کله چې موږ له پوهنتونه فارغ شو، وظيفه واخلو نو کتابونه د المارئ کړو نور بيا نه څه لولو، او نه فکر کوو چې د نورو لوستلو اړتيا ده، اکثره خو له زده کړې سره داسې سلوک کوي لکه چا چې له زندانه راويستی وي او ښوونځی او پوهنتون يې پرې پر زور ويلی وي، له پوهنتونه فراغت ورته آزادي او د کتاب لوستل ورته دښمني ښکاري، خو د نن وظيفی يو اصل زده کړه ده، نه لوستل د وروسته پاتې والي په معنا ده، که نن پرې پوه نه شئ خو څو کاله وروسته سړی پوهيږي چې څومره ليرې پاتی دی.
ورسره د نن مامور پوه کارکوونکی دی، زموږ کارونه ډېر فکري او عقلي اړخ لري، د ديرش څلويښت کاله پخوا مامور په څېر ميخانيکي دندی نه لري، نن ميخانيکي دندی تر ډېره اتومات شوي دي، د زحمت کار ماشينونه کړي، د عقل کار تر اوسه بنده ته پاتی دی، او بنده بايد دوامداره خپل عقل تيز کاندي، او زده کړه د عقل تيزولو تر ټولو ګړندئ او آسانه لار ده.
کله چې موږ د زده کړی بحث کوو، سره لدی چې د زده کړی له اهميته سترګی نه پټيږي خو بايد ډول يې بدل شي، د وړوکوالي او پوهنتونونو زده کړه تر ډېره پر پوهه ولاړه وي، زده کوونکی بايد پوه شي، ليک لوست زده کړي، او ښوونکی يا لارښود بايد وروښيي چې څه، څه ډول او څه وخت زده کړي، خو کله چې موږ دندی په لور درومو، نو زموږ زده کړه بايد پر مهارتونو ودريږي، چې دا مهارتونه د لومړئ ډول زده کړې يعنی پوهې پر بنا رامنځ ته او ورسره يوځای پر مخ وړل کيږي.
مخکې لدې چې د اداری کارکوونکی روزنې ته ولاړ شي، هغه بايد اړونده روزنې باره کې څه نا څه پوهه ولري، د نن په زمانه کې نږدې پر هره موضوع معلومات او يو څه پوهه پيدا کيږي، تاسې چې څومره د يو څه باره کې پوهه ولرئ همدومره مو خوښيږي او کولای شئ له اړونده روزنې بهتره ګټه واخلئ.
هر کله چې شخص يا اداره د ځان يا خپلو کارکوونکو لپاره روزنه برابروي، بايد دې ټکو ته پام وکړي:
۱. چې زه يا موږ لدې زده کړی څه غواړو:
له اړتيا پرته د يو څه اخيستل يا يوه ځای ته تګ د وخت ضايع کولو برابر دي، د روزنې اړتيا معلومولو تر ټولو بهتره لار له روزنی وړاندی د د اړتياوو او له روزنې متوقع پايلو معلومول دي، چې دا اړتياوی او نتيجی د مامور او اداری دواړو لپاره معلوميږي، يو کارکوونکی به ډېر پوه وي خو سلوکي مشکل به لري او اداره به ورته د “تربيې” روزنه برابروي، يا به شخص ډېر پوه وي خو کومه نتيجه چې ترې اداره غواړي هغه به نه ترلاسه کوي، دلته به ورته د مهارتونو او اداری سره د بلديدو روزنه برابروي، مخکې لدې چې روزنيز پروګرام او چاری عملي شي، بهتره ده چې هم شخص او هم اداره پوهه شي چې لدې روزنې څه غواړي.
۲. آیا کاري تغيراتو لپاره يې برابروو که نه سلوکي تغيرات غواړو:
دوهمه موضوع، د اړونده روزنی پايلو باره کې ده، کاري تغيرات نسبت سلوکي تغيراتو ته ژر راځي، که چيرې اداره غواړي چې کارکوونکي يې خپلې دندی په بهتره يا بدله طريقه اجرا کړي، نو ممکن له روزنی وروسته په دوهمه ورځ د نوو لارښوونو پر عملي کولو د کارونو اجرا چاری بدلی کړي، خو که چيرې کارکوونکو کې سلوکي بدلونونه غواړي نو دا بيا وخت نيسي او ځينې وختونه له کارکوونکي پرته د نورو مرستو ته هم اړتيا وي.
شخص يا اداره بايد هڅه وکړي چې د کارکوونکو لپاره روزنه پر مهارتونو ولاړه وي، دلته تر اوسه لويه ستونزه داده چې روزنې ډېرې د ګوګل قاريانو لخوا عملي کيږي، هر څه يې له انټرنېټه کاپي کړي وي، او هماغه ياسين پر هر چا خرڅوي، هره روزنه آن که په يوه موضوع هم وي بايد د برخوالو له اړتياوو سره عياره شي، او د مشرانو په عمر کې د يو څه زده کولو تر ټولو لوی اصل دادی چې موږ يوازې هغه څه زده کوو چې مو پکاريږي يا ترې مالي ګټه اخلو، نور څه ډېر ژر له خلکو هيريږي، د کارکوونکو روزنه بايد پر مهارتونو بنا وي او روزونکی بايد علمي او عملي پوه شي چې خپل ياسين څرنګه پياده کړي.
۳. آیا دا زده کړه بايد دفتر منځ کې يا بيرون برابره کړم:
درېيمه موضوع د زده کړې اداری لخوا يا بهر برابرول دي، له بهر څخه زما هدف د خارج چکری نه دي، ډېر خلک يوازې د خارجي هېوادونو چکرو لپاره روزنی برابروي، داسې بهادران به پيدا کړې چې هماغې يوې روزنې لپاره هر کال بيلابيل هېوادونو ته ځي. دلته هدف د اداری له چوکاټه او مامورينو بهر روزنه ده، که چيرې اداره پر يوه موضوع تکراري روزنې برابروي او پراخه شمېره کارکوونکي ولري نو ممکن چې خپل د روزنی څانګه او مامورين ولري، که داسې نه وي نو له بهرنيو اداره څخه د روزنې اخيستلو رواج هم مخ په ډېريدو دی.
د کار اجراتو طريقې ورځ په ورځ بدليږي، ورسره مهارتونه هم اختصاصي کيږي، د نن کاروبار ډېر مشخص او متمرکز دی، نو له همدې کبله مشخص او متمرکز روزونکو ته اړتيا وي چې په تخصصي ساحه کې روزنه ورکړي، او ضرور نه ده چې د هر مسلک پوه دی اداره له ځان سره يوازې د روزنې لپاره وساتي.
کله چې اداره يو څوک استخداموي ضرور نه ده هغه شخص څومره پوه او تجربه لرونکی دې، نوی کارکوونکی تل يو څه لارښوونو او روزنی ته اړتيا لري، ځينې وخت که تجربه ډېره ولري نو کولای شي د اړونده ستراتيژيو، کړنلارو او نورو اسنادو پر لوستلو پوهيږي چې څرنګه کار وکړي، او که نه اداره ورته روزنه برابروي تر څو د اړونده کار پر ښه اجرا يې پوه کړي.
روزنه د پیسو ضياع نه ده، بلکه يوه پانګونه ده چې په اوږده کې کولای شي اداری ته ډېره ګټه راوړي، روزنه کولای شي اداری سره د کار په بهتره اجرا، د کار اجرا کولو نوي چمونو په زده کولو، د کارکوونکو ظرفيت په لوړولو، په چاپيریال يا صنعت کې د کار بهتره اجراتو په اداره کې مروجولو، له نورو د زده کړی او کارکوونکو پرمختګ ته برابرولو وسيلې په توګه کار وکړي.
د نن بريالي اشخاص او اداری هغه دي چې په دوامداره توګه زده کوي، دا زده کړه سلوکي، مسلکي او فکري اړخ لرلای شي، پوه کارکوونکی د پوهې اداری سبب ګرځي او پوهه اداره د بدلون قبلولو، له حالاتو سره ځان عيارولو او اوږد مهال لپاره د ژوندي او ګټور پاتې کيدو سبب ګرځي.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ