By: Bhanu Vadlakonda, CAPM
ژباړه: عبدالواحد سهاک
د خپل راتلونکي/ کيرير پيلول په خپل ذات کې له پروژې کمه نه دي، دوه څه چې نوو ځوانو پروژو مديرانو سره په وړاندې تګ کې مرسته کولای شي.
د نړۍ بيلابيل صنعتونه د پروژې مديريت د استعدادونو او اړتيا له واټن سره مخامخ دي، يعنې ټول د پروژو بهتره مديرانو ته اړتيا لري، ورسره دا په دی مانا هم چې ځوان مسلکیانو لپاره پدې مسلک کې يو ښه او روښانه راتلونکی په تمه دی، خو د هر مسلک د پيل په څېر بی تجربه توب او د اړيکو کوچنۍ شبکه د ځوانانو پدې مسلک کې پرمختګ تهدیدوي.
د دې تهدیدونو د حل تر ټولو آسانې دوه لارې شته: داوطلبي او اړيکې (Volunteering and Networking)
له ځان او بل سره مرسته
د داوطلبئ يا رضاکارانه کار لپاره وخت موندل رښتيا هم ستونزمن دي، خو بې شمېره ګټې لري، ورسره دا مرسته هم کوي چې پوه شئ په څه کې ډېر ښه ياست او نوې مهارت زده کړئ. رضاکارانه کار او اړيکې ښایی دوه مختلف موضوعات معلوم شي، خو زما لپاره، دواړه سره تړلي دي. کله چې تاسو رضاکارانه کار کوئ، تاسې له نوو خلکو سره وينئ. دا خلک ښایی ستاسې په مسلک، رشته یا تجارت کې نه وي، خو دا په دی مانا نده چې دا اړيکې ګټورې نه دي، ورسره ممکن يو ښوونکی يا مربي پیداکړئ څوک چی کولای شی تاسو ته مسلکي لارښوونه وکړي او د ستونزې پر وخت مو رهنمايي کړي.
ما د خپل مسلک په پيل کې، د پي ایم آی ځایی څانګې سره رضاکارانه کار پيل کړ، ما وکولای شو د مسلک له پوهانو او تجربه لرونکو سره وغږيږم او د تجربې ډېرولو لپاره يې ارزښتمنې لارښوونې وکړی. مثلاً، دې څانګی د ورځنيو چارو لپاره د ټکنالوژئ يو شرکت استخدام کړ، ما د ټکنالوژئ د اړتياوو راغونډولو له مسؤل سره کار وکړ، زه هغه وخت د کوچنيو مواردو له يو بل سره پر نښلولو پوه شوم. ما د اړتياوو راغونډول د دې رضاکارانه کار له لارې زده کړل، او خپل مسلکي تجربه مې ډېره کړه.
نن ورځ هم، له هغو اړيکو چې د رضاکارئ پر مهال مې جوړې کړې وی، د لارښوونو لپاره کار اخلم.
څرنګه کولای شی چې د پروژې د مدیریت ټولنې سره مرسته وکړئ، چې ستاسې د پوهې او اړيکو هم سبب شي. په محلي څانګه کې د تمويلوونکو لوی کنفرانس پلان او عملي کړئ، يا د نورو رضاکارانو روزنه او کار وڅارئ.
خپله شخصی شبکه (اړيکې) ټينګه کړئ
خپلو رضاکارانه کارونو څخه د نوو خلکو سره ليدلو يو فرصت په توګه کار واخلئ، څومره چې له نورو سره وينئ همدومره مو خلک پيژني. د اړتيا په صورت کې مرسته وغواړئ، او که چيرې ضرورت وي نو له نورو سره هم مرسته وکړئ.
که نوې پيل کوئ، نو د اړيکو تر ټولو لويه ګټه د دندو موندل دي، څومره چې وصل ياست همدومره له دندو څخه د خبريدو امکان مو ډيريږي (ما خپله لومړئ نړيواله وظيفه هم د يوې پيژندنې له لارې چې د رضاکارانه کارونو پر مهال مې پيدا کړې وه، وموندله)
خو تل په یاد ولرئ چی اړيکې ټينګول يوازې ستاسې په اړه نه وي. هيره يې نه کړئ چې خپلې اړيکې له يوه بل سره پر معرفي کولو نورې هم پراخې کړئ. اکثره شرکتونه شخصي پيژندګلويو او اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي، نو ممکن ستاسې لخوا ساده معرفي د اوږدمهاله ګټې سبب شي.
هر بريالی مسلک پر غښتليو اړيکو ولاړ وي، نن يې پيل کړئ، نه پوهيږئ چې څه به درته پرانيزي.
(PM Network, March 2016, PMI Monthly magazine)
ټولي:مديريت Management
مننه هیواد پال صیب تاسو زموږ ویاړ یاست
LikeLike
له پيرزوينې مو ډېره مننه هجران صیب، مهربانه ياست
LikeLike
ستاسو لیکنه زما لپاره یوه بهترینه رهنما دی نو باید دغه کلتور په تولنه کی عام شی .ترسو د شته ستونزو حل پیدا شی
LikeLike