ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب

په برياليتوب کې سلوک تر ټولو کليدي رول لري، او پر سلوک ټولنيزه دايره يعنې له چا سره ناسته پاسته لرو مستقيمه اړيکه لري، بيلابيلو څيړنو ښودلې هغوی چې په دايره کې يې یو څوک بريالی وي يا له هغه مسلک خلکو سره کيني چې غواړي هلته بریالي شي، د هغوی د کامیابئ امکان هغوی ته چې داسې يوه دايره ونه لري ډېر دی.

چې اوسی په خوی به د هغوی سی؛ يا با ماه نشینی ماه شوی با دیگ نشینی سیاه شوی، اوس نو خپلې نمونی خپله پيدا کړئ چې له چا سره کينئ، هغوی چې په ژوند کې ځان بريالي ګڼي عموماً هغه خلک دي چې په خپله دايره کې يې داسې څوک درلودل چې د دوی لاس يې نيولې، خوښي يې ورسره شريکه کړی، د خپګان په وخت کې يې ورته غوږ نيولې او مناسبه مشوره يې ورکړې ده.

دا شخص چې تاسې ته اوږه درکوي، ممکن د کورنئ غړی وي، داسې ډېر ليکوالان شته چې د خپل مشهور ناول، کيسو يا نورو ليکنو له نشرولو وړاندې يې خپلې ميرمنی يا ميړه ته ښودلی دی، هغې ورته بې طرفه قضاوت کړی او ليکنه يې ورته نوره هم بهتره کړې ده، که د يوه کاروباري په توګه ورته وګورئ نو په يوه تياره له کوره راوځئ او په بله تياره پر کور ورځئ دلته هم د اولادونو او ميرمنې ملاتړ ډېر مهميږي چې وکولای شي له تاسې سره ستاسې د زحمت په کلونو کې زغم وکړي.

د برياليتوب خوند هغه وخت وي چې له نورو سره شريک شي، د برياليتوب په منډه کې مهمه ده چې له ځان سره هغه خلک ولرئ چې په هغه اصولو کې تاسې غواړئ خپل ژوند تير کړئ هغې کې درسره مل وي، غل هم بانډ لري، رشوتخواره هم يوه دايره لري چې ټول پکې شريک وي، د ښوونځي کوچني زده کوونکي هم يوه ډله لري، د پاکو اوصافو خلکو هم يوه ډله وي، دا ټول په همدې نامه ياديږي، حضرت علي (ک.و) به ويل چې شخص له ملګرو پيژندل کيږي، له هغوی سره چې تاسې کينئ هغوی په غير مستقيم ډول ستاسې په سلوکونو، اخلاقو، مفکورو، پوهه او ليد تاثير کوي.

له نوو څيړنو ښکاري چې په عمومي ژوند کې د برياليتوب تر ټولو کليدي ټکی اوږدمهاله حوصله ده، يو شخص په ژوند کې کولای شي په محدودو چارو کې اعظمي بریا ته ورسيږي، او دا شمېره د ځينو څيړونکو پر وړاندې ۳ يا ۴ موارد دي، چې تاسې په ژوند کې کولای شئ په هغې کې نهایی برياليتوب حاصل کړئ، هغوی چې لنډه حوصله لري او له يوې ونې بل ته ټوپ وهي تل به هغوی پسې ګرځي چې له دوی وړاندې يې دا ټوپونه وهلي دي.

که غواړئ چې اوږدمهاله بريالی مزل وکړئ، لومړی له ځان سره وټاکئ چې زه ځان لس کاله وروسته چيرې وينم، ورپسې داسې دايره پيدا کړئ چې تاسې په دې مزل کې همکاري وکړي، که دا دايره لرئ نو ښه، که نه يې لرئ نو جوړه يې کړئ، ضرور نه ده چې د خپل مزل لپاره خلک ملګري پريږدي، خو کولای شئ چې نور ملګري پيدا کړئ چې يو ډول فکر ولري، ورسره له هغوی څخه چې خلاصون مو نه وي پوه يې کړئ چې تاسې څه نظر لرئ.

ورپسې هغوی چې دا مزل يې کړی هغه مطالعه کړئ، له همدې کبله د ژوندليک/ بايوګرافي لوستل ګټور وي، هغوی چې دا زحمت يې ګاللی وي کولای شي تاسې په ښه توګه رهنمايي کړي. د ټولو ژوند له کړاوونو ډک دی، خو هغوی چې دا مزل يې مخکې کړی وي يو ښه نظر درکولای شي چې په کومه لار ولاړ شئ، ورسره ضرور نه ده هغه اشتباهات چې هغوی کړي وي تاسې يې هم تکرار کړئ.

او په پای کې، پر ځان کار وکړئ، حوصله او اوږدمهاله باور کليدي ټکي دي، که تاسې هغه څه لپاره چې زحمت باسئ پر هغې باور ونه لرئ، نو ضرور نه ده چې څومره وسايل او ملګري ولرئ بيا به هم نيمګړي ياست، پر هيڅ څه ړوند اعتقاد نه کيږي او نه بايد وشي خو خپل اعتقاد د لارې پر مهال اصلاح کړئ د عمومي هدف پر ليدلو خپله لار او هغې ته رسيدلو وسايل بدل کړئ خو مزل مه دروئ، د انسان په زړه کې زرګونه شکونه او ګيلې راځي، خو لدې هر څه سره بايد خپل سفر ته دوام ورکړئ، او په لاره کې کوچنئ بریاوې ولرئ او لدې برياوو خوند واخلئ.

که تاسې پوه شئ چې منزل مې چيرې او اخيرې برياليتوب مې څرنګه ښکاري، مزل آسانه دی، له پروت ناست ښه دئ، او له ناست ولاړ، او له ولاړ روان، قدم واخلئ لاره خپله روښانيږي.



ټولي:Education, مديريت Management

ټگونه:, , ,

1 reply

Trackbacks

  1. (On Common Ground) پر عمومي اساساتو | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: