څومره مزد باید د کار په وړاندې ورکړل شي؟
دا پوښتنه له ډېر پخوا راهيسې هم کارکوونکی او کارورکوونکي سره ده، کارکوونکی تل ډېره غواړي او کارورکوونکی غواړي پر کمه عارض راضي کړي، تدريسي نظام کار غوښتونکي پر پوهه روزي، خو استخدام پر مهارت کيږي، او هر څومره چې يو شخص له پوهې سره مهارتونه ډېر وي او لدې مهارتونو څخه د ګټه اخيستنې تاريخچه ولري همدومره يې په بازار کې ارزښت ډيريږي.
هر کله چې استخدام کيږي، خلک د مهارت او کار لپاره استخداميږي، دلته دا مطرح نه وي چې څوک يې يا څومره سندونه لرئ، کليدي خبره داده چې کله استخدام شئ آيا ادارې ته ارزښت راوړئ يا نه، ورسره هغه ستونزې چې زه يې د ادارې په توګه لرم، آیا ستاسې استخدام به له ما سره مرسته وکړي چې دا ستونزې مطرح او حل کړم.
په افغانستان کې له تيرو پنځلس کلونو راهيسې ډېر بدلونونه راغلي دي، چې په هغې کې د ځينو مسلکونو لپاره د کاري ځواک روزل هم شامل دي، له داسې حالته چې د استخدام لپاره خلک پر واسطو او زاريو پيدا کیدل، داسې يوه حالته ته راغلي يو چې د يوه اعلان لپاره په لسګونه عريضی راځي، خو بيا هم دلته د کار د کيفیت او اړونده مهارتونو د شتوالي پوښتنه پر خپل ځای شته ده.
سره لدې چې پوهنتونونه او نور روزنيز مرکزونه د صنعتي دورې تعليمي ميکانيزمونو پر اساس په خروار خروار فارغين ورکوي خو تر اوسه موږ د ماهره کاري ځواک له جدي ننګونې سره مخ يو، د بازار او تدريسي نظام تر منځ اړيکه نه يوازې زموږ بلکه دې ډېرو هېوادونو ستونزه ده، هغه څه چې پوهنتون کې تدريسيږي او هغه څه ته چې اداره ورته اړتيا لري، ډېر سره توپير لري.
ورسره هر کله چې موږ د مزد بحث کوو نو د نن زمانې په لنډمهاله استخدام او کاري تاريخچه کې چيرې چې ټوله کاري مودې تړونونه يو یا دوه کاله وي، دلته کار ورکوونکي ته دا مهمه وي چې دا راتلونکی شخص ما ته کوم مهارتونه راوړي او څرنګه کولای شي خپل کار پر بهتره توګه اجرا کړي، نه دا چې څومره پوهيږي او له کومه پوهنتون فارغ دی، ځکه د پوهې نتيجه په اوږده وخت کې راښکاريږي خو د مهارت نتيجه لنډمهاله وي، دې بحث ته هم دلته نه ځو چې کوم يو ادارې لپاره په اوږده کې ښه وي، خو پوهه تر ډېره اداري پوهې او معلوماتو ته اړتيا لري چې له تجربې سره راځي، خو مهارتونه بيا کولای شي ادارې ته ګړندئ بهترئ راوړي او په اکثره حالاتو کې ادارې لپاره مهارتونه له پوهې وړاندې وي.
اوس که دې بحث ته راشو چې مزد بايد څرنګه وټاکل شي، دلته موضوع ته کولای شو د شخص او ادارې دواړه له نظره وګورو، لومړی د شخص نظر راسپړو.
اداره هیڅکله ټولو ته يو ډول معاش نه شي ورکولی، سره لدې چې په ځينو هېوادونو کې د عامه مزد لپاره هڅې کيږي او ځينې قوانین هم لري چې له هغې ټيټ معاش بايد ورنه کړل شي، خو د هغې عملي کول د ډيرو لپاره جنجالي دي، او عموماً دا ډول قوانين تجارتونه هم نه مني، ورسره د ټيټ مزد قوانين د نوو او بې تجربې کاري ځواک لپاره ښه وي، خو څومره چې مو تجربه ډيريږي دا بحث ډير د دوو طرفینو تر منځ توافق په لور ځي، او ورسره په هېواد کې د پانګونی تشويق لپاره دا بهتره ګڼل کيږي چې ادارې يا تجارتونه خپلې پرېکړې پخپله وکړي او دولت په ډېر څه کې ځان اخته نه کړي.
شخص تل هڅه کوي چې د خپل کار لپاره ډېر مزد واخلي، انسان تل خپل ملکيت ته په لوړه سترګه ګوري، يعنې هر هغه څه چې زه لرم د هغې ارزښت ما ته له نورو لوړ ښکاري، د همدې د ملکيت د مفکورې پر اساس خپل مهارتونو ته لوړ ګوري او تل يې دا هڅه وي چې ښه مزد او امتيازات ترلاسه کړي.
د مزد ټاکلو لپاره پوهه، مسلک او کاري تجربه او صنعت ته کتل کيږي، له پوهې زموږ هدف د پوهنتون يا ښوونځي سند دی، عموماً د نوو فارغينو لپاره د پوهنتون سند مهم ګڼل کيږي، دا میراث موږ ته له صنعتي دوره راپاتې دی چيرې چې وظیفې ساده وی او د پوهنتون سند کفايت کاوه، خو نن چې پوهې دور دی، دندې جنجالي او پيچلې کيږي په اکثرو مواردو کې يوازې د پوهنتون سند کفايت نه کوي، شخص بايد ورسره د نورې پوهې حاصلولو سلوکونه او نورې کاري وړتياوې هم ولري.
له مسلک څخه مو هدف د شخص تخصص دی، په افغانستان کې داسې مسلکونه شته چې په کافي اندازه مسلکيان پکې شته، خو ورسره داسې مسلکونه هم شته چې ډیر ګوتو په شمار خلک پکې مسلکي مهارتونه لري، همداسې هغه مسلکونه چې خلک يې ډېر وي طبعاً له هغه مسلکونو څخه چې خلک يې کم وي، لږ معاش اخلي، يا کار ورکوونکي ته دا امکان هم برابروي چې د ډېر مسلک خلکو کې ډېر چاڼ وکړي، ورسره د مسلک په بحث کې موږ دې ته هم ګورو چې دا شخص پکې ځان لپاره څه آینده ويني، ځکه دا هم ډېره عامه ده چې ځينې مسلک د پيسو لپاره ټاکي او نور بيا له خپل کار خوند اخلي.
په کاري تجربه کې دې ته کتل کيږي چې شخص همدې خپل مسلک کې څومره وخت تير کړی دی، نن سبا دا رواج ډېر عام دی چې شخص له پوهنتون سره يوځای کار هم کوي، هر کله چې فارغيږي له ځان سره يو څه تجربه هم لري، هغوی لپاره چې کاري تجربه نه لري، انټرنشپ ښه کار دی، چيرې تاسې وړيا يا په ډېر لږ معاش کار کوئ، په مسلکي ټولنو کې داوطلب برخه اخلئ، ورسره هغه صنعت کې چې غواړئ آینده پکې ولرئ د هغې له کوچنيو نيولي تر لويو ټولو شرکتونو اړونده معلومات راغونډوئ او هڅه کوئ هلته وړيا يا په کم معاش کار پيدا کړئ.
ځينې صنعتونه د نورو په پرتله پيچلي وي او همداسې پرمختلليو مهارتونو ته اړتيا لري چې معاشونه يې هم لوړ وي، پدې بحث کې موږ له مهارتونو تر اوسه ياده نه کړه، دلته يې له صنعت سره يوځای ځکه يادوو چې مهارت تر ډېره پر صنعت متکي وي، که تاسې د فکس ماشين په جوړولو کې مهارت لرئ خو اوس چې فاکس ماشينونه نشته نو مهارت مو هم له کاره ولويد، ورسره د مسلک ټاکلو پر مهال دا هم بهتره ګڼل کيږي چې مخ پر ودې صنعتونه انتخاب شي او هلته ځان لپاره ښه راتلونکی ولټول شي.
اوس کله چې د مزد ټاکلو کې د ادارې اړخ ته راشو، نو پورتنیو يادو شوو ټکو يعنې د شخص پوهې، مسلک، کاري تجربی، مهارت او صنعت سره په بازار کې د شته شخص ارزښت هم کتل کيږي، اداری ته دا مهمه ده چې پوه شي نور داسې شخص ته څومره معاش ورکوي، چې دلته پدا ډول معاش ټاکلو کې د شخص بازاري ارزښت سره، سيمه کې د اوسيدو مصارف او ورسره شخص څه وخت بايد او څه لپاره استخدام شي هم په پام کې نيول کيږي.
کابل په سيمه کې نسبتاً ګران بيه ښار دی، دلته اوسیدل قيمته دي نو طبعاً معاشونو تمه هم لوړه ده، هر کله چې اداره د معاش ټاکلو بحث کوي نو له سيمې سره د استخدام وخت به هم په نظر کې ساتي، هر څومره چې استخدام ژر کيږي همدومره کاراخيستونکی کولای شي ادارې سره چنی ډېرې ووهي، ورسره که چيرې د مشرئ مقام لپاره استخداميږي نو لدې ټولو يادو شوو ټکو پرته د شخص سلوک هم کتل کيږي، چې له نورو سره يې کړه وړه څنګه دي، او آیا کولای شي له اداری استازيتوب وکړي.
اوس که دا بحث راونغاړو، د شخص لپاره د خپل مزد ډېرول مستقيماً د هغې له تجربې، مهارتونو او کاري لاسته راوړنو سره ربط لري، هر څومره چې مو د کاري لاسته راوړنو تجربه ډېره وي او خپل مهارتونه مو دوامداره تازه کړي وي همدومره کولای شئ ادارو سره ښې چنی ووهئ.
او د ادارو لپاره مهمه ده مخکې لدې چې څوک استخدام کړئ بايد پوه شئ چې په بازار کې په څو ارزي، اداره بايد پدې پوه شي چې لوړ معاش له ښه کار او پوهې سره دومره غښتلی اړيکه نه لري لکه څومره چې فکر کيږي، او بايد پوه شي مخکې لدې چې يو څوک استخدام شي او مزد ورته وټاکل شي له ځانه وپوښتي چې آیا لدې ښه کانديد نشم موندلئ چې پردې قناعت کوم او آیا دا شخص خو موږ د لياقت پرته نورو دلايلو پر اساس لکه پيژندګلوي، ژبه يا نورو پر اساس نه استخداموو، او پدې منځ کې يې پر کاري نيمګړتياوو او تاريخچه سترګې پټوو.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ