(د هند پخوانی ولسمشر ای. پي. جی عبدالکلام د وارټن هند اقتصادي غونډه، فيلاډلفيا، امريکا، مارچ ۲۲، ۲۰۰۸)
په غونډه کې له ښاغلي عبدالکلام څخه پوښتنه وشوه: ایا داسې پيښه رايادولی شئ چې وښيي مشر بايد ناکامي څرنګه اداره کړي؟
عبدالکلام: زه به له خپلی تجربی کيسه وکړم.
په ۱۹۷۳ کې زه د هند د سپوږمکۍ داغلو، چې عموماً د SLV-3 په نامه ياديږي، پروژوي رئيس شوم. زموږ هدف د هند روهني په نامه سپوږمکۍ تر ۱۹۸۰ کال د ځمکی مدار ته داغل وو. ما ته مالي او بشري زيرمی دواړه راکړل شوی، خو روښانه راته وويل شول، چې تر ۱۹۸۰ موږ دا سپوږمکۍ حتمي مدار ته ليږدوو. په زرګونو خلکو په ساينسي او تخنيکي ډلو کې دی هدف په لور کار وکړ.
په ۱۹۷۹ کې فکر کوم د اګست مياشت وه، فکر مې وکړ چې تيار يو.
د پروژی د رئيس په توګه زه د کنټرول خونی ته ولاړم، د سپوږمکئ له داغلو څلور دقيقی وړاندی کمپيوټر د ټولو ضروري توکو ازمويل پیل کړل چې له داغلو وړاندی په اتومات توګه له نظره تيريږي. يوه دقيقه وروسته کمپيوټر داغل ودرول او د کمپيوټر سکرين وښودل چې ځينی شيان سم نه دي.
زما متخصصينو، چې څلور پنځه راسره هملته ولاړ وو، وويل چې د تشويش خبره نه ده، زموږ سپوږمکۍ کافي تيل لري، له کمپيوټره به تير شو او پخپله بې يې وداغو. نو ما له کمپيوټر صرفنظر وکړ او د سپوږمکۍ داغلو راکټ لاسي حالت مې فعال او سپوږمکۍ راکټ مو وليږدوه.
په پیل کې هر څه سم وو، په دوهمه مرحله کې ستونزه پیدا شوه. د دی په ځای چې سپوږمکۍ د ځمکی مدار ته ولاړه شي، ټول راکټي سيسټم په هوا کې سقوط وکړ او د بنګال په خليج کې راپريووت.
پدغه ورځ د هند د خلا څيړنی اداری عمومي مشر، پروفيسور ساتيش ډي هون نړيوال او ملي خبريالان راغوښتي وو، سپوږمکۍ موږ سهار ۷ بجی له سويلي هند اندرا پراديش داغله او خبري کنفرانس ۷ بجی او ۴۵ دقيقی وو.
پروفيسور ډی هون خبري کنفرانس ته پخپله کيناست او خبريالانو ځوابونه يې ورکړل. د ناکامۍ ټول مسئوليت يې په خپله غاړه واخيست، هغه وويل چې ډلی ډېر کار کړی او زيار يې ويستی وو خو نوری تخنيکي مرستی ته يې اړتیا لرله. او زه باوري يم چې بل کال به بريالي شي.
زه د پروژی رئيس ووم او دا زما ناکامي وه، خو زما پر ځای، هغه د اداری عمومي مشر په توګه ټول مسئوليت په خپله غاړه واخيست.
ورپسې کال د ۱۹۸۰ په جولای کې، موږ بيا د سپوږمکۍ داغلو هڅه وکړه او دا ځل بريالي شو. ټول ملت خوښ وو، دا ځل بيا خبري کنفرانس وو، پروفيسور ډي هون زه ډډی ته کړم او راته يې وويل : چې نن ستا ورځ ده، خبري کنفرانس ته، ته کښينه او ځوابونه ورکړه.
په هغه ورځ ما ډېر مهم درس زده کړ. د ناکامۍ په صورت کې د اداری مشر مسئوليت اخلي او کله چې برياليتوب وي نو هغه دا هر څه ډلی ته منصوبوي او هغوی ته يې پريږدي. ما د مديريت تر ټولو مهم درس له کتاب نه بلکی له تجربی زده کړ.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ