خپل ټيم/ کاري ډلې ته يوازې دا مه واياست چې نوښت وکړئ، داسې چاپيريال رامنځ ته کړئ چې هغوی مبتکره شي
ليکوال: کريم شاکر
(ژباړه او لنډيز)
په ساده ډول کاري ډلو ته د نوښت يا ابتکار (Innovation) ويل نوې مفکورې نه رامنځ ته کوي، بهتره ده چې ابتکار لپاره مناسب چاپيريال رامنځ ته شي، تر څو د نوو مفکورو پروسه ساعتيرې او ګټوره واوسي. اداری بايد ابتکار وپنځوي، ويې روزي نه يوازې چې ويې غواړي.
دلته موږ له پنځو لارو چارو يادونه کوو، چې کولای شي ستاسې په اداره کې ابتکار وهڅوي.
۱. وړاندې تګ لاره روښانه کړئ
د پاکي/ پتري په څېر تيرو اهدافو خلک وننګوئ. څرګنده لارښوونه يا دقيق نتایج کولای شي له خلکو سره په تمرکز او هڅونه کې مرسته وکړي، پداسې حال کې چې د هغوی ذهن د نوو مفکورو رامنځ ته کولو لپاره وهڅوي. د ادارې ليدلوري، ماموريت او ارزښتونو په رڼا کې د کارکوونکو خلاقيت وهڅوئ. د پروژې مديران کولای شي د مشخص پروګرام پر ډيزاينولو يا د ادارې ستراتيژئ عملي کولو لپاره د مبتکره پروګرام جوړولو له لارې دا چاره اجرا کړي.
۲. پر نوښت کی پانګونه وکړی
نوښت له آسمانه نه راغورځيږي. ادارې بايد پرې پانګونه وکړي، که د څيړنې او پرمختګ (Research and Development ‘R&E’) له لارې وي، مبتکره پروګرام جوړول وي یا دفتر د بهتره خلاقيت لپاره له سره تنظيمول وي.
سامسنګ پر خلاقيت د پانګونی او د هغوی پايلو لیدلو يوه ښه بيلګه ده. د Business Korea له قوله، سامسنګ په ۲۰۱۴ کې پر څيړنه او پرمختګ ۱۳.۸ ميليارده امريکايي ډالر مصرف کړي دي، د جنوري او می ۲۰۱۵ تر منځ نږدې ۳۰۵۲ مخترعې مفکورې د امريکا د اختراعات له ثبت دفتر سره ثبتې کړي دي، چې د خپل سيال ايپل له ۷۰۸ مخترعو مفکورو څخه څو ځله زيات دي، په نوو پيداوارو کې پانګونه سامسنګ په بازار کې مخکښه ساتي.
۳. استعدادونه راوسپړئ
د ادارو عمودي جوړښت اوس نوو آزادو او افقي جوړښتونو ته ځای پريږدي، چيرې خلک کولای شي په لويه اداره کې د متشبث په توګه کار وکړي.
اداره باید خپلو مامورينو ته د دې آزادي ورکړي چې د خپلې خوښې پر پروژو کار وکړي. خلک پريږدئ چې د هغوی مينه هغوی وهڅوي، نه رواجي کارونو پوره کول. ډېر امکان لري له نوو مفکورو او مبتکرو پايلو سره ادارې لپاره ګټه راوړي. هر څوک بايد د متشبث په توګه فکر وکړي.
ورسره بيلابيلو ټيمونو سره مرسته وکړئ، تر څو پوهه شريکه کړي. د يوه شخص رواجي کار به د بل هڅونه او الهام وي – چې دا اشتعال به د ابتکار سبب ګرځي.
۴. ناکامي ومنئ او بريالیتوب وپيژنئ
امريکايي مخترع توماس ايډيسن ويلي “چې زه نه يم ناکام شوی، خو داسې ۱۰۰۰۰ لارې مو موندلی چې کار نه کړي”، ادارې بايد د خپل ډول لومړئ ناکامئ همداسې ومني لکه څرنګه چې برياليتوب ته خوشحاليږي.
که چيرې موږ ناکامي د برياليتوب زينې پاټکي بولو نو بايد د ابتکار روغ ایکو سيسټم له ملامتيو پاک وي. د ناکامو چارو څيړنې يوازینی هدف بايد له هغوی څخه زده کړه او په راتلونکي کې د هغوی د تکرار مخنيوی وي.
ورسره، خلک بايد ريښتونی هڅې لپاره وپيژندل شي. هغوی لپاره چې خلاقی مفکورې پيژني او پر مبتکره پيداوارو او خدمتونو يې بدلوي، بايد د پيژندنی او درناوي روښانه او اندازه کيدونکی سيسټم واوسي.
۵. هڅوونکی کارځای جوړ کړئ
ځينې وختونه ډېر ساده شيان لکه د دفتر جوړښت د مامور د ابتکار پر توان اغېزه کړي. څيړنې ښيي ټاکلي رنګونه، لکه آسماني او شين کاري توان او خلاقيت ډيروي. ورسره نور رنګونه لکه خړ او کم رنګی نصواري د خپګان او تشويش سبب ګرځي.
د لوبو ځايونه هم ذهن تخنوي. د سټنډفورډ څيړنه ښيي چې ګرځيدنه خلاقيت لږ تر لږه ۶۰ فيصده هڅوي. نور زياتونی لکه سپورت ځای، ټيبل ټينس، بيليارډ، موزيک وسايل او ګروپي لوبی خلکو ته د ابتکار نورې لارې چارې پرانيزي.
ځواب دلته پرېږدئ