ټولنيزه ميډيا د ژوند یو نه بيلیدونکی برخه ګرځيدلې ده، له شخصي ژونده تر مسلکي ژوند او ساعتيرئ ټولو لپاره يې کاروو، چې همدا کاريدنه بيا ځينې وخت زموږ په دفتري ژوند کې هم داخلیږي، دلته موږ په عامه ادارو کې د فيسبوک پر کارولو غږيږو، ورسره د نورې نړئ تجاربو په رڼا کې يو څه وړانديزونه هم کوو، چې که چيرې دولتي مامور له دې وسيلې کار اخلي، نو څه ته بايد پام وکړي.
يو زمانه کې يوازې ټليفون رسمي وو، ورپسې بريښنالیک/ ایمیل هم ورسره مل شو چې ادارې ته له راتګ سره سم به تاسې ته دواړه درکول کیدل، نن سبا پدې منډه کې د ټويټر حساب هم شامل دی، ښه بيلګه يې د خبريالانو ټويټر حسابونه وي، چې له خپل نوم سره له چا لپاره چې کار کوي هم ليکي، کله چې له دې ځايه ولاړ شي، نو رسمي ټليفون او بريښنالیک ادارې ته پريږدي او نور بدل کړي.
پدې حساب کې فیسبوک يو څه بدل دی، عموماً هره اداره خپل د فیسبوک رسمي پاڼه لري، چې د ادارې د عامه اړيکو څانګې لخوا مديريت کيږي، هغه ځای د ادارې رسمي احوال او خبرونه ښيي، بیا د ادارې مامورین هماغې پاڼې معلومات سره شريکوي، اوس که موږ د خپل هېواد ځينې مروجه نادودو ته وګورو نو رسمي پاڼه پر ځای پاتې وي او آن د هغې ادارې تر ټولو لوړ مقام خپله ډنډوره پيل کړې وي.
که چيرې وزير یا بل څوک خپله پاڼه پخپله پالي، نو آیا همدومره وزګار شو چې فیسبوک ته هم وخت پیدا کوي؟ آیا د دې په وزارت يا يوه اداره کې داسې هیڅ څوک نشته چې په ګرمه خونه کې له ښه انټرنېټ او شنو چایو سره يوازې د کمپيوټر يو څو تڼئ کيکاږي؟ ورسره آیا همدا شخص به وغواړي چې خپله شخصي ټليفون نومره همداسې خلکو ته اعلان او وکاوري لکه څنګه چې خپل شخصي فیسبوک حساب د رسمي چارو لپاره کاروي.
دا ډول ميډيا کارول خپل آداب لري، دولتي مامورينو لپاره په نړيواله توګه د فیسبوک یا نورو ټولنيزو ميډيا وسيلو کارول څه ځانګړی اصول نه لري، خو بهتره ده دې ټکو ته پام وشي:
– رسمي پاڼې څخه کار واخلئ: که چيرې ستاسې اداره رسمي فيسبوک پاڼه نه لري ورته يې جوړه کړئ، که لري يې هغه تقويه کړئ، شخص که هر څومره اوږدمهاله او واکداره شي يوه نه يوه ورځ کډه باروي، بهتره ده چې د ادارې پاڼه او ورسره اړونده معلومات واوسي، نه داسې چې د چارواکي له بدلېدو سره د هغې آنلاین زیرمه او معلومات هم ورک شي.
– له فکره کار واخلئ: د چارواکو پر وینا د ولس لپاره دا وسیلې کاريږي، او ګټې يې هم له چا پټې نه دي په ځانګړي ډول په داسې يوه هېواد کې دولتي مامور ته هر څه محرم دي، که معلومات غواړی، د قانون نقل غواړی، پوښتنه کوی نو هر څه یا درته وايي “ځه وروره” يا “دا محرم آسناد دي”، پدې هېواد کې ستا له معلوماتو پرته نور هر څه محرم دي، دلته د فيسبوک کارول ګټور واقع کيږي، خو د استعمال پر مهال يې بايد احتياط وشي.
– دا عامه فورم دی: لکه چې ځینې وختونه له خبریالانو سره غږیدو یا تقریرونو لپاره اصول وي، همداسې دا هم يو عامه فورم دی او هماغه اصول دلته هم عملي دي، که چيرې تاسې په کور کې ناست دا وسيله کاروئ نو دا پدې معنا نه ده چې خبره مو په کور یا همدې مجلس کې پاتې کيږي، دا بهر وځي دا ولس ته خپريږي او څرنګه چې د يوې ادارې استازيتوب کوئ نو هغوی ستاسې خبره د ادارې او په عموم کې د دولت پر استازیتوب اخلي.
– په خپل شخصي وخت کې يې وکاروئ: د فيسبوک یا نورې ټولنيزې ميډيا کارول رسمي چاره نه ده، او نه پر دې څوک معاش درکوي، معاش د بل کار لپاره درکول کيږي هغه وکړه، دا پرېږده چې د ادارې د عامه اړيکو څانګه يې وکړي، که ډېر مو ورته زړه تخنيږي نو په غیر رسمي او شخصي وخت کې يې وکاروئ.
– محرم او رسمي اسناد مه شريکوئ: دا يوه عامه چاره ده چې د رسمي اسنادو عکس به د ځينو پر پاڼو وګورئ، که سند هر څومره غیر محرم وي د هغې عکس شريکول په حقوقي توګه جنجالی موضوع ده، هلته لاسلیکونه وی، د ادارې نښانونه وي، ځينې وختونه پرې شخصي امرونه ليکل شوي، نورې داسې ډېر چارې وي چې د هغې له کبله بايد شریک نه شي، د علمي ملکيتونو او کاپي رايټ په ځينو قوانینو کې خو تاسې آن د کتاب پوښ عکس نه شئ شريکولای، که مو ډېر فیسبوکي خدمت ته زړه کيږي د مکتوب متن وليکئ او شريک يې کړئ.
– دقت او صحیحوالی/ شک لرئ مه يې شريکوئ: دا خبره چې تاسې شريکوئ څومره دقیقه او سمه ده، ځکه هر څه چې شريکيږي خلک به یې د صحیح معلوماتو په توګه قبلوي، نو مخکې لدې چې پر فیسبوک يې وسپارئ، سموالی يې وګورئ، شکمن ياست مه يې شريکوئ.
– تل پاتې کيدل: د يوې دقیقې احساس هلته تلپاتې شي، له ځان سره باید ډېر فکر وشي د یوه عامه چارواکي په توګه آیا دا پدې ارزي چې هلته وښودل شي، دا مهمه نه ده چې کله په سد شئ هغه پوسټ مو بیرته وران کړئ، خو هر څه چې يو ځل فيسبوک ته شو نور پاتې شو، خبر به نه يې چې څومره به شريک شي يا څومره نورو به يې عکسونه اخيستلې وي.
– ملکيت: هر هغه څه چې شريکوئ هغه نور ستاسې له ملکیته پردې کيږي، اول فيسبوک ته ځي، ورپسې يې نور هم شريکوي او بيا چې هر ډول تعبیر شو هغه نور تاسې نه شئ تضمینولای، ورسره ولې بايد وظیفوي يا دولتي څه د شخصی حساب له لارې شريک شي، دا د شخص شخصي ملکيت نه دی، مهمه نه ده چې هر څومره لوړپوړی چارواکی واوسي، دا د عامه اداری سند دی، اداره يې مالکه ده، اول دې هغه ادارې د رسمي کانال له لارې شريک شي، بيا يې راواخله او هماغه پوسټ شريک کړه، شخص هیڅکله له ادارې لوی نه دی او ښه دی چې له اوله پرې شخص پوه شي.
په ځينې هېوادونو کې دا بحث هم شته چې دولتي چارواکي بايد فیسبوک ونه کاروي، يا دولت ورته مشخص لارښود ولري چې څومره ساعتونه د ورځې کولای شي له فيسبوک څخه ګټه واخلي، او هغې لپاره اساساً دا دلایل وړاندې کيږي چې دا له ګټې ممکن جنجالونه ډېر راوړي، لکه د ځينو دولتی مقاماتو خبره د حقوقي حکم ځای لري، که چيرې د فيسبوک په حساب کې يو مامور پر فساد تورنيږي يا يوه ادارې پر خاصو اجراتو نیوکه کيږي دا پخپله قانوني او حقوقي لارو چارو ته لار پرانيزي چې شخص کولای شي د خپلې بدنامئ يا فساد څخه خلاصون لپاره محکمې ته مراجعه وکړي.
د دولتي چارو راسپړل ښه دي، کولای شي ولس ته مستقیم غږ ورکړي چې وکولای شي په هغه پاليسيو او کړنلارو چې د دوی پر ژوند او کاروبارونو اغېزه کوي نظر ورکړي، ورسره کولای شي خلک خبر وساتي چې څه کيږي او داسې کومې لارې چارې تر لاس لاندې دي چې کولای شي د دوی ژوند آسانه کړي، خو دا بايد لدې باور سره مل وي دا غږ اوریدل کيږي او په اوسنيو یا راتلونکو کړنلارو کې په نظر کې نيول کيږي.
او په پای کې، شخص د خپل مسلکي ژوند پر مهال له بېشمېره محرمو او مهمو اسنادو سره مخ کيږي، د خپل مسؤليت په محدوده کې ډېرې پرېکړې کوي، د څه لپاره چې استخدام شوی وي هغه بايد اجرا کړي، د فيسبوک لایکس او شريکول ستاسې د ښه کار ښکارندوی نه دي او نه بايد دولتي چارواکی خپل کار پر نورو خرڅ او احسان کړي، يوازې هغه څه چې د ملت ژوند پرې آسانه کيږي بايد عامه فورم ته راوويستل شي، له ځان سره بايد تل دا فکر وشي لکه څرنګه چې د ټلويزونونو مشران ټوله ورځ پر ټلويزون نه وي ناست یا آن ځينې خو هيڅ پر پرده نه راښکاره کيږي، آیا تاسې لپاره دا لازمه ده چې هر دوه دقيقې وروسته ځان فيسبوک ته راښکاره کړئ!!!
(ورته ليکنې د دوه مخئ آنلاين مزل – د آنلاين او فيسبوک معلوماتو اعتبار؛ د ټکنالوژئ کړاوونه او بدليدونکي سلوکونه؛ پر سوشل ميډيا شريکول)
ټولي:Social, Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ