هر کله چې موږ د زده کړې جریان ته ګورو که ښوونځي وي يا پوهنتون هلته يو اړخ يې رسمي او تنظيم شوې زده کړه وي بل يې ټولنيز اړخ وي چې زده کوونکي ورسره ملګرتوبونه پيلوي، له کورنئ بهر اړيکې ټينګوي، او که چيرې د وړکتون يا ښوونځيو لومړي زده کوونکی وي نو لومړي ځل د خپل مور/پلار نومونه زده کوي، چې زما پلار هم نوم لري، هغه لومړئ اړيکې له کوره بيرون په ښوونځي، پوهنتون يا نورو ادارو کې ټينګيږي ټول عمر پاتيږي، او تر ډېر د انسان په برياليتوب کې رول لري، پدې له کوره بهر اړيکو کې اکثره وختونه ماشومان او کورنئ يې له بهرنيو سره مخ کيږي که دا په ټولګي کې نور زده کوونکي وي، ښوونکي وي يا نور داسې څوک وي، او پوهيږي چې زموږ په ژبو، کلتورونو، پوهو او نورو کې څومره تنوع ده او څومره نور څه دي چې د دې ښوونځي او پوهنتونه بهر يې بايد زده کړو.
اکثره نړيوالې پوهنيزه ادارې په وياړ سره دا اعلانوي چې زموږ په پوهنتون کې له بيلابيلو کلتورونو، هېوادونو، مذهبونو او سيمو زده کوونکي او ښوونکي شته، ورسره دا وايي سره لدې چې زموږ تعليمي سيسټم په نړيوالو اصولو برابر دی، خو ورسره غښتلی کلتوري محيط هم درکوو چې له رسمي زده کړو پرته غير رسمي حالاتو هم خوند واخلئ. بيلابيلو څيړنو دا هم ښودلی هغه هېوادونه چې بيلابيل کلتورونه لري او مهاجرت قبلوي هلته د خلاقيت، ابتکار او نوو کشفياتو فيصدي هغه هېوادونو ته چې دا نه لري ډېره ده.
پدې نږدې وختونو کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په بهرنيو ښوونکو بنديز وضع کړ، هغه دلايلو پر اساس چې دا بنديز لګول شوی دئ، له ورايه دا پرېکړه لنډ فکر او سرسري ښکاري، د بنديز دلايل امنيتي او افغانانو ته د کارونو فرصتونو برابرول دي.
که چيرې د امنيتي ننګونو له کبله دا بنديز وضع شوی، نو پدې معنا ده چې دا وزارت د امنيتي ادارو کارونه کوي، او که چيرې څو ښوونکي يا د همدې مسلک خلک پدې چارو کې دخيل وي نو دلته د یو څو په جزا ټول سوځول کيږي، ورسره د دې وزارت کار بايد د زده کړو له ښه والي سره وي، امنيتي ستونزې دې امنيتي خلکو ته پريږدي، داسې ډېر هېوادونه شته چې خپلو کې سره جوړ نه دي، خو په دواړو هېوادونو کې سفارتونه لري، کاروبارونه سره کړي، او په پوهنتونونو کې يې استادان شته او له يو بل بشري ځواک هم شريکوي.
ورسره افغانانو ته د کار برابرولو فرصت بايد له تجارتي اړخه وکتل شي، پوهنتون يوه شخصي اداره ده، هلته علم خرڅول کيږي، او دې خرڅ لپاره خلک استخداميږي که چيرې ما ته د نورو هېوادونو کارکوونکی ارزانه پريوزي زه به يې طبعاً له بهره راغواړم، د يوه کاروبار لپاره تر ټولو مهمه د هغې د پيداوار کيفيت او بيه وي، دلته اکثره وختونه د بهرنيو استخدامول اقتصادي اړخ لري، چې له تعليم پرته پوهنتونونو سره د هغوی په مديریت او نور کاروبار کې هم مرسته کوي، که چيرې لدې وروسته د پوهنتونونو مصارف ډيريږي نو مجبور فيسونه لوړ کړي، چې د هغې مستقيمه اغېزه به پر زده کوونکي وي.
د پوهنتونونو د تدريس کومه تجربه چې شخصاً لرم، څو وارې مې ليدلي دي چې افغانان نسبت نورو هېوادونو ښوونکو ته څو چنده زیات زحمت باسي، دې کې هيڅ شک نشته چې افغانان به په ډېرو مواردو کې له بهرنيانو ښه وي، ورسره موږ د خپل هېواد له اړتياوو ښه خبر يو، خو دا پرېکړه چې څوک استخدام شي بايد پوهنتونو ته پريښودل شي، نه چې له بهره پرې تحميل شي.
دلته که بحث د زده کړې د کيفيت وي نو پوهنتونونه بايد مجبور شي چې د زده کړې کيفيت لوړ کړي، هغه معيارونه چې ورته ټاکل شوي دي هغه دې له نږدې وڅارل شي، د لوړو زده کړو وزارت دې خپل رئيسان او مامورين منع کړي چې پدې پوهنتونونو کې شریک نه شي، داسې ډېر موارد شته چې همدا کارکوونکي دې پوهنتونونو کې تدريس کوي يا د څانګو مشران وي، په ځينو کې خو خپله هم شريک وي، نو که د کيفیت څارونکی خپله دخيل شي هلته به بيا څه د کيفيت څارلو تمه وساتو.
په تيرو څو کلونو کې همدې بهرنيو ښوونکو زموږ ډېر تکړه مسلکي نسل روزلی دی، هر هغه چا چې په افغانستان کې پوهنتون لوستی له داسې تکړه او مستعده ښوونکو سره مخ شوي دي، له هغې څخه بايد سترګې پټې نه کړو، ورسره دلته له څو هېوادونو خلک راځي، که چيرې يوازې د يوه هېواد وګړي پداسې چارو کې دخيل وي نو هغه بايد مشخص وښودل شي، د لوړو زده کړو پر اساس ولاړې دولتي ادارې لپاره دا نه ښايي چې د خپل ضعيفه څارنيزه ميکانيزم پړه دې پر امنيتي دلايلو واچوي، زموږ اوسني تعليمي نظام لويه ستونزه او ننګونه د هغې له بازار سره نه برابريدل او ټيټ معيار دی، او دا هغه څه دي چې دا وزارت يې بايد مستقيماً مطرح کړي، نه دا چې د يوې سپږې لپاره ټول پوستين ته اور واچوي.
نوره نړئ بهرني ښوونکي هڅوي، ځکه چې له زده کړې پرته له ځان سره کلتور، بهر په اړه علم، د هغه ځای اړيکې او نور راوړي، اوس د امنيت په بهانه هر څه بندوو نو داسې به وي لکه چې د هوا ککړوالي لپاره تير حکومت پنجشنبه رخصت کړه، اوس چهارشنبه او شنبه نيمه ورځ وي او جمعه او پنجشنبه ټوله رخصت وي، همداسې د امنيت په بهانه به ورو ورو د کاروبارونو دروازې تړو، ورسره به زموږ تعليم د بازار او د هېواد اړتياوو پر بنسټ نه بلکې بازار کې موجود بشري ځواک پر اساس وي، که هر څومره يوه مسلک ته اړتيا وي، ښوونکی يې نه وي، يا يوازې کم خلک وي، نو يا خو به ډېر ګران پريوزي او يا به يې هیڅوک د پيلولو جرات نه کوي.
د يوه ګوتې لپاره څوک ټول لاس نه پرې کوي، پر پوهنتونونو د بهرنيو ښوونکو بندول له ګټې ډېر تاوانونه راوړي، که چيرې د هغو ښوونکو معيار چې دا پوهنتونونه يې استخداموي د پوښتنې لاندې وي نو بايد هغه مطرح شي، ورسره په عمومي توګه پوهنتونونو ټول تدريسي نظامونه د بازار له اړتياوو سره سمون نه خوري، هغه بايد په لوړه سطحه اصلاح شي، خو له دې پرېکړې يوه خبره روښانه څرګنديږي، لکه د همدې لوړو زده کړو فارغ کړيو ډاکټرانو په څير چې که چيرې په يوه ملي ګرام درمل جوړيږی نسخه کې درته ۵۰۰ ملي ګرامه درمل وليکي چې د ناروغئ له میکروب سره ناروغ هم دوړه کړي، دلته يې يوازې د محدودو امنيتي او نورو ستونزو لپاره ټول د شخصي پوهنتونونو سکتور دوړه کولو پسې راخيستی ده.
ټولي:Education, مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ