د پروژې د کاميابئ بیلابيل رنګونه

ژباړه: عبدالواحد سهاک

کله چې بحث پروژې مديريت ته راشي نو بریالیتوب ډیر تعریفونه لري. د ځنيو پروژې مدیرانو لپاره، اندازه کیدونکی يو څه دي لکه د یوی پروژی لوړه فیصدی کار په خپل وخت او بودیجه کې پوره شي. نور بريالیتوب ته د اغیزمن افهام او تفهیم او د ښکيلو خواوو بهتره د مديريت پر سترګو ګوري. موږ له مسلکيانو وپوښتل چې تاسې برياليتوب څنګه تعريفوئ؟

د برياليتوب دوه تلی/مقیاسونه

د پروژې مدیر د برياليتوب سطحه په دوه برخو کې معلوميدلای شي: د يوې ټاکلې پروژې بریالیتوب او څو پروژو بریالي بشپړوالی.

د ځانګړی پروژې د بریا اندازه کولو لپاره مشخصو معيارونو لکه ټاکليو کليدي نيټو/لاسته راوړنو، بودجه اهدافو، د کیفیت غوښتنو او ريسک سم مديریت، خونديتوب، روغتیا، چاپيريال او امنيتي اړتياوو پوره کول شامل دي. خو دا هم مهمه ده چې له هغو ټولو افرادو څخه چې له پروژې مدير سره يې کار کړی وي، د هغوی د نظر په راغونډولو د ده اجرات د ډلې مشر په توګه هم وارزول شي.

داسې پوښتنې وکړئ لکه: ایا د پروژی مدیر توان لري چی خپل ټیم په سخت وخت کی تشویق کړی؟ د دې پروژې مدیر څه ډول دا باوري کوي چی ټیم د نهایی پروژوې موخې او هدفونه ترسره کړي؟ د دې پروژې مدیر څرنګه په ښه ډول سره  د ټولو پروژو ښکیل اړخونو سره اړيکې ساتي؟ ایا هغه کولای شی چی د ټیم او ښکیلو اړخونو درناوی ترلاسه کړی؟

لدې وروسته د پروژې مدير اجرات په يو شمېر پخوانيو پروژو کې هم د پورته یاده شوو معيارونو په رڼا کې ارزول کيدای شي.

محمد عثمان حبیب، پي ايم پي، سابيک پروژې مشر انجينر، سعودي عرب

برياليتوب له پيله تعريف کړئ

د پروژې د کار ساحی د کار پيل په ساحه کې بايد بریالیتوب تعریف شي. نو که د پروژې مدیر د هغو معیارونو په پوره کولو وتوانید، هغه بریالی دی. له لومړي سر څخه د برياليتوب معلومول دا ټاکي چې پروژې مدير به له باهدفه معيارونو سره مقايسه کيږي، نه له موضوعي شيانو سره.

زما په شرکت کې، زموږ لومړيتوبونه تل دا وي: وخت، لګښت او کاري ساحې، ورسره د کار کيفيت. زموږ د مشتري اندیښنه د هغوی بهرنيو مشتريانو ژمنو پوره کول وي. زموږ او زموږ د مشتريانو لومړیتوبونه تل روښانه نه وي، چې ځينې وخت د تناقص او شخړې سبب ګرځي.

زما شرکت د برياليتوب معيار په اکتوبر 2010 کې خپل او زموږ د کار او پروژې تړون برخه يې کړه. په دې ډول، موږ او مشتریانو ته مو څرګنده ده چې ناکامي او بریالیتوب به څرنګه سره اندازه کوو. او د پروژو مدیران کولای شي له وړاندې معلومه کړي چې مراجعين په لومړي سر کې څه غواړي.

محمد خدير سلطان، پي ايم پي، پروژې مشر پلانوونکی، دال انجينیرنګ شرکت، خرطوم، سوډان

مخ په ښکته هڅونه

د پروژی بريالي مدیران مثبت فکر او کولای شم سلوک لري او خپله کاري ډله دوامداره هڅوي چې د پروژې کاري لاسته راوړنی بهتره کړي.

يو ځل، له ما او زما د پروژی له ټيم څخه وغوښتل شو چې لوی عمومي سرک فرعي لارې جوړولو مهالويش په جدي توګه رالنډ کړم. سره له دې وېرې چې دا کار نه شي کیدای، زه پوه شوم چې د سم ټیم او سم چلند سره، موږ کولای شو پدې لنډ شوي مهالويش کې هم باکیفیته کار وکړو. هره ورځ ما باوري کړه چې ډلې يو غړی توصيف کړم، آن د فشار په حالت کې هم، او موږ وکولای شو چې کار سر ته ورسوو. مثبت سلوک د هغې پروژې برياليتوب شاته حياتي قوه وه.

بریالي پروژې مديران ژمن دي چې ښه مفاهمه وکړي او ډله مثبته اغېزمنه کړي تر څو يې د پروژې نتايجو په لور رهبري کړي، او له هرې ننګونی څخه د تيريدنې پر مهال ځان مسؤل ګڼي.

روبين ليويت، پروژې مشر مدير او ډيزاینر، ټکساس ټرانسپورټيشن ډيپارټمنټ، ډالاس، ټکساس، امريکا متحده ایالات

کړکيچونه پر فرصتونو واړوئ

د بريالي پروژې مدير لپاره يو ښه معیار د هغې د کړکيچونو/ بحرانونو مديريت توان دی. بهترين يې بحران پر فرصت بدلوي، او ضعيفه يې وارخطا کيږي د نورو تر شا ځان پټوي، تر څو چې بحراني وختونه تير شي.

هر ښه پروژې مدير بايد د خپل نامه لاندې يو څو پروژوي بحرانونه هم ولري.

کريس لا، پروژې مدير، آیکام، همپشاير، انګلستان

د مشتري قناعت اندازه کړئ

د پروژې په پای کې موږ ټولو دخيلو اشخاصو/ ادارو (مشتريان، بهرني کاروونکو، پروژې ټول ټيم، قرارداديانو، نورو) ته پوښتنليک استوو، تر څو د هغوی د قناعت سطحه معلومه کړو. سره لدې راټول شوي نظریات تر ډېره د پروژې اجراتو بهترولو باره کې وي، خو دا نظريات/ غبرګونونه د پروژې مدير غښتلتياوې او ضعفونه هم ښيي.

ګويلیرمو وایلی، رئيس، جي ايم وي ايس شرکت، کاراکس، وينزويلا

(PM Network, October 2015)


ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , ,

1 reply

Trackbacks

  1. پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل) | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: