نن سبا اکثره ليکنې يا ويناوې د مشرئ او مديريت پر موضوعاتو غږيږي، او تر ډېره د مشرئ طرفداری وي، هر څوک د ښه مشرئ دعويدار وي، موږ دلته پدې لنډه ليکنه کې د دواړو پر توپير غږيږو، او لدې فکر سره وړاندې ځو چې مديريت پر وسايلو ولاړه تخنيکي موضوع ده او مشري له تخنيکي موضوع سره سلوکي او اخلاقي اړخ هم لري.
د مشرئ او مديريت اصطلاح د يو بل پر ځای کاريږي، خو دواړه فرق لري، په مديريت کې پر معلومو اصولو او کړو وړو يو شخص له يوه ځايه بل ته رهنمايي کول وي، او په مشرئ کې له نورو سره د بحثونو او مشورو له لارې کار کول وي تر څو له يو نقطې بلې ته رهنمايي شي.
کوم يو يې ښه دی؟ دا دواړه له يو بل نه بيليږي، ستاسې چوکئ بايد يو څه رسمي اختيارات ولري چې هغه د اداري د مراتبو لړئ برکت وي ورسره اخلاق، پوهه، وسايل او پرېکړې کولو توان تاسې ته د مشرئ امکانات برابروي، د مديريت له ښو وسايلو او کړنلارو سره بايد د مشرئ اخلاق هم ولرئ.
مديريت تر ډېره پر بهترئ او ګټې تمرکز کوي، او مشري پر نفوذ او تاثیر غږيږي، ورسره مديريت پر وسايلو او اصولو اتکا کوي، او مشري تر ډېره سلوکي اړخ لري او ممکن داسې يوه حالت سره هم مخ شي چې هیڅ نه وي او د لوړ ابهام او ناباورئ په حالت کې خلک رهبري کړي.
نو هر کله چې دواړه سره پرتله کوو، بهتره مديريت کې اصول ټاکل کيږي، ادارو لپاره سيسټمونه جوړيږي او د غښتلتيا لپاره يې کار کوي، ورسره کار لپاره ضروري مهارتونه خپله زده او نورو ته هم ښايي، يا اړونده کارکوونکي مومي چې اداره د ټاکل شوی ستراتيژئ په لور روانه کړي.
په عمومي توګه مديريتي چارې په دريو پراخه برخو ويشل کيږي؛ لومړی، نورو ته د ادارې کاروباري اړخ تشریح کول وي؛ دوهم، له آمرينو، ډلې، ماهرينو او نورو سره کار کول وي تر څو د ادارې ټاکل شوې ستراتيژي په بهتره توګه عملي شي؛ درېيم، دوامداره هڅه وکړي چې څه ډول ادارې ته بهتره ګټه راوړي که هغه د نوو سيسټمونو جوړول وي، ستراتيژيو بیلابيل ډول عملي کول وي یا بله چاره وي، تل دا پوښتنه وکړي چې څه کولای شي ادارې ته لوړ ارزښت راوړي.
خو بل لوری ته، مشري ليد برابروي، ابهام نورو ته روښانوي او تر ډېره هڅه کوي ادارې يا نورو ته راتلونکی تشريح کړي، وښايي چې چيرې بايد ولاړ شو، او پدې تګ پخپله باور ولري او وکولای شي دا باور نورو ته انتقال او دا اعتبار او اعتماد رامنځ ته کړي چې موږ کولای شو هغه څه چې وايو، لاسته يې هم راوړلای شو.
د نن په زمانه کې چيرې چې اکثره کارکوونکي باسواده او تر يوه حده زده کړه لري، کولای شي د مديريت اړونده موارد د ادارې په تعليمی او مديريتي موادو کې پيدا کړي، اصل ستونزه چې ډېرې ادارې ورسره مخ دي سمه مشري او د مشرئ اړونده مهارتونه دي.
په پراخه توګه مشري له لارښوونی، هڅونی او د کاري ډلې له رهنمايي عبارت وي، چې په دې کې د مذاکرې، مقاومت، مفاهمی، ستونزو حلولو، بحراني فکر او خپل منځي اړيکو مهارتونه شامل دي.
د نن په پيچلي کاروباري چاپيريال کې کار او برياليتوب يوازې شمېرې او لوړه ګټه نه ده، بلکه يوه مهمه برخه يې خلک دي، تاسې به له خلکو سره کار کوئ، او له خلکو سره کار د مشرئ بهتره مهارتونو ته اړتيا لري، او د نن مشر کليدي مهارت له خلکو سره کار کول دي، خلک که هغه د ادارې کارکوونکي وي يا بهرني څوک وي، پدې قانع کول دي چې تاسې د يوې مشترکې ګټې په لور کار کوئ، او ستاسې په مشرئ کې هغوی کولای شي خپلې ګټې او نفوذ خوندي کړي.
ښه مشر بايد د خلکو پر سلوکونو او هغوی پر شوقونو/ هڅونو پوه شي، بايد دا درک کړي چې خلک پر څه خوښيږي، د هغوی د وجود ژبه ولوستلی شي او ورسره پام وکړي چې پر څه هڅيږي او له څه يې بد راځي، ورسره کلتوري او مذهبي اړخونو ته هم پاملرنه وکړي.
دا دواړه له يو بل پرته نيمګړی دي، د کار اجرا لپاره تاسې مديريتي مهارتونو او وسيلو ته اړتيا لرئ، خو ورسره د ښې مشرئ سلوکونه او عادتونه باید ولرئ چې کار په بهتره توګه پای ته ورسوئ او په راتلونکي کې هم نور درسره وغواړي کار وکړي.
په پای کې په اخلاقي توګه فاسد شخص کولای شي ښه مدير شي، خو نشي کولای يو ښه مشر شي، د مشر لپاره رسمي واک او چوکئ مهمه نه ده، نو هر څومره چې د يوه چا شخصي اعتبار خرابيږي همدومره يې د مشرئ توان او اغېزه ژوبليږي، خو که اداره ښه ميکانيزمونه او سيسټمونه ولري نو کولای شي يو ښه مدير يې ثابت کړي، يا په بله وينا په يوه اداره کې به دوه مديران/ آمرين ووينئ چې يو له بل څځه د ښه نوم او اعتبار څښتن دی، سره لدې چې په اداري چوکاټ کې به يې اداري اختيارات يو ډول وي، خو د نفوذ، اعتبار او باور په ساحه کې به د دواړو تر منځ لوی توپير موجود وي، يو به له بل ډېر اغېزمن او بانفوذه وي، دا به تاسې ته پريږدم چې وواياست کوم يو يې ښه مدير او کوم يې ښه مشر دی.
(ورته ليکنی: د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، د پروژې په ډله کې د اعتبار رامنځ ته کول، د نامعلوم قبلولو ويره، مشر بايد د ناکامۍ منلو زړه ولري)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ