د ټکنالوژئ لس خوار عادتونه

ټکنالوژي زموږ د ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده، نږدی هر څوک د ټکنالوژئ يوه نه يوه وسيله لري، که ټليفون دی، ټبليټ دی، کمپيوټر دی يا نور خو موږ ټول د ټکنالوژئ له يوې وسيلې کار اخلو، هر څه خپل آداب لري خو ځينې وخت د دې وسيلې کاروونکی دومره د دی په استعمال کې ورک شي، چې خپل چاپيريال ترې هېر وي، او همدې ورکيدو له کبله ممکن د نورو د آزار او عذاب سبب شي.

تاسې به له ډېرو عادتونو سره مخ شوي ياست چې د نورو د عذاب سبب ګرځي، خو موږ دلته له هغو لسو څخه يادونه کوو چې ډیرو ترې سر ټکولی دی:

۱. پر لاره ټليفون کې ورکيدل

تاسې به څومره وخت له داسې خلکو سره مخ شوي ياست چې پر لاره روان وي او پام يې ټليفون ته وي، که پرنفوسه ساحه کې اوسیږئ، نو پر لاره يو نيم سره ټکر يا کوم ځای لګيدل طبعي خبره ده، خو چې له داسې يوې نمونې سره مخ شی چې پر لار روان وي او ټول پام يې ټليفون ته وي، او يا له تاسې وړاندې روان وي او له خپل اخوا ديخوا ناخبره وي، له يوه نيم سره خو مخ شی چې پر لاره روان وي او پر ټليفون پیغامونه ليکي، که تاسې غواړئ پر لاره ټليفون وکاروئ نو يوې ډډې ته ودريږئ کار مو خلاص کړئ يا لږ تر لږ د لارې يو اړخ ته شئ او نورو ته مزاحمت مه کوئ.

۲. سر مې په ټولو ايميلونه استول

تاسې په دفتر کې به ممکن داسې څوک وي په بريښناليک/ ايميل کې ټول وراچوي، ممکن اداره يا شخص به وغواړي چې له يوې موضوع ډېر خلک خبر کړي نو ممکن ټولو ته بريښناليک واستوي، خو هر کله چې څوک ځواب ورکوي نو هغوی هم ټولو ته ځوابورکوي، چې په يوه ورځ کې د یوه ايميل څو نقل درته راځي. که غواړئ راستوونکي ته ځواب ورکړئ، يوازې هم هغې ته ځواب ورکړئ، پاتې نور ديرش څلويښت نفره له خپل بحثه مه خبروئ.

۳. د بل چا په ټليفون، کمپيوټر يا نورو کې له اجازې پرته لاس وهل

د نن سبا ټليفونونه د هر څه کار ورکوي، کمپيوټرونه زموږ د مسلکي او شخصي ژوند دواړو برخه ده ډېر داسې څه پکې ساتل کيږي چې ممکن د هر چا لپاره نه وي، سره لدی چې که چيرې دفتري کمپيوټر څوک کاروي نو دفتر هر وخت کولای شي ستاسې کمپيوټر له اجازی سره يا پرته له هغی وګوري خو بيا هم عموماً مناسبه نه ګڼل کيږي چې د يوه چا له اجازی يا پوهی پرته د هغې کمپيوټر يا ټليفون وکتلی يا وکارول شي.

۴. له اجازې پرته يا بې پوښتنې هر څه شريکول

يو څو ورځې وړاندی په يوه اروپايي هېواد کې يوې لور پر خپلو والدينو په محکمه کې دعوه وکړه چې د هغې له اجازې پرته يې د هغې د کوچنيوالي عکسونه پر فيسبوک شريک کړي، سره لدی چې پلار يې وايي دا عکسونه هغې اخيستي او حق لري چې هر څه ورسره وکړي، خو جنئ يې ورسره نه مني، ممکن دا يې يو څه افراطي حالت وي، موږ ډېر به محکمی ته سيخ نه شو خو له اجازې پرته د يوه چا احوال، عکس، پيغام يا نور څه شريکول ښه نه انګيرل کيږي.

۵. يو په يو ناسته کې ټليفون راخيستل

عموماً په غونډه کې د ټليفون راويستل بد ګڼل کيږي، بيا يو په يوه ناسته کې تر ډېره ويناوال په وړاندې بې احترامي ده، چې تاسې ته د هغې د خبرې همدومره ارزښت دی چې د وينا په منځ کې مو ورته ټليفون راوويست، يا يې دومره زړه تنګ کړي ياست چې کله به يې خبره خلاصيږي، نو ځکه د ساعت تيرولو لپاره ټيفون راباسئ.

۶. په موټر، دفتر، دوکان يا نورو عامه ځايونو کې پر ټليفون چيغی وهل

له داسې حالاتو سره به حتما مخ شوي ياست چې په عامه ځای يا موټر کې يو څوک پر ټليفون غږيږي، او غږ يې دومره لوړ وي چې شاوخوا ټول يې اوري او پوهيږي چې انډيوال څه معامله روانه کړې ده. سره لدی چې عموماً په عامه ځايونو کې پر ټليفون غږيدل خپل آداب لري، خو ځينې وخت انسان په خپل بحث کې دومره ورک شي چې له چار چاپيره بېخبره وي، ورسره داسې هم ګڼل کيږي که بل لوری ته څوک پر ټليفون لوړ غږيږي انسان د نقل عادت پر اساس په غير شعوري توګه خپل غږ هم لوړوي. خير که هر څه دليل وي، په عامه ځايونو يا موټرو کې انسان بايد هڅه وکړي چې خپل غږ دومره لوړ نه کړي چې نورو ته د زحمت باعث شي.

۷. له يو زيات پيغامونه يا زنګونه وهل

سره لدی چې ټليفون زموږ د ژوند نه بيليدونکي برخه ده، او ممکن يوازينئ وسيله وي چې انسان يې څلورويشت ساعتونه له ځان سره ګرځوي، خو دا پدې معنا نه ده چې هر زنګ دی سمدستي ځواب شي، په ځينو حالاتو کې انسان نشي کولای ټليفون هماغه وخت ځواب کړي، هر کله چې موږ چا ته زنګ وهو بايد پام کې ولرو چې ممکن مقابل لوری به نشي کولای ټليفون ځواب کړي، همداسې که چيرې ټليفون ځواب نه کړي بايد يې همداسې پريږدو هر کله چې وخت پيدا کړي که غواړي له تاسې سره وغږيږي بيرته به احوال درکړي.

۸. پر ټليفون ځان نه معرفي کول

ډېر وخت به له نامعلومی شمېرې درته زنګ راشي، ټوله کيسه به خلاصه شي، او تر اخيره به پوه نه شی چې ليلا نر وو که ښځه، هر کله چې تاسې له يوې نامعلومې نومری زنګ وهئ نو بهتره ده چې ځان معرفي کړئ يا په لومړي ځل چا ته زنګ وهئ ښه ده چې ځان وروپيژنئ، همداسې بهتره ده که تاسې ته زنګ راشي له مقابل لوری معرفي لپاره پوښتنه وکړئ.

د دې په ځای چې نورو ته ووايو ودې نه پيژندم ځان معرفي کړئ يا له مقابل لوری وپوښتئ، پردې به دواړه لوري ښه ښکاره شي.

۹. مسلکي چارو لپاره شخصي يا نامناسب نوم بريښناليک کارول

ايميل/ بريښناليک د مسلکي ژوند مهمه برخه ده، زموږ مسلکي او شخصي ژوند ارتباطاتو پراخه برخه د بريښناليکونو له لاری وي، نو ځکه هر کله چې موږ چا ته بريښناليک استوو لومړی ټکی چې هغوی ګوري زموږ آدرس دی، که چيرې زموږ آدرس مناسب نه وي، نو د دی امکان وي چې پيغام هر څومره مهم شي ممکن د آدرس له لاسه د پيغام مفهوم له منځه ولاړ شي، بريښناليک مشهور خدمتونه ټول وړیا دي، د دې پر ځای چې شهزاده ملکه ښاپيرئ د کابل شاه او نور دعويدار آدرسونه وکاروئ پر خپل لومړي يا کورني نوم بريښناليک جوړ کړئ، يو څو دقيقې زحمت به مو ژوند ته ډېر مسلکي او علمي اړخ ورکړي.

۱۰. له خوب وړاندی ټليفون، ټبليټ يا ليپ ټاپ کارول

که لدی بحثه يې تير شو، چې آیا تاسې دا اجازه لرئ يا نه چې د خوب ځای ته له ځان سره ټليفون يا بله وسيله راوړئ، له خوب وړاندی د دې وسيلو کارول پر ذهن ناوړه اغېزه کوي، بيلابيلو څيړنو ښودلی چې له خوب وړاندې د دې وسيلو کارول انسان ذهن رابيداروي او خوب ترې تښتي، تر څو چې بيا پرې خوب راځي دوه درې ساعته يې دوړه کړې وي.

ممکن لدې پرته هم ډېر عادتونه وي چې ستاسې د آزار سبب ګرځيدلي، نور به لوستونکو ته پريږدو چې پر دې ليسټ نور څه هم ورډېر کړي.



ټولي:مديريت Management

2 replies

Trackbacks

  1. ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور بيايي | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. خپل موبايل له بايسکلي غلاوو وساتئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Google photo

You are commenting using your Google account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: