ورځ تر بلې هوښيار شئ، لس کوچني څه چې مرسته کوي

هوښياري بيلابيل ډول تعريفريږي، خو په ډېره ساده توګه په يوه شته حالت کې له خپلې پوهې او مهارتونو ګټه اخيستنه ده، اکثره خلک فکر کوي چې هوښياري ارثي وي، او له پيدايښته انسان له چاټئ عقل سره پيدا کيږي او په کمکي عمر کې پرمختګ کوي او بيا له عمر سره نه بدليږي، خو نوی څيړنی ښيي چې انسان که وغواړي په دوامداره توګه ځان هوښيارولی شي، او کولای شي خپل ذهني او عقلي توانونو پياوړي کړي.

تاسې کولای شئ د ځینو ورځنيو عادتونو له لاری خپله ذهني او عقلي ارتقا ګړندئ کړئ، ورسره وکولای شئ د زده کړې له لارې په دفتري او شخصي چارو کې پرمختګ وکړئ، لانديني عادتونه يا وړانديزونه ضرور نه دي چې ټول دی د هر چا لپاره وي، خو بيلابيلو څيړنو ښودلی چې دا او دې ورته عادتونه کولای شي له تاسې سره ستاسې په ذهني وده کې مرسته وکړي.

۱. هوښيار ملګري پيدا کړئ

وايي چې اوسی په خوی به د هغو سی، نور نو هوښیار خلک ياست، پوهيږئ چې بايد له هوښيارو ملګرو سره کښينئ، مسلکي وده کې مسلکي ټولنو او مسلک ملګرو سره ګرځيدل يو منل شوی اصل دی، په داسې يوه ډله کې انسان له يو بل ډېر څه زده کوي، همدی لپاره داسې ګڼل کيږي چې هوښيار ملګري کولای شي تاسې ستاسې په هوښيارئ کې مرسته وکړي، سره لدی چې په داسې ډله کې کيناستل ځينې وخت ډېره حوصله غواړي، خو لکه څرنګه چې علي (رض) وايي شخص له ملګرو پيژندل کيږي، ممکن په هوښيارو کې يو نيم هسې هم د هوښيار په نامه تير شي.

۲. مطالعه وکړئ

داسې ګڼل کيږي چې د يوې ټکي وينا لپاره بايد لس ټکي مطالعه کړې وي، په ذهني وده کې د مطالعې پر ارزښت ټول پوهيږي، د نظرونو اختلاف يوازې پدې کې دی چې څه بايد ولوستل شي، له ورځنيو خبرونو، نظرياتو، تخيلي او غيرتخيلي کتابونو نيولو د هر څه لوستلو په طرفدارئ نظرونه شته، خو دا ممکن يو له هغه ځايونو وي چې هلته شمېره له کيفيته وړاندی راځي، څومره چې ډېره مطالعه وکړئ همدومره ښه ده.

داسې ډېر موارد شته چې پوهه يې ممکن تاسې ته ګټوره نه وي، مهمه خبره داده چې تاسې خپل وخت پر مطالعه تبادله کوئ، داسې څه ولولئ چې ستاسې په فکر، مسلک او ژوند کې پر مطالعه واارزي.

۳. خپل آنلاين وخت هوښيار وکاروئ

ځيني خلکو ته ټول انټرنېټ فيسبوک دی، هغوی چې د فيسبوک له رواجيدو مخکی وخت يې ياديږي، زه سپين ږيری نه يادوم، فيسبوک دومره زوړ نه دی، هغوی به پوهيږي چې له فيسبوکه وړاندی انټرنېټ ډېر نور کمالات هم درلودل، انټرنېټ ډېره غني نړئ ده، د بشريت پراخه پوهه يې هر چا ته په آسانه لاس کې ورکړه، هڅه وکړئ چې خپل آنلاین وخت هوښيار وکاروئ، لدې وسيلې څخه د خپلې پوهې، هوښیارئ، ارتباطاتو، ذهني ارامتيا او نورو کې ګټه واخلئ.

پر انټرنېټ بې شمېره پوهنيزه ليکنی، آنلاين کورسونه، ويډيو، غږيزه مواد او نور داسې څه شته چې ستاسې په مسلک، کورني او شخصي ژوند، آن ماشومانو او فاميل مو ترې ګټه اخيستلای شي، هڅه وکړئ لدې باارزښته وسيلی باارزښته ګټه واخلئ.

۴. څه چې لولئ يا زده کوئ هغه وليکئ

انسان ماغزه نوي شيان د پخوانيو په پرتله ښه ياد ساتي، نو څومره چې نوي څه زده کوئ پخواني شاته ځي، ځيني وختونه آن هيريږي، نو ځکه د هغوی ياد ساتلو يو له بهتره طريقو د هغې لنډ ليکل دي، لکه يو ښه کتاب مو ولوست هغې باره کې لنډه مقاله وليکئ، بلاګ جوړ کړئ او خپلې تجربی او پوهه له نورو سره شريکه کړئ، ضرور نه ده چې تاسې اوږده څه وليکئ، يوازې د ورځې په جريان کې د خپلې پوهې باره کې يا نوي څه چې مو زده کړي وي وليکئ، ځينې وخت داسې هم کيږي چې له يوې مودی وروسته که خپله ليکنه بيا ولولئ نو ذهن مو ډېر تازه کيږي او پخوانئ پوهه مو بيرته راياديږي.

۵. هغه څه چې مو زده کړل بل ته يې وښاياست

د نوو معلوماتو موندل او زده کول آسانه دي، ځيني وختونه منل يې هم آسانه وي، خو هر کله چې تاسې وکولای شو دا بل چا ته تشريح کړئ نو دا معلومات باارزښته کيږي، هڅه وکړئ هغه څه چې مو زده کړي بل ته يې وښاياست، بيلابيلی څيړنی ښيي هغوی چې درس ورکوي يا تدريس کوي نسبتاً نورو ته په کمو ذهني ناروغيو اخته کيږي، هر کله چې تاسې يو څه بل ته تشريح کوئ معلومات مو پر پوهه بدليږي، او پوهه په هوښيارئ کې د معلوماتو پر پرتله ډېر کليدي رول لري.

۶. ذهني/ عقلي لوبې وکړئ

کيسۍ (چيستان)، شطرنج، لغتونو لوبی او نورې بيلابيل مصروفیتونه ستاسې ذهن مصروفه ساتي، اکثره وختونه د ټلويزون پروګرامونه چې پر ذهني پوښتنو بنا وي هم د زده کړې يوه ښه وسيله کيدای شي، هڅه وکړئ هر هغه څه چې زده کوئ هغه وننګول شي يا وخت په وخت راوسپړل شي، ځينو څيړنو دا هم ښودلی چې هڅه وکړئ له وسيلو پرته ساده عمليې لکه ضرب اجرا کړئ، له ګوګل پرته پوښتنه ځواب کړئ، نن سبا خو آن دا هم لوی بحث دی چې آیا ګوګل بشريت کم عقلئ په لور بیايي، هر څومره چې وکولای شئ ذهن وننګوئ همدومره به مو ذهن ځيرکه او تيز وي.

۷. بيلابيل نوي کارونه وکړئ او غلی وخت ولرئ

د ارسطو باره کې مشهوره ده چې په اويا کلنئ کې يې سندريزه آله زده کوله، يا د سفر پر مهال د اشپزئ زده کول يا له دندی سره يوځای د خطاطئ زده کول او نور داسې ډېر څه چې ممکن ستاسې له کار او ژوند سره هيڅ اړخ ونه لري خو کولای شي چې ذهن مو راوسپړي، هر کله چې موږ نوی کار کوو يا نوی مهارت زده کوو ذهن مو نوی فکر زيږوي د يو څه اجرا کولو نوی طريقه کشفوي.

ورسره هڅه بايد وشي، چې هره ورځ انسان يو څه وخت له ځان سره پر فکر تير کړي، ځیني علما دا هم وايي چې د شپې له خوبه وړاندی بايد انسان له ځان سره پنځه دقيقې د خپلې ورځ باره کې فکر وکړي، چې څه يې وکړل، څه پکې ګټور وو او له څه بايد ځان وساتي، انسان ځان له هر چا بهتره پيژني تر څو چې موږ ځان باره کې يوازې فکر ونه کړو هيڅکله به ونشو کړای چې ځان ونه پيژنو، او هر څه بايد له بهترئ او بدلون وړاندې ښه وپيژندل شي.

۸. نوی ژبه زده کړئ

د عربي وينا ده، چې که غواړې نوی ژبه زده کړې، نو په هماغه ژبه کې مينه وکړه، زه د دې وينا معنا پر تاسې پريږدم، خو د نوې ژبې زده کول په انساني پرمختګ، پوهه او ذهني وده کې بېساری ارزښت لري، نوی ژبه تاسې له نوي کلتور، نوې پوهی او نوي فکر سره بلدوي، ورسره ستاسې په مسلکي او شخصي ژوند کې د پرمختګ سبب ګرځي، ورسره څيړنو ښودلی چې د نوی ژبی زده کول د عمر پای ذهني رکود مخه نيسي، او نورو څيړنو دا هم ښودلی چې له يوې ډېرو ژبو ويناوال نسبت يوې ژبې ويناوالو ته هوښيار او ځيرکه وي.

پر انټرنېټ داسې بېشمېره وسيلې او مواد شته چې کولای شي له تاسې سره د نوې ژبی په زده کړه کې مرسته وکړي، ورسره کولای شئ خپله ژبه بل چا ته وښاياست او د هغوی ژبه تاسې زده کړئ.

۹. د کارنامو ليسټ وليکئ

دلته هدف دوه طرفه دی، لومړی څه چې غواړئ وکړئ وليکئ، ورسره څه توره چې مو کړې هغه هم وليکئ، اکثره وختونه د انسان خواهشات يا چې څه بايد وکړي د خپګان سبب ګرځي، خو ورسره که خپلې لاسته راوړنې وګوري نو د خوښئ او پر ځان د باور سبب ګرځي، هڅه وکړئ چې د خپلو کارنامو ليسټ له ځان سره ولرئ، دا به هم تاسې خوښ وساتي او ورسره به مو وهڅوي چې خپلو لاسته راوړنو ته همداسې دوام ورکړئ، ورسره هغه چاری چې دوامداره وشي ډېرې ګټورې واقع کيږي نسبت هغوی ته چې يوازې يوه ځل يا له ډېر ځنډ وروسته وشي، نو هر کله چې تاسې د کارنامو ليسټ ولرئ کولای شئ خپلې نوې چارې له پخوانيو سره ونښلوئ او په ټولنيزه توګه د ځان بهترئ سبب شئ.

۱۰. سپورت وکړئ

وايي سالم ماغزه په روغ وجود کې وي، د خپل وجود پر روغتيا پام وکړئ، ورسره څيړنو ښودلی چې سپورت د مبتکر او خلاق فکر سبب ګرځي، هغوی چې ښه وجود لري او دوامداره سپورت کوي کولای شي ښه نظرونه ورکړي، ورسره بلې څيړنې دا هم ښودلی چې که ذهن مو کار نه کوي نو فزيکي فعاليت وکړئ، ورسره دا هم ښودل شوی چې ګړندی پياده تګ د ذهني ودی او ښه فکر سبب ګرځي. تنه او ماغزه له يو بل نه بيليږي، هڅه وکړئ چې د دواړو روغتيا سره توازن کړئ، چې وکولای شي د دواړو د ښه کار او پيداوار سبب شي.



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: