اسرائيل، سويډن، سنګاپور، فنلنډ او داسې نور ورته کوچني دي، خو له خپل نفوس او اقتصادي ځواک پرته په پوهه کې د نړئ مخکښه هېوادونه دي، دا ډېر امکان لري يو له هغه ځيرکه وسيلو څخه چې تاسې يې کاروئ به د دې هېوادونو کشف وي يا به د دې هېوادونو د اولني کشف پر مفکوره جوړ وي، که همدا بحث د مذاهبو پر بنسټ وکړو نو یهودان سره لدې چې په شمېر کې تر ټولو کم دي خو په نړئ کې تر ټولو مخکښه ساينسپوهان، ليکوالان، تاجران او نور پرنفوذه اشخاصو کې له نيمايي ډير یې همدوی دي، ورسره که همدا بحث د ساينس نوبل جايزو وړلو پر بنسټ نو پريکنده اکثريت يې يهودان او د امريکا اوسيدونکي دي، پدې ټول قطار کې يو مسلمان سايسنپوه نوبل جايزه وړې ده.
ايپل، سامسونګ، مايکروسوفټ، ګوګل، بوينګ او نور داسې شرکتونه ډېر لوی نه دي، لدوی څخه ډېر لوی شرکتونه شته، خو يوازې ډېر محدود شرکتونه دي چې د نړئ تر ټولو باارزښته بلل کيږي، نه دوی له ټولو ډېر مامورين لري او نه دومره وسايل لري چې د دوی ارزښت يې ميلياردونو ډالرو ته رسولی دی، دوی پر پوهې او څيړنو ولاړې اداری دي.
اوس که دې پرمختګ او لاسته راوړنو ته وګورو نو کليدي رول پکې د پوهې او څيړنو دی، په دغه او نورو ورته هېوادونو کې ماشومان له اولې ورځې د خپلو اعمالو مسؤليتونو قبلولو ته هڅيږي، ښوونځيو کې بحثونه تشويقيږي او هڅول کيږي چې تجربې وکړي او له ناکامو تجربو زده کړي، جنوبي کوريا نن د نړئ په شلو معتبرو هېوادونو کې شمېرل کيږي، اويا کاله وړاندې يو غريب هېواد وو داسې حالت چې کورنيو به يوازې يوه وخت ډوډوئ خوړه، د هغوی د پرمختګ سفر د حکومت لخوا د څيړنو پر مراکزو پانګونه وه، داسې مراکز يې جوړ کړل چې يوازينې هدف يې پر نوو کشفياتو او مفکورو څيړنه وه، نن د هغې له برکته کوريا په ځيرکه ټکنالوژيو کې نوم لري، د جاپانيانو له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د پرمختګ مزل د خپل اقتصاد له نوي کولو پيل شو چې هغه يې له غرب څخه د پوهې راوړل او خپل چاپيريال سره د هغې عيارولو له لارې وکړل.
زموږ مشرانو په تیره کې فکر کوو چې د نورو جامو او خوليو پر خپلولو پرمختګونه کيږي، نن هم دا فکر عام دی چې له غربه او نورو هېوادونو پوهان وارديږي، ستونزې ته سطحي فکر اوس هم رواج دی، مخکې لدې چې موږ د ستونزې پر دلايلو پوه شو له اثارو يې پريکړه کوو، فساد او ناهلئ ته د سيسټم او ادارو ناپوهئ پر ځای شخصي شکل ورکول کيږي، تر اوسه دولت، پوهنتونونه او د پوهې نور اجتماعي زيږوونکي پدې سر نه خلاصوي چې اشخاص هیڅکله له ادارې لوی نه وي، او د پوه ملت لپاره بايد پوهې او مبتکرې ادارې رامنځ ته شي.
موږ د ډېرو بديل لرو، افغانئ لرو خو ډالر غواړو، کمپيوټرونو او موبايل ټليفونونه دلته جوړيږي خو آیفون او نور غربي پيداوار غواړو، خپله ژبه لرو خو انګليسي او فرانسوي پسې منډې وهو، خپل کتابونه لرو خو د انګليسي کتابونو او غربي ليکوالانو د ليکنو افتخار شريکوو، پر خپلو ژبو وياړو نورو ژبو ویناوالو ته له کفر کمه نه وايو خو نه پر خپله ژبه سم پوهيږو او نه يې ليکو، اولاد ته د افغانيت ټیکدارئ درس ورکوو خو انګليسي ښوونځي، غربي جامو او کلتور پر خپلولو يې سترګې پټوو، او داسې نور بې شمېره مثالونه چې زموږ د ضعف او فکري غلامئ ښکاروندويي کوي.
انسان په خپل تاريخ کې وده کوي او د ودې يو اصل بدليدل دي، تر اوسه بشريت نړيواله ژبه نه لرله، د شمېر په حساب هندي او چينايي تر ټولو ډېر ويناوال لري خو په اعتبار کې انګليسي تر ټولو وړاندې ده او د يوې نړيوالې ژبې شکل خپلوي چې لوی دلیل يې د انګليسي اصل ویناوال يې تر ټولو پوه او مبتکر خلک دي، دا ژبه اوس داسې يوه حالت ته رسيدلې ده چې غېر انګليسي ژبې ورته د اصل انګليسي ژبو ډېر مواد او خدمت کوي.
دلته بحث د نورو پوهو او ژبو بد ويل نه دي، ځکه د خپل ژوند او نړيوالو اړيکو او پوهې لپاره بايد د نړيوالو چمونه زده شي، په هغې کې نقص نشته خو نه چې بل ته پر لوړ کتلو انسان ځان ته ټيټ وګوري، نه دا چې تل خپل تاريخ ته وګوري او ووايي چې زموږ نيکونو له شعرونو او نورو هېوادونو له نيولو پرته څه کړي وو، د هغه وخت همدغه اړتيا وه، زموږ تاوان هلته راغی چې نيکونو يوه غني ژبه او کلتور راپريښود، خو ورپسې راتلونکي نسل د هغې غنا لپاره نور کار ونه کړ، هغه يې راواخيست او المارئ کې يې کيښود، او لکه د تازه ونې چې ميوه يې تر يوه وخت خوړل کيږي خو وخت له تيريدو سره د هغې ونه وچيږي او ميوه يې له خوراکه وځي، موږ اوس په داسې يوه حالت کې يو چې د ژبې مواد او پر هغې رامنځ ته شوې پوهه له دوه سوه کاله پخوا زمانې سره سمون خوري خو د نن د ژوند اړتياوو لپاره داسې څه نه زيږوي چې موږ یا اولاد مو ترې ګټه واخلي.
په تاریخ کې د پاتې کيدو يو لوی دليل د راتلونکي باره کې ناپوهي ده، زه له خپل تاریخه خبر يم خو د راتلونکي لپاره هیڅ نه لرم، نه دولت داسې ابتکارات لري چې سړی ورته خوشبينه شي او نه مو تعليمي نظام داسې روزي چې خپل راتلونکی پخپله په پښو ودروو، موږ تر اوسه د نامعلوم په واک کولو کې پاتې راغلې يو، د ابهام او نامعلوم مهارولو تر ټولو ښه لار د معلوماتو راغونډول او د څيړنو او ازموينو له لارې دا معلومات پر پوهه بدلول دي.
دلته هم په سلوکي او په تعليمي توګه دا مزل راپاتی دی چې وکولای شو د څيړنو او ازموينو له لارې نامعلومو چارو ته لاس واچوو هغه څه وازمويو چې موږ له نننیو بدبختیو او وروسته والي وباسي، او ورسره که موږ د ملت په حیث دوامداره ناکاميږو لدې دا هم بريښي چې پخوانئ ناکامه تجربې تکراروو او تمه لرو چې دا ځل به يې نتیجه بدله وي. که موږ نن هم د دولت او سياسي مداريانو په اصطلاح له سولې برخمن شو، بيا هم ډېر اوږد مزل راپاتې دی چې په پوهه کې ځان آزاد کړو، پداسې يوه حالت کې چې څيړنه، خبر، ليکنه، پوهه، ټکنالوژي او پوهاند مو له بهرنيو موادو او وسايلو ګټه اخلي تر هغې به زموږ فکر په شعوري يا غیر شعوري شکل بهرنی وي، که فزيکي آزادي واخلو له فکري غلامئ آزادئ لپاره څو نسلونو مزل را پاتی دی.
زموږ جنګ او آزادي به تر ډېره د انګليسي فلم اواتار شکل ولري، چېرې چې محلي خلکو د هغوی تر ټولو پرمختللې الوتکې پر تيرونو ويشتلې او مزل لپاره يې له مرغانو او آسونو کار اخيسته، د نن د جنګ او غلامئ وسيله معلومات او د هغې ارزونه ده، او تر څو چې موږ د معلوماتو، پوهې او ټکنالوژئ پر ارزښت پوهيږو، بل انقلاب به مو کړی وي.
د حل لاره يې د ځان پوهول دي، هر هغه څه چې لولئ ضرور نه ده سم وي، خپله د ازاد او ارزوونی فکر زده کول دي چې هر څه وارزولی شئ چې دا ارزونه هم پر پوهه کيږي، خپل اولاد ته آزاد فکر او پرېکړې کول ښودل دي نه دا چې تر څلويښت کلنئ د پلار پر دسترخوان ناست وي، ورته دا ښودل دي چې ابتکارات وکړي هر څه وپوښتي او ورته ځواب پيدا کړي، او په لويه کې له دولت او پوهنتونو دا تمه ده چې څيړنې وکړي، هغه هېوادونه چې پورته مو ترې يادونه وکړه يا داسې نور ورته هېوادونه د کشفياتو لپاره وزارتونه لري، نوو مفکورو ثبتولو او هغې تشويقولو لپاره قانوني لارې چارې لري او لوړ پوړي دولتي چارواکي يې پوهيږي چې زما د نن پوهه زما د سبا د ازادئ او واکدارئ تضمين دی.
ورسره ادارو لپاره دا مهمه ده چې څيړنې وکړي، د خپل کاروباره په چوکاټ کې د ضیاع مخنيوي او نويو پيداوارو رامنځ ته کولو لپاره وسايل اختصاص کړي، او پدې پوه شي چې د نن کاروبار سيالئ اصل پر ابتکار او نوښت ولاړ دی، مخکې لدې چې ستاسې مفکوره څوک له تاسې ښه پياده کړي، بهتره ده چې نوې مفکوره رامنځ ته کړي، او د اشخاصو لپاره پدې پوهيدل هم مهم دي هغه څه چې نن قدرمنه پوهه او مهارت دی سبا پر هغې وخت تيريږي، ممکن يو څوک له تاسې پر هغې ښه پوه شي، نو ځکه مخکښ پاتيدو لپاره بايد دوامداره ځان پوه او نوي څه زده کړي.
(ورته مضامين دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نيمګړې او ناکامې هڅې؛ د نامعلوم قبلولو ويره؛ په اداره کې څرنګه نوښت او خلاقيت رامنځ ته کړو؛ آیا تعليمي نظام زموږ ذهني وده دروي)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ