کله چې موږ د بهتره کار بحث کوو يا غواړو په لنډه کې ډېر کار وکړو، نو خبره هوښيار او سم کار ته راځي نه ډېر او سخت کار ته، هره چاره د خپلې اجرا طريقه لري، او ضرور نه ده چې کوم کار مو ډېر تکليف کړي هغه دې ښه کار وي.
د ښه کار لپاره ځان روزل دومره آسان کار نه دی، خو که چيرې موږ ځان له بدو عادتونو وژغورو نو کولای شو له وخت تيريدو سره پخپله د ښه کار له اجرا سره عادت شو، وخت تل با ارزښته زيرمه وه، خو د نن په مصروفه دنيا کې د وخت قدر له هرې زمانې ډېر احساسيږي.
دلته موږ دولس عادتونه راسپړو، چې که غواړئ ډېر کار وکړئ او پيداواري ظرفيت مو لوړ شي، ځان ترې وساتئ:
۱. بې ځايه ويبپاڼو کتل/ له ضرورته ډېر وخت پر انټرنېټ تيرول
څرنګه چې اکثره وخت موږ د کار پر مهال انټرنېټ ته هم لاسرسی لرو، نو ځکه ډېر وخت چې څه پوښتنه مو ذهن ته راځي خلک يې پر انټرنېټ لټوي، او د انټرنېټ اصل هم همدا دی چې ويبپاڼې سره نښتی دي، يوه پاڼه بل ته ځي او بله بل ته، څو چې خبرېږی دوه درې ساعته دې هم تللي وي او ورسره ذهناً هم سړی ستړی وي.
بهتره لار يې دا ده چې دا پوښتنې له ځان سره وليکئ او کله چې مو وخت پيدا کړ، ويې لټوئ، ورسره بيلابيلو څيړنو ښودلی چې د فيس بوک ډېر استعمال د شخص وخت ضايع کوي او هم يې له ډيپريشن سره مخ کوي.
۲. په يوه وخت کې د څو سرونو لمدول
ځينې وخت سړي ته ښکاري چې کولای شي په يوه وخت کې دوه يا ډېرې چارې پر مخ بوځي، خو بيلابيلو څيړنو ښودلی چې يوازې ډېر محدود (دوه فيصده) خلک په يوه وخت کې د دوو چارو پر وړلو ظرفيت لري، نورو لپاره دا بد عادت دی.
يو وخت يو کار، يا کولای شئ ساعت مو په څو دندو وويشئ او هر يوه ته ټاکلی وخت ورکړئ، خو مهمه داده چې په يوه وخت کې شخص بايد يوازې يوه چاره پر مخ بوځي.
۳. هر دوه دقيقې وروسته بريښناليکونو څارل
سمه ده چې ډېر به مهم يې، هره دقيقه به درته بريښناليکونه راروان وي، خو څيړنې ښيي چې هر ځل تاسې بريښناليک څارئ نږدې نيم ساعت وخت له لاسه ورکوئ، همداسې يوې بلې څيړنې ښودلی چې دوامداره ايميل چک کول شخص کم عقله کوي (زه يې نه وايم څيړنه يې وايي).
ځکه بهتره لار يې داده چې آوټ لوک يا د ايميل هر پروګرام چې کاروئ بند يې کړئ، که ټليفون يا ټيب کې يې ګورئ د نيم ساعت لپاره يې بند کړئ، ځينې د ښه کار سلاکاران وايي چې د ورځې يوازې دوه يا درې ځل بريښناليک وڅارئ، ځينې خو يې آن له غرمې ډوډئ وړاندې له څارلو سره هم مخالفت کوي.
يوه بله ښه چاره يې داده چې تاسې بريښناليکونه مخکې لدې چې دفتر ته راشئ وګورئ او کله چې دفتر کې ياست تمرکز پر مهمو چارو وکړئ، د بريښناليک څارل تاسې د غبرګون حالت ته بيايي او ټوله ورځ شخص يوازې عکس العمل ښايي، خلاقيت يې کمزوری کيږي.
۴. بې ځايه ځان نازول
اکثره وختونه چې شخص نوی عادت، سپورت، چاره يا نور څه پيل کړي نو بهانه په بهانه هڅه کيږي له نوي عادته ځان خلاص کړي، او کوچنئ کوچنئ خبره ځان نازوي.
ځينو څيړنو ښودلی چې يو شخص يوويشت ورځو ته اړتيا لري تر څو له عادته ځان خلاص کړي، د دې په ځای چې هره کوچنئ خبره د عادت بدلولو پر بهانه يا بل نوم ځان وناوزل شي، هڅه وکړئ نوی عادت يا مهارت د خپل وجود برخه کړئ نه داسې چې هر څه په زوره په ځان تحميل کړي، د تحميل شوو عادتونو يا چارو ژوند ډېر لنډ وي، مهمه نه ده تاسې په څو ورځو کې ځان له عادته خلاصوئ مهمه داده چې بايد دوامداره هڅې او زحمت ته لاس ورکړئ تر څو د خوښې سلوکونه مو پر عادت بدل شي.
۵. د مهمې چارې د ورځې وروسته برخې ته پريښودل
اکثره خلک د ورځې په پیل کې اسانې چارې خلاصوي او سختې د ورځې وروسته برخې ته پرېږدي، چې دا پخپله مهم کار د نه کيدو له خطر سره مخ کوي.
څيړنې ښيي چې خلک محدوده حوصله او اراده لري، چې د ورځې په جريان کې کميږي، نو ځکه ښه ده چې مهمه او سخته چاره د ورځې په پيل کې اجرا شي، او آسانه چارې د ورځې وروستئ برخې ته پريښودل شي.
۶. له اړتيا ډېرې غونډې او خبری
ډېر کم څه د انسان پر پيداواري ظرفيت دومره منفي اغېزه کړي لکه بې ځايه خبرې او غونډې، د بريښناليکونو، سکايپ او مسينجرونو، ويډيو او نورو په زمانه کې غونډې بايد کمې او يوازې ډېرو مهمو چارو او لومړئ پېژندنې لپاره وکارول شي.
که د غونډې دايرول ډېر مهم وي، نو بايد له وړاندې ټاکل شوې اجنډا ولري او وخت يې معلوم وي، هڅه بايد وشي چې غونډه له اجنډا سره سمه د ټاکل شوي وخت په چوکاټ کې پر مخ ولاړه شي.
۷. ټوله ورځ ناسته
بيلابيلو څيړنو ښودلې چې تازه هوا او ګرځيدل له مبتکر او تازه فکر سره مستقيمه اړيکه لري، او اکثراً پياده ګرځيدلو سره انسان کولای شي ښه فکر وکړي، ټوله ورځ ناسته د کارکوونکي پر روغتيا ناوړه اغېزه کوي او په اوږد مهال کې روغتيايي ستونزې زيږوي.
هڅه وکړئ د ورځې لږ تر لږ نيم ساعت پياده وګرځئ، او د امکان په صورت کې ګرځنده غونډې وکړئ.
۸. سهار خوب
څيړنو ښودلی چې کله په لومړي ځل تاسې سهار سترګې پرانيزئ نو ستاسې وجود د بيدارئ هورمون ترشح کوي او وجود مو پاڅيدو ته تياريږي، که چيرې شخص بيرته ويده شي نو سره لدې چې خوند خو به کا، مګر انسان ټوله ورځ سست او بېکاره کيږي.
اسلامي زده کړې هم د سهار له لمانځه وروسته خوب مکروه ګڼي، او په کور او کاروبار کې د بې برکتئ باعث يې بولي، خو دا بايد پدې معنا ونه اوسي چې شخص خپل خوب کم کړي، اکثره څيړنې د شخص ښه کار او بيداري د هغې تيرې شپې له پوره خوب سره تړي، هغوی چې خوب يې پوره وي، فعاله او ښه کار کوي.
۹. لومړيتوبونو نه ټاکل
ځینې خلکو له هر څه لاس راتاوو کړی وي، وايي که يو ناکام شي نو دا بله خو به یې وچليږي، په لنډه کې ممکن دا چاره ښه وي، خو په اوږده کې که څوک ونشي کړای چې لومړيتوبونه وټاکي، نو له هر څه پاتې وي.
وخت محدود دې، او موږ نشو کولای هر څه لاسته راوړو خو بايد پوه شو چې څه مهم دي او په څه بايد خپل وخت مصرف کړو، له ځان سره د لومړيتوبونو ليسټ وليکئ او له هغې څخه تر ټولو مهمې چارې معلوم او لاسته راوړلو په لور يې کار وکړئ.
۱۰. بې ځايه تشويش
هغوی چې ځان ورته منظم ښکاري، هر څه پلانوي او بې ځايه تشويشونه کوي، سره لدې چې نظم ښه وي، خو هر څه د انسان په واک کې نه دي، او داسې ډېرې چارې وي چې ناڅاپه پيښيږي او له هر کاره سړی باسي.
بهتره لار يې داده چې د ورځې څلورو يا پنځو ساعتونو لپاره مهمې چارې پلان شي، خو ورسره د ورځې وروسته برخې ته يا بې پلانه چارو لپاره هم وخت ولري.
خو دلته يوه خبره بايد سړی هيره نه کړي، چې بې ځايه تشويش او نه پلانول، د بې ډبه او لاوبالي ژوند پر معنا نه ده، انسان بايد پوه شي چې ژونده څه غواړي او مهمو چارو لپاره پلان او نهايي نتيجه په پام کې ولري.
۱۱. له خوبه وړاندې له ټليفون سره بوختيدل يا خوب ځای ته ټليفون نږدې ايښودل
د ځيرکه ټليفون، ټبليټ، ليپټاب او نورو سکرينونه خپله رڼا لري چې ځينې يې آسماني/آبي رڼا بولي، چې دا رڼا پر سترګو او د خوب پر تنظيمولو پر هورمون ميلاټونين ناوړه اغېزه کوي، او څيړنو ښودلې هغوی چې بې نظمه يا کم خوب لري له تشويش او سټريس سره مخ کيدو امکان يې ډېر وي.
هر کله چې تاسې له خوبه وړاندې ټليفون يا ټبليټ وګورئ نو ذهن مو بيرته را پاڅيږي او ورسره مو پر ويده کيدو ناوړه اغېزه کوي، د انسان کاري ظرفيت د ورځې اخيري برخې يا له خوبه وړاندې کميږي، دا زموږ حرص دی چې فکر کوو نور کار هم کولای شو يا خوب مو وخت ضايع کوي، پداسې حال کې چې ښه خوب له ښې کاري ورځ سره مستقيمه اړيکه لري.
۱۲. پوره والی
وايي چې يو خدای پوره دی، اکثره وخت دا هڅه چې هر څه بهترين وشي يا هر څه پوره وکړي د انسان له ظرفيته پوره نه وي، موږ بايد پوه شو چې کوم کار مناسب حالت ته ورسيدو او څه وخت بايد بس کړو، د يو څه دوامداره بهترول له يوې ټاکلی نقطې ور اخوا د وخت ضايع کول دي.
بايد پوه شئ چې کله داسې يوه حالت ته ورسيدئ چې چاره نورې بهترئ ته اړتيا نه لري يا کار کيږي، نو هملته بس کړئ يا بل چا ته يې ورکړئ چې نظر درکړي، هر څه ضرور نه دي چې پوره او بهترين حالت کې واوسي، ځينې شيان د ګوزارې په حالت کې هم سم وي، او بايد پوه شو چې څه د ګوزارې حالت ته پريږدو.
انسان په دوامداره توګه د بهترئ په لور درومي، تاسې کولای شئ پورته يادو شوو عادتونو او نورو له لارې خپل کاري او شخصي ژوند بهتره کړئ، کولای شئ لدې مضمون سره يوځای، له انرژي ډرينک تير شئ، لدې ۱۰ لارو چارو خپل ذهني تمرکز ډېر او ستړيا ليرې کړئ، هم ولولئ.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ