اداری کلتور

اداري کلتور عموماً د منل شوو سلوکونو، اخلاقو او د يو څه اجرا کولو له کړنلارې عبارت وي، هره اداره خپل کلتور لري، چې تر ډېره د کارکوونکو سلوک ټاکي، اکثره وختونه هغوی چې په يوه اداره کې کار کوي تر ډېره پر خپل کلتور نه پوهيږي، خو کله چې يو څوک له بهره راشي نو پوهيږي چې اداره څه ډول کار کوي.

اداری له خلکو جوړيږي، چې د يوه ليد په رڼا کې سره يوځای کيږي، د اداري کلتور پيل د اداری د رامنځ ته کوونکو له اخلاقو پيليږي، هغه فکر چې د کوم پر اساس اداره رامنځ ته شوي وي د راتلونکي کلتور لپاره بنسټ برابروي، څومره چې اداره له وخت سره لويږي اکثره وختونه هغه لومړی فکر د نورو فکرونو او نظرونو اغېزی لاندی راځي او يو څه بدلون مومي، که چيرې دا بدلون د چاپيريال له اړتياوو سره سم وي، نو کولای شي اداره په ښه لور برابره کړي، که نه وي نو ممکن له ډېرو ستونزو او ننګونو سره يې مخ کړي.

د ناوړه اداري کلتور ستونزه ډېره پراخه ده، زه يې دلته يوازې دوه بيلګې راوړم:

  • يوه اداره کې رهبرئ هیئت په اداره کې د کيفيت پر نظارت او څارنه لوړ مصرف وکړ، څومره کارکوونکي چې پدې چاره کې دخيل وو ښه يې وروزل، ځينې خو يې آن بهر ته هم روزنی لپاره واستول، او هر هغه څه چې په فابريکه کې جوړيدل بايد لدې وروسته د کيفيت نوو قوانينو په رڼا کې وا ارزول شي، پدې ټوله لالهاندئ کې په ګودام کې پخواني مواد پراته وو، چې د اداری د کيفيت نوي رژيم له عملي کيدو وړاندې جوړ شوي وو، خو د هغه وخت مشتري نه وو اخيستي، په ګودام کې پراته وو چې تر څو نوی مشتري ورته پيدا کړي؛ همدې وخت کې نوی قرارداد راغی او د ګودام هغه ټول مواد پکې تيريدای شو، د فابريکی کارکوونکو هغه مال له ګودامه راوويست، پوهيدل چې دا بايد د کيفيت له نوي معيارونو سره برابر شي، خو بیا يې هم له مشرانو وپوښتله چې څه وکړو، غونډی شوی، لکچرونه شو، هر يو خپل ياسین پوخ کړ، اخيره کې پرېکړه پدې وشوه؛ ځه خير دا ځل يې تير کړئ، بيا راتلونکو قراردادونو کې به کيفيت ته پام کوو، لدې وروسته مامورين پوه شو چې دلته کيفيت څومره مهم دی.
  • د اداری نوی استخدام شوی مامور د ادارې له معاون سره غونډه لري، د اداری کارونه ورته راسپړي، او غواړي چې پوه يې کړي اداره لدې نوي مامور څه تمه لري، همدې وخت کې د رشوتونو او نورو ورته ناوړه اعمالو بحث راغی، معاون ورته وايي چې موږ هيڅکله رشوت نه ورکوو، دا هېواد دې رشوتونو او ناوړه توقعاتو تباه کړ، زموږ کار تل په اصولو ولاړ وي که څوک غواړي له موږ سره کار وکړي ښه؛ که نه وي، موږ نه غواړو پدې اساساتو له چا سره کار وکړو. پدې وخت کې د معاون سکرتر چې د دې لپاره به يې يو نيم خاص کار هم کاوه، خونی ته راننوځي او ورته وايي چې هغه کار مې وکړ او ستاسې تحفه مې پلانکي ته ورسوله. معاون ترې مننه کوي، سکرتر له خونی وځي، معاون دې نوي مامور ته مخ را اړوي او وايي: لدې وطنه به څه جوړ شي، د پلانکي شخص (هغه همدا اوس چې سکرتر ياد کړ)، له اداری مو پروژه واخيسته، کور يې آباد د پروژې په اخيستنه کې يې راسره ډېره مرسته وکړه، آن ډېر پټ معلومات يې هم راکړل، موږ هم د مننې په توګه يوه کوچنئ تحفه ورولېږله، خو له څرنګه چې مو مخکې وويل: موږ چا ته رشوت نه ورکوو.

هر کله چې د بيلابيلو تاريخچو خلکو له متفاوتو توقعاتو او تجاربو سره يوځای شي نو هلته ځانګړی ډول کلتور حاکميږي، هره ډله خلک د خپل منځي اعتبار پر اساس خپلې اړيکې پالي، چې دا ټولی بيا د اداری له عمومي کلتور اغېزمن کيږي، مهمه ده چې د اداری مشران پوه شي اداره کې څه ډول کلتور د دوی کړه وړه حاکموي، اداری په وده، نيکنامئ، ګټه او پرمختګ کې د مشرانو له سلوک او ريښتينولئ له اهميته سترګی نشي پټيدلای.

د کلتور په وده کې اداري افواهات هم کليدي رول لري، ټولی اداری د افواهاتو ژرنده لري، چيرې چې د اداری کارکوونکي د زړه بړاس باسي، دا ژرنده عموماً غير رسمي او نسبتاً پټ شکل لري، لکه څومره وخت به مو اوريدلي وي نن دی پلانکي جامو ته پام وو پلانکي بل ځای کې وظيفه موندلی دا دواړه خپل منځ کې نه جوړيږي دا پر واسطه راغلی هغه نه پوهيږي چې څه وايي نن بيا جلسه ده، بيا به درې ساعته د ريس خبرو ته غوږ يو او داسې نورې ويناوی، پدې ژرنده کې تاويږي راتاويږي.

د اداری بهتره کلتور رامنځ ته کولو لپاره ضرور ده چې، د اداری مشرانو سلوک او وينا يو ډول وي، يا خپله نهايي هڅه وکړي چې دواړه يو ډول وټاکي؛ نورو ته د ساده ګانو فکر ونه کړي، يعنې که وايي چې موږ دا کار نه کوو نو بايد ويې نه کړي، له خلکو دا تمه ونه ساتي چې د دې د عمل پرځای دی ددې وينا ته ارزښت ورکړي؛ متقابل احترام او درناوی ترويج کړي، مهمه نه ده چې يو څوک په کوم مقام کار کوي ټول د انساني کرامت او درناوي مستحق دي؛ روڼ او ريښتوني اوسي، هيڅوک پوره نه دي نو ځکه نه اداره او نه بايد مشران او نه يې مامورين هڅه وکړي چې د پوره والي دعويدار شي، هر کله چې نيمګړتياوی يا اشتباهات کيږي هغه ومني او په راتلونکي کې صادقانه توګه د مخنيوي هڅه وکړي؛ او په پای کې پوه شي چې د افواهاتو له ژرندی څنګه ګټه واخلي، د اداری افواهات له منځه نه ځي او نه بايد هڅه وشي چې له منځه يوړل شي، بلکه اداره بايد هڅه وکړي چې مثبتی خبری هلته ترويج کړي او هغه لوی جنجالونه/بحثونه چې د کارکوونکو پر کار او احساساتو ناوړه اغېزه کړي ډېر ژر مطرح او حل کړي.



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , ,

4 replies

Trackbacks

  1. وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. څه غلطيدای شي | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. ولې د سمې دندې خوښول ستونزمن دي – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: