تاسې به څومره له داسې خلکو سره مخ شوي ياست چې پر دې وياړي زه تل رښتيا وایم، خو چې خبرو ته يې متوجې شئ رښتيا تل د بل په باره کې وي، تل د بل پر عيبونو د خپلو رښتيا ويلو مينه ماتوي.
زه ځکه رښتيا وايم چې له بل سره جوړ نه يم او غواړم لدې لارې ترې بدل واخلم، زموږ د تربيې يوه پراخه برخه د مور او پلار تر لارښوونی وي، پلار به يې په عمر رښتيا ونه وايي، خو خپل زوی يا لور به د درواغو پر ويلو وهي، خپلې ميرمنې ته به د انسان په سترګه نه ګوري، خو که خپلې لور يا خور ته يې څوک بې احترامي وکړي د پلار نيکه دښمني به ورسره کړي.
رښتيا ويل په ټولو مذاهبو، کلتورونو او ادبياتو کې ستايل کيږي، ځکه ارزښت يې همدومره ډېر دی، خو رښتيا له ځانه پيليږي، شخص بايد ځان وپيژني پوه شي چې څه محدوديتونه او څه توانونه لرم، يوازې الله (ج) پوره دی خو انسان پر خپل تکبر او لويوالي کې د ځان د پوره والي دعويدار دی.
رښتيا څخه زما هدف د ځان پر شمول پر شتو حقايقو پوهيدل دي، چې له دې څخه شخصي حقايق نيولي، تر کورنيو، اداری، ټولنې او هېواد سياسي او ټولنيز حقايق ټول شامل دي.
په شخصي توګه شخص بايد لومړی له ځانه پيل کړي، له ډېرو پوهو خلکو سره به کښينئ چې وايي زه خپله له دومره عيبونو ډک يم په نورو کې به څه ولټوم، يا د غيبت د حراموالي يو تر ټولو لوی دليل دا دی چې شخص له خپلو عيبونو بې غمه کوي، رښتيا سخت دي، د انسان د خپل ژوند په جريان کې د خپل ځان پر ارزښت پوهيږي، کله چې وزيږيږي فکر کوي دا نړئ زما له برکته ده او زما چاپيره راڅرخي، ځکه خو چې څه ور ونه رسيږي ژاړي هر څه يې په سر راخيستي وي، خو چې لوييږي پوهيږي چې د يوې پراخې نړئ کوچنئ برخه ده، او همداسې بايد درک کړي چې ډېر څه ما ته د نورو له برکته رارسيږي، زه څه کولای شم چې نورو ته هم زما له برکته خير ورسيږي.
که په سياسي توګه وګورو حکومتونه يا خوځښتونه د مخالفينو اشتباهات د رښتياوو په نامه راسپړي خو پر خپلو يې سترګی پټې وي، دولتي مامورين به ويني چې خپله دنده هېواد او ملت ته د خدمت په نامه خرڅوي خو دې ته نه ګوري چې د همدې کار لپاره معاش اخلي او دا يې مسؤليت دی، تر ټولو ښه خدمت خپل مسؤليت په بهتره او احسنه توګه اجرا کول دي.
رښتيا ښه دي خو د سياسي کولو هڅه يې کيږي، د دوو طرفونو رښتيا به هم فرق کوي، که زه له يوه رواج يا قانون سره ستونزه ولرم يا يې ونه منم، خو هغه خلک يا سيمه چا چې دا رواج يا قانون جوړ کړی وي راپاڅيږي او د هماغه قانون يا رواج پر بنسټ مې مجرم پيژني، اکثره وختونه سياسي بنديان يا مخالفين له همدې ستونزې سره مخ وي، هغوی يوه ځانګړي قانون سره ستونزه لري خو چارواکي يې هماغه قانون ته د بې احترامئ په نامه رانيسي، دواړه به ريښتوني وي خو هڅه کوي خپل ريښتينوالی د بل پر حقايقو له پوهيدو پرته عملي کړي.
هر څوک د خپل نظر حق لري، خو خپل نظر د رښتيا او حقيقت په نامه پر بل د تپلو حق نه لري، د ژوند يو تر ټولو ښه اصل همدا دی چې انسان د خپلې وينا او عمل اختلاف له منځه وباسي، هر کله چې د زحمت، ښه کار، ښه اخلاقو، او نورو ښو تبليغ کا، تر ټولو ښه نمونه يې همدا شخص دی، خپله بايد پرې لومړی عمل وکړي، او په ريښتوني توګه هڅه وکړي د بل پر حقايقو هم ځان پوه کړي.
که والدين خپل اولاد ته د درس، دروغو نه ويلو او مسؤليت اخيستو درس ورکوي، اول يې بايد له ځانه پيل کړي، کتاب راواخلي خپله مطالعه وکړي، خپله له درواغو ځان وساتي، خپله خپل کارونه وکړي مسؤليتونه واخلي، د نورو له غيبته او په هغوی کې د عيب له لټولو ډډه وکړي، داسې ډېر اسلامي او غير اسلامي مشران لرو هغه څه چې يې نورو ته ويل لومړی يې له ځانه پيل کړي وو، هم دا تربيه اولاد ته انتقاليږي او هغوی له ژوند له پيله خپل مسؤليتونه پيژني.
همدا بحث اداری ته هم راځي، مهمه نه ده چې څومره پاليسئ او کړنلاری مو ليکلې وي که د اداری مشر په توګه شخص د اداری اصول راژوندي نه کړي، بيا هم په کتابونو نه کيږي، له ډېرو ادارو سره به مخ شوي ياست چې وايی موږ ته زموږ مامورين تر ټولو مهم دي خو چې عمل ته يې ګوری د يوه رخصت لپاره يې در په در ګرځوي، په نورو ادارو کې به د غيرو اخلاقي کړنو څخه سر ټکوي خو خپله به هم ډیرو ناوړه چارو ته لاس اچوي.
اصول د کاغذونو لپاره نه وي هغه د ژوند لپاره وي، د هر چا رښتيا فرق کوي او هر څوک يې د خپل ژوند د تجاربو، ګټو، پوهې او مذهب په رڼا کې ټاکي، ستونزه هغه وخت ده چې د شخص يا اداری وینا او عمل فرق وکړي او د خپل نظر پر بل د تپلو هڅه وکړي پرته لدی چې د هغې پر حقايقو او نظر هم ځان پوه او درک يې کړي، او په پای کې له رښتياوو بايد نه د يو چا جزايي کولو يا عذابولو لپاره د يوې وسلې په توګه کار واخيستل شي، بلکې مخکې لدې خبرې ته زهري شکل ورکړل شي بايد شخص درک کړي چې په دې کې خو زما څه پټ هدف يا بدل اخيستل خو نشته؟
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ