آنلاين نړۍ پر ګړنديوالي سره زموږ د ژوند مهمه برخه ګرځي، له شخصي اړيکو نيولي تر مسلکي اړيکو، دندې لټولو، مالي او نورو ټولو چارو لپاره آنلاين زیرمې کاروو، زموږ هدف دلته له آنلاين نړئ څخه د هر هغه خدمت يا وسيلې کارول دي چې د انټرنېټ يا مخابراتي شبکې په مرسته ورته لاسرسی حاصليږي.
انټرنېټ پراخه نړئ ده، او هر څوک ورته له جنسي، تعليم، سيمه ييزو او نورو ملحوظاتو پرته پراخه لاسرسی لري، سره لدی چې دا نړۍ ډېرې ګټې له ځان سره راوړي، خو ځينې وختونه ځيني کاروونکي په ځانګړي ډول ميرمنې او ماشومان له تريخوالي او کړاوو سره مخ کيږي، پدې تريخوالي کې سپکاوی، ښکنځل او نور ناوړه سلوکونه ټول شامل دي، چې د دې ټکنالوژئ د بل کاروونکي لخوا دوی ته راجع کيږي.
موږ دلته پر هغه مواردو غږيږو، چې کولای شي ميرمنو پر وړاندې د تريخوالي او د دوی د آزار سبب شي، ورسره دا هم څيړو چې څرنګه کولای شو د دې مخنيوې وکړو، او که چيرې له داسې يوې پيښې سره مخ شو نو ځينې ممکنه ګامونه به څه وي چې قرباني يې اخيستلای شي.
ملګري ملتونه د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی د جنسيت پر اساس هر هغه عمل ګڼي چې د فزيکي، جنسي يا رواني زيان يا کړاوو سبب شي، چې په هغې کې کړه وړه، تهدید يا بندي کول يا د آزادئ سلبول ټول شامل دي، چې که په شخصي یا عامه ژوند کې صورت نيسي، له آنلاين آزارولو سره ټول مخ کيږي خو د دې آزارولو قربانيانو لویه فيصدي ميرمنې جوړوي.
پر آنلاين نړۍ کې د ميرمنو پر وړاندی تريخوالی او آزار عموماً پر شپږو پراخو کتګوريو ويشل کيږي:
۱. Hacking يا له اجازې پرته لاسرسی: دلته د شخص اړونده سيسټمونو يا زيرمو ته بې اجازې يا ځينې وخت غير قانوني لاسرسی حاصليږي، تر څو عامل د شخص شخصي معلومات حاصل کړي، دا معلومات بيا بدلول کيږي يا د شخص بدنامئ لپاره ترې کار اخيستل کيږي، ځينې وخت ممکن پر بدلولو يې شخص له خپلو زيرمو لکه بريښناليکونو، فيسبوک او نورو هم بې برخې شي.
۲. پيژندنی خپلول – Impersonation: د ټکنالوژئ پر کارولو د قرباني يا بل چا پيژندنه خپليږي تر څو شخصي معلوماتو ته يې لاسرسی حاصل کړي، بدنامه يا يې وشرموي، ځينې وخت داسې هم کيږي چې بيرته قرباني سره اړيکه نيول کيږي او د شخصی معلوماتو سپارلو لپاره ترې پيسې غوښتل کيږي.
۳. څارنه: د ټکنالوژئ پر کارولو قرباني په فزيکي ډول، آنلاين يا د ګرځنده ټليفون د جي پي ایس (نړيوال ځای ښودنې) سيسټم پر مرسته څارل کيږي، يا په کمپيوټر کې يې ځانګړي تخريبي/څارنيزه پروګرامونه ځای په ځای کيږي، تر څو يې هره ليکنه او د کيبورډ کلي وهل وڅاري، بيا د دې څارنی په مرسته يې شخصي يا پټ معلومات راسپړل کيږي.
۴. ويرول Harassment: د ټکنالوژئ پر کارولو قرباني ته دوامداره زنګونه وهل، تنګول يا ويرول دي. دا دوامداره سلوک وي او يو ځل نه وي، لکه زنګونه وهل، بريښناليکونه استول، موبايل پيغامونه استول، يا غږيزه پيغامونه ورپريښول کيږي، ځينې وخت خو دومره غږيزه پيغامونه وراستول کيږي تر څو د قرباني د غږيزه پیغام ساحه ډکيږي، او بل څوک ورته هيڅ پيغام نشي استولای.
۵. استخدام: د ټکنالوژئ پر کارولو ناوړه يا غير قانوني کارونو لپاره د قرباني استخدامول دي، پداسې صورتونو کې اکثراً قرباني نه وي خبر چې چاره يې غير قانوني ده، لکه د نورو تيرويستلو او غولولو لپاره له قرباني يا د هغې له معلوماتو کار اخيستل کيږي.
۶. بدنامئ ويشل: د ټکنالوژئ پر کارولو د قرباني اړونده بدل، بدنامه او غیر قانوني معلومات ويشل دي، لکه کورني يا محرمو عکسونو/ فلمونو خپرول، ورسره د ټکنالوژئ پر کارولو د ميرمنو پر وړاندی د تريخوالي تشويقول دي، لکه د يوې عکس پر نامه حساب جوړيږي او بيا يې د بدنامئ لپاره له هغه حساب څخه کار اخيستل کيږي.
د ميرمنو پر وړاندې آنلاين تاوتريخوالي پرته، اوس يو بل ډول ټرمينالوژي هم ډېره کاريږي، چې revenge porn يا د انتقام پورن بلل کيږي، چې د بل شخص محرم، مينې او نژديوالي عکسونه يا فلمونه د بل شخص شرمولو او سپکاوي لپاره آنلاين خپريږي، او آن په ځينې صورتونو کې ورته ريښتوني تاوانونه هم رسول کيږي لکه له دندې شړل کيږي، ژوند يې خرابيږي، ځينې وختونه خو آن د طلاق او ځانوژنې سبب هم ګرځي.
ورسره په پيغلو او ځوانانو کې د پیغامونو نوی استعمال هم عام دی، چې sexting يا جنسي پیغامونو استول دي، د جنسونو په ويش کې عموماً له جينکو تمه ساتل کيږي چې مقابل لوری ته د مينې يا محرم عکسونه واستوي، چې په ځينو ټولنو کې د دواړو لورو تر منځ منلی رواج دی، ورسره څرنګه چې نر په داسې اړيکو کې ځان لوړ ګڼي او عموماً د خاوند يا مالک په ځای کې ځان ويني نو ځکه داسې تمی ورته ناشوني نه ښکاري، او له خپلې معشوقی يا آن ميرمنې دا ډول عکسونه غوښتل د مينې ثبوت په توګه غواړي، هر کله چې موږ د شخصي عکسونو يا داسې محرماتو بحث کوو، نو دا يوازې د هلکانو/جينکو ستونزه نه ده، بلکې داسې ډېرې پيښې شته چې د ښځې او خاوند محرمې مکالمې يا عکسونه خپاره شوي دي.
په عمومي توګه د جينکو عکسونه نسبت نرانو ته له اصل اخيستونکي اخوا ډېر خپريږي، يعنې اخيستونکی يې په يوه يا بله نامه له نورو سره د عکس ليږونکي له اجازې يا اجازې پرته شريکوي، او داسې هم کيږي چې که چيرې دوه لوري سره وران شي نو بيا همدا عکسونه او نورې مکالمی د ويرولو او تهدیدولو لپاره پکاريږي.
هر کله چې د دا ډول پيښو په وړاندې د ټولنې عکس العمل ته وګورو، نو ځينو څيړنو ښودلې چې آن په هرو دريو اشخاصو کې يو خپله قرباني يعنې ميرمنې ملامتوي، چې دا د دوی د اعمالو او کړو وړو نتيجه ده چې داسې ورسره کيږي. ځينې ميرمنې وايي چې خلک موږ ملامتوي وايي چې همداسې بايد درسره وشي يا ټولنې نور غړي پرې سترګې پټوي، ځينو ته دا هم ويل کيږي چې آنلاين پاتې کيدل يا آنلاين کيدل خپل خطرونه لري او که تاسې تهدیديږئ نو خپله ګناه مو ده.
لدې هر څه سره، ځينې وخت دا تهدیدونه يوازې آنلاين نه پاتې کيږي بلکې حقيقي شکل هم نيسي، د يوې څيړنې له مخې يوازې په ۲۰۱۴ کې په چين کې څلور ويبپاڼې، آنلاين فورمونه او ۳۰ داسې پيغامونو ګروپونو وو چې انساني قاچاقبران يې له ممکنه پلورونکو سره نښلول، او هر کال نږدې دوه لکه هلکان او جينکئ په چين کې تښتولې او آنلاين پلورل کيږي.
څه بايد وشي؟
موږ کولای شو دا پوښتنه له درې اړخه وڅيړو: ۱ – دولت/ قانوني چوکاټ ۲ – کورنۍ/ ټولنه ۳ – شخص
۱– دولتي ونډه او قانوني چوکاټ
سره لدې چې ټکنالوژي په ډېره ګړنديوالي سره بدليږي، مګر اړونده قوانين بيا په هماغه سرعت نه پلي کيږي، خو بيا هم پدې دليل د قوانينو نه لرل عذر نشي کيدلای، اکثره هېوادونه په يوه نه بله نامه دې موضوع لپاره قوانين لري، خو دلته اصل ستونزه د دا ډول جرمونو نړيوال شکل او تخنيکي پيچلوالی دی، ځينې وخت تخنيکي پيچلوالي لري د قانون پلي کوونکو پرې سر نه خلاصيږي، او بيا داسې هم کيږي چې له بل هېواده دا ډول جرمونه سرچينه اخلي او يا داسې ښودل کيږي چې له بل هېواد څخه دا عمل اجرا شوی دی.
له ټولو جنجالونو سره بيا هم قوانين شته چې د دا ډول ناوړه چارو مخه نيسي، پاکستان په دې نږدې وخت کې مخابراتي مقرره/ قانون عملي کړ، چې هلته يې ديارلسمه ماده “د ميرمنو ځانګړې ساتنه” د ميرمنو په وړاندې همدا ډول تريخوالي مخنيوي لپاره پکې ځای شوې ده، خو دا ډول قوانين ټول اړخيزه چوکاټ غواړي، چې په هغې کې قانون عملي کوونکی ادارې او قضا دواړه شامل وي، اکثره هېوادونه قوانين لري خو په عمل کې يې له ننګونو سره مخ کيږي، خو په عمومي ډول د قوانينو له جوړولو سره د اړونده ادارو ظرفيت بهترول يو تر ټولو ښه کاري موډل بلل کيږي.
زموږ په هېواد کې چيرې چې آن بريښناليک يا د ويبپاڼې معلوماتو قانوني شکل هم د پوښتنې لاندی دی، موږ قوانينو، سلوکونو بدلولو او اړونده کړنلارو لپاره اوږد مزل په وړاندې لرو، داسې نه ده چې دلته دا ډول پيښې نه کيږي، زموږ د پارلمان ځينې ميرمنې وکيلانې له دا ډول ستونزو سره مخ شوي دي، خو د خپل سياسي نفوذ پر برکت دولت ورته يو څه د حل لاره راویستی ده، خو په عمومي ډول موږ داسې روښانه قانون يا کړنلارې آن پراخه ادارې نه لرو چيرې چې په ځانګړې توګه دا ډول جرمونو او پيښو سره قانوني چلند وشي.
۲– کورنۍ/ ټولنه
يو له لوی ستونزو سره چې قرباني مخ کيږي هغه د ټولنې تيارې ټاپی دي، که څوک د دا ډول ناوړه پيښو سره مخ شي، نو د ټولنې هر غړې هم قاضي او هم مفتش شي، اکثره وختونه قربانيان دومره خپله جرم نه دي کړولي لکه څومره چې د ټولنې ناوړه سلوکونه يې عذابوي، او داسې هم کيږي چې مجرم ونيول شي، او هغه دوسيه يا پيښه هم وتړل شي، خو بيا هم ټولنه قرباني تر ډېره بدنامه ګڼي.
ځکه ځينو هېوادونو کې داسې قوانین هم شته که چيرې څوک له داسې کړوونکو پيښو سره څوک مخ شي، نو بيا دولت يا بله اداره ورته رواني مرسته برابروي، چې د هغې په مرسته هڅه کيږي قرباني بيرته عادي ژوند ته راوګرځول شي.
موږ د ټولنيزه ژوند او په ځانګړي ډول د کورنيو غښتلی سيسټم لرو، دلته د کورنئ دنده نوره هم مهمه کيږي، لومړی بايد خپل اولاد يا د ټکنالوژئ کاروونکي پوه کړي، هغه زموږ د ژبې متل دی چې منګی هره ورځ نه ماتيږي، مخکې لدې چې د کورنئ له کوم غړي سره دا ډول پيښه وشي، بهتره ده اړونده معلومات، پوهه او مهارتونه وروښودل شي، ټکنالوژي په خپل ذات کې بد شی نه دی، خو لکه د ټوپک په څير د هغې استعمال هغه ښه يا بد کوي.
که چيرې خدای مکړه د کورنئ غړی له داسې کومې پيښې سره مخ شي، د کورنۍ ملاتړ ډېر زيات ضرور کيږي، زموږ دا سلوک چې مجرم او قرباني په يوه تله تلو باید بدل شي، او اکثره وختونه چې ميرمنې له دا ډول ناوړه پيښو سره مخ شي، له ډېر بد حالت سره مخ وي، او پدې وخت د کورنئ او ملګرو ملاتړ په ژوند کې ډېره مهمه مرستندویه وسيله برابروي.
۳ – شخص
د دې ټول بحث تر ټولو مهم اړخ شخص دی، که چېرې له داسې پيښو سره مخ شي نو پر قرباني بدليږي، ټکنالوژي زموږ د ژوند هر اړخ رانغاړي، او چاره ترې نشته، نو ځکه نه استعمال يې هم شخصی او مسلکي تاوانونه لري، خو که چيرې ښه استعمال شي، نو د زده کړې، اړيکو نيولو، پرمختګ، ژوند آسانولو او ساعتيرولو يو تر ټولو ښه وسيله ده.
مخکې لدې چې يو څوک په ټکنالوژئ کې غرق شي، بهتره ده، دې ټکو ته پام وکړي:
– ځان پوه کړئ: ضرور نه ده چې هر څوک دې د ټکنالوژئ مسلکي په توګه په هر څه پوه شي، خو لکه د موټروانئ په څېر موږ اکثره يې يوازې چلوو، مستريان يې نه يو، همداسې د ټکنالوژئ ښه استعمال بايد ټول زده کړي، نن سبا زده کړه ډېره آسانه ده پر هره موضوع آنلاين کورسونه پيدا کيږي، آنلاين زده کړه وکړئ، مطالعه وکړئ، د خپل آنلاين حسابونو لکه فيسبوک او نورو محرميت/ Privacy ټاکنې وګورئ، ځان پوه کړئ هر هغه څه چې تاسې آنلاين پوسټ کوئ يا بل چا سره شريکوئ چيرې ځي، څه پرې کيږي، که نه پوهيږئ پوښتنه وکړئ، دا ليکنه د همدې هڅې يوه برخه ده، همداسې نور په زرګونه مضامين شته چې تاسې يې موندلی او لوستلی شئ.
– هره هغه څه چې شريکوئ، له ځان وپوښتئ آیا شريکول يې ډېر مهم دي؟ ولې يې شريکوم؟ که دا لدې شخص/ډلې له چا سره يې چې شريکوم، پرته بل څوک وګوري پر ما به څه اغېزه وکړي؟ که د دې هرې پوښتنې ځواب مو خوښ نه شو، نو له شريکولو يې تير شئ، ورسره که څوک د سهار چای څښلو څخه تر ماښامه بيرته کور ته راګرځيدو لپاره هر څه شريک کړي، نو بیا دې دا تمه نه ساتي چې خلک دې زما له کړه وړو خبر نه وي، يا دوی بايد پوه نه شي چې زه څه کوم او پر کومه لار کور او دفتر ته ځم.
– خپلې د ټکنالوژئ وسيلې سره احتياط وکړئ: که فلش يا هارډيسک لرئ، موبايل لرئ يا نور له هغې سره احتياط وکړئ، هر ناپيژندلی شی مو له کمپيوټر سره مه وصلوئ، داسې پيښې هم شته چې يو پيژندلي شخص د بل په کمپيوټر کې وايرس يا نور څارونکي پروګرامونه ځای کړي وي، اوس چې آیا هغه شخص د چا وسيلې په مرسته چې دا هر څه ځای په ځای شو، لدې خبر وو يا نه، دا بحث به بل وخت ته پرېږدو.
– خپل آنلاين شتون همداسې وساتئ لکه څرنګه چې خپل فزيکي وجود ساتئ: او هغه پدې معنا چې له خپلو آنلاين محتوياتو، حسابونو، معلوماتو او نورو سره احتياط وکړئ، او وخت پر وخت د هغوی تشريحات بدل کړئ، او څو چې ضرور نه وي، له هر چا سره يې مه شريکوئ، او تر څو چې اړتيا نه وي، آنلاين بازار موندنی، اخبارونو، ویبپاڼو او نورو کې خپل بريښناليکونو آدرسونه يا ټليفون شمېرې مه ورکوئ.
– دا فکر مه کوئ، چې دا کار له ما سره نه کيږي: وايي هوښياره مرغئ له دواړو پښو نښلي، يا خپل کور ساته ګاونډي ته مه وايه چې غل دی.
– له ځيرک ټليفون سره مو احتياط وکړئ: سره لدې چې ټليفون د عکسونو اخيستل، بريښناليکونو، فيسبوک او نورو ته لاسرسی ډېر آسان کړی دی، خو ورسره يې د خپل ارزښت له کبله د ورکيدو او تاوان خطر هم ډېر لوړ کړی دی، د نن ټليفون له مالي ارزښته زیات معنوي ارزښت ډېر دی، عکسونه، شخصي او مسلکي اړيکې، فيسبوک، بريښناليکونه او نور مهم ټول معلومات مو هملته خوندي دي، نو ځکه سره لدې چې له ورکيدو سره يې احتياط وشي، خو بيا هم بايد د ورکيدو په صورت کې څه بايد وشي، بايد په پام کې ولرئ.
د نن سبا ټليفونونه د غلا مخنيوي میکانيزمونه لري، پر هغې ځان پوه کړئ، ورسره دا هم امکان لري که چېرې يو څوک ستاسې د ټليفون پټنوم له يو څو ځلو زيات غلط داخل کړي، ټليفون ځان پخپله پاکوي، که اړتيا يې وي دا او ورته نور توانونه يې فعال کړئ.
– آنلاين ټولنو کې شريک شئ: مخنيوې له درملنی ښه دی، داسې ډېرې آنلاين ټولنې شته چې د دا ډول قربانيانو سره مرسته کوي، ورسره د دا ډول پيښو په مخنيوي کې هم مرسته کوي، که د ټکنالوژئ وسيله کاروئ، نو هڅه وکړئ ځان پرې پوره پوه کړئ، دا ډول ټولنې په هره ساحه شته، آن ډېر يې فيسبوک پاڼې هم لري، تعقيب يې کړئ معلومات به يې وخت پر وخت درته راځي.
د ګوګل مشر او آن نور د آنلاين نړئ مخکښان وايي، که نه غواړئ يو څه رسوا شي، نو بهتره ده چې هيڅ يې آنلاين نه کړئ، ټکنالوژي که مناسبه استعماله نشي ډېره بې اعتباره ده، او هغوی چې پرې ډېر پوهيږي د هغوی په پرتله چې نسبتاً نه پوهيږي په ګټه کې دي، تل به يو څوک وي چې وغواړي ستاسې له شتون ناوړه ګټه واخلي، نو ځکه تر ټولو بهتره لار يې همدا ده چې ځان همدومره پوه کړئ چې ستاسې آنلاين شتون خوندتيا لپاره مهم وي.
قوانين، د پاکستان سايبر ايکټ ځانګړی ماده لري، چې د ميرمنو په وړاندې د دا ډول تريخوالي مخه ونيسي، خو پدا ټول بحث کې اکثره وخت قوانين یوازينی حل نه وي، ځکه تر ډېره حده که قوانين سخت شي نو بيا بل لور ته د بيان آزادئ ډنډورچيان خپه کيږي، نو ځکه په ډېرو مواردو کې قوانين له داسې حالاتو سره مخ کيږي چې روښانه لارښودونه او حل لاری پکې نه وي.
د دې ډول جرمونو مرتکبين اکثره باسواده وي ځکه د ټکنالوژئ وسيلې په مرسته بل استعمالوونکی تير باسي، ورسره په خپله کوټه کې ناست وي د قرباني هغه فزيکي درد او کړاوو نه ويني چې يو څوک ترې تيريږي، داسې هم کيږي چې دا جرمونه يوازې د ساعتيرئ يا خپلو مهارتونو ښودلو لپاره کيږي، که ځينې وخت مجرم قرباني شخصاً وپيژني نو هغه وخت کې بيا دا د بدل او انتقام شکل نيسي، خو که هر دلیل وي دا يو ناوړه، سپک عمل او جرم دی، مهمه نه ده چې قوانين څه وايي خو هغه بل لور ته يې قرباني يو شخص دی، چې دا د هغې په وړاندې ظلم، پر حريم يې بريد او سپکاوی دی.
د دې ډول پيښو مخنيوي لپاره احتياط ډېر مهم دی، آنلاين بې حسابه مواد شته چې کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي، چې څرنګه ترې ځان وساتئ او نور پوه کړئ، ورسره يو عموم اصل دی چې په ټکنالوژئ کې پر هيچا اعتبار مه کوئ، خپل پټنومونه، آنلاين حسابونو معلومات او نور خپل ځان سره وساتئ، يو څوک چا ته په دې نه ګرانيږي، چې له هر څه يې خبر وي، يا دا بايد د اعتبار نښه نه وي چې زه د بل له هر حسابه او پټنوم خبر يم، او که چيرې شريکول يې ډېر مهم وي، بايد حدود او د استعمال چوکاټ يې معلوم کړئ.
له ټکنالوژئ خوند واخلئ، ځان پوه کړئ، ويې کاروئ، خو خپل احتياط او هوښياري وکړئ…
پدې ليکنه کې د ملګرو ملتونو له دې راپور څخه ګټه اخيستل شوې (UN Report on Violence Against women/ Cyber Violence agains women)
ټولي:Education, Social, Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ