د پروژې اهدافو ته رسيدل هغه وخت ډېر آسانيږي، چيرې چې د پروژې ټوله کاري ډله همغږه وي، موږ له مسلکيانو وپوښتل چې دوی يې څرنګه کوي، راځئ چې له دوی يې واورو، تاسې څرنګه د خپلې پروژې په کاري ټيم کې اعتبار او پر يو بل باور رامنځ ته کوئ؟
هغه څه چې واياست د هغې مثال شئ
د باور رامنځ ته کولو لپاره د پروژې مدير بايد خپله مثال شي، له شخصي غرضه پرته خدمت وکړي او د ډلې غړو تر منځ ارتباط شي.
په هغه صورت کې چې د ډلې غړی خپلې ګټی د ډلې له ګټو وړاندې وګڼي، نو هلته د باور رامنځ ته کول سختيږي، خو ښه خبره داده چې د ډلې هر غړی کولای شي تر ډېره يا لږه له خپل شخصي غرض پرته د ډلې عمومي ګټې وړاندې وګڼي، او پروژې مدير کولای شي دا وهڅوي.
خو، باور پر زور نه راځي، يوه پروژه چې ما يې مشري کوله، د ډلې دوه غړو خپل منځي باور زيانمن کړی وو. ډېر وخت، تشويق او درک يې ونيو چې دا تعلق بيرته سم شو، دا بايد په ارګانيکه/ طبعي توګه وشي.
الکساندر دیبرنارد، پي ایم پي، فرانسه
معیارونه وټاکئ
زما کاري ډله کوچنئ ده – یوازې درې دوامداره غړي يو. زموږ نوې پروژې د ادارې نوې څانګې لپاره د تجارتي پلان ليکل وو. موږ د پلانولو غونډې د کاري اصولو پر اساس پيل کړل، دا اصول چې د پروژې په ټول ژوند کې باید ورته درناوی وشي. موږ د نظرونو معلومولو لپاره غونډه وکړه، لس دقیقې يې دوام وکړ. چې ځينې اصول يې وو: د بل خبرو ته غوږ نيول، بااعتباره صداقت، نظرونو په غونډه کې پرانيستی ذهن او د اداری کلتور ته درناوی.
د پروژې پاتې وخت لپاره موږ، دې اصولو ته بیا بیا مراجعه کوله او که چيرې پوه شو چې وروسته پاتيږو نو يو بل ته به مو مشوره ورکوله. ممکن د ټاکلیو اصولو درلودل ساده خبره ښکاره شي، خو تر څو چې ونه ليکل شي او مشخصاً مطرح نه شي نو په آسانه هيریږي.
پدې ټولو کې تر ټولو دوه سخت يې بااعتباره صداقت او پرانيستي ذهن پاتې کیدل وو. داسې وختونه هم وو چې هر يوه ته به مې ويل موږ پر څه سره راضي شوي وو. خو هيڅکله د ملګرو تر منځ کينه پیدا نه شوه او ومو کولای شو چې د غونډې اهداف لاسته راوړو او خپلو راسپارل شوو چارو ته پر خوښئ ولاړ شو.
ریبيکا کاویندر، پروګرام منیجر، ټينسي امريکا
ژورې اړيکې ټینګې کړئ
خپل همکار پوه کړئ چې ستاسې اړيکې له کار لوړې دي چې د اعتبار رامنځ ته کیدو سبب ګرځي. تاسې د خپل کاري ډلې غړو فامیل باره کې پوښتلی شئ او پر څه خپل وزګار وخت تيروي. دې باره کې وپوښتئ او دوامداره احوال واخلئ.
ما له یوه داسې چا سره کار کاوه چې نوی يې خپل مسلک د سوفټ ويرو په جوړولو کې پيل کړی وو. پخواني مدير يې له هغې سره د مهارتونو په پرمخ بیولو کې مرسته نه وه کړی، نو ما هڅه وکړه يو څه وروښايم. موږ د بیسبال، موزیک او نورو باره کې وغږيدو. نتیجتاً هغې زه خپل کور ته وبللم او زموږ تعلق او ملګرتوب غني شو.
يوه ورځ موږ ګړندئ پروژه درلوده ما د هغې مرسته وغوښته. هغې مرستې ته خوښ وو ځکه پوهیده چې داسې يو فرصت په لاس ورغلی چې له ملګري سره مرسته وکړي. په پای کې اعتبار د بل شخصیت ته پر درناوي راځي. هر څه د کار په اړه نه وي. د ارامه چاپيريال رامنځ ته کول د کار اجرا آسانوي.
ایدګار ویلاسکویز، ټکنالوژئ مشر متخصص، وينزویلا
فعاله غوږ ونیسی
د ټیم د غړو تر منځ اعتماد د جوړولو لپاره يوه لار اوریدل وي. خلک غواړي چې څوک ورته غوږ شي. ما زده کړي چې هغوی وینا ته پام وکړم او نظر ترې وغواړم. مهمه نه ده چې موږ هغه نظر عملي کوو یا نه خو خلک پوهيږي چې غوږ ورته نيول کيږي. زه غواړم زما د ډلې غړي پوه شي چې خبره يې اوريدل کيږي او د هغوی همکاري مهمه ده.
په پای کې، زه دوامداره هڅه کوم چې د ډلې غړي پر نظر تاکید وکړم يا داسې پوښتم چې نظر ورکړي. کله چې داسې وکړم هغوی پوهيږي زه غوږ یم او نور ژور دخيليږي. عجبه نه ده، چې همدا کار له خپلو زامنو سره هم کړم. د بحث سبب ګرځي. زما کوچنئ زوی همداسې له هرې خبرې سره نور هم خوږيږي چې د نه بیانیدونکی احساس دی.
اریک سپیلوګ، پروژې مدير، امریکا
(ژباړه، PM Network, March 2016, PMI monthly magazine)
ټولي:Management, مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ