يوه ميرمنه وه چې هره ورځ به يې له ګودره په دوه منګيو کې اوبه راوړلی. لدې دواړو منګيو څخه يې يو چاودیدلی وو او يو څه اوبه به ترې په لاره کې څڅيدلی.
يوه ورځ دې روغ منګي چاوديدلي منګي ته وويل: ته ښه وينې چې دا ميرمن په څومره کړاوو سره له ګودره اوبه راوړي، زه خپل کار پوروالي سره کوم او ټولې اوبه يې کور ته رارسوم، خو ته چاودیدلی يې او خپل کار په پوره والي سره نه کړی، په لاره کې درڅخه ډېرې اوبه څڅيدلې وي، او د هغې خواري عبثه کړی.
مات منګي له ځان سره فکر وکړ او ويې ويل چې دا خبره به ميرمن ته وکړي، تر څو د دې په ځای بل منګی پيدا کړي.
کله چې يې دا خبره ميرمن ته وکړه، هغې ورته وويل چې سبا به د اوبو له راوړلو وروسته سره غږيږو.
پر سبا چې کله ميرمن ګودر ته ولاړه، منګي يې راډک کړل، دواړو ته يې ويل چې خپلو اړخونو ته ګورئ، او کله چې کور ته ورسيدو بيا به غږيږو چې تاسې څه وليدل، دواړه منګي يې ډک کړل او د کور په لور روانه شوه.
کله چې کور ته ورسيده، له دواړو يې وپوښتل چې تاسې څه وليدل.
روغ منګي ويل چې هماغه لار وه، له دوړو او خاورو ډکه وه او هر لوری ته وچکالي وه. چاوديدلي منګي ورته وويل: چې په ټوله لار کې ګلان رازرغون شوي وو، شنه وه او هر لوری ته د ژوند نښی وی.
ميرمن ورته وويل: چې زه له لومړئ ورځ څخه چې دې منګي کې چاو پيدا شو، پوه شوم چې اوبه به ترې بهيږي، خو ومې ليدل چې د دې چاوديدلو له وجې څڅيدونکو اوبو له کبله ژوند راپيدا کيږي، او هلته ګلان راشنه شو، نو ځکه مې وويل چې سره لدې پوره اوبه به رانه وړي خو لدې له کبله به د نورو ژوند ښکلی شي او زما لاره به له ګلانو ډکه وي.
——
د نن د پوره والي په منډه کې هر څوک ځان پوره کوي، خو دې ته ګوري چې ژوند پر يو بل د اتکا پر اساس کيږي، ډېر داسې وخت کيږي چې د يوه نيمګړتيا د بل قوت وي او همدا د يو بل غښتلي کول دوی د ګډ برياليتوب پر لور بيایی.
ټولي:Education, مديريت Management
ډیر په زړه پوری مطلب …
LikeLike
مننه، کور آباد
LikeLike