معلوليت او ټکنالوژي

انسان تر هغه د يو څه په قدر نه پوهيږي تر څو چې يې له لاسه ور نه کړي، پر موږ اکثرو د خدای رحم دی چې په ټولو حواسو او فزيکي توانونو يې پوره پيدا کړي يو، خو داسې ډېر خلک شته چې يو نه يو فزیکي يا حسي محدوديت لري، چې دا محدوديت دوی د ژوند په اکثرو چارو کې له ننګونو سره مخ کوي، او نشي کولای چې په عادي حالت کې له فزيکي روغ شخص سره سيالي وکړي.

افغانستان بدبختانه د دوامداره جګړو، غربت او ناپوهئ له کبله د معلولينو پراخه نفوس لري، چې يا د جنګ قربانيان دي، او یا د غربت او ناپوهئ له کبله روغتيايي ستونزو په صورت کې د ژوند تلپاتې معلوليت سره مخ شوي دي، ټکنالوژي د ژوند هره چاره کې ډېرې آسانتياوی راوړي چې کولای شي له معلولينو سره هم پراخه مرسته وکړي.

د افغانستان د مروجه قوانينو په رڼا کې د ادارو په ځانګړي ډول دولتي ادارو لږ تر لږه ۳ فيصده تقررئ بايد معلولينو ته اختصاص شي، خو کله چې موږ د پوهې او تعليم ته لاسرسئ بحث کوو، نو بيا دا معلولين نشي کولای چې هغه مهارتونه او پوهه تر لاسه کړي چې د دې دندو اړتيا وي، سره لدې چې دا فيصدي تر اوسه يوازې په ورقو کې پاتې ده، خو که چيرې دولت وغواړي دا قانون پياده هم کړي، بيا به هم د مسلکي او پوهو کارکوونکو په موندلو کې له ستونزو سره مخ شي.

د ټولنې په توګه موږ ته د فزيکي معلول او ذهني ناروغ قبلولو لوی مزل راپاتی دی، هغه متقابل درناوی چې دوی يې بايد ولري تر اوسه نه ورکول کيږي، په يوه نه يوه نامه وروسته پاتې کيږي او په اکثره ځايونو له سپکاوي او ننګونو سره مخ کيږي، د انسان ناوړه سلوک تر ډېره د هغې د ناپوهئ ښکارندوی وي، او زموږ پوهه په دې ساحه کې ډېره محدوده ده، چې له همدې کبله دوی ته د يوه مکمل، روغ او سالم انسان په توګه کتل اکثرو ته ناشونې بريښي.

د همدې ستونزو پر احساسولو په نړيواله توګه د ټکنالوژئ داسې ډېرې پروژې شته چې له داسې اشخاصو سره مرسته کوي تر څو د ټولنې فعاله غړي شي، پر داسې عينکو تجربې کيږي چې وکولای شي مستقيم د ماغزو له رګونو سره وتړل شي تر څو شخص د عينکو په مرسته نړئ وګوري، داسې فزيکي اعضاوی جوړيږي چې له اعصابو سره وصليږي او د ماغزو له لارې کنټروليږي، او همداسې نورې بېشمېره نورې پروژې او وسيلې شته چې فزيکي محدوديتونو له منځه وړي يا يې تر ډېره راکموي.

دلته هم د دې اړتيا شته چې په ولسي او ځانګړي ډول دولتي سطحه د پروژو په طرحه او جوړولو کې دې چارې ته پاملرنه وشي، زموږ ودانئ تر اوسه په داسې شکل جوړيږي چې د فزیکي محدوديت شخص لپاره د هغوی کارول ډېر ستونزمنوي، تعليمي نظام کې مو د دا ډول اشخاصو برخه اخيستنه ډېره محدوده او ستونزمنه ده، همداسې ټرانسپورټ، عامه خدمتونو ته لاسرسی هم ستونزمن دي او ورسره په کاروباري سطحه دلته معلوليت مستقيماً د غربت سبب ګرځي او بدبختانه مسلکي خيراتخورو ترې د خيرات غوښتلو يوه وسيله جوړه کړې ده.

د ټکنالوژئ په ساحه کې موږ ډېر محدود پرمختګ لرو، داسې پراخه خدمتونه یا پروژې نه لرو چې د ټکنالوژئ پر مټ آسانه يا بهتره شوي وي، اوسمهال د دولتي ادارو لخوا د ټکنالوژئ استعمال تر ډېره پر فيسبوک او ويبپاڼو راڅرخي، چې هغه هم د محتویاتو او ښه طراحئ ستونزه لري، خو له هغې صرفنظر د محتوياتو پرېکنده برخه يوازې متن دی.

دولتي ويبپاڼې د عامه خدمت په توګه بايد غږيزه، تصويري او متنني/ ليکي محتويات ولري، ورسره هر څوک وکولای شي په آسانه يې وکاروي، که يو څوک ړوند وي بايد غږيزه محتوياتو له لارې خپله ستونزه حل کړي، ورسره که له رنګونو سره ستونزه ولري بايد وکولای شي د رنګونو او نورو بدلولو له لارې ویبپاڼه استعمال کړي، همداسې که وغواړي نو بايد د ټليفون ځانګړې نومرې واوسي چې يوازې همدې ځانګړې طبقې وګړو په خدمت کې وي.

دولت د عامه خدمت برابرونکي په توګه ټولو ته مسؤل دی، او هر څوک حق لري چې فزیکي توانونو په نظر کې نيولو پرته له عامه خدمتونو آسانه او بهتره ګټه واخلي، او دا زموږ د ټولو او په ځانګړي ډول د دولت مسؤليت دی چې د اړونده ټکنالوژيو او وسايلو پر کارولو دې خدمتونو استعمال آسانه او لاسرسی ورته عام کړي.

د نن ټکنالوژئ نږدې هر فزيکي محدوديت لپاره د حل لاره لري، اکثره وختونه ستونزه په اړونده کړنلارو، سياسي لومړيتوبونو، بشري ټيټو ظرفيتونو او دولتي چارواکو نااهليو کې وي.



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: