ليکوال: لينډسی سکاټ
(ژباړه او لنډيز)
د په زړه پورې ريزومي او مسلکي پرمختګ پلان په مرسته د خپل مسلک وړاندې ګامونه واخلئ.
زه په خپل مسلک کې پروژې مديرانو ته د وړاندې تګ مشورې ورکوم، اکثره له ما څخه پوښتنه کيږي چې مسلکي ژوند کې څه راتلونکي ګامونه واخلم، دا ځواب تر ډېره د شخص پوهې او مسلکي پوهې پورې وي، خو دلته کولای شم هغه عمومي خطاوی يادې کړم، چې ټول د خپل مسلک راتلونکي ګام اخيستلو پر مهال ترې ډډه وکړي:
۱. له ډېرو ټکو سره پيل
د پروژې ډېر مدیران خپل خلص سوانح/ ريزومي له شخصي پيژندنی پراګراف پيلوي چې اغېزمن نه وي. “پر وخت، پر بودجه” لنډيزونو تير شئ، بلکه ساده يې وساتئ. څرګنده، دقيق عنوان ورکړئ چې پام راجذب کړي، روښانه وليکئ چې څوک ياست او څرنګه د ريزومي له لوستونکي سره مرسته کولای شئ.
باوري کړئ، چې د پيژندنی په پيل کې ستاسې د دندی نوم، سواد درجه/ تعليم، مسلکي تخصص (لکه ای ټی، مالي، بازارموندنه او داسی نور) هغه سکتور چې پکې د پروژې مديريت کاري تجربه لرئ او غواړئ روښانه يې کړئ، له نورو معلوماتو تير شئ.
۲. پر مهارتونو تمرکز هيرول
پروژې مدیر هڅه کوي د خپل مسلکي ژوند پر مهال د دې لخوا اداره شوو پروژو باره کې ډېر معلومات ورکړي، خو ممکن دا پروژې د ريزومي لوستونکي لپاره په زړه پوری نه وي. د استخدام مديران يا بشري ځواک استازي هڅه کوي معلوم کړي چې تاسې د هغوی پر معيار او اړتياوو پوره راځئ که نه. د دې پوښتنې ځواب لپاره هڅه وکړئ هغه مهارتونه او توانونه وليکئ چې تاسې سره يې د پخوانيو پروژو په پوره کولو کې مرسته کړې وه.
د پروژې په اړه مناسب عمومي معلومات د ډېرو تخنيکي اصلاحاتو له شاملولو پرته ورکړئ، په ياد مو وي چې د پام وړ اساسي معلومات لکه بودجه، ستاسې د ډلې اندازه چې اداره کوله مو، څومره خطري/ريسکي پروژه وه او له څومره ذيدخلو اشخاصو/ اداره سره مو کار کاوه، پکې شامل کړئ، اکثراً دا هغه معلومات وي چې لوستونکی يې لټوي.
۳. په تېره (ماضي) کې ژوند
اکثره تجربه لرونکي پروژې مديران وايي چې دوی نشي کولای خپل ريزومي/ خلص سوانح له پنځو يا لسو پاڼو راکمه کړي، ځکه دا دوی د مسلکي ژوند اوږده تاريخچه ده، چې له نورو کم تجربه پروژې مديرانو څخه يې ممتازوي. خو پروژې مديران بايد د معلوماتو سم او دقيق وړاندی کولو توان ولري، چې لس پاڼې ريزومي دا مهارت نه ښيي.
ستاسې د ريزومي لوستونکی دې پسې نه ګرځي چې تاسې لس کاله څه کړي، هغوی پوهيږي چې ستاسې د نن تجربه د څو کالو کار نتيجه ده، هغوی يوازې غواړي پوه شي چې که چيرې مو استخدام کړي نو هغوی ته به څه وکړئ.
خپل کاري تجربه يوازې په تيرو پنځو کالو متمرکزه کړئ، (لس کاله که چيرې مو يوې ادارې لپاره ډېره موده کار کړی وي). د پخوانيو دندو/ وظيفو لپاره يوازې تاريخ، د شرکت/ ادارې نوم او وظيفې عنوان مو وليکئ، تر څو يوازې تجربه مو وښيي، که چيرې د ادارې نور معلومات پکار وو، کولای شي چې پوښتنه وکړي.
۴. د مهارتونو لیست کارول
د پروژې مديريت په ريزوميو کې د مهارتونو لکه ذيدخلو مديريت، اداري/ تجاري بدلون مديريت او مشري، ليسټ کول عام شوي دي، دا مهارتونه هيڅ کاري تاريخچې پورې نه وي تړل شوي، او نه په کوم محيط کې وړاندی شوې وي. د دې په ځای چې يوازې بوليټ ليسټ ورکړئ او يوازې يې وليکئ، بهتره ده چې په کاري تاريخچه کې يې ځای کړئ، مهارتونه هغه څه دي چې استخداموونکي ورپسې ګرځي، بهتره ده چې په يوه محيط کې يې ذکر کړئ.
۵. د برياليتوبونو او لاسته راوړنو يادولو کې پاتی والی
د پروژې مدير تر ټولو ښه برياليتوب او لاسته راوړنه يوازې د پروژې بريالئ پای ته رسول نه دي، بلکه د پروژې مديرانو تمه کيږي چې پروژې پر وخت او پر بودجه ختمه کړي، نو دا يوازې په خپل ذات کې لاسته راوړنه نه ده.
له کلیدي لاسته راوړنو هدف شخصي بدلونونه دي چې تاسې خپله کړي وي، لدې ښکاري چې تاسې څرنګه د وظيفې له اړتياوو اخوا ولاړئ او خپلې ادارې ته مو ګټه او ارزښت راووړ. له ځانه وپوښتئ چې تاسې اداری ته څه ګټه راوړې ده، بیا هڅه وکړئ همدا ارزښتونه او ګټی خپلې ريزومي کې وښاياست.
که تاسې له څه مودې راهيسې رويزومي نه وي نوې کړي، نو يوه سپينه پاڼه راواخلئ، او د دې مشورو په رڼا کې لومړی نقل يې وليکئ. تل هڅه وکړئ چې داسې يو چا ته چې د پروژې له مديريت له مسلکه بيرون کار کوي خپله ريزومي وروښاياست، ځکه ممکن استخداموونکی مدير به دومره د پروژې له مديريت سره بلد نه وي لکه څومره چې تاسې ياست.
(PM Network, Sept. 2015, PMI monthly magazine)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ