آيا تعليمي نظام زموږ ذهني وده دروي؟

د نړئ نږدې ټول هېوادونو منظم تعليمي نظام لري، چې زموږ هېواد هم پدې قطار کې ولاړ دی، چيرې چې زده کوونکی له لومړي ټولګي يا له هغې وړاندی پيل کوي او تر دولسمه او بيا پوهنتون ته ادامه ورکوي، سره لدی چې د تعليم دا ډول ساينسي، کاروباري او اداري مديريت د ډېرو والدينو او زده کوونکو ژوند آسانه کړی دی، خو دلته پوښتنه داده چې دا ډول د بل لخوا تنظيم شوی تعليمي نظام د زده کوونکي پر ذهني او ابتکاري وده څومره اغېزه کوي؟

د زده کوونکي د عمر پراخه برخه په همدی تعليمي نظام کې تيريږي، ځيني وختونه خو د هغې د ودی ټول عمر همدلته وي، د ژوند لپاره بهترين ملګري همدلته مومي، د ټولنی پر رسم او رواج دلته پوهيږي، ټولنيز اداب زده کوي، او د راتلونکي ژوند لپاره يو شخصيت ټاکي، دلته په لومړي ځل له خپلو والدينو پرته د يو بل واکداره شخص لکه ښوونکي، مدير او نورو سره بلديږي او پوهيږي چې د ټولنی پدی رتوبو/ترتيبونو کې زده کوونکی د خپل عمر پر اساس له ټولو ټيټ پيلوي او څومره چې پخيږي پورته ځي.

سره لدی، چې د ژوند په لومړي پړاوو کې ماشومان ډېرو لارښوونو او لاسنيولو ته اړتيا لري، خو څومره چې يې عمر زياتيږي نوي څه زده کوي، نو هم تعليمي نظام او کورنئ بايد ورته ورو ورو آزادي ورکړي او هغه څه چې زده کوي دوی يې عملي کړي، خو بدبختانه يا نه، زده کوونکو ته اکثراً دا امکان نه ورکول کيږي چې له وړوکوالي د خپل ژوند پريکړې وکړي او هغه څه چې يې زده کړي عملي کړي، چې په نتيجه کې يې دوی پر بل محتاج پاتې کيږي، او تر څو چې له پوهنتونه فارغيږي همداسې د بل لارښوونو په لټه کې وي.

زموږ تعليمي نظام د دولت په واک کې دی، او د دې نظام عملي کوونکي پوهنتونو او ښوونځي يو څه محدودی آزادئ لري خو بيا هم د دولت له کړنلارو څرګنده سرغړونه نشي کولای، هر کله چې لدې نظامه څوک فارغ شي تل پدې لټه کې وي چې د ژوند په هره چاره کې به راته لارښوونه کيږي، دوی له داسې يوه سلوک سره ټولنی ته وړاندی کيږي چې د واکدار درناوی بايد وشي يا ترې بايد څوک وويريږي، سره لدی که هغه په غلطه هم وي، او ورسره دا فکر هم لري چې د ژوند هر چاره به لکه د ښوونځي يا پوهنتون منظمه وي، نو کله چې له بيروني غیر منظم ژوند سره مخ شي اکثره وختونه خپله لاره ورکوي.

دلته زموږ بحث د تعليم نظام ضد نه دی، او نه يې لدې ښه بديل کيدای شي، يوازې پدې غږيږو چې د دې نظام بيه د ټولو لپاره څه ده، دلته ګټونکي په ښوونځي نظام کې چليدونکي زده کوونکي دي، تعليمي نظام پوهه او زده کړه پر نومرو ويشي، اول نومره له ټولو ښه ګڼل کيږي، د ديرشو نفرو زده کوونکو ټولګي يوازې اولني درې ښه ګڼل کيږي، چې دا سلوک له وړوکوالي ماشومانو ته طبقاتي ژوند طريقې ورښايي، دا فکر ورسره پيدا کيږي چې که زه په ښوونځي کې ښه نه يم نو ممکن په هیڅ کې هم ښه نه يم، آن د مور او پلار مينه په ښوونځي کې د ماشوم له درجو سره تړل کيږي.

چې دا ډول سلوک، د انسان د پرېکړې توان ځپي، نورو مهارتونو څخه يې مخ اړوي، د ښوونکي يا نظام ته ګرانيدو يا ورته د قبليدو لپاره بېځايه هڅې کوي، کله چې لدې نظامه فارغ شي نه پوهيږي څه وکړي، تل بل ته د لارښوونو لپاره ګوري، او نورې داسې ډېرې ستونزې چې په عمومي توګه د زده کوونکو د پرېکړې کولو، آزاد فکر او ابتکار مخه نيسي.

هر کله چې موږ د بشر تاريخ ته وګورو، نو څومره چې دا نظام د هېواد او شخص د آبادئ لپاره ځان مهم ګڼي همدومره نه دی، موږ ډېر تکړه اتلان لرو چې باسواده دي خو هیڅ ښوونځی يې نه دی لوستی، ليکوالان لرو چې له ژونده يې هر څه زده کړي، داسې ډېر واکداران مو لرلي چې د دا ډول تعليمي نظام پيداوار نه وو او زموږ مور او پلار تر ډېره ښوونځيو يا د پوهنتونونو فارغين نه دي، ميندی خو په پريکنده توګه ښوونځيو ته نه دي تللي، آن د اسلامي زده کړو له مخې بېسواده پيغمبران مو لرل، خو دا ټول بريالي، د اعتبار وړ او مهم اشخاص وو.

منظم تعليم ښه دی، ممکن د زده کوونکو لپاره تر ټولو ښه بديل هم وي، خو ټولنه او په ځانګړي ډول والدين بايد دا فکر ونه کړي چې اولاد ښوونځي يا پوهنتون ته ليږم نو له هر څه خلاص شوم، بايد ورسره دوامداره هڅه وکړي چې د ټولنې، کلتور او رواجونو هغه اړخونه هم وروښيي چې په ښوونځيو يا پوهنتونونو کې نه زده کيږي، او همدا وجه ده چې د زموږ او د نورو د کلتورونو هغه اړخونه له خطر سره مخ دي چې پدې نظام کې نه تدريسيږي.

ورسره، استخداموونکي او دولت بايد هڅه وکړي چې پدې نظام کې داسې نور موارد هم ورډېر کړي چې ټولنی ته پر وړاندې کيدلو د دې زده کوونکو په کار شي، تر اوسه دا نظامونه په پريکنده توګه فکري دي، یوازې له کتابه تدريسيږي، هر څومره چې موږ وکولای شو زده کوونکو ته د پريکړو او خپل ځان پخپله رسولو، پخپله د مهارتونو زده کولو، د خپلو پرېکړو پخپله کولو او خپله د خپلو ستونزو حل موندلو چمونه ور زده کړو همدومره به مو لدوی سره مرسته کړي وي چې په ژوند کې بريالي شي.

او په پای کې زده کوونکو لپاره، دا مهمه ده چې انسان دی باسواده وي، د نظامونو سندونه دی هم ولري، خو نه ماستري او نه دوکتورا انسان ته سړيتوب ورښيي او نه پر ځان اتکا، د انسان برياليتوب تر ډېره د هغه شخصي سلوکونو ټاکي نه دا چې هغه څومره باسواده دی، له پوهنتونه يا ښوونځي له فراغته وروسته د زده کړې دا مزل بايد ونه دريږي، د تعليمي نظام يو تر ټولو لويه بدبختي له زده کړې څخه د خوند اخيستل دي، درس يې پر خلکو بيګار کړی دی، درس يا زده کړه بيګار نه ده، له هغی خوند واخلئ، او د ژوند تر پايه زده کړه وکړئ، ضرور نه ده هغه څه چې تاسې په ښوونځيو يا پوهنتونونو کې لولئ هماغه دې ټول صحیح وي، ولولئ او هر هغه څه چې لولئ هغه وننګوئ ويې پوښتئ، د انسان په صفت زموږ ظرفيتونه ډېر دي د هر څه زده کولو توان لرو، ډېر څه باره کې فکر کولای شو، او ذهن مو ډېره وده کولای شي، مه پريږدئ چې د تعليمي نظام يا چوکاټ شوی تعليم ستاسې د آزاد فکر، آزادی مطالعی، ابتکار او آزادو پريکړو مخه ونيسي.



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , , ,

4 replies

Trackbacks

  1. پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د ضعيفه تعليم اوږدمهاله اغیزی | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور بيايي | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. د پوهې مديريت | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: