کله چې يو چا ته نوی دنده پيدا شي نو اکثره وختونه له ډېرې خوشحالئ خلک هر څه ته “هو” وايي، خو بيا وروسته يې سر خلاصيږي چې کاشکی په پيل کې مې ورسره دا خبره سپينه کړې وه. اکثره وخت د نوی دندې مذاکره له معاشه شروع او په معاش خلاصيږي، خو نور داسې کليدي ټکي شته چې ستاسې په ژوند، راتلونکي پرمختګ او مسلک کې لوی توپير راوړي.
خو يوه څه ته مو پام وي، چې د وظيفې دا مذاکرات ستاسې پر کاري تجربه، مهارتونو او جنسيت فرق کوي، ادارو همدا کار دی چې خلک استخدام کړي او ورسره وغږيږي، خو د کار لټوونکي لپاره ممکن دا اول يا دوهم ځل وي يا آن ډیر تجربه لرونکي کارکوونکي هم پر معاش او خپلو حقوقو نه غږيږي، خبره پردې خلاصوي “چې هر څه تاسې ته مناسب ښکاري”، نو ځکه ادارې په مذاکره کې نسبت کارلټوونکي ته ډېر وارد او تجربه لري.
لدې پرته دا هم مهمه ده چې تاسې کوم مهارت لپاره استخداميږئ، که داسې وظيفه اخلئ چيرې چې مهارت مو په بازار کې کم، تجربه مو ډيره او خپل مسلک کې ممتاز ياست نو تاسې له پيله ډير څه پر ادارې منلي دي، خو که لومړئ وظيفه مو وي يا تجربه مو کمه او مهارت مو په بازار کې په آسانه موندل کيږي نو ممکن اداره له ځانه ځينې آزادئ وښيي، همداسې جنسيت هم په مذاکره کې کليدي رول لري، بيلابيلو څيړنو او ورسره تجاربو ښودلی چې خلک مقابل جنس سره په مذاکره کې ډېر ښه نه وي، او زموږ په کلتور کې چيرې چې تعليمي نظام، کلتور، مذهب او کاري چاپيريال د جنس پر بنسټ ويشل شوی ممکن ډيرو لپاره به دا اوله تجربه وي چې له مقابل جنس سره به پر امتيازاتو او مادياتو غږيږي.
دلته دا هم مهمه ده چې اداره به وغواړي تاسې په کمه راضي کړي او ورسره که يو څه ونه غواړئ نو ډېر امکان لري چې هيڅ يې درنکړي، او دا هم ډېر عام دي چې د کارکوونکي حق اداره پر هغوی د احسان په توګه خرڅوي، لکه معاش درکوو يا جمعه رخصت وي، لکه چې معاش پر کور ورکوي يا جمعه يوازې دوی رخصت کړی، دا د شخص حق دی معاش د کار اخلي او جمعه قانون رخصت کړی.
اوس کله چې تاسې د وظيفې لپاره مذاکرې ته کينئ، نو له معاش پرته هڅه وکړئ چې پر دې امتيازاتو هم وغږيږئ:
۱. ښه ټايټل/ وظيفوي نوم
مخکې لدې چې پر دې وغږيږئ له وړاندې پوه شئ چې ځان پنځه کاله کې چيرې وينئ، پر څه خپل مسلک دروئ، ښه وظيفوي نوم تاسې ته مسلکي تجربه درکوي، ادارې استثناً پر کاڼي ليکلی د مقام نوم لري دا بدليدلای شي، خو که چيرې اداره يې نه بدلوي نو کولای شئ هغه کارونه چې غواړئ اجرا يې کړئ پکې ورګډ يې کړئ، او يا که دا هم نه کيږي کله چې د کار په پای کې تجربې سند درکوي نو هغه کارونه يا مهارتونه هم پکې شامل کړئ چې ستاسې د مسلکي ودی لپاره مهم دي.
ستاسې د وظيفې نوم ستاسې کارونه نه ښيي، بلکې هغه څه ښيي چې له تاسې يې تمه ده، يا يې بايد وکړئ، لکه اداري مدير هرې ادارې لپاره بيلابيل تعريفونه لري، پر صنعت، پر سکتور، پر پوهه، ادارې پر اندازه او نورو ټولو له مخې توپير کړي، خپله څيړنه وکړئ، لنکډآن ته ولاړ شئ وګورئ پخوانيو ته کوم وظيفوي نوم ورکړل شوی وو، مسلکي ټولنو کې وپوښتئ او هغه څه خوښ کړئ چې تاسې ورسره آرامه ياست.
۲. مرتجع/ آزاد کاري ساعتونه
کاري ساعتونه څه د جماعت لمونځ نه دی چې قضا شي، په ځينو استثنايي وظيفو کې مراجعين ولرئ يا له دولتي وظيفو چې اتو بجو وظيفو ته بهادران نهه بجې راپيدا او څلورو رخصت کې له درې نيمو څوک په دفتر کې نه وي.
اکثره وظیفې د وخت پابندې نه وي، مرتجع ساعتونه کولای شي اجازه درکړي له کوره کار وکړئ، ټليفون له لارې ستونزې حل کړئ، او که کومه ورځ ستونزه ولرئ ممکن له بل ځايه کار پر مخ بوځئ. ورسره ځينې خلک سهار کې ښه کار کولای شي خو د کار هغه حوصله يې په ټرانسپورټ او دفتر ته راتګ په لاره کې خرابيږي يا د شپې ښه کار کولای شئ، کار پر کور وکړئ، او سهار ناوخته راشئ.
هر څوک د کار خپل سلوکونه لري، مهمه دا ده کله چې اداری سره پر نتايجو موافق شئ، نو هڅه وکړئ چې کار مو رسمي او قبليدونکی شکل واخلي، يعنې اکثره خلک له کوره يا غير رسمي ساعتونو کې کار کوي خو نه يې اداره امتيازات مني او نه احسان، بدبختانه د نن ادارو لپاره دا مهمه ده چې پر خپل میز حاضر وی مهمه نه ده چې هلته پر فيسبوک مصروف وی او که فلمونه ګوری بايد پر خپل میز حاضر وی.
۳. کارځای/ دفتر
د نن په ادارو کې اجتماعي کاري ځايونو رواج مخ په عام کېدو دی چې ټول دې یوځای کيني، انفرادي دفترونه نن يو ځانګړی امتياز دی، که چيرې ستاسې مقام تاسې ته اجازه درکوي چې انفرادي دفتر وغواړئ نو پوښتنه وکړئ. ورسره که انفرادي دفتر نه درکوي نو مه يې پريږدئ چې يو ليرې څنډې ته مو وغورځوي هڅه وکړئ مرکزي نقطه کې کاري ميز/ ځای درکړي، چې که چيرې له وخته يا ناوخته کار کوئ نو آمر مو وويني، ورسره مرکزي کار ځای تاسې سره د اړيکو په زرغونولو او اجتماعيت کې مرسته کوي.
موږ خپل د ويښ وخت ډېره برخه په دفتر کې تيروو، نن دفتر اجتماعيت، مسلک جوړونه، ملګرتوبونه او ذهني آرامتيا غواړي او پدې ټولو کې ښه کارځای کليدي رول لري، هڅه وکړئ د کار ځای مو آرام وي.
۴. تحصيل/ زده کړې مرسته
د نن درس او مهارت ايکسپايري لري، له دوامداره بدلونونو او نوو مهارتونو سره هر درس او مهارت تاريخ تيريږي، نو که غواړئ مخکې پاتې شئ، بايد دوامداره زده کړه وکړئ، او له ادارې وغواړئ تاسې سره پدې زده کړه کې مرسته وکړي.
زده کړه دواړو ادارو او شخص ته ګټه کړي، که د ادارې کارکوونکی پوه او ماهر وي، په اوږده کې ادارې ته اقتصادي تماميږي، مشتريان يې راضي وي، تجارتي ودی سبب يې ګرځي او تر ټولو مهمه اداره ابتکار ته هڅوي، همداسې کارکوونکی نوي څه زده کوي، مسلکي وده کوي او څيړنو دا هم ښودلې هغوی چې دوامداره زده کړه کوي، نسبت نورو ته خوشبينه، خوښ او پر ځان باور لري.
ضرور نه ده چې اداره دې ستاسې د روزنې او زده کړې مصارف ورکړي، يا ټوله د ماسټرئ کورس مو تمويل کړي، خو ډېرې ادارې دې ته تيارې وي چې لنډمهاله کورسونه برابر کړي، او ځينې روزنې لکه ميرمنو لپاره عامه ويناوې او پريزنټشن مهارتونه او نور ورته اداري/مسلکي روزنو اخيستل ښې نتيجې لري.
۵. خوراک، اړيکو او ټرانسپورټ مصارف
دفتر ته تګ راتګ وړيا نه پريوزي، هو که پياده راځئ نو نيکبخته ياست، عموماً پداسې هېواد کې چې هره دوهمه ورځ سرکونه بند وي، دلته رسمي ټرانسپورټ ډېر مهم دی، ورسره له اقتصادي اړخه د کارکوونکو د معاش لويه برخه پر کرایو ځي، هڅه وکړئ له ادارې سره پر رسمي ټرانسپورټ وغږيږئ، يا ترې مياشتنی بيه واخلئ.
همداسې غرمې ډوډئ يوه بله آسانتيا ده چې ستاسې کار ډېر آسانوي، افغانستان کې د غیر انتفاعي ادارو رواج عام دی، هلته د غرمې ډوډئ ورکول د اصل په توګه منل شوی دی، خو که انتفاعي يا تجارتي اداری سره کار کوئ، نو لسګونو کارکوونکو ته ډوډئ ورکول لوی مصرف دی، ورسره له موږ تمه ده چې تل بايد خپل ټليفون او بريښناليک ځواب کړو، د دې مصارف هم کولای شئ د وظيفې په مذاکرو کې شامل کړئ.
د اړيکو، ټرانسپورټ او ډوډئ مصارف سره لدې چې ډېر کوچنئ به ښکاره شي، خو ژوند مو ډېر آسانوي، ورسره اکثره وختونه ډوډئ ته بهر تګ خو ډېر وخت هم ضايع کوي، همداسې که رسمي ټليفون شمېره ونه لرئ، نو ممکن دندی له پريښودو وروسته به هم کار اړونده زنګونه درته راشي.
۶. رخصتي
د افغانستان د کار قانون ښه پريمانه رخصتئ لري، بیا به پکې د حج، حکومتي اعلانونو رخصتئ او نور لرو، زموږ د کار قانون تر ډېره حده د غیر انتفاعي سکتور له نقطې نظره ليکل شوی او کارکوونکو لپاره ډېر امتيازات لري، خو ضرور نه ده چې ادارې دی دا رخصتئ کارکوونکو ته ورکړي، ورسره که تاسې د جمعې په ورځ اداره کې يوازې نيم ساعت غونډه ولرئ، نو نيمه ورځ مو ولاړه.
له ادارې سره پر رخصتيو وغږيږئ، اکثره ادارې شلو خوا و شا رخصتئ لري، خو اکثره کارکوونکي دا رخصت نه اخلي، اداری سره وغږيږئ چې آیا بل کال ته يې انتقالولئ شئ، خرڅولی يې شئ (د رخصت معاش درکړي) يا څه امکانات لرئ چې له رخصتيو اعظمي ګټه واخلئ.
رخصتي دواړو ادارو او شخص لپاره ښه وي، نن خو په نوره نړئ که خو آن مامورين هڅول کيږي رخصت واخلي، ځکه دوامداره کار پر روغتيا اغېزه کړي، او ناروغ شخص هيڅ چا لپاره ښه نه دی.
۷. تقاعد
ځينې ادارې د کارکوونکي قرارداد پريکولو پر مهال هغوی ته د يوې يا دوو میاشتو اضافي معاش ورکوي، ځينې بیا په میاشتني اساس له کارکوونکي يو څه پيسې ګرځوي، او ځانګړي فورمول پر بنسټ خپله هم پکې يو څه ورډېروي، او د کار مودې په پای کې يې د تقاعد پر نامه ورکوي، وګورئ چې آیا تقاعد لرئ يا نه؟
تقاعد يوازې دولتي ادارو اړونده نه دی، وګورئ ستاسې اداره پدې اړه څه قوانين لري.
۸. قرض او انشورنس
دا ممکن د هر چا لپاره نه وي، خو ځينې ادارې کولای شي، له يوې مودې کارکولو وروسته تاسې قرض هم درکړي، او ځينې ادارې صحي بيمه/ انشورنس هم لري، ځينې يوازې شخص پورې محدودې دي او په ځينو کې بيا د کورنئ غړي هم شامل وي.
۹. څرګنده نتايج/ کار تشريح
ممکن د وظیفې په پيل کې پر دې ډېر بحث ونه شي، خو د مذاکرې پر مهال ستاسې دنده روښانه او متوقع نتايج روښانه وي، نو ژوند به مو ډېر آسانه شي، اکثره وخت ادارې نه پوهيږي چې له شخص څه غواړي، يوازې دومره پوهيږي چې د دې وظيفې لپاره شخص غواړو، خو چې کړي به څه هغه بيا وروسته روښانوي، يا د وظيفې لايحې په پای کې ليکي “هر کار چې آمر وروسپاره” چې دا يوه ډېره غېره مسلکي جمله او ځان له جنجاله خلاصولو پر معنا ده.
د مذاکرې پر مهال وپوښتئ، چې هغه کومې پنځه لويې لاسته راوړنې دي، چې اداره يې له تاسې د کال په پای کې غواړي.
۱۰. پر بازار او قوانينو پوهيدل
وپوښتئ چې په بازار کې ستاسې د مقام خلک څه کړي او کوم قوانين چې ستاسې پر کار اغېزه کولای شي.
دا څيړنه کولای شئ پخپله وکړئ، کولای شئ له ادارې وغواړئ تاسې سره مرسته وکړي، همداسې پر قوانينو ځان پوه کړئ، د قانون اصل دی چې له قانونه ناخبري عذر نه دی، نو ځان پوه کړئ چې ستاسې په کار کې خو څه غير قانوني نشته، او ورسره که چيرې قانوني پوښتنه ولرئ څوک به درسره مرسته وکړي.
همداسې، له خپلو او اداری قانوني حقوقو ځان خبر کړئ، دنده د غلامئ په معنا نه ده، او نه بايد تاسې ځان ته د ادارې غلام په توګه وګورئ.
په پای کې، که خوښي، قناعت او بريالئ مسلک غواړئ دنده او مسؤليت هیڅکله د پيسو لپاره مه قبلوئ!!
(نورې ورته ليکنی: مزد او کار، روزنه/ ټريننګ د څه لپاره، اداری کلتور، تعليم او تمی، دفتري مديريت – د دفتر او نورو څانګو تر منځ پر اړيکو پوهيدل، د دندې مرکې پوښتنې، دویمه برخه، د وظيفې د مصاحبې پوښتنې، لومړئ برخه)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ