په افغانستان کې د کاروبار ځينې ننګونی

د يوه نوي څه جوړول تل ستونزمن وي، ضرور نه ده چې تاسې چيرې ياست خو د نن په سياله نړئ کې د کاروبارونو پر پښو درول تر هر وخت زيات جنجالي دي، د همدې جنجالونو راکمولو لپاره دولتونه آسانه قوانين، اداری او کاري ځواک د کاروبارونو جوړولو پر موخه روزي.

د ملتونو وده او مړښت د هغوی په ملي سطحه د پوهې او دولت (پيسو) زيږولو کې ده، څومره چې ولس پيسه داره کيږي، همدومره ورسره د هر شخص د ماليې ورکولو او عامه خدمتونو کارولو توانونه لوړيږي، چې پيسه جريان پيدا کوي او په عمومي توګه ټولنه کې مثبت بدلون راځي.

ورسره د بهتره تعليمي سيسټم له لارې هڅه کيږي، فارغين په ټولنه کې د ستونزو او ورسره د کاروباري امکاناتو موندل زده کړي، او بيا د هغې ستونزې حل لپاره تجارتي حل رامنځ ته کړي، هغه کاروبارونه چې په ټولنه يا ولس کې د شته اړتيا ليرې کولو لپاره رامنځ ته کيږي د برياليتوب ډېر امکان لري نسبت هغه کاروبارونو ته چې نورو دلايلو له کبله پيليږي.

زموږ تعليمي سيسټم ماموريت لپاره خلک روزي او په ماموريت کې څوک خو په خيټه مړيږي مګر د دولت سپمولو توان نه پيدا کوي، چې وکولای شي تجارت پرې پيل کړي او نورو ته د کار زمينه برابره کړي، زموږ پوهه تر اوسه تقليدي ده، آن زموږ د تاريخ او کلتور کتابونه هم بهرنيانو راليکلي دي، دا ټول دواړه د دې سبب کيږي چې موږ د نوي څه زيږولو توان له لاسه ورکړو او ورسره ناکامئ څخه وويريږو او ورته د شرم په سترګه وګورو.

زموږ فکر تر اوسه پدې کې دی چې د سپينې او پاکې جامې اغوستل او په مړه خيټه خوراک ژوند دی، د ملت په حيث موږ د خواريکښ د درناوي اوږد مزل په وړاندې لرو، تر اوسه بزګر، دوکاندار، کاروباري، کراچيوان، او نورو داسې ته چې ځان او دوه درې نورو ته يې د کار زمينه برابره کړې وي هغه درناوی نشته چې د چوکئ خاوند يې لري.

د هيوادونو پرمختګ تر ډېره پر کوچنيو کاروبارونو ولاړ دی، هغه هېوادونه چې پرمختللي اقتصادونه لري هلته دولتي ماموريتونو ته دومره ارزښت نه ورکول کيږي څومره چې په وروسته پاتې هېوادونو کې مقرريو لپاره رشوتونو او نورې واسطې رواج دي، ورسره هغه هېوادونه چې د کاروبارونو ملاتړ او تشويق لپاره ښه چاپيریال لري، ځوانان يې خپلې راتلونکي ته ډېر خوشبينه دي نسبت هغه هېوادونو ته چې يوازې ماموريت د معاش ذريعه ګڼل کيږي.

په افغانستان کې د کاروبارونو رامنځ ته کول خورا ستونزمن دي، سره لدې چې موږ د زيربناوو او ټکنالوژئ له جدي ستونزو سره مخ يو، خو ځينې نورې ننګونې هم شته چې د دولت نااهلئ او لنډ فکر له کبله رامنځ ته شوي دي، چې له ځينو يې دلته يادونه کوو:

کاروباري اجازه: هر کاروباري فعاليت لپاره مجبور يې له دولت لايسنس واخلی، سره لدې چې آيسا د کاروبارونو آسانتيا ډنډوره وهي خو هر ځل چې دې ورسره کار بند شي په څو وزارتونو به ګرځی تر اوسه يې معلومه نه کړه چې دوی کوي څه، ماليه بل څوک اخلي، سکتوري فعاليت اجازه بل څوک درکوي، دوی يوازې لايسنس درخرڅوي چې هغه پروسه هم له بيشميره کړاوونو ډکه ده او کولای شي دا کار په ډېره آسانه بل وزرات وکړي، يا که کاروبار يوازې د ماليه شميره ولري او ځان هلته ثبت کړي نو د آیسا د لايسنس څه اړتيا ده، په نورو هيوادونه کې د پانګونې هڅونې ادارې شته خو هلته بيا د چڼي په څېر کور په کور سړی وظيفې راغونډولو پسې نه ګرځي بلکه يوه اداره ورته هر څه خلاصوي، که زه بیا هم اداره په اداره ګرځم نو د آيسا هیڅ اړتيا نه ليدل کيږي.

تر ټولو آسانه او ښه لار يې آنلاين لايسنس ورکول دي چې ټول موارد هلته ذکر وي، او ورسره بايد له ماليې وزارت يا ګمرکاتو د ماليې شمېره واخيستل شي، هر کله چې يو کاروبار بانکي حساب ولري، د ماليې شمېره ولري او د هېواد له قوانينو سره سم فعاليت وکړي، د نورو لايسنسونو يا اجازه اخيستلو اړتيا به څه وي.

ماليه: له لومړئ ورځې څخه درباندې ماليه حسابيږي، داسې بيشميره هيوادونه شته چې د لومړئ کال ماليه يا تر څو چې مو ګټه نه وي کړي ماليه درته معاف وي، هند د کوچنيو کاروبارونو تاوان په صورت کې مرسته کوي، نايجيريا ماليه وربښي او نور داسې هيوادونه شته چې د کاروبارونو هڅونې لپاره د ماليې آسانتياوی برابروي، په افغانستان کې ماليه له لومړئ ورځې حسابيږي ځيني استثناتو کې کاروبار کولای شي ځان لپاره په لومړيو دری کلونو کې له دولته ځيني مراعات وغواړي خو هغه پروسه هم له ډېرو ننګونو ډکه ده.

دلته د يوه کاروبار په حيث زه د دولت له مرستې تير يم، يوازې دومره ده چې قوانين بايد روښانه شي، رشوتونو او بې ځايه جنجالونو زيږولو مخه بايد ونيول شي، آن د ماليې ورکولو پر مهال همدا د ماليې مامورين درته د غلا لارې درښيي که پوره ماليه ورکړي هغوی ته ليونی ښکاری، ډېرو هېوادونو د ماليو ورکولو سيسټمونه يا کمپيوټري کړي چې آنلاين تاديه کيږي يا يې شخصي ارګانونو ته سپارلي چې له دولت سره يې په شريکه پر مخ بيايي، موږ د ماليي سيسټم جدي اصلاح ته اړتيا لرو.

قانوني چوکاټ: زموږ تجارتي محاکم ډېر ضعيفه دي، د قوانينو له جدي ننګونې سره مخ يو، دلته د هر څه حاکم دولت دی، که چيرې دې له دولتي اداری سره ستونزه پيدا شي چيرې عريضه وکړی، يا په يوه نامه درې څلورو شرکتونو ته د کار اجازې ورکول کيږي که د نوم ستونزه وي محاکم وايي خپل منځ کې سره جوړ شئ، د ټکنالوژئ له دوسيې يا جرم سره مخ شئ د ډېرو کمو پرې سر خلاصيږي چې څرنګه يې دفاع وکړي، بانکي حسابونو ته آنلاين لاسرسي امکان شته، خو آنلاين غلا وشوه نو بيا دې الله مل شه.

هر کله چې دولت د يوه کاروبار اجازه ورکوي بايد ورسره يوځای د هغه کاروباره اړونده قوانين او محاکم هم غښتلي شي، داسې ډېر موارد شته چې تجار محکمه پر محکمه ګرځي خو نه پوهيږي چې دا دوسيه د چا مربوطيږي او ورسره دولتي او قضايي مامور به درته وايي چې دا لومړی ځل دی له داسې ستونزې سره مخ شوي ياستو.

تعليمي نظام او کاري ځواک: زموږ تعليمي نظام تر ډېره د مامورينو پر روزلو متمرکز دی، له مقام که هغه ښوونکی، پلار، دولتي چارواکی، او د نورو ويره پکې اغږل شوې ده، ورسره ريسک اخيستل يا بې باورئ مديريت پکې نه شته، ټولو ته ښودل کيږي چې تل پر معلومه لار ولاړ شئ، خو د نن په بې باوره بازار کې موږ د بې باورئ غښتلي مديريت ته اړتيا لرو، نو ځکه اړتيا ده چې تعليمي نظام مو پر ابتکار، کاروبارونو او بازار د اړتيا وړ ماهره کاري ځواک پر روزلو عيار شي.

په افغانستان کې داسې مسلکونه شته دي چې بېشميره کاري ځواک لري، او بيا داسې مسلکونو اړتيا هم شته چې په ټول وطن کې د ګوتو په شمار لس پنځلس نفره پرې پوهيږي، د نړيوال بانک د نوي راپور پر بنسټ هغه مهارتونه يا کارونه چې تکراري وي هغه ورو ټکنالوژي خوري، ټکنالوژي تکراري دندې اتومات کوي لکه په ډېرو هېوادونو کې ژباړه اوس کمپيوټري شوې ده، تاسې د اړتيا وړ ژباړه آنلاين وسيلو له لارو موندلی شئ، په مقابل کې يې موږ د خپلې ژبې لپاره ژباړونکي لرو خو ممکن په دوه درې کالو کې زموږ ژبه هم آنلاين ژباړنې توان پيدا کړي.

ورسره ماموريتي کارونه هم د ټکنالوژئ له خطر سره مخ دي، خو د هغې په مقابل کې فکري دندې هغه کارونه چې پراخه ذهني ځواک ته اړتيا لري، يا پرېکړو مهارتونه چې د لوړې سطحې ارزونه او پرېکړو ته پکې اړتيا وي ضرورت يې مخ په ډېريدو دی، کمپيوټر دومره هوښيار نه دی چې د انسان فکري توان نقل کړي.

ټولنيز اړخ: لدې ټولو سره موږ ځيني ټولنيز اړخونه هم لرو چې د کاروبارونو مخ نيسي، چې هغې کې کلتور، تربيه او د ټولنې عمومي ليد او نور شامل دي، په موږ کې ښاد هغه دی چې وظيفه ولري، او وظيفې پسې هغه وخت ګرځي چې کله له پوهنتونه يا مکتبه فارغ شي، په کور کې يې يو ګټي ټول يې خوري، اولاد ته له کوچنيوالي د کاروبار او پر پښو دريدلو ارزښت نه ښودل کيږي، زموږ تر ټولو لويه دعا داده چې خدای دې هغه ورځ نه راولي چې زما ځوی يا ورور دفتر په دفتر دندې پسې وګرځي؛ مشري اتومات د عقل سره تلل کيږي که څوک سپين ږيری وي يا د کور مشر وي نو په هر څه کې کار لري سمه ده د مشر په حيث درناوی يې حق دی، خو ضرور نه ده چې د کشر کاروباري پرېکړه دې تل غلطه وي؛ پر چوکئ ناست دولتي مامور ته ځان تل نابغه ښکاري ځکه زموږ پرېکنده اکثره چاری د دولت په چوکاټ کې رانغښتل شوي دي.

که دا ټول بحث راونغاړو موږ د بهتره کاروباري چاپيريال لپاره پراخه بدلونونو ته اړتيا لرو، چې ځينې يې داسې رالنډولای شو:

لومړی: دولت بايد پر کاروبار جوړوونکي له احسانه تير شي، ضرور نه ده چې د هر فعاليت او هرې چاری اجازې لپاره کاروباريان در په در وګرځي، د لايسنس ورکول بايد له منځه ولاړ شي يا آنلاين شي او يا ډېر آسانه شي.

دوهم: د ماليې نظام بايد اصلاح شي، دلته له يوه فيصد هم کم خلک ماليه ورکوي، او هغوی چې ورکوي يې دولت هڅه کوي نور يې هم وزبښي، د ماليې دايرې پراخولو ته اړتيا ده، او ورسره د نوو کاروبارونو هڅولو لپاره د نورو آسانتياوو راوړلو هم جدي ضرورت شته.

درېيم: تعليمي نظام بايد د بازار له اړتياوو سره برابر شي، شروع بايد دولت وکړي او کال په کال خلکو سره دا شمېرې شريکې کړي چې کومو مهارتونو او مسلکونو ته اړتيا شته، ورسره په نړيوال بازار کې هم ډېر مهارتونه مخ په ورکيدو دي هغه بايد په روښانه توګه ټولو ته څرګند شي.

څلورم: زده کوونکي بايد يوازې پر تعليمي سند اکتفا ونه کړي، نورو مهارتونو او پوهنتونه او کورونو بهر له کوچنيو کاروبارونو سره تجربې وکړي.

پنځم: کلتوري بدلون ته اړتيا شته، مور/پلار بايد له ډېر کوچنيوالي اولادونو ته د کاروبارونو ارزښت روښانه کړي، په ډېرو هيوادونو کې کال کې يو يا دوه ځل اولاد دفتر ته بوتللو رواج شته، ښوونځيو کې د کاروبارونو معرفي غونډې کيږي، ورسره له کار او رزق ګټلو څخه بايد شرم ليرې شي، زموږ خلک په سلو کې پر ۹۵ کارونو شرميږي، که غواړو پرمختګ وکړو بايد دا خلک به څه وايي څخه بايد ځان خلاص کړو.



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: