کله چې موږ ټکنالوژي يادوو نو دلته هدف اړونده قوانين، پروسې، ټکنالوژئ وسيلې، دوامداره بااعتباره شتون او د کاروونکي سلوکونه ټول شامل دي، د نن په بدليدونکي نړئ کې هره اداره که دولتي وي يا شخصي مجبوره ده د خپل کاروباري ارزښت ډېرولو او بهتره خدمتونو برابرولو لپاره ټکنالوژي خپله او اعظمي ګټه ترې واخلي.
هغه ارزښت چې د يوه هېواد ودې لپاره د اورګاړي پاټلئ، ارزانه بريښنا او باسواده ولس درلود نن پدې کتار کې ټکنالوژي هم ولاړه ده، هر څومره چې د يوه هېواد وګړي د نن معاصرې ټکنالوژئ ته آسانه لاسرسی ولري همدومره کولای شي د هېواد په پرمختګ کې پراخه ونډه واخلي، بدبختانه موږ تر ډېره حده د ټکنالوژئ مصرفوونکي ياستو، او د يوه اوږدمهاله لرليد نشتون او ناوړه پاليسيو له کبله زموږ د ټکنالوژي نصاب او کړنلارې هم د موجوده وسايلو استعمال لپاره کاري ځواک روزي، نه دا چې وکولای شي د يوې نوې وسيلې يا ټکنالوژئ کشف لپاره يې وهڅوي.
په دولتي سطحه پر ټکنالوژئ پانګونه له نورو بنسټيزه خدمتونو برابرولو څخه د زيرمو راکمول دي، ټکنالوژي عموماً په اوږده کې ګټه راوړي ځکه د ټکنالوژئ وړ خدمتونه د سلوکونو، پروسو، قوانينو او کړنلارو بدلولو ته اړتیا لري، نو ځکه سمدستي د پانګونې ګټه نه ښکاري، خو که چيرې د ټکنالوژئ يوه پروژه بريالئ عملي شي نو ډېرې ګټې او آسانتياوې له ځان سره راوړي چې دا ګټې کولای شي تعليم، صحت يا نور بنسټيزه خدمتونه آسانه برابر کړي. د ټکنالوژيو پروژو لپاره د بوديجې موندل يو ستونزمن کار وي، په ځانګړي ډول که چيرې په ملي سطحه د داسې پروژو تاريخچه ضعيفه يا داسې پروژې پخوا نه وي عملي شوي، ورسره دا ډول پروژې د دويمګړي اهميت له کبله د لومړي اهميت پروژو سره په سيالئ کې وي، او دا ستونزه په وروسته پاتې هېوادونو يا هغوی چې زيربناوې يې ضعيفه وي نوره هم مبرمه وي.
کله چې دوه دولتي ادارې، لومړئ اداره چې د کلينيک یا ښوونځي يا بل دا ډول (لومړي اهميت) پروژې لپاره او دوهمه اداره يې ټکنالوژئ يا ټکنالوژئ وړ خدمت لکه انټرنېټ ته ملي لاسرسی يا انټرنېټ له لارې روغتيايي خدمتونه، لپاره د ماليې وزارت يا بلې بوديجوي واحد څخه د بودجې تمه ولري نو طبعاً د اکثريت رای لومړئ اداری ته ځي، او تر ډېره خبره د منلو وړ هم ده له روغتيا يا ښوونې او روزنې ټکنالوژي مهمه نه ده، خو که چيرې په دوامداره توګه پر ټکنالوژئ له پانګونې سترګې پټی شي نو د نورو بنسټيزه خدمتونو لکه روغتيا، ښوونه او نورو بيې به په دوامداره توګه لوړيږي او تل به د کيفيت او نشتوالي ستونزې موجودې وي، ورسره ټکنالوژي بنسټيزه خدمتونو ته نړيوال لاسرسی يا ټولو لپاره برابر لاسرسی تضمينوي، داسې نه وي هغوی چې پر حکومتونو سياسي اثر او نفوذ ولري د هغې ساحې ولس ښه خدمتونو ته لاسرسی لري نسبت هغوی ته چې څوک يې د پوښتنې نه وي.
د انټرنېټ له لارې روغتيا، ښوونه او روزنه، تذکره، پاسپورټ او نور داسې بې شمېره خدمتونه لدې پرته چې نړېوال/ ملي لاسرسی برابروي ورسره پر دولتي ادارو بيروبار کموي، د نوو خدمتونو معرفي کولو مصارف ورسره کميږي، بدلونونه پر آسانه راتللای شي، د خدمت برابرولو وخت راکميږي/ ګړندي برابريږي او تر ټولو مهم ټول دې خدمتونو ته يو ډول لاسرسی لري، فساد پکې له منځه ځي او په اوږده کې د واحد مصارف ډېر راټيټيږي.
ټکنالوژي يو تسهيلوونکی او آسانوونکی وسيله ده، چې د ژوند نږدې هره برخه رانغاړي، په نني ژوند کې د هېواد له ساتنې نيولې تر نفوسو احوال او ژوند نورو چارو پورې هر څه رانغاړي، که سل کاله وړاندې امير عبدالرحمن خان د بهرني يرغل له ويرې اورګاړي پاټلئ پرې نه ښوده، خو نن موږ دغه امکان هم نه لرو چې د ټکنالوژئ مخه ونيسو يا به يې مصرفوو لکه چې نننی حالت دی يا به يې کشفوو او صادروونکي به يې يو چې هغې لور ته بايد ولاړ شو، که غواړو سياله پاتې شو او وکولای شو يوه دوامداره پرمختګ ولرو مجبور يو پر ټکنالوژئ پانګونه وکړو.
د ټکنالوژئ قبلول او په ادارو کې د هغې ترويج بايد د هرې دولتي او غېر دولتي ادارې په ستراتيژيو او کړنلارو کې شامل وي، دلته ټکنالوژي يوازې کمپيوټر نه دی چې تر اوسه پورې په ځينې دولتي ادارو کې پرې څادر پروت وي او له روښانولو يې هم ويريږي چې خراب نه شي، نن څومره مراجعين چې په فزيکي توګه يوې ادارې ته مراجعه کوي همدومره ترې تمه لري چې په مجازي نړئ کې هم د هغوی له خدمتونو ګټه واخلي، هره اداره مجبوره ده چې د خپلو اساسي خدمتونو وړاندې کولو او بهترولو لپاره له ټکنالوژئ اعظمي ګټه واخلي.
د نن مشتري يا خدمت غوښتونکی مخکې لدې چې ادارې ته په فزيکي توګه مراجعه وکړي، د ويبپاڼې، د انټرنېټ، ايميل او يا ټليفون له لارې لومړی له ادارې د معلوماتو تمه لري، د نن له مشتري سره دا تمه په طبعي توګه شته چې اداره به ويبپاڼه لري او دا ويبپاڼه په دوامداره توګه نوې کيږي، آن د همدې دولتې ادارې کاروونکي چې ټول ترې د سست کار او ټکنالوژئ نه قبلولو ګيله لري، په شخصي توګه له فيسبوک، سکايپ، ټويټر، وايبر او نورو وسيلو اعظمي ګټې اخلي، يوازې دې ګټو اداري چوکاټ او سيستماتيک کولو ته اړتيا ده.
سره لدې چې تر اوسه د دولت او تر ډېره د مسلکيانو سلوک له ټکنالوژئ سره د عکس العمل تر حده دی، او د ابتکار نه شتون له ورايه ښکاري، خو تر څو به دا سلوک د نورو هېوادونو تجربو په رڼا کې، د بهرنيو سلاکارانو او کتابونو په پوهه او د کتاب پر مخ د ښکليو او پيچيليو پلانونو له لارې عملې کيږي، هر ستونزمن کار له ساده کولو پيليږي او ساده کول له لومړي ګامه وړاندې ځي، سره لدې چې موږ د بودجې، کاري ځواک، قوانينو او رهبرئ ستونزې لرو، خو مجبور يو چې له عکس العملي سلوک راووځو او د ټکنالوژئ په ساحه کې خپل پرمختګ واګی په خپله په خپل لاس کې واخلو.
ټولي:Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ