پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده

وايي پخوا د بت پرستانو په يوه ښار کې يو بت جوړوونکی اوسیده، هغه به له خټو او تيږو بتان جوړول. دې شخص يو خر درلود، يوه ورځ دې بت جوړوونکي د يوې لويې مذهبي ورځې لپاره لوی بت جوړ کړ، او دا بت يې پر خره بار ښار ته خرڅلاو لپاره روان کړ. په لاره کې هر چا چې دا بت ليده نو د عقیدت لپاره ورته ټيټيده او احترام يې ورکاوه.

خر چې دا هر څه وليده نو له ځان سره يې فکر وکړ چې دا ټول زما احترام کوي، او ما ته سر ټيټوي، ورو ورو يې کبر پيدا کړ او کوږ وږ روان شو، خلکو چې به د خر دا نخرې وليدې نو مسکي به شو، د خره خاوند چې دا هر څه ليدل نو يوه لښته به يې وواهه خر به يو څه سم شو، خو يو څه مزل وروسته به بيا هم کوږ ووږ په کبر روان شو، د خره خاوند بت ته د تاوان رسیدو له ويرې خره ته ډېر څه نه ويل.

کله چې ښار ته ورسيدل، بت يې خرڅ کړ، او له ښاره يې نوره سودا واخيسته کور په لور راروان شو، په لاره کې خره وليدل چې هیڅوک ورته احترام نه کوي، هر يو په خپل کار اخته دی، خر وهنګيده خو بيا هم چا ورته پام نه شو، اخير په ټوپونو شو او ټوله سودا يې وغورځوله، د خره څښتن چې دا هر څه له سهاره ليدل، لښته يې راواخيسته او ښه يې وډباوه، خر سر ټيټ کړ او کور ته روان شو، خو تر اخيره پوه نه شو چې ولې اول خلکو ورته سر ټيټوه احترام يې کاوه او اوس يې هیڅ په غم کې نه دي او خر يې ګڼي.

په مخلوق کې اوله خودخواهي شيطان کړې وه کله چې د خپل خلقت د کبر له وجې آدم ته له سجدې انکاري شو، ځان ورته له خټې جوړ آدم بهتره ښکاره شوه، د بشريت په تاریخ کې د شيطان دا د خودخواهئ مزل همداسې راروان پاتې شو، ورپسې نمرود، فرعون، قارون، ابوجهل او نورو همدا د شيطان کبر له ځان سره درلود.

د نن بشر هم له دې مرضه پاک نه دی، د خپلې ژبې، قوم، سيمې، هېواد، مذهب، عقيدې، مال، ښايست او نورو پر استناد دا کبر او ځان لوړ ګڼل نن هم شته، نن هم د فرعونيت دعويداران ډېر دي، خو د نن د ګلوبلايزیشن په زمانه کې له شخصي کبره لوړ ملکي او اداري جوړښتونه دي چې د شخص تشخص خوري او دا کبر يې ملکونو، ژبو او تاريخونو ته سپارلی دی.

پتلون، دريشي جامی، کافي، چای، برګری، انګليسي ژبه، انګليسي فلمونه او نور د نن د نړيوال کلتور نښانونه دي، وړې ژبې او قومونه په لویو ژبو او قومونو کې ورکيږي، د نن په اداره کې ضرور نه ده چې تاسې چيرې ياست، انګليسي منل شوې ژبه، دريشي منل شوې جامه او کافي منل شوی څښاک دی، ورسره د کار لپاره نن فزيکي سرحدونو ارزښت له منځه تللی دی، اکثره ادارې بهرني کارکوونکي لري، چې دا بهرني ممکن د بل هېواد يا بل ښار اوسیدونکي وي.

هر څوک هر چيرې کار کوي، که د نړئ پرمختلليو هېوادونو تاريخچې ته وګورو نو هغه هېوادونو چې د مهاجرينو قبلولو نسبتاً آزاده کړنلاره لري هغوی پرمختګ کړی دی، امريکا نږدې ټول نفوس د مهاجرينو اولاده ده، اروپايي هېوادونه مهاجرينو آباد کړل، نن جاپان د مهارت او سپين ږيري ولس ستونزې سره مخ دی، چې يو له اساسي دلایلو يې د مهاجرو نه قبلول يا د هغوی په خپل سيسټم کې ښه ځای کولو نقص دی.

نن شخصي ژبه، ملیت او قوم ارزښت نه لري، نن اجتماعي پوهې او د هېواد د درناوي زمانه ده، اسرايل له نهه ميليونه نفوس سره د نړئ يو تر ټولو ډېر متنوع او مبتکر هېواد دی، سويډن همدومره نفوس سره د نړئ تر ټولو آرامه او پرمختلليو هېوادونو کې حسابيږي، د هند هغه مهاجرين چې امريکا ته ولاړل بيرته خپل هېواد ته راستانه او د هغوی د آی سي ټي سکتور يې پر پښو ودراوه او نن د نړئ تر ټولو پرمختللی سکتور بلل کيږي.

د نن اداره متنوع ده، دلته به تاسې سره ستاسې په اداره کې د بلې ژبې، بل مذهب، بل جنس، بل هېواد، بل کلتور، بل عمر، بل رنګ او داسې نور ډېر بدل خلک کار کوي، د کارکوونکي بريا په يوازې کار کې نه بلکې په شريک او ګروپي کار کې ده، کارکوونکی بايد پوه شي چې څرنګه له داسې يوه چا سره کار وکړي چې له ده بلکل مختلف سياسي او مذهبي نظر لري، همداسې له يوه داسې چا سره کار وکړي چې له اداري چوکاټ بهر ده سلام ته هم علیک نه وايي.

يو څه موده وړاندې نړيوال اقتصادي فورم د هند او چين تر منځ د پرتلې يوه ليکنه خپره کړې وه، هلته د هند د ګټې يو لوی فکتور د هغوی پر انګليسي پوهيدونکی کاري ځواک وو چې نږدې د هند هر باسواده پر انګليسي پوهيږي، او ورسره مذاهبو پر وړاندې پراخه نظر وو، په هند کې مذهبي تنوع او اختلاف نسبت نورو هېوادونو ته ډېر د منلو وړ دی، نور هېوادونه چې وغواړي له نړۍ سره ځان برابر کړي نړيوال کلتور او ژبې په خپل هېواد کې رواجوي، د نن په اقتصادي او پوهې زمانه کې هېوادونه بايد له يو بل سره سيالي وکړي، او دا سيالي په نړيواله سطحه د منلو وړ پوه او باسواده نفوس له برکته کيږي.

خو دا نړيوال کيدل بايد د خپل کلتور، ژبې او مذهب قربانئ پر معنا وانه خيستل شي، هر څوک حق او مسؤليت لري خپلو ارزښتونو لپاره کار وکړي، خو ژبه، کلتور، مذهب، تاريخ، او نور محلي او ملي لاسته راوړنې له نورو څخه د ځان بهتره او لوړ ګڼلو لپاره بايد ونه کاروي، هیڅ بشر له بل ښه نه دی يا لږ تر لږه انسان دا حق نه لري چې ځان له بل ښه وګڼي، د نن په زمانه کې دا سلوک دا څه تور مخی دی چې زه به يې خبره واورم نور د منلو نه دی.

د نن کارکوونکي برياليتوب دا دی چې څرنګه کولای شي له خپلې مورنئ ژبې، پلرني کلتور او مذهب اخوا نور قبول کړي، له هغوی سره کار وکړي، ادارې اهداف لاسته راوړي، هېواد پرمختګ باعث شي، او پر خپله پوهه او ځان رسونه دوامداره کار وکړي.



ټولي:Social, مديريت Management

ټگونه:, , , , ,

13 replies

Trackbacks

  1. د ځان بندي – تجار او بت جوړوونکی | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. انفرادي تعصب | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. مشوره ناکامي نه ده – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. د باور او مفکورې جهل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  6. زده کړو ولسي کيدل  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  7. پر جنجالي موضوعاتو غږيږئ: دې ټکو ته پام وکړئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  8. دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  9. پوهه، مهارت او سلوک  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  10. څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  11. اهداف او عادتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  12. د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  13. د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: