ګړندئ پرېکړه د بزګر لور

وايي چې پخوا په يوه کلي کې يو بزګر د کلي له ملکه پور وړی وو، دې بزګر به همدومره ګټلی چې خپل ځان او فاميل پرې وساتي، د پور پرېکولو لپاره ورسره هيڅ نه پاتې کيدل، خو بزګر پوهيده چې يوه ورځ نه يوه ورځ به ملک خپل پور پسې راځي.

همداسې وشول، يوه ورځ ملک راغی او خپل پور يې وغوښت.

بزګر ملک ته وويل چې زه خو دومره پيسې نه لرم چې در يې کړم، ملک ورته وويل چې پور مې پرې کړه، يا درڅخه زمکه نيسم، او که نه وي عريضه کړم او پوليسو ته دې سپارم.

بزګر ورته وويل چې زه دومره پيسې له کومه کړم، او نه زمکه درسپارلی شم ځکه همدا مې د رزق ګټلو وسيله ده، او په بل داسې کسب هم نه پوهيږم چې لدې وروسته يې وکړم، له ډيرو زاريو او بحثونو وروسته ملک ورته بل وړانديز وکړ.

سمه ده زمکه هم درپرېږدم، او پور هم دربښم، خو پدې شرط چې لور دې په نکاح کې راکړې، بزګر چې دا واوريده نو نور هم وارخطا شو، نوره چاره يې نه درلوده، خو بايد د ملک پر خبره فکر وکړي.

ملک ورته وويل چې زه هم دومره ظالم انسان نه يم داسې به وکړو فيصله به بخت ته پرېږدو، زه به داسې وکړم چې له ځان سره به يوه توره خلته راوړم، هغې کې ستا له مخې له ځمکې دوه کاڼي، يو تور او بل سپين راواخلم، او په خلته کې به يې واچوم، ستا لور به راشي او لدې کاڼو څخه به يو راواخلي.

پر ټاکلي وخت، ملک د بزګر کور ته له تورې ټوټه يي خلتی سره راغی، مخکې لدې چې په خلته کې کاڼي واچوي ملک ورته درې حالته بيانوي:

۱. که چيرې لور دی سپين کاڼی اوچت کړ نو پور به دی وبښم او له لور دی هم تيريږم.

۲. که چيری تور کاڼی يې راواخيست، نو پور به دی هله وبښم چې کله دې لور راپه نکاح کړه. 

۳. او که دکاڼي له را اوچتولو يې ډډه وکړه نو حکومت ته دی سپارم اوځمکه دی په زوره نيسم.

لدی خبری وروسته ملک ځمکی ته ټيټ شو چې دوه کاڼي را اوچت کړي، د بزګر هوښياری لور ملک ته پام وو، ويې ليدل چې ملک دوه تور کاڼي رااوچت او ژر يې خلتی ته وارتول.

او له جينئ يې وغوښتل چې يو کاڼی راوباسي.

مخکې لدې چې وړاندې ولولئ، فکر وکړئ تاسې دلته څه کول؟ که د بزګر لور پر ځای وای نو څه به مو کول؟ که کاڼی راواخلی دواړه تور دي، او که پر يې ږدي نو بيا هم چاره نشته، او يا ملک رسوا کړي چې په خلته کې دواړه کاڼي تور دي. دلته د پر ځای او پر وخت فکر او پرېکړی قدر معلومېږي.

راځئ وګورو چې د بزګر لور څه وکړل؛

د بزګر لور خلتی ته لاس کړ او يو کاڼی يې راوويست، او له کتو پرته يې وغورځاوه، چې له غورځيدو سره سم د ځمکی له نورو کاڼو سره ګډ او ورک شو.

ورسره يې وويل اوه، زه څومره ګنګسه يم، وبښئ ما بايد احتياط کړی وای چې له لاسه مې کاڼی نه وای غورځيدلای، خو فکر کوم دومره غټه خبره نه ده، که موږ خلته ولټوو، نو وبه ګورو چې کوم کاڼی پاتی دی، نو سمدستي پوهيږو چې کوم يو می اوچت کړی او له لاسه مې غورځيدلی دی.

څرنګه چې پاتی شوی کاڼی تور وو، نو داسې فکر وشو چې جينئ سپين کاڼی رااوچت کړی وو. ملک دومره زړه نه درلود چې خپله تيرويستنه ومني، نو ځکه چپ پاتی شو، او د بزګر لور ډير بدبخته حالت پر خپل ګټه راواړوه. 

د دی ټولی کيسی هدف، هر ستونزه او جنجال د حل لاره لري، يوازې مبتکر فکر او پرېکړه غواړي.



ټولي:مديريت Management

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: