له هغې زمانی څخه عبدالاحد مومند فضا ته د لومړي افغان او څلورم مسلمان په توګه ولاړ، او داسې ګڼل کيږي چې لومړئ مسلمان وو چې له ځان سره يې قرآن وړی وو، نن په مخابراتو او اقتصادي پرمختګ کې د فضا او سپوږمکيو ارزښت څو چنده لوړ شوی دی.
سپوږمکئ ليرې پرتو سيمو ته د مخابراتي خدمتونو رسولو يو تر ټولو ښه او په اوږده کې يوه ارزانه وسيله ده، نن مخابراتي خدمتونه او ولس نښلول د اقتصادي پرمختګ يو تر ټولو کليدي عنصر دی. افغانستان سره لدې چې په فضانوردئ کې په ۱۹۸۸ کې يې فضانورد درلود، خو تر اوسه يې هلته سپوږمکئ نه درلوده او مخابراتي خدمتونو لپاره به يې له نورو شرکتونو سپوږمکئ په کرايه رانيولې.
همدې ته پر کتلو، په اکتوبر ۲۰۱۴ کې حکومت يو له وړاندې فعاله سپوږمکئ واخيسته او د افغان سيټ يو نوم يې پرې کيښود، او د فضا خپل حريم ته يې داخله کړه. دا سپوږمکئ چې په ۲۰۰۸ کې داغل شوې وه له لومړئ څخه د بريښنا او يو څه نورې ستونزې لرلی، په لومړي پيل کې يې څښتن شرکت، Eutelsat، نه غوښتل چې فضا ته يې واستوي، خو وروسته يې د مشتریانو ډيريدونکو غوښتنو په رڼا کې واستوله، او په ۲۰۱۴ کې يې افغانستان ته وسپارله.
“پر ۲۰۰۸ کال د Eutelsat له لوري څخه فضا ته توغول شوی و او تر ۲۰۲۰ کاله یې د خدمت عمر ټاکل شوی. دا سپوږمکۍ اوس یوازې ۶ فعال ټرانسپونډرونه لري، پاتې یې د تخنیکي ستونزو له کبله شنډ دي او هم یې بریښنایي سیستم تخنیکي ستونزه لري.
له دې ستونزو سره سره، د افغانستان د مخابراتو وزارت له یادې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړ چې یاد وزارت اوس هم هر کال ۴ میلیونه امریکایي ډالره نوموړې کمپنۍ ته د کلنۍ کرایې په بهانه ور کوي.
زما لپاره چې په دې برخه کې کلونه کیږي څېړنه کوم او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مې د سټلایټونو په برخه کې لسګونه تخنیکي او مسلکي قراردادونه لوستلي د پوښتنې وړ خبره ده چې ولې یې په دومره لوړ قیمت یو داسې بې کیفیته سټلایټ په کرایه کړ او بیا یې خپل تشیالي حریم ته هم را انتقال کړ.” آصف حبيبي، بی بی سي پښتو ويبپاڼې می ۸مه، ۲۰۱۷ (http://www.bbc.com/pashto/science-and-technology-39843218)
د سپوږمکيو داغلو سره دلته د ټلويزونونو د ډيجيټال کولو پروسه پيل شوه، د افغانستان براډکاسټنګ دولتي پروسې د عقاب تجارتي نوم لاندې يې افغاني کانالونه ته امکانات برابر کړل تر څو وکولای شي د سپوږمکئ له لارې ډيجيټالي نشرات ولري، دلته اوس دا پوښتنه ده چې آیا د سپوږمکيو لپاره دا مناسب استعمال دی، چې د ايراني، تاجکي او هندي کانالونو نشرولو لپاره د کال څلور ميليونه ډالر کرايه ورکړل شي؟؟
پداسې حالت کې چې موږ د محتوياتو له جدي ستونزې سره مخ يو، د دولت وزيران مو آن د خبرو پر چم نه پوهيږي، ساده ټلويزوني پروګرامونه تر اوسه له نورو هېوادونو وارديږي، که له افغاني کانالونو د هغوی نښانونه ليرې شي نو هیڅ پرې څوک نه پوهيږي چې دا ایرانی يا هندي کانال دی، پداسې حالاتو کې دا باارزښته وسيله د ټلويزوني ډرامو لپاره کارول د دې وسيلې عبث او ضايع کول دي، دولت هر څه ځان ته فيسبوکي اعلانونو لپاره آسانه کړي دي، اعلان يې وکړ چې موږ فضا ته سپوږمکئ وداغله، ښه نو اوس په دې څه وکړم، ټول اخته شي يو بل ته مبارکيانې ورکوي خو هغه کار چې پر فيسبوک نه اعلانيږي هغه به څوک کړي، او عموماً هماغه اصل کار وي.
د مخابراتي شبکو او د سپوږمکيو په شمول د هغې زيربناوو کمال په محتوياتو کې دی، مخکې لدې چې دا وسيلې ټلويزوني نشراتو لپاره وکارول شي، ټلويزون بايد د لیدو شي، د ترکيې، هند، ايران او پاکستان دې کور اباد وي چې زموږ ټلويزونونه يې پر محتوياتو چليږي، خو کله چې بحث د بيت المال د وسيلو راشي او داسې يو غريب هېواد لپاره چې د بودجي پريکنده برخه يې پر پورونو او کومکونو روانه وي، هلته د سپوږمکئ وياړ او دې نشراتو لپاره موږ ډېره لويه بيه پرې کوو.
نن د ۳جي بیا د ۴جي او اوس د ۵جي بحث هم روان دی، دوی ټولو اساسي توپير د بینډويد دی، چې ستاسې مخابراتي وسيله به وکولای شي ويډيو او نور د لوړ بينډويد يا ډيټا مصرف خدمتونه وړاندی کړای شي، او دا خدمتونه شاته غښتلی زيربناوو ته اړتيا لري، مخابراتي شرکتونه په هیڅ صورت کې نشي کولای چې په يوازې زيربناوې جوړې کړي، نو ځکه اکثره دولت، عامه ادارې يا عامه او شخصي شرکتونه په شريکه زيربناوې جوړوي او په کرايه يې ورکوي، او په ځانګړي ډول افغانستان غوندې هېواد کې چيرې چې پانګونې ريسکونه ډېر لوړ دي هلته بايد عامه اداری له شخصي سکتور سره په ګډه پانګونه وکړي، ښه بيلګه يې د يو څو ورځو وړاندې په وزير اکبر خان کې چاودنه وه چې د لوړ ځاني زيان سره يې روشن مخابراتي شرکت هم زيانمن کړ، پداسې حالاتو کې د دولت ملاتړ ډېر کليدي کيږي، چې وکولای شي شخصي سکتور خپل کار ته دوام او ښه خدمتونه وړاندې کړي.
هر کله چې د دولت لخوا د خدمتونو د وړاندې کولو بحث راشي نو بهتره ده چې لومړيتوب ورکړل شي، هغه خدمتونه چې د ولس حق دی هغه بايد د شخصي کاروبارونو کاروباري خدمتونو په وړاندې لومړيتوب ولري، لکه روغتون او کلينک جوړول د تفريحي پارک په وړاندې لومړيتوب لري، همداسې باکيفيته مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی ډيجيټال ټلويزونونو نشراتو په وړاندې لومړيتوب لري.
فضا کې ځای محدود دی، او هلته ډيريدونکی کباړ د نوې پيړئ يو تر ټولو لويه ننګونه ده چې څرنګه به وکولای شي دا استعمال شوي مواد بيرته ځمکې ته راانتقال يا يې له خپل فضايي حريم څخه وباسي او نورې بهتره سپوږمکئ هلته ځای په ځای شي، د سپوږمکيو په ژوند کې د هغوی داغل او بيرته راکوزول يا له هغه ځايه ليرې کول دواړه جنجالي ستونزې دي.
يعنې يوازې دا نه ده چې سپوږمکئ مو وداغله، مهمه دا ده چې له هغې څه ګټه اخيستل کيږي، راتلونکي کې ورته څه پلان شته، او کله چې له کاره وغورځيږي لدې سره به څه کړو، او دا هم له امکانه ليرې نه ده چې دا سپوږمکئ به د هغه شرکت لخوا د راکوزولو يا هلته بيکاره کولو مصرف له ويرې پر بل چا تپل شوي وي.
اوس که دا وګورو چې نورې نړئ کې له سپوږمکيو څه ګټه اخيستل کيږي، نو دلته يې ځيني مثالونه يادوو:
– آنلاين زده کړه او د پوهنتونونو وصلول: په افريقا او شرقي اروپا هېوادونو کې آنلاين او ټلويزون له لارې زده کړه عامه ده، يو وخت خو دا بحث هم وو چې ملګري ملتونه به د دوی لپاره سپوږمکئ فضا ته وليږي، ورسره د پرمختلليو هېوادونو پوهنتونه چيرې چې پر څيړنه او ګډ کار ډېر تاکید کيږي هلته دا پوهنتونونه له يو بل سره نښتي او خپله ځانګړی شبکه لري، او په هغې کې دولتونه دوی ته د مخابراتو وړيا او ارزانه زيربناوی برابروي.
– ليرې پرتو سيمو لپاره مخابراتي خدمتونه: افغانستان غريزه هېواد دی، دلته د مزي لاری ټول هېواد نښلول به تل ستونزمن وي، آن د نن مخابراتي خدمتونه پر ښارونو او د نفوس پر ډيروالي متمرکز دي، هلته چې د مخابراتي شرکتونو استعمالوونکي ډير دي هلته هره آسانتيا شته، څومره چې د نفوسو له مراکزو ليرې کيږو د مخابراتو کيفيت خرابيږي، هغوی چې په کلیو کې او د نفوسو له مراکزو ليرې اوسيږي د خپلې جغرافيې له کبله ضعيفه مخابراتي خدمتونو ځوريږي. خو د مخابراتو بيې ورته نه کمې دي او نه کومه آسانتيا ورکول کيږي، داسې سيمو ته شخصي شرکتونه د خپلې نه يا کمې ګټې لپاره نه ځي، نو ځکه دولت مجبور دی هلته زيربناوی جوړې او شخصي سکتور مجبور کړي هلته ولاړ شي.
– طبعي آفاتو خبريدل: دلته که څوک له انتحاريانو او امنيتي پيښو ژوندی راوځي نو بيا سیلاب روان کړی وي يا له خټو لاندې وي، د افغانستان په شمال کې هر کال سيلابونه او غرونو ښويدل عامه وي، او پر وخت معلومات کولای شي داسې او نورو طبعي آفاتو په وړاندې ښه ځواب برابر کړي، ورسره له زلزلې وروسته هره ثانيه مهمه وي چې مرسته ورسول شي، خو څرنګه چې له طبعي پيښو وروسته مخابراتي شبکې اکثراً په داسې سيمو کې خرابې کيږي يا د زيربناوو زيانمنيدو له کبله له کاره لويږي، پداسې حال کې د سپوږمکيو يا اضطراري شبکو له لارې معلومات د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی شي.
مهمه نه ده چې نور هېوادونه څه کړي، خو کله چې دا ډول پروژې او خدمتونه عملي کيږي نو مخکې له پرانيستنې هغې له پاره اوږد فکر شوی وي چې پر دې به څه کړو، او کوم خدمتونه دي چې د حکومت او ملت لپاره لومړيتوب لري. که لدې هم تير شو چې پردی کباړ پخواني نابغه وزير د سپوږمکئ پر نامه واخيست، اوس چې ترې کومه ګټه اخيستلی او کومه لوړه بيه ورلپاره پرې کيږي هم د وسيلې او هم د ملت پيسه ضايع کول دي.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ