يې چې پر اوږده تمرکز وروزئ.

۲. لنډ ضرب الاجل وټاکئ – Shorter Deadlines

که فکر مو کړئ وي څومره چې وخت ډېريږي همدومره کار هم اوږديږي، ځان لپاره لنډ ضرب الاجلونه وټاکئ، لکه که يوه کار لپاره درې ورځې وخت ولرئ او د يوې ورځې کار وي، نو دا کار عموماً درې ورځو ته غځيږي، لنډ ضرب الاجلونه تاسې سره نورو کارونو لپاره د وخت مشخصولو امکان هم برابروي، که د دوه ساعتونو کار وي هڅه وکړئ په يوه نيم کې يې خلاص کړئ.

۳. مسؤليت واخلئ – Be Responsible

مسؤليت له ځانه پيليږي، هره ژمنه يا ضرب الاجل چې ټاکئ هڅه وکړئ پوره يې کړئ، که تاسې پوه شئ چې د يوه کار مسؤليت مو اخيستی يا بل څوک له تاسې ستاسې د کار پوښتنه کوي نو دا مرسته کوي تر څو تاسې خپلې چارې په سمه توګه له وخت سره سم پرمخ يوسئ. که فکر کوئ خپل ضرب الاجلونه پر وخت نشئ پوره کولای، نو له ملګري يا همکار وغواړئ چې ستاسې کار وڅاري يا درڅخه پوښتنه وکړي.

۴. خپل پر کار/ لاسته راوړنو نظر واچوئ – Review your Productivity during the day

مخکې لدې چې د ورځې په پای کې کارځای پريږدئ هڅه وکړئ د خپلې ورځې پر لاسته راوړنو يو ځغلنده نظر تير کړئ، او دوه يا درې مهمې چارې يادې کړئ چې تاسې د ورځې په جريان کې اجرا کړې وي. هغه کارونه چې پاتې وي يا باید بهتره اجرا شي، د سبا ليسټ ته يې ورواچوئ، او هغه چې نن مو ښه اجرا کړې وي، پر اوږه ځان وټپوئ چې “آدم خانه ته هم بلا بد يې”.

تاسې کولای شئ دا چاره د هفتې اخير ته هم واړوئ، خو مهمه داده چې بايد ورځې يا اونئ په پای کې له ځان سره د ورځې يا اونئ پر لاسته راوړنو يو نظر واچوئ.

۵. سبا لپاره چارو/کارونو ليسټ جوړ کړئ – Have a To-Do list for Tomorrow

د مهمو کارونو ليسټ جوړول د کار بهترئ يو تر ټولو مهمه او آسانه لار ده، ځينې يې پر کتابچه ليکي، ځينې کمپيوټر کاروي او ځينې موبايل لري، خو هره وسيله چې تاسې کاروئ کوښښ وکړئ مخکې لدې چې ويده شئ يا ورځ پای ته ورسوئ د سبا لپاره ليسټ وليکئ، ډېرې آنلاين وسيلې شته چې تاسې کمپيوټر، موبايل او ټبليټ سره نښلوي، نو که چيرې تاسې په يوه کې يو توکی ورډېر کړئ د ټولو وسيلو په ليسټ کې ورډېريږي.

ځينې خلک يې سهار جوړوي، خو زه د ورځې پای طرفداره پدې يم چې سهار انسان انرژي او ابتکار ډېر وي، کولای شي هغه چارو ته چې ډېرې ذهني/فکري انرژئ ته اړتيا لري اختصاص شي.

۶. اخلالاتو ليسټ جوړ/ مخنيوی وکړئ – List Distractions

سره لدې چې د مهمو کارونو ليسټ جوړول تاسې ته لومړيتوبونه پاکي، خو که چيرې پدې پوه نه شئ چې دغه کارونه د کومو دلايلو له کبله پاتې کيږي نو بيا هم دا ليسټ دومره ګټور نه واقع کيږي. 

هڅه وکړئ هر هغه څه چې ستاسې کار اخلالوي يا مو پام اړوي هغه محدود کړئ، له انټرنېټه په ځانګړي ډول فيسبوک استعمال کم کړئ، ساعت په ساعت ايميل يا ټليفون مه ګورئ، تشويش مه کوئ چې په “وادی گرگها” که به پولاد علمدار څه کوي چې کور ته ولاړئ د شپې به خبر شئ، او داسې نور فکري او فزيکي اخلالاتو ځان وساتئ.

۷. مطالعه وکړئ – Read

مطالعه د ذهن تحريکولو بهترينه وسيله ده، اکثره وختونه د دفتر چارې انسان ذهناً ستړی کوي چې پر تمرکز او پيداواري کار ناوړه اغېزه کوي، نو ځکه د پام بدلولو او ذهن بيا تازه کولو لپاره مطالعه بهترينه وسيله ده.

ضرور نه ده چې تاسې دې تل ساينسي او مسلکي کتابونه ولولئ، يو ښه ناول، ښه مضمون، ښه کيسه، تاريخ هر څه چې پر ذهن فشار نه راوړي خو کولای شي تاسې ته يو ښه ساعتيري يا وقفه برابره کړي ولولئ.

۸. سپورت/فزيکي فعاليت ولرئ – Sports/Physical Activity

سره لدې چې دا د دفتر له چارو سره مستقيمه اړيکه نه لري، خو بيلابيلو څيړنو ښودلی هغوی چې سپورت کوي يا فزيکي فعاليتونه يې ډېر وي ذهن يې نسبتاً متمرکز او ښه کار کوي، ورسره داسې هم ويل کيږي چې مسلکي سپورت لوبغاړي پر ذهن د متمرکز کولو او يو څه ته د پام راړولو ښه مهارتونه لري.

۹. دمې واخلئ – Take Breaks

داسې ګڼل کيږي چې د کار بهترينه طريقه ۲۵ دقيقې پر ميز کيناستل او پنځه دقيقې دمه اخيستل دي، ضرور نه ده چې ستاسې وجود دې هم داسې عيار وي، خو اوږدې وقفې کارونه د ورځې وروستئ برخې ته شخص ستړی کوي، هڅه وکړئ چې د خپل له کار ځايه پاڅيږئ، وګرځئ، او يو څو دقيقې په بل څه کې مصروفه شئ.

۱۰. اوبه وڅښئ – Hydrate 

اصل هدف مايع اخيستل دي، خو فکر کوم له پاکو يخو اوبو بهترين تازه کوونکی بل نه وي، په ځانګړي ډول د غرمې له ډوډئ وروسته د انسان د وجود مايع د غذا په جذبولو او نورو مصرفيږي نو ځکه شخص ځان ستړی احساسوي. 

پر اوبو يا مايعاتو غني وجود بيداره او ويښ وي، پداسې حال کې چې د انسان وجود نږدې ۶۰٪ له مايعاتو جوړ دی نو که دلته د اوبو کموالی احساس شي نو د انسان پر فزيکي او ذهني حالت او ستړيا مستقيماً اغېزه کوي.

سره لدې چې نورې ډېرې لارې چارې هم شته چې کولای شي تاسې سره د کار په بهتره اجرا کې مرسته وکړي، ځينې وختونه د ماسپښين له مانځه وروسته لنډ خوب، عقيدوي غښتلتيا لکه لمونځونو، عباداتو ته پاملرنه، ابتکار لپاره سهار وخته کار پيلول او نور هم شته، دا لس مشورې يې هغه دي چې په آسانه عملي کيدای شي، ورسره هر څوک بايد پوه شي چې څه کولای شي له ده سره د کار په بهتره او ښه اجرا کې مرسته وکړي، او بیا له هماغه وسايلو سره پاتې شي.

د بهتره اجراتو او نتايجو لپاره د خپل وخت او ځان بهتره مديريت او لومړيتوبونو پيژندل ډېر مهم دي، هر کله چې موږ وکولای شو دا کمال مو حاصل کړ، کارونو مو پخپله بهتريږي.



ټولي:مديريت Management

ټگونه:,

4 replies

  1. شه لیکنه ده خو په دی لالهنده او ګډوډ ژوند کی یی عملي کول لږ څه سخت بریښي

    Like

  2. مننه هیوادپال صاحب ډیر ښه لیکنه ده. ګر چی دیر خلک پدغه شیان باندی پوهیژی مګر عمل نسی پری کولای لکه دا زه. مګر هر وخت چی دغسی لیکنه ولولم بیانو تحریک سم او تول کارونه منظم سی . زه تولو ته دا توصیه کوم چی دغسی لیکنه او کتابونه هر وزځ یا هفته یا میاشت که لولی تر څو نظم په عادت تبدیل شی.

    Like

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: