د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي

مشري او اغېزه خوا تر خوا ځي، اکثره وختونه له داسې يوه چا سره مخ شئ چې ډېر پوه وي، خو تر ځانه راتاوو وي، يا داسې څوک به وګورئ چې په ظاهره هیڅ کمال نه لري، خو د وفادارو مامورينو او همکارانو يوه ډله لري، چې هرې خبرې او وينا ته يې ارزښت ورکوي.

بيلابيلې تجربی انسان ته مختلف مهارتونه ورکوي، چې کولای شي راتلونکی ژوند يې آسان کړي، خو تر څو چې له جنجاله تير نه شې، نو تجربه نه حاصليږي، موږ دلته له لسو مهارتونو يادونه کوو، چې د نورو تجربو په رڼا کې ښه مدير يا مشر يې بايد په پام کې ونيسي، دا هغه څه دي چې د بیلابيلو مشرانو او ښه مديرانو په کتلو مو راغونډې کړي دي.

دلته موږ مشر تر ډېره په اداري چوکاټ کې ياد کړی، سره لدې چې ځينې صفات ممکن په عادي ژوند کې هم پکار شي، خو تر ډېره د ليکنې موضوع اداري مشري ده، او ورسره ځينې ځايونو کې مشر او مدير د يو بل پر ځای کاريدلي دي.

۱. مشر بايد د غلطئ منلو زړه ولري

ښه مشر له خپلې پوهې او توان سره مشري کوي، په اصولو ودريږي، خو کله چې غلطي وکړي، نو هغه مني او د اصلاح هڅه يې کوي. دا ډول مشري د ريښتوني درناوي او ريښتنولئ سبب ګرځي، چې له هغې مشرئ سره روښانه توپير لري، چې نور د مشر خبره يوازې د خپل پت او د هغې له سپکوالي څخه ځان ساتلو لپاره مني.

دا ډول ويروونکي مشران پوهيږي چې اکثراً په حقه وي، او غواړي چې تاسې هم پوه کړي چې نابغه سره کار کوی، خو له خپلې پوهې او تجربې د کارونو بهترولو او مثبت تغير پر ځای، د نورو ويرولو او ټيټولو لپاره هڅه کوي، تل نورو ته دا احساس ورکوي څه چې زه وايم هغه ومنه، چې دا ټول پر ځان د نه باور او داخلي ويرې سرغړونه اخلي، او مشر تل پدې ډار کې وي که څوک مې غلط ثابت کړي نو ممکن دا مقام له لاسه ورکړم.

ښه مشران پر ځان باور لري او پوهيږي چې کله اشتباه وکړي نو څرنګه له خبرې وروسته شي، دوی لپاره د صحیح طريقې موندل ډېر مهم وي نسبت دې ته چې تل ځان صحیح ثابت کړي. دوی خپلې نېمګړتياوی مني، پوهيږي چې کله يې اشتباه کړی او په هر څه نه پوهيږي.

(پدې اړه مو د ای پي جي عبدالکلام يوه کيسه هم نشره کړې وه چې دلته يې لوستلای شئ)

۲. مشر باید له قړتې ډېر واوري

داسې ګڼل کيږي چې د ځان ډېر صفت د داخلې بې باورئ تر ټولو روښانه نښه ده. پر ځان باوري مشران د ځان له صفتونو تيريږي او ځان پيژني، ورسره غواړي له تاسې واوري چې تاسې څه فکر کوئ.

ښه مشر خپلو همکارانو ته د فکر اجازه ورکوي، او غواړي چې له هغوی واوري، دوی پوښتنې کړي ځينې وختونه ډېرې پوښتنې، او غواړي له هر چا يو څه زده کړي، او پوه شي چې څرنګه کولای شي د بل په کار کې مرسته وکړي او له هغې سره کمک وکړي چې ښه شي او کارونه بهتره پر مخ بوځي.

۳. مشران له ځان ښودنی ځان ساتي

پر ځان باوري اشخاص پوهيږي چې څه يې لاسته راوړي، د بل وينا ته اړتيا نه لري چې ورته وايي څه يې کړي. دوی هڅه کوي نور مخکې کړي، د هغوی لاسته راوړنې ولمانځي او په نورو کې پر ځان د باور سبب شي.

(پدې اړه مو د ای پي جي عبدالکلام يوه کيسه هم نشره کړې وه چې دلته يې لوستلای شئ)

۴. مشر د اړتيا په وخت کې مرسته غواړي

ځينې وخت انسان په ځان کې دومره ورک شي چې مرستې غوښتل ورته ناکامي ښکاري، له داسې ډېرو سره به مخ شئ چې دا جرات نه کړي چې د اړتيا په وخت کې مرسته وغواړي، يا که مرسته غواړي نو تل دا وايي چې زه خو يې کولای شم يا دومره سخت کار نه دی خو نور مصروفيتونه لرم يا پخوا مې دا کار نه دی کړی نو ځکه ته يې راته وکړه.

پوره والی بشري خصلت نه دی، او نه بايد انسان ځان د هر کمال مولا کړي، هر وخت چې اړتيا وي بايد مرسته وغوښتل شي، خو پدې شرط چې له مرستې وړاندې تاسې خپله هڅه کړي وي، او پوهيږئ چې د وسه مو پوره نه ده، کله چې بل شخص درسره مرسته کوي، د زړه له اخلاصه يې ومنئ او مننه ترې وکړئ.

۵. مشر نور نه ټيټوي

د نورو په ټيټولو موږ نه لوړيږو، هر څوک د خپل قدر او ارزښت مسؤل دی، مشر پوهيږي چې څرنګه ځان له غیبته، بدويلو، د نورو ناکامولو او نورو له ټيټولو ځان وساتي.

انسان تر يوه ټاکلي حده پخپله تللی شي، له هغې وړاندې ډله ييزې هڅې ته اړتيا لري، زموږ د ژوند په برياوو کې نور ډېر هم ونډه لري، که هغه د مور، پلار، ورور، خور، ژوند ملګري، دفتر همکاران، ملګري، ټولګيوال او نور وي، ټول تر خپله توانه هڅه کوي چې تاسې بريالي شئ، نو ځکه له بل سره مرسته، د بل لوړول په اوږده کې پخپله د شخص ځان بريالي کولو او لوړولو سبب ګرځي.

۶. مشر خپلې نېمګړتياوې مني

مشر باید د ماشومانو دا خاصيت ونه لري، چې کله پياله ماته کړي نو وايي پخپله ماته شوه يا پخپله راوغورځيده، که چيرې کومه نيمګړتيا ولري نو بايد هغه ومني، له دې بايد ونه ويريږي چې ځينې وخت بد يا نيمګړي ښکاريدل هم د ژوند برخه ده.

هر کله چې موږ د خپلو نيمګړتياوو منلو زړه نه کوو، نو هغه ستونزې چې لدې کبله پيدا کيږي پر هغې سترګې پټوو او د خپلو ناکاميو لپاره بل ملامتوو، پداسې حالاتو کې نه راسره څوک کار کوي او نه مو ستونزې د حل لاره مومي.

۷. مشر دوامداره زده کړه کوي

زده کړه کتابي او ټولنيز دواړه شکلونه لرلای شي، موږ بايد د ژوند تر پايه زده کړو. د ژوند په لومړيو کې اکثره وخت زده کړه لارښوونيزه شکل لري، ښوونکی، کتابونه او ښوونځی/پوهنتون وي، خو څرنګه چې ژوند مخکې ولاړ شي، نو لدې هر څه سره مو اړيکه پرې کيږي او زده کړې ته شا کوو، چې په اوږده کې د انسان د وروسته پاتې والي سبب ګرځي.

اکثره بريالي خلک له ځان سره د باوري ملګرو يا خلکو يوه ډله لري چې دوی ترې مشوره اخلي، دا هغه څوک وي چې دوی يې پر ځان باور حاصل کړې وي، او د هغوی خبرې ته غوږ نيسي، ورسره هغوی هم پوهيږي چې کله اړتيا شي نو دوی يو بل ملاتړوي او تر شا يې دريږي.

زده کړه له هر څه راتللای شي، انسان بايد پوه شي چې اوس هم د زده کړې لپاره اوږد مزل راپاتی دی.

۸. مشر صادقه او ريښتونی وي

د مشري پر ريښتينولئ ولاړه وي، هر څومره چې ستاسې همکاران او پيروان تاسې ريښتونی بولي، همدومره به مو پر خبره او عمل اعتبار کړي، دا ريښتينولي پدې کې هم مرسته کوي چې تاسې له نورو سره د باور په فضا کې آزادانه کار وکړئ، له مناقفتونو او بې ځايه سياستونو ډډه وکړئ.

يو له هغه شکايتونو څخه چې له اداري مامورينو يا عمومي اشخاصو څخه اوريدل کيږي، بې ځايه سياستونه او منافقتونه دي، د يو شخص اعتبار تر ټولو زيات د هغې د خبرې او عمل تر منځ توپير خرابوي.

۹. مشر نورو ته د برابر په سترګه ګوري

ممکن له داسې اشخاصو سره به مخ شوي ياست چې د مقابل لوري جامه، پيسه او مقام د دې سلوک ټاکي، ډېر داسې به وګوري چې د شخصي مشخصاتو پر ځای به د مقابل لوری پر مقام او پيسه وياړي.

هر کله چې موږ له نورو سره اړيکه ساتو نو بايد د برابرئ پر اساس وي، له برابرئ هدف د مقابل لوری شخصي ځانګړتياوی دي، مهم نه دی چې شخص په کوم مقام کې وي، خو هر څوک د درناوي، متقابل احترام او ريښتينولئ حق لري، بنسټيزه اخلاقي سلوک بايد د مقابل لوری دنياوي مقام پورې ونه تړل شي، هر څوک د درناوي حق لري او بل ته احترام ستاسې د احترام سبب ګرځي.

که چيرې سلوک د مقابل لوري د مقام پورې وتړل شي، نو که تاسې يا هغوی دغه مقام له لاسه ورکړ، د سلوک څرګنده بدلونونه به ووينئ.

۱۰. مشر د خپلې سختو تنګو ملګري پيژني او درناوی يې کوي

د ژوند او کاروبار لومړي ګامونه له کړاوه ډک وي، مګر دوامداره منظم او باهدفه هڅې بريالي کيږي، خو د بريا په صورت کې بيا ځينې وينئ چې شخص رنګ بدلوي او شخصي ناکامئ سبب ګرځي.

له داسې اشخاصو سره به مخ شئ چې خپل اقتصادي حالاتو او موقف سره ملګري بدلوي، يو نیم پکې بيا بهرنيو ښځو، فحشا او نورو مرداريو پسې هم ګرځي، هغوی چې له تاسې سره په سختو تنګو کې ودرېدل په آینده کې هم درسره دريږي، د ملګرو، همکارانو يا پيروانانو بريا په شمېر کې نه ده، مهمه داده چې څومره تلپاتې خواخوږي لرئ، او د دې تر ټولو بهتره لار داده چې انسان مخ بدل نه کړي.

د دې ټول بحث نتیجه داده چې ريښتينولي، د خپلو نيمګړتياوو منل، نورو ته درناوی، خبرو ته يې ارزښت ورکول، ترې مرسته غوښتل، مخ نه بدلول او دوامداره زده کړه د مشرئ ځينې تلپاتې او مهم خصوصيتونه دي، که يو څوک غواړي چې د مشرئ مقام ته ورسيږي او هلته پاتې شي، ادارې ته ګټه راوړي، نو بهتره ده چې له عقل او پوهې سره خپل اخلاق او سلوک هم سم کړي.



ټولي:Leadership, مديريت Management

ټگونه:,

4 replies

Trackbacks

  1. مدير که مشر | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. بهتره آمرين: شپږ خواص، د ګوګل څيړنه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. اهليت او بهترول يې – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. ولې اوږد فکر مهم دی؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: