تعليمي نظام زموږ اولادونو مخه نيسي، څرنګه يې د راتلونکو دندو لپاره تيار کړو (نړیوال اقتصادي فورم راپور لنډيز)
نړيوال تعليمي نظام زمو اولادونه د راتلونکي وظيفو لپاره پر نه تيارولو ناکامئ سره مخ کوي، دا د هغه راپور کلیدي موندنی دي چې د نړيوال اقتصادي فورم لخوا ترسره شوی دی، دا راپور د ځينو عملي ګامونو وړانديز هم کوي چې موږ ترې دلته لنډه يادونه کوو:
داسې وظيفو لپاره روزنه چې نن نشته؟
ټکنالوژي او نړيوال کیدل د هر سکتور او هرې ساحې تجارتونو شکلونه بدلوي، نوي ډول وظيفې رامنځ ته کوي او پخوانئ له منځه
وړي. خو، يو طرفه رواجي او د بودجې کمبود له ستونزو سره مخ تعليمي نظام او روزنی ميکانيزمونه دې بدلون ته مناسب ځواب نه برابروي. دا پدې معنا، هغه زده کوونکي چې نن ابتدايه پيلوي د دوی درېيمه برخه به له مکتبه يا پوهنتونه فراغت پر مهال د دندې موندلو لپاره د اړتیا وړ مهارتونه ونه لري. دا اغېزه به په ميرمنو کې نوره هم د احساس وړ وي، پداسې حال کې چې نن هم د نرانو په پرتله ميرمنو ته د وظيفو امکانات ډېر کم دي.
دا راپور چې د تجارتونو مشرانو، پاليسي جوړوونکو، کاروباري اتحاديو، تعليمي ادارو او روزونکو د يوې ډلې لخوا په شريکه برابر شوی دی، د تمرکز اته داسې ساحې په ګوته کوي چې حکومتونه او شخصي سکتور کولای شي يوځای پرې کار وکړي، او د نن ماشومان د راتلونکي دندو لپاره تيار کړي.
د نوي عصر لپاره ښوونی برابرول
۱. د عمر پر لومړني کلونو تمرکز: نوی تعليم د عمر له لومړيو کلونو بايد پيل شي، چې تمرکز بايد پر سوادآموزئ او لوستنه واوسي. حکومتونو لخوا کارکوونکو میندو او پلرونو لپاره ملاتړ به دواړو پرمختلونکو او پرمختلليو هېوادونو لپاره مهم وي، تر څو وکولای شي خپل اولادونه په سمه توګه ملاتړ کړي.
۲. ژوندي او فعاله ساتل: د روزنې نصاب بايد دواړه د وظيفې اړونده مهارتونو او عمومیاتو له مخې د بازار له اړتياوو سره سم وي، لکه د ستونزې حلولو او پروژې مديريت مهارتونه. دلته به ننګونه د دې نصاب د تجارتونو بدليدونکو اړتياوو سره سم ژوندئ او ځوابده ساتل وي. په فنلنډ کې، چې په ښوونه کې د نړئ يو تر ټولو مخکښه هېواد دی، تعليمي نصاب دوامداره نوی کيږي او ورسره ښوونځي محلي اړتياوو سره د دې نصاب عيارولو اختيار هم لري.
۳. ښوونی پرانيستل: راپور د روزنې ابتکاري عيارول توصیه کوي، ورسره د زده کړې بیلابيلو لارو او نوو تجربوي تخنيکونو خپلول هڅوي. بيلګې په ډول د نيويارک ښوونی ښاري څانګی د ښوونی او زده کړی نوو ميتودونو رامنځ کولو لپاره تجربوي لابراتوارونه جوړ کړي دي. په ګانا، امريکا او فرانسه کې، ښوونځي په کوډ کولو (کمپيوټر پروګرام جوړونی)، له ملګرو زده کړې، پروژې پر اساس ښوونه او لوبو جوړولو کې لنډمهاله زده کړه ييزو چارو کې تجربې کوي.
۴. ښوونکي له تخته راکوزول: د تجارتونو او تعليم نږدې کولو لپاره راپور د ښوونکو په تجارتونو کې ازميښتي کارونو کول، کاري ساحې مربيتوب او د ښوونکي په روزنه کې د شخصي سکتور دخیلول توصيه کوي، ورسره ښوونکي بايد وهڅول شي چې ځان عذاب کړي او خپل محتويات د بازار له اړتياوو سره برابر کړي، داسې نه وي چې پر خپل تخت ناست او له هغه ځايه درسونه ورکوي.
۵. زده کوونکو ته د کاري ساحې اصل احساس ورکول: همداسې، زده کوونکي بايد له پيله کاري نړئ تجربه کړي، لکه د انټرنشيپ (داوطلبي/ کاري زده کړې دوره) او مسلکي مربيتوب له لارې، تر څو وکولای بيلابيلو مسلکي اختياراتو او اړونده مهارتونو سره بلد شي.
۶. حرفوي مهارتونو سپکاوي مطرح کول: حرفوي او تخنيکي زده کړه نړيوال اقتصاد لپاره حياتي ده خو عموماً وروسته پاتې او اکثره ورته د دوهم انتخاب په توګه ګوري. نړيوال اقتصادي فورم وايي چې حرفوي او تخنيکي مهارتونو مسلکونه بايد په فعاله توګه پر مخ يوړل شي او ورسره د حرفوي روزنو کيفيت هم بهتره شي. د بيلګې په ډول، د جرمني د حرفوي روزنې زده کوونکي خپله ورځ د صنفي زده کړو او په شرکتونو کې پر کاري روزنه ويشي. دا زده کوونکي د خپل کار لپاره معاش اخلي او دا روزنه عموماً له دوو تر درې کالو دوام کوي. نه يوازې چې دا ډول روزنه د بهترينه ماهره ځواک روزلو سبب ګرځي بلکه ورسره عموماً له تعليمه د وظيفې نړئ په لور د ستونزمن بدلون او انتقال آسانولو سبب هم ګرځي.
۷. ډيجيټال پوهه: ډيجيټال پوهه به د بيلابيلو مهارتونو لپاره کليدي وي، خو دا زده کړه نه ورکول کيږي. دا راپور د ښوونکو په روزنه او د زده کوونکو د کار موندنو په ساحه کې د آی سي ټي پر پراخه دخالت تاکيد کوي تر څو ډيجيټال مهارتونو لږوالي پراخيدونکي بحران مخه ونيولی شي. يو بريالئ نمونه يې په هند کې شته، چيرې چې د سوفټوير او خدمتونو شرکتونو ملي اتحاديې د اين جي او ګانو او هند حکومت په مرسته د هېواد په بيلابيلو برخو کې د ډيجيټال سوادآموزئ مرکزونه جوړ کړي تر څو د ډيجيټال پوهې ترویج سبب شي.
۸. ښوونه، ښوونه او ښوونه: د کاري بازار ګړندي بدلونونو په رڼا کې، کارکوونکي نشي کولای يوازې پر يوه مهارت اتکا وکړي يا د خپل مسلک اوږدمهاله برياليتوب يوازې پر محدودو مهارتونو وساتي. د راپور له مخې، کارکوونکي باید وهڅول شي تر څو ټول عمر زده کړه په پام کې ونيسي چې وکولای شي خپل مهارتونه بهتره او آن نويو موقفونو ته ورسيږي. مثلاً، په سنګاپور کې، اشخاصو ته د روزنی کلنئ بودجه ورکول کيږي تر څو پر خپله روزنه يې ولګوي او ځان د راتلونکي دندو لپاره آماده کړي.
څلورم صنعتی انقلاب به د نن اکثره مهارتونه له کاره وغورځوي. راپور وايي، که چيرې موږ د نن يو طرفه تعليمي نظام بدل نه کړ او دې ته مو تيار نه کړ چې مرتجع او ځوابده شي، دا اوسنئ ناکامئ او وروسته پاتې والې به دوام ومومي او د راتلونکي نسلونو د پرمختګ توان به تر ډېره محدود کړي.
(اصل يې دلته ولولئ: https://www.weforum.org/agenda/2017/01/ways-to-prepare-kids-for-jobs-of-future/)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ