کله چې موږ له واک يا قدرت يادونه کوو نو اکثراً خلک ترې منفي معنا اخلي، ځکه په تاريخي توګه خلکو له واکه ناوړه ګټه اخيستی ده، ظلمونه شوي، غلامانو کاروبار شوی، عقايد خراب شوي او نورې داسې ډېرې بيلګې چې د واکدارانو ناوړه فکر او اعمالو له کبله د واک درلودل بدنامه دي، او اکثره ترې د يو شخص پر بل د اختيار درلودلو معنا اخلي چې کولای شي هر ډول يې وکاروي.
په نننئ نړۍ کې زموږ له واک څخه هدف پر يوه حالت، شخص يا خلکو اغېزه درلودل دي، يعنې واک په خپل ذات کې بد نه دی، تاسې به پر خلکو يا حالاتو اغېزه ولرئ، خو کله چې دا اغېزه ناوړه وکارول شي، نو هلته له واک یا قدرته ناوړه استفادی بحث رامنځ ته کيږي.
واک له کومه کيږي، ډولونه يې:
عموماً د واک منبع پر پنځو پراخو ډلو ويشل کيږي، چې د يوه شخص اختيارات ترې سرچينه اخلي، پدې کې د چوکئ، پوهې، مجازاتو، مکافاتو او خوښيدنې ډلې شاملې دي، راځئ چې دا ډلې يو څه وڅيړو.
۱. چوکئ يا مقام خپل اختيارات لري، هر هغه څوک چې دا چوکئ اشغالوي د هغه مقام واک ورسره پخپله راځي، دا چوکئ کولای شي اداري، ټولنيز يا کورنی اړخ ولري، خو هر هغه څوک چې دا مقام لري ځانګړي اختيارات يې په لاس کې وي، دا ډول اختيارات عموماً رسمي شکل لري، کله چې له رسمياتو خبره وځي نو دا اشخاص خپل اختيارات هم له لاسه ورکوي.
۲. پوهه يا تجربه شخص ته پر نورو اغېزه ورکوي، چې هغه بيا د ځانګړي واک سبب ګرځي، پوهه په خپل ذات کې واک نه دی، خو د پوهې هوښيار استعمال شخص غښتلی کوي، اکثره ځايونو کې چې کله له متخصصينو د يوې موضوع باره کې پوښتنه کيږي دوی هلته د پرېکړې اختيار لري او خلک تر ډېره حده د متخصصينو پر مشوره ولاړه پرېکړه بهتره پرېکړه بولي، متخصصين کيدای شي د خپلو شخصي اهدافو په رڼا کې خپله پوهه وکاروي، خو عموماً په نننئ نړۍ کې چې د پوهې پيړئ بلل کيږي، څومره چې ستاسې پوهه ډيريږي همدومره مو ورسره ممکنه اغېزه او د واک دايره پراخيږي.
۳. له بدو هر څوک ځان ساتي، انسان په فطري توګه د خپل وجود ساتلو حس لري، چې پدې کې فزيکي او رواني وجود دواړه شامل دي، نو هر هغه څوک چې يو چا ته زيان رسولی شي پر نورو يو ډول واک لري، نو که چيرې په يوه اداره کې، چاپيريال کې يا نورو داسې ساحو کې شخص له بل چا، اداری يا بل داسې جوړښته ويريږي يا دا فکر کوي چې ده ته زيان رسولی شي هغه پر دې شخص واک لري او ممکن پر پريکړو يې اغېزه وښندي. زيان رسول واقعي او فکري دواړه اړخونه لرلای شي، ويره يې ښه مثال دی، که له چا ويريږئ هغه پر تاسې واک لري.
۴. بيا له بدو د ساتلو پر وړاندې هر څوک غواړي چې خير ورورسيږي، که تاسې فکر کوئ يو څوک خير در رسولی شي له هغې سره غواړئ تعلقات ښه کړئ، هغه هم ستاسې پر پرېکړو د خپلې اغېزی په اندازه تاثير لري، همدا خير ځينې خرڅوي لکه د پيرانو مريدانو بازار پکې ګرم دی دعاګانی او تعويذونه خرڅوي، ورسره ځينې د دعاوو لپاره خيراتونه ورکوي، همداسې په اداري چوکاټ کې د پرمختګونو لپاره ميلمستياوی ورکول کيږي، او تر ټولو عام يې د پرمختګ يا نورو جوايزو په تمه خلک ښه کار کوي، آن د خپل کار باره کې شخصي ښه احساس هم د خير اغېزی يو اړخ دی چې شخص ښه کار ته هڅوي.
۵، او اخيري ډله کې د خوښيدنی واک دی، اکثره به مو اعلانونو يا ډرامو کې ليدلي وي چې ښکلي خلک پکې کار کوي، يا په اعلانونو کې ښکلي يا مشهور خلک کاريږي، ځکه چې داسې انګيرل کيږي خلک غواړي د هغوی په شان شي، يا اعلان به ګورئ چې زه د خپلې ښکلا لپاره دا کريم کاروم، نو که تاسې هم غواړئ چې زما په څير نمونه شئ دا کريم يا توکی وکاروئ، په دفتري چاپيريال کې کله چې يو څوک غواړي د بل نقل وکړي د هغه بل شخص اغېزه پر خپلو چارو مني، اولاد د خپل پلار پر پل هڅه کوي پل کيږدي، همداسې نورې بيلګې چې يو څوک غواړي د بل چا په شان شي، او که يو څوک هر څومره بدرنګه يا تنبل شي نو بیا هم که بل وويني فکر کوي له هغې خو ښايسته دی، هغه ته اجازه نه ورکوي چې پر ده اغېزه ولري يا دا نه غواړي د هغه په څير شي.
سره لدی چې موږ واک پر پنځو پراخو کتګوريو ويشو، خو بيا په يوه کې نه راغونډيږي، د واک پدې ډولونو کې عموماً دوه درې ډوله يې يوځای ليدل کيږي، يعنې يو څوک به وي چې مقام به لري ورسره به پوه هم وي، نو نور خلک به هڅه کوي د هغه په شان شي، ورسره به يو څوک وي چې د بدو رسولو توان به لري، نور به هڅه کوي چې د هغه په شان شي يا نه شي، يعنې کله چې موږ د واک بحث کوو نو عموماً يو ډول نه نيسي، ورسره پدې بحث کې دا هم مهمه ده چې ضرور نه ده واک دې واقعي شکل هم ولري، زه به له يو چا ويريږم خو ضرور نه ده چې هغه دې ما ته د زيان رسولو توان هم ولري، ورسره به مې يو څوک خوښيږي يا به فکر کوم پوهيږي خو ضرور نه ده چې پوه دی وي، ورسره به د يوه چا د مقام پر اغېزه نه پوهيږم خو بايد درک يې کړم، ځينې وختونه به يو څوک واقعي اختيارات ولري خو څوک به يې نه احساسوي او ځينې وختونه به څوک د روپۍ ارزښت ونه لري خو خبره به يې له آسمانه نه راکوزيږي.
کله چې بحث د واک کيږي ورسره يوځای د واک له قوانينو هم يادونه کيږي، دې بحث ته بيرته راستنيږم، يوه موضوع چې د اختياراتو پدې ټولو ډولونو او ورسره د واک قوانينو کې هم مطرح کيږي هغه د شخص پر ځان باور دی، هغوی چې پر حالاتو حاکمه وي او پر ځان يې باور ډېر وي نسبتاً هغوی ته چې دا مشخصات ونه لري ډېر واک لري، اوس دا فزيکي واک وي يا فکري خو په عمومي توګه دا ډله خلک واکمن فکر کيږي او واکمن هم وي.
اوس که د واک قوانينو بحث ته راشو، نو کولای شو لاندينيو ټکو ته پام وکړو:
۱. استنثناً يا ډېرو کمو حالاتو کې يو طرف ټول اختيار لري، عموماً واک دوه طرفه وي، سمه ده چې يو لوری به د بل په وړاندې واکمن وي خو هغه بل لوری هم بيخي بې واکه نه وي، که د مقام واک وي نو يو څوک بايد وي چې پټکه پرې وشي، که د پوهې واک وي بل لوری بايد پوهې منلو ته قايل شي، همداسې نور حالات، واک له اغېزې سرچينه اخلي، تر څو چې مقابل لوری ستاسې اغېزه ونه مني تر هغه وخته د واک اجرا يا عملي کول محدود وي.
۲. واک تلپاتی نه وي په يوه خاصه نقطه کې يې زور ډېر وي، لکه تاسې يوه دوکان ته داخليږئ نه پوهيږئ څه ډول ټلويزون واخلئ دوکاندار راځي تاسې ته سلا درکوي او يو خاص ډول ته مو هڅوي، اوس که چېرې تاسې څو ورځې دوکان په دوکان ګرځئ او څوک ښه مشوره نه درکوي يا مو څه نه خوښيږي، نو دلته امکان ډېر دی چې د دې شخص سلا ومنئ او همدا ټلويزون واخلئ خو که چيرې همدا اوس مو د ټلويزون اخيستلو سودا پيل کړې وي نو امکان لري تاسې به دې سلا ته دومره ارزښت ورنه کړئ او وبه غواړئ نور امکانات هم وګورئ، همداسې نور مثالونه، هر کله چې يو څوک غواړي له خپلو اختياراتو ګټه واخلي بايد پردې پوه شي چې زما د واک استعمالولو نقطه کومه ده او څه وخت کولای شم اعظمي ګټه ترې واخلم او څه وخت بايد غلی کينم
او درېيمه موضوع يې، هر څومره چې مو بديلونه ډېر وي واک مو ډېر وي، که زه يوازې پر يوه شخص د کار لپاره متکي يم د هغه شخص اختيارات ډېر دي، خو که د هماغه کار لپاره دوه نفره ولرم نو د دواړو اختيارات مې نيم کړل، او پر همدې اصل د آزاد مارکيټ يا آزادې سيالئ اقتصاد روان دی، همداسې نور مثالونه يې هم شته، په اداره کې که چيرې مامور پوه شي چې زما له آمر پرته نور څوک هم زما خبرې اوريدلای شي، نو کيدای شي په ځينو مواردو کې خپل آمر څخه تير شي او بل چا ته ورشي.
او په پای کې تر ټولو مهمه، تر څو چې مو خپل واک نه وي ازمويلې تر هغې پر خپل زور نه پوهيږئ، لکه چې مو په پيل کې وويل واک په خپل ذات کې بد نه دی، لدې څخه ناوړه ګټه اخيستل بد دي، ولاړ شئ خپل واک وارزوئ ممکن له خپل فکره ډېر اختيارات ولرئ، او که له فکره مو کم اختيارات درلودل نو راتلونکي کې به احتياط وکړئ.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ