د آزادئ ورځې په نامه

لدې بحثه که تير شو چې افغانستان ازاد دی یا نه، يا ولې دا ورځ لمانځل کيږي پداسې حال کې چې افغانستان هيڅکله د انګليس مستعمره نه وه، او لدې هم تير شو چې ولې بايد آزادي په کال کې يوه ورځ ولمانځل شي، لدې به يې پيل کړو چې د افغانستان د تاريخ يوه مهمه ورځ ده.

مهمه نه ده چې هېواد څومره لوی يا څومره نفوس لري، د نن په زمانه کې زموږ آزادي زموږ اقتصاد، باسواده ولس، ساينس او ټکنالوژي او اختراعات ټاکي، دا ټول علمي موارد دي، چين سره له غښتلي اقتصاده په اختراعاتو کې آن له داسې هېوادونو وروسته پاتی دی چې د نفوس پنځمه برخه به يې هم نه وي، سره له اقتصادي ځواکه تر اوسه هغه ساينسي آزادي نه لري چې دوی يې په تمه دي.

هند سره د دوه نيم سوه ميليونه یا لدې هم ډېرو بې وزله او غریب ولس سره بيا هم مريخ او خلا ته پر سپوږمکيو لېږدولو ميلياردونه ډالر مصرفوي، پاکستان يې له هند سره په هر ميدان کې ګزوي خو په ساينس او علم کې يې ورته خوله خلاصه پاتی وي.

د نن ژوند د نن آزادي وروسته سياسي کيږي، لومړی بايد په پوهه کې يو ملت آزاد شي، ولس يې د پوهی زيږولو توان پيدا کړي، هغه څيړنيزې پاڼې يا اسناد چې ليکل کيږي اوس هم په قاطع توګه انګليسي دي، په سلو نړيوالو څيړنيزو او علمي ليکنو کې له اتياوو ډېر يې امريکا او تر يوه حده اروپا کې ليکل کيږي، چين په دومره لويوالي يوازې څلور يا پنځه ليکي، له هند څخه په کال کې يوه يا دوه که چيرې وليکل شي، که امريکا په سياسي توګه هر څومره ضعيفه شي بيا هم په علمي او ساينسي توګه له نړئ ډېره وړاندې ده.

زه په پوهه او ټکنالوژئ کې د مسلمانانو وروسته والي له کبله د هغوی ناکامئ بحث ته نه ځم، چې څرنګه دې چاری ته شا اړول د مسلمانانو د زوال سبب شو، د يوه افغان په توګه خپل بحث کوو چې آیا په علمي توګه موږ څومره غني او آزاد يو.

سره لدی چې هره خبره مو د پنځه زره کلن تاريخ سره پيليږي، خو د دې پنځه زره کلن تاريخ څومره آثار خوندي شوي دي، زموږ په تاريخ کې يا اوسنيو ليکوالانو د شاعرانو او شاهانو پرته د بل چا ژوند يا آثار خوندي کړي دي، آيا پدې پنځه زره کلن تاريخ کې موږ هيڅ ساينس دان نه درلود، هیڅ مخترع مو نه درلود؟ آن زموږ د نن قوانين د علمي آثارو، اختراعاتو، علمي کشفياتو او نورو خوندي کولو لپاره ډېر نيمګړي دي.

په اقتصادي توګه اوس هم پردي پيداوار کاروو، اقتصادي او ذهني آزادئ لپاره اکثره خلک ځان نه عذابوي، ټول همدې لپاره پوهنتونونه او درس لولي چې چيرته رئيس يا آمر شي، ټول درس ته د دندی له نقطی نظره ګوري چې کوم مسلک به ډېر ډالر راوګټي، څومره پدې فکر دي چې خپل کاروبار ولري، او دا کاروبار وکولای شي د نورې نړئ له علمي او ټکنالوژي آثارو ګټه واخلي او دا ولس پرې وروزي چې په نړيواله سطحه کاروبارونه او دندی ولري؟ څومره پدې فکر دي چې کاروبار ولري او صادرات وکړي؟

زموږ باسواده قشر تر ډېره ذهني آزاد نه دی، پريکنده فيصدي يې په ملي او محلي ژبو ليکل نشي کولای، څومره پوهه چې لري هغه نوی کولای يا ترې نوره نشي زيږولای، د انسان وده د پوهې له زيږولو سره مستقيمه اړيکه لري، هغوی چې له پوهنتونونو له فراغته وروسته ليکل کوي، درس ورکوي يا بل شکل پوهه زيږوي نسبت هغوی ته چې دا چارې پر مخ نه بيايي عموماً وروسته پاتی کيږي، تر څو چې موږ ونشو کړای خپل ملي او محلي علم او مهارت غني نه کړو، تر هغې به علمي آزادي ونه لرو، د علمي او پوهنيزی آزادئ لپاره اوږد مزل راپاتی دی، خو بايد له اوسه يې پيل کړو.

د پردئ ژبې، کلتور، پوهې او نورو زده کولو کې هيڅ نقص نشته، او تر ډېره ښه کار دی، خو دا پروسه بايد پوره شي، او دا پوهه او علم بايد محلي شکل غوره کړي، پوهه وزيږوئ، نور وروزئ، له پوهنتونونو په سلګونه زرګونه ځوانان فارغيږي، اکثره يې لار ورکي او راتلونکي ته ناهيلي وي، لاس يې ونيسئ خپله پوهه او تجارب ورسره شريک کړئ، پوهه ممکن يوازيني څه وي چې پر شريکولو او نوي کولو ډيريږي، ورسره تاسې هم پرمختګ کوئ او غني کيږئ.

تر څو چې د هېواد د ژبو پر ويلو او ليکلو او د هېواد پيداوارو پر کارولو شرميدل، د خپلو ستونزو لپاره د بل ملامتولو رواج، هر بحث سياسي او سمتي کولو مرض، او ميرمنو له درسه او تعليمه ليريوالي شرم دلته وي موږ آزاد نه يو، هر کله چې هر افغان د هېواد د سنګر ساتونکو په څير د خپل مسلک په ساحه کې خپل مسؤليت ومانه او پوه شو چې له شخصي مسؤليت پرته دې هېواد ته هم يو څه مسؤليت لرم نو هله به مو هېواد د ريښتي آزادئ په لاره سيخ کړی وي.



ټولي:مديريت Management

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: