لس مهارته چې ټول يې بايد ولري!

په کاروباري نړئ کې شخص د مهارتونو پر اساس استخداميږي، د کارکوونکي ارزښت د هغې په کار کې دی او کار مهارت غواړي، څومره چې مو مهارتونه ډيريږي همدومره مو استخداموونکي ته ارزښت ډيريږي. اکثره وختونه خلک يوازې د خپل مسلک د ساحې پر مهارتونو تمرکز کوي، لکه ساختماني انجينر به له څو لارو د نقشو جوړولو يا عملي کولو مهارتونه زده کړي، چې په هماغه مشخصه ساحه کې به ښه وي، خو داسې نور عمومي مهارتونه شته چې ممکن له مسلکي مهارتونو ډېر مهم وي.

موږ دلته له لسو مهارتونو يادونه کوو، چې هر استخداموونکی يې کليدي ګڼي، ورسره داسې هم ويل کيږي چې مسلکي يا د مسلک مشخص مهارتونه هر څوک پر دنده زده کولای شي، اکثره وختونه سلوکي يا فکري مهارتونه وي چې د استخدام پر وخت ګټونکی کانديد له بايلونکي بيلوي.

دلته ياد شوي مهارتونه د هر چا پکاريږي، مهمه نه ده چې څه کوئ، څه اهداف لرئ يا چيرې اوسيږئ، دا مهارتونه به مو برياليتوب او پرمختګ کې کليدي رول ولري:

۱. اغيزمنه مفاهمه Effective Communication

مهمه نه ده څوک ياست، چيرې کار کوئ، موقف مو څه دی يا څومره ګټئ، مفاهمې بهتره مهارتونه ستاسې د بريا لپاره حياتي دي. اکثره وختونه ويل کيږي چې انسان تر اتيا فيصده زيات وخت پر مفاهمې تيروي، له فاميل نيولې تر دفتر همکارانو، تر مشتريانو، تر خپل آمر او همداسې نورو ټولو سره موږ مفاهمه کوو، او اړتيا لرو چې خپل پيغام په بهتره او احسنه توګه ورسوو.

د نن په زمانه کې د مفاهمې وسيلې بې خرته ډېرې دي، نو ځکه بايد هر څوک پوه شي، چې څرنګه د مناسبې وسيلې پر ټاکلو، خپل پيغام د لوړې اغېزې لپاره په ښه او جامعه توګه بیان کړي.

د مفاهمې ننګونه/ ستونزه پدې کې ده چې هر څوک فکر کوي چې زه ښه مفاهمه کوونکی يم، پدې ځان پوهول چې زه بايد مفاهمې مهارتونه زده کړم يا يې بهتره کړم خپله د مفاهمې لويه لاسته راوړنه ده.

۲. څيړنه او ارزونه Research and Analysis

د څيړنې او ارزونې مهارت بايد له ځوانئ څخه له سړي سره مل وي، کله چې د ښوونځي کورنی کار وي يا د پوهنتون کارونه يا ورځنئ چارې شخص بايد پوه شي چې په شته وسايلو کې څرنګه څيړنه وکړي او دا معلومات وارزوي، ورسره کله چې تاسې دفتري چاپيریال ته ننوځئ نو ستاسې مسلک له تاسې د څيړنې تمه لري، چې څرنګه د خپلې پريکړې لپاره معلومات راغونډ کړئ او د اداری ټاکل شوو اهدافو په رڼا کې يې وارزوئ.

۳. نظم Organization

له نظم زموږ هدف شخص بايد پوه شي چې خپل ژوند او رسمي چارې څرنګه غواړي پر مخ يوسي. له منظم کيدو سره به تاسې پوه شئ چې څرنګه خپل کار پر وخت خلاص کړئ، کارونو ته لومړيتوب ورکړئ، او ممکن مخکې لدې چې ستونزه پيښه شي تاسې يې پيشبيني او مخنيوی کړئ.

مخکې لدې چې يو چا ته مسؤليت وسپارل شي مقابل لوری ګوري چې شخص خپل ژوند څومره منظم دی، څومره کولای شي کارونه پر وخت او سم اجرا کړي، منظم خلک نسبت بې نظمو ته بريالي وي.

۴. ډله ييز کار او دنده سپارنه Teamwork and Delegation

د نن ګړندي بدليدونکي کاري چاپيريال کې کاري ډلې عامې دي، په يوه ځان له هر څه د لاس راتاوولو زمانه مخ په ختميدو ده، ځينې ادارې آن په ډله کې کار تر ټولو لوړ ګڼي. د مسلک په پيل کې ممکن په ډله کې کار له خپل آمر او نورو همکارانو سره د يوځای کار کولو عبارت وي، خو وروسته وروسته چې څرنګه پرمختګ کوئ نو ممکن ځينې وخت به اړتيا وي چې دنده خپلو معاونينو يا نورو ته وسپارئ.

په ډله ييز کار کې بايد د ډلې هر غړي مهارتونه او ضعفونه وپيژنئ، ورسره بايد پوه شئ چې څرنګه کولای شئ له هر يوه څخه اعظمي ګټه واخلئ او څرنګه خپل مسئوليتونه په احسنه توګه سرته ورسوئ، د ډله ييز کار مهارتونو نشتوالی کولای شي ټوله چاره له ننګونو سره مخ کړي، او که ونشئ کړای چې خپل مادون پوه کړئ، نو ممکن ډېر خلک درته کار درپريږدي.

۵. کمپيوټر مهارتونه Computer Skills

آن پنځلس کاله وړاندې يونسکو ويل هغوی چې پر کمپيوټر نه پوهيږي ممکن ډېر ژر د پوهې له جريانه وروسته پاتې شي، بيسواده يې نه باله خو ډېر يې ورلنډ کړی وو. د نن ژوند کمپيوټري مهارتونه د قلم او پوهې په څېر حياتي دي، پدې مهارتونو کې د انټرنېټ کارول، بریښناليک استول، آنلاين مسلکي پروفايل لرل او نورې داسې اساسي چارې شاملې دي.

مهمه نه ده چې هر څوک د آی ټي/ کمپيوټر ساينس مسلکي شي، خو ټول بايد پوه شي چې کمپيوټر څرنګه وکاروي، دا لکه د موټروانئ بيلګه ده چې ضرور نه ده هر څوک دې مستري وي خو هر څوک بايد موټر وچلولای شي، د کمپيوټر پوهه د هر مسلک پر اساس فرق کوي د انجينرانو لپاره د خپل مسلک پروګرامونو زده کول مهم دي پداسې حال کې چې مالي متخصص د خپل مسلک پروګرامونه زده کوي، هر مسلک کې چې ياست بايد د خپل مسلک اړونده کمپيوټري مهارتونه ولرئ.

۶. مذاکره Negotiation

مذاکره يا خبرې اترې د ژوند برخه ده، زموږ کلتور هم د مرکو او جرګو خلکو پر ارزښت پوهيږي، مذاکره پر پوهه، پر ځان باور، قناعت او ښه اوريدنه ولاړه وي، اکثره وختونه د مذاکرې ښه مهارتونه تاسې ته ښه فرصتونه برابروي، او دا هم امکان لري چې که چيرې د دندې د مرکې پر مهال مو ښې چنی ووهلی نو ممکن له ښه وظيفوي امتيازاتو سره مخ شئ.

يو اصل تل په ياد ولرئ، چې په معامله کې هر څه د بحث وړ دي، يوازيني څه چې خلک ترې ډډه کوي هغه د دې بحث لپاره اړونده کار او زحمت دی چې ډېر خلک ورته تن نه ږدي.

۷. انتقادي/ بحراني فکر Critical Thinking

انتقادي فکر د ستونزې حلولو پروسه وي چې فکر کوونکی هڅه کوي په هر وخت کې د حالت دواړه مثبت او منفي اړخونه وګوري. دا مهارت له شخص سره مرسته کوي تر څو ستونزو ته مبتکر حلونه وړاندې کړي، ناوړه حالات ګړندي ارزيابي کړي، په لويو جنجالونو کې سيسټماټيک ورته والی وګوري، پوه شي چې کوم آثار د څه ډول ستونزو سبب کيدای شي، او همداسې نور بې شمېره عملي ځايونه لري. انتقادي فکر له تاسې سره مرسته کوي چې ستونزې وپيژنئ، ويې ارزوئ او له بيرونئ اغېزې پرته يا ډېرې کمې مرستې سره يې حل کړئ، او کولای شئ په سيسټم کې د دوامداره بهترئ سبب شئ.

۸. پر ځان باور Confidence

پر ځان باور ممکن ځينې له مهارت زيات خاصيت وګڼي، خو دا د مهارت په څير يو زده کيدونکي څه دي. ځينې وختونه پر ځان باور د تمرين له لارې راځي، څومره ډېر چې يوه چاره کړئ همدومره پکې پر ځان باور لرئ، ځينې وختونه ممکن پر ځان باور ستاسې د عادتونو نتيجه وي، لکه مثبت فکر اکثره وخت د پر اعتماده شخصيت سبب ګرځي. پر اعتماده سلوک او شخصيت په عمومي توګه د پراخه درناوي، دقت او ښه کار سبب ګرځي.

۹. احساساتي هوښيارتيا Emotional Intelligence

ډېريدونکي ډول څيړنې ښيي چې مشر بايد د احساساتو پوهه ولري، يا شخص بايد پوه شي چې څه وخت څه خبره وکړي، د ځان ښودنی په ننئ نړئ کې څوک دې پسې نه ګرځي چې غرمه دې څه وخوړل، چيرې چکر ته تللی وی يا څه دې خوښيږي، مهمه داده چې کله تاسې په يوه ډله کې کار کوئ يا دفتر کې ياست آیا تاسې د نورو احساساتو ته درناوی لرئ، د هغوی خوښي او خپګان احساسوئ، د خپلو احساساتو يا غږيدو پر وخت د هغوی درناوی ساتئ، يا ساده بيلګه يې آیا د ټليفون يا بریښناليک ځوابولو پر مهال ټولنيز ملحوظات په نظر کې نيسئ.

د نن کارکوونکی په ډله کې کار کوي، ممکن له تاسې څوک د هر څه اوريدلو يا پر هر څه د پوهيدلو تمه ونه لري، خو دومره احساس بايد ټول ولري چې له ما پرته هم نوره نړئ شته او هر يو مساويانه حقوق او درناوی لري.

۱۰. پريکړه کول Decision Making

له داسې ډېرو خلکو سره به مخ شوي ياست چې هر چا ورته خپله خبره لومړئ ورسوله د همغې په حق کې پريکړه کوي يا به له داسې خلکو سره هم مخ شوي ياست چې له هر څه خبر وي خو کار ځنډوي او د اجرا پرېکړه يې نه کوي. پريکړه د ژوند حياتي برخه ده، له کوچنيو پريکړو نيولو تر لويو د تحصيل، دندې او نورو پرېکړو پورې شخص د بديل انتخابولو خپله پروسه لري.

مهمه نه ده چې تاسې د پرېکړې کولو لپاره څه پروسه لرئ، مهمه داده چې پرېکړه وکړئ څومره چې يو څه ځنډوئ همدومره جنجالي کيږي، اکثره وختونه دا هم ويل کيږي چې تکراري کارونه بايد اتومات شي، تر څو تاسې د پرېکړو لپاره وخت ولرئ، تر ټولو مهمه خبره ممکن دا وي چې په هره پريکړه کې بايد دا په نظر کې ونيول شي چې هر څه دوه اړخه لري او آیا ما دواړو اړخونو ته مناسبه پاملرنه کړې يا نه!

لدې مهارتونو ځينې شخص د وخت له تيريدو سره زده کوي او ځينې بايد ولټولی او زده شي، مسلکي مهارتونه هر څوک د خپلې زده کړې پر مهال زده کوي خو اکثره وختونه ستاسې بريا او ناکامي ټولنيز عادتونه ټاکي، انسان بايد دوامداره توګه هڅه وکړي چې خپل مهارتونه وځلوي، ځکه د وخت له تيريدو سره هر څوک ځان لپاره د آرامتيا يوه دايره ټاکي او هغه عادتونه خپلوي چې پدې دايره کې ښه ګڼل کيږي، او ضرور نه ده چې دا مهارتونه او عادتونه دې لدې دايرې بيرون هم ښه وي.

بد هم بدو ته بد وايي او ښه هم بدو ته بد وايي، مهمه داده چې سړی پوه شي اصل خبره څرنګه معلومه کړي، څرنګه يې بيانه کړي او تر ټولو مهم ځان ورسره عيار کړي!!



ټولي:مديريت Management

1 reply

Trackbacks

  1. اهليت او بهترول يې – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: