اکثره ځوانان درس ته په عموم او پوهنتونونو ته په ځانګړي ډول د کار موندنی يوې وسيلې په توګه ګوري، اکثره دا فکر کوي چې کله زه له پوهنتونه فارغ شم دا دولت يا لويو ادارو مسؤليت دی چې ما پر وظيفه کاندي، يا ما خپل مسؤليت ادا کړ او سند مې حاصل کړ اوس بايد دا دولت ما پسې منډی ووهي چې که زه ورسره چيرې کار وکړم.

خو، واقعيت داسې نه دی، درس هر څوک ځان ته وايي او پر بل د احسان حق نه لري، نن موږ په تاريخ کې له هرې دوری ډېر باسواده او د پوهنتون ډېر فارغين لرو، نن د پوهنتون سند درلودل پر کار د پوهیدنی پر معنا نه ده، د نن په زمانه کې د مهارتونو او پوهې تر منځ توپير ډېر کم شوی دی، يو څوک به په يوه کسب کې دوکتورا ولري خو د هغې چارې اجرا لپاره به مناسب مهارت ونه لري، سره لدی چې پوهيږي به، کار څنګه کيږي خو آیا هغه کار کولای شي يا نه دغه فکر بايد له ځان سره وکړي.

اکثره د پوهنتونونو يا په اصطلاح د لويو زده کړو خاوندان دا فکر کوي، ټيټ ماموريت، دهقاني، د کراچئ شاته دريدل، دوکانداري کول يا داسې نور د دوی په اصطلاح ټيټ کارونه د دوی له شان سره برابر نه دي، يا ما چې دومره درس ووايه د دې ورځې لپاره چې بيرته دی په دوکان کينم، خو دې ته نه ګوري چې په کار او زحمت کې شرم نه شته، شرم ستاسې لدې وسيلې څخه د ناوړه ګټه اخيستنی کې ده.

زه د امريکا او نورو هيوادونو بيلګې نه ورکوم چې د هغوی همدا پيسه دارو د ميکډونالډ او پيزاهټ نه پيل کړه، زموږ په همدې هيواد کې داسې نامتو خلک شته چې د سرک پر غاړه يې د موټرو وسايل خرڅول، اخبارونه يې خرڅول، کور په کور يې ژاولې خرڅولی، کچالانو کراچئ يې درلودی، دا هغه خلک دي چې زه يې شخصاً پيژنم، داسې نورې ډېرې بيلګې به وي چې دوی له ډيرو ټيټو پيل کړی او نن بريالي دي، د نيک نوم او علم خاوندان دي.

اسناد انسان ته په ځينو ځايونو کې قبوليت ورکوي، خو هوښياروي يې نه، او نه ورته دا اختيار ورکوي چې سند په غاړه د هر چا درګاه ته ودريږي او احسان پرې وکړي، له داسې ډيرو ځوانانو سره به مخ شئ چې هر دوهمه خبره يې زه له پلانکي هيواده ماسټري لرم زه د پلانکي سکالرشپ درلودونکی يم ممکن ډيرو ته دا خبره ناشونی او عجبه ښکاره شي خو شخص د هغې شخصيت او اداری ته ګټې لپاره استخداميږي، نه دا چې له کومه هيواده مو ماسټري راوړی يا د کوم پوهنتون فارغ يې.

تر اوسه چې څومره استخدام مو د نورو لپاره کړئ يا پکې پخپله دخيل شوی يو، هیڅ يو دا نه دي ويلي چې ما ته د پلانکي پوهنتون فارغ استخدام کړه يا بايد له پلانکي هيواده راغلی وي، تاسې ستاسې د مهارتونو او هغه ارزښت چې اداری ته يې راوړئ لپاره استخداميږئ، نو ځکه سندونه مو حاصل کړل مبارک! خو دا د مزل نهايي نه ده بلکه دا ستاسې د ودې پیل دی، او وړاندی هغه ځي چې له سندونو سره شخصيت، سلوک او اړونده مهارتونه هم ولري.

د نړئ تعليمي نظام په پريکنده توګه پر مفکورو ولاړ دئ، آن ډېرو برياليو پوهنتونونو له يوه فيصده کم زده کوونکي مشهوريږي يا خپل کاروبار پيلوي يا په نورو ويناوو بريالي کيږي نور ټول يې خوار او زار وظيفو پسې ګرځي، هر کله چې يو څوک له پوهنتونه فارغيږي يا سند تر لاسه کوي بايد پردې پوه شي چې اصل ازميښت يې اوس پيل شو ځکه چې اوس څوک نشته دې ته ووايي چې څه وکړي، او همدا د لارې او اهدافو ورکوالی انسان تر ډېره حده ستړی کوي.

نو، کله چې له پوهنتونه فارغ شوئ:

لومړی: ځان لپاره اهداف وټاکئ، وګورئ چې بل کال يا پنځه کاله وروسته بايد چيرې واوسم، دولتي دنده يا پلانکئ اداره کې وظيفه زما په وړاندی هدف نه دی، هدف بايد د انسان په دوامداره وده او غنا کې برخه واخلي.

دوهم: په کار کې شرم نه شته، هر څه وکړئ، ستاسې شرم يا دا چې له دومره درسه وروسته دا کړم يا خلک به څه وايي، دا ستاسې فکر دئ، تر ډېره بريده ناکام خلک په بل کې نقص راباسي، په هغه څه چې زموږ پلرونه او مشران ونه شرميدل، موږ هم هغې ته د کم کتلو حق نه لرو، له ټيټه شروع کړئ او مخکې ولاړ شئ.

درېيم: داوطلب کار وکړئ، له ټيټه پيل وکړئ، ځان مصروف کړئ، هغوی چې بيکاره وي ډېر زړه ماتي او ستړي وي ستاسې مصروفيت ستاسې ذهن او وجود فعاله او پر هدف ساتي.

څلورم: وخت، هر څه وخت نيسي، حوصله وکړئ انشاالله هر څوک په نړئ خپله برخه برياليتوب حاصلوي، يوازينی شی چې ناکام له بريالي بيلوي د حوصلې او زحمت نشتوالی دی.

پنځم: قناعت او برياليتوب تعريف کړئ، داسې نه کيږي چې انسان دې هر څه پسې منډی ووهي، پيسه غواړئ، شهرت غواړئ، واک غواړئ، هر څه چې تاسې ته برياليتوب وي هغه چې څومره ژر وپيژنئ همدومره مو مزل آسانيږي.

په پای کې، د انسان ناکامي او کاميابي د هغه په لاس کې ده، تاسې ستاسې د مهارت او ارزښت لپاره استخداميږئ، او په دوامداره زحمت بريالي کيږئ، د نن په زمانه کې هر څوک تعليمي سند لري، له ځانه وپوښتئ چې له تعليمي سنده پرته نور څه او کوم ارزښت اداری ته راوړئ، او خپلو اهدافو ته رسيدو لپاره د څومره زحمت ګاللو زغم لرئ.

کولای شئ د تعليم او دندې واټن هم ولولئ.

4 responses to “تعليم او تمی”

  1. Good article…

    Like

  2. […] او کار، روزنه/ ټريننګ د څه لپاره، اداری کلتور، تعليم او تمی، دفتري مديريت – د دفتر او نورو څانګو تر منځ پر اړيکو […]

    Like

  3. […] (ورته ليکنی Knowledge – پوهه، پوهه که مهارت، د پوهې مديريت، تعليم او تمی) […]

    Like

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Trending

له مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت څخه يې واورئ

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive

.دلته مو ايميل آدرس وليکئ، تر څو زموږ له ليکنو څخه پر وخت خبر شئ

Continue Readingلوستنې ته دوام ورکړئ ـــ