جان محمد مهربان
په فېسبوک کي یوه انګلېسي مقاله په مخه راغله. کله چي مي کلیک کړه، لیکلي ئې وو چي “موږ دوې اوونئ مخکې له خپلو لیکوالانو پوښتنه وکړه چي د ښې لیکوالۍ اړوند لارښووني/مشورې راسره شریکي کړي. د دوی ځوابونه زموږ تر تمې ډېر لوړ وو. له ټولو څخه مننه چي زموږ سره ئې لاندي لارښووني شریکي کړي دي.”
ما ته دغه یاده انګلېسي مقاله ډېر مهمه معلومه شوه، نو نوري انګلېسي منابع مي هم پسي وکتلې، خپله تجربه مي هم پکښي ځای پر ځای کړه او دغه لیکنه مي ځني جوړه کړه. دهري لارښووني/مشورې سره یوځای، د جملې په پای کې (په قوسونو کې) د لیکوال نوم هم لیکل شوی دئ:
۱- لیک نښو ته پام وکړئ: په ځانګړې توګه د کامې او ټکي پرځای استعمالولو ته. دغه دوې نښي ستاسو د افکارو لیکلی جریان تنظيموي، او که چیري يې پرځای کار نه کړئ، ستاسو متن به شکمن شي که څه هم له څرګندو الفاضو څخه به مو کار اخیستی وي (ډانیل).
۲- په ځینو ویبپاڼو کي ګډون وکړئ، هغوی تاسو ته چلېنج درکوي چي په یوه میاشته کي د پنځوس زره الفاظو په اندازه ناول ولیکئ. زمادکتاب دلیکلو پرمهال چي لا تراوسه خلاص سوی نه دئ، متوجه سوی یم چي لیکوالي مي ډېره ورسره اصلاح سوې ده (توماس).
۳- کوښښ مه کوئ چي لیکنه مو په لومړي وار تصحیح کړئ: تخلیق او تصحیح دوې مختلفي پروسې دي چي د دماغ مخلتف اړخونه کاروي، که تاسو دواړه پر یوه وخت کوئ، ناکامېږئ (بيل هارفر).
۴- هره ورځ حد اقل دېرش دقیقې لیکنه وکړئ: تغیر به ئې په ډېر لنډ وخت کي احساس کړئ.کله چي ناببره نظریات درته راسي نو وې لیکئ، کرار کرار له کلماتو، ژبي او لیکوالي سره عادي کیږئ (جسينتا).
۵- لومړی د ښې لیکوالۍ قوانین زده کړئ: بیا دا پسي زده کړئ چي سرغړونه کله او څنګه ځني کولای سئ (اني موليګن)
۶- زه ځیني وخت دخپلي خوښي د لیکوال له کتاب څخه، له اتوتر لسو صفحو پوري لیکنه کوم. دغه کار زما سره کومک کوي چي دخپلي خوښي د لیکوال سبک خپل کړم (پيټر بوليني)
۷- لومړی ښه لوستوونکی او غوږ نیوونکی سئ، بیا لیکوال (نيليما)
۸ – د مقالې اوږدوالي ته مه ګورئ، همېشه دې ته فکر کوئ چي څه مو لیکلي دي (ډوګلاس ډاويس)
۹- نقد ومنئ او دیو فُرصت په سترګه ورته وګورئ، که څه هم نقد به غلط او یا توند وي مګر مه خوابدی کیږئ، د هغو خلکو کورودانی ووایاست چي ستاسو پر لیکنه نقد کوي (کوکوشا)
۱۰- په انګلېسي کي، پر یوه لغات راسته کلیک ووهئ چي نورې معناوي ئې درته ښکاره سي، بیا د هغه لغات پر معناو کلیک پسي ووهئ چي وکولای سئ ښایسته او پرځای لغاتونه انتخاب او استعمال کړئ (جان انګلنډ). په پښتو کي هم دا کار د قاموس په کتلو سره امکان لري او یا کولای سئ چي تر ځان له تکړه لیکوال څخه پوښتنه وکړئ.
۱۱- زه چي کله پر سکرین یا پر کاغذ لیکنه تصحیح کړم، بیا ئې په لوړ اواز وایم چي سختي جملې او غلطۍ له منځه ولاړي سي، بیا نو نور خلګ هم زما لیکنه ښه ویلای سي! یو وخت په یوه مجله کي یو غربي لیکوال داسي نظر ورکړی وو: “زما لیکنه چي پای ته ورسیږي بیا ئې دکورنۍ غړو ته په لوړ اواز لولم، که مې د کورنۍ غړي پرې پوه شول، لیکنه چاپ ته استوم، که په کومه کلمه پوه نه شو، کوښښ کوم چي ساده کلمه وټاکم” (ليلی آمان)
۱۲- اوږده لغاتونه مه استعمالوئ: یوه نقشه باید اضافي کرښې او یو ماشین باید اضافه اجزاوي ونه لري، همداسي په جمله کي باید بې ځایه لغات او په پاراګراف کي باید بې ځایه جملې نه وي. سخت لغاتونه مه کاروئ، تاسو لیکنه د دې له پاره کوئ چي خلک وپوهوي، نو بیا سختو کلماتو ته څه ضرورت دئ؟ (ايچ ديوا راجا راو)
۱۳- داسي لیکنه وکړئ چي یوه معلومه نېټه درکوله شوې ده او تاسو باید په پنځه سوه لغاتونو کي له هغې نیټې سره سم خپل هدف ته ځان ورسوئ (ډيويډ)
۱۴- ځیني وخت زه دکمپيوټر دفونټ اندازه غټه کړم چي لغاتونه ښه سم ولیدلای سم او غلطۍ ونه کړم! (ياټي)
۱۵- که غواړئ چي ښه لیکوال سئ نو هره ورځ لیکنه وکړئ: دلیکوالۍ پر مختګ دلیکوالۍ په پیل کي دئ. نوي لغاتونه استعمال کړئ.ساده والي مه هېروئ. پخوانۍ لیکني مو تصحیح کړئ. له کوچنیو لیکنو څخه پیل وکړئ، مثلاً فرض کړئ چي یو اخبار ته یوه مقاله لیکئ. (اميت ګويال)
۱۶- کوښښ وکړئ چي صفتونه له منځه یوسئ: اسمونه او فعلونه سره زر دي، قیدونه او صفتونه داوسپني ټوټې دي، کله چي داوسپني ټوټې له طلا سره یو ځای سي، طلا بدرنګیږي (ډاکټر پالوال، معیاري پښتو) که ئې امکان وو، جملې مو په فعلونو او نومونو شروع کوئ (جان ډوډس)
۱۷- زه خپله لیکنه دیوڅو ورځو دپاره ایسته کړم، بیا ئې وروسته د اصلاح له پاره را واخلم چي سره کوچنۍ ئې کړم. دا کار زما سره کومک کوي چي عاجلي لیکني هم باید په لنډو الفاظو ولیکم (جان ارلنډ)
۱۸- کوښښ وکړئ چي په ساده طریقه لیکنه وکړئ: خپل نظریات مو په ښو مناسبو الفاظو سره څرګند کړئ (جی)
۱۹- د الهام له پاره د ښو لیکوالانو لیکني ووایاست: که ئې په غور سره ووایاست، نو دهغو سبک خپلولای سئ. ته هغه څوک يې چي څه لولې او بیا هغه څوک یې چي څه لیکې (مارک)
۲۰- کله چي تخنیکي لیکنه کوم، نو په جمله کي دخپلو الفاظو ترتیب او دعمل زمانې ته متوجه یم: د مثال په توګه زه دغه جمله چي “ته به مکلف ئې چي کار ته پر وخت ولاړ شې.” په دې جمله اړوم چي “ته باید کار ته پر وخت ولاړ سې” که د یوه لغات پر ځای درې لغاتونه کار کوي، پر مناسب ځای کار ورڅخه واخلئ (کارولاين)
۲۱. د نورو لیکوالانو د سبک په خپلولو مه شرمېږئ: لنډه لیکنه ډېره ښه ده خو د لیکني د اوږد والي په اړه تر هغه مهاله مه بېرېږئ چي الفاظ مو د هدف پر خوا روان وي (سام)
۲۲. د نورو لیکوالانو له جملو او پراګرافونو څخه د نمونې په توګه کار واخلئ: او بیا ئې خپل سبک ته واړوئ. ما ګرامر او د لیک نحښو استعمال له دغې طریقې څخه زده کړي دي (شيلي راډريګو)
۲۳. اوږدې جملې مه لیکئ. (سيلويا)
۲۴. ګرامر زده او مراعت کړئ: ډېری لیکوالان مستقیم او غیر مستقیم قول، معلوم او مجهول فعلونه او ضمایر پر ځای نه کاروي (مايک فيني)
۲۸. کله چي پر یوه اوږده پروژه[لیکنه] کار کوئ، مثلاً یو ناول لیکئ، دماغ مو داصلاح پر ځای، لیکلو ته متوجه کړئ. الفاظ باید همداسي جریان ولري. وروسته ئې بیا پر اصلاح کار وکئ (ريچارډ سکاټ)
۲۹. له بې ځایه اصطلاحاتو سره پام کوئ: د دې پرځای چي ووایاست “دزیاتو معلوماتو له پاره زموږ ویب سایټ ته سر ور ښکاره کړئ.” ښه داده چي وليکئ “د زیاتو معلوماتو له پاره زموږ ویب سایټ وګورئ” ټکي په ټکي ژباړه مه کوئ. (ډيويډ)
که تاسو وایاست چي ”لطفاً ودرېږئ، کله چي د ایساف موټرانو ته ورسیږئ.” سړي ته سوال پیدا سي چي نو ولي ودرېږم؟ سوال ئې بیا تر دوهمي فقرې ویلو وروسته حل سي. ښه به داوي چي ووایاست: “کله چي دایساف موټرانو ته ور نژدې سواست، نو لطفاً ودرېږئ.” (نجیب علیزی، شخصي مفاهمه، ۲۰۱۱)
۳۰. د لیکوالي مربوط کتابونه ولولئ: يا په انټرنیټ کی دلیکوالانو له ګروپ سره یوځای سئ او یا کولای سئ چي یو استاد ځان ته ونیسئ (کټ)
۳۱. لومړی لاس لیکنه داسي کوئ چي څه مو زړه درته ویل، هغه ولیکئ: کله چي پای ته ورسېدله، بیا ئې له سره اصلاح کړئ. (سويماګو)
۳۳. که تاسو افسانه، داستان یا نکل لیکئ، نو بنیادي خاکه ئې باید درسره وي ځکه چي همدا خاکه ستاسو افکار او ثبات له متن سره سموي (ليډيا)
۳۴. پخواني لیکني مو اصلاح کړئ: تاسو به ووینئ چي څونده لغاتونه اوجملې پکښي ایسته کوئ. تاسو به خپل سبک اصلاح کړئ او په راتلوونکي کي به غلطۍ نه کوئ. (پيډرو)
ښه! لیکوالي خو مو پيل کړه، پورته مشورې مو هم عملې کړې، یوه کوچنۍ لیکنه مو هم ولیکله. اوس نو لاندي مشورې پسي عملي کړئ:
۳۵. انتظار وکړئ: کله چي مو لیکنه پای ته ورسېدله، نو سمدستي ئې مه خپروئ، یو څو ساعته یا یوڅو ورځي ئې پرېږدئ. کېدای شي په دغو ورځو کي پر نورو لیکنو کار وکړئ. تر ځنډ وروسته به تاسو تجربه کړئ چي په خپله لیکنه کي څونده تغیر راوړی.
۳۶. لیکنه مو تصحیح کړئ: تصحیح د لیکني اخیري برخه ده. تاسو مو ګرامر، جمله بندي، د الفاظو رنګ، لیک نحښي سره سمي کړئ چي لیکنه مو وزن پيدا کړي. د دې کار له پاره کولای سئ چي له ملګرو څخه مو د همکارۍ غوښتنه وکړئ، لکه زما سره چې د دغي لیکني په اصلاح کي ښاغلي سردار ولي پښتون زوی همکاري کړې ده. تاسو خپلي غلطۍ داسي ژر نه سئ پيدا کولای لکه یو بل څوک چي ئې درته پیدا کوي.
۳۷. لیکنه مو په لوړ غږ ولولئ: سخت لغاتونه روان نه لوستل کیږي، نو په ساده کلمو ئې واړوئ، اوږدې جملې مو را لنډي کړئ. دغه لیکنه که یو مجرب لیکوال وګوري، شاید ډېري کلیمې او جملې ځني ایسته کړي.
۳۸.ځان ډاډمن کړئ چي ایا د پاراګرف پیل مو د لیکني له سر لیک سره سم دئ؟ ایا ستاسو لوستونکی به ستاسو په هدف پوه سي؟ ایا ستاسو هره جمله او پاراګراف ستاسو د لیکني د سرلیک ملاتړ کوي، ایا په هر پاراګراف کي یو نظر سته؟ ایا له مناسبو اصطلاحاتو څخه مو کار اخیستی دئ؟ ایا په اخیري پراګراف کي لیکنه خُلاصه او پای ته رسېدلې ده؟ که ددې ټولو پوښتنو ځواب (هو) وي، نو بیا:
۳۹. اوس ئې نو خپرونکي ته واستوئ: که خپرونکي ورباندي کومه تبصره درلوده، تبصره ئې واخلئ او حالت ته په کتلو سره ئې په خپله لیکنه کي ځای کړئ. که لیکنه مو له خپرېدو پاته سوه، مه ناهیلي کېږئ، نور تمرین وکړئ. د نړئ مشهور لیکوالان یو وخت داسي نه ول لکه اوس چي ئې نړۍ څنګه پېژني.
۴۰- لیکني تر لیکنو توپير کوي. مثلاً: د مدیریت، رهبري، اقتصاد، ساینس، تکنالوژي، طب او د داسي نورو لیکنو لپاره ضرور نه ده چي د لیکني څخه دي یو ښایسته نثر جوړ سي، یا دي حتمي شاعرانه کلیمې پکښي کار سي خو دا نو دا معنی هم نه لري چي تاسو له ټولو اصولو څخه سرغړونه وکړئ اوووایاست چي هدف مو وړاندي کړي دئ، او بس.
پورته مشورې وګورئ، خپلو لیکنو ته مو په پام سره، کوښښ وکړئ چي په هغو ځایونو کې عملي کړئ چې امکان ئې وي.
(له لر او بر څخه پر مننه، اصل مضمون دلته ولولئ http://larawbar.net/45422.html)
ټولي:Education, مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ