يو څو ورځې وړاندې الجزيرې په جنوبي کوریا کې په ريزومي کې د نوماندانو پر عکس لرلو کوچنی خبر درلود، د راپور له مخې هلته کارلټوونکي مسلکي عکاسانو پسې ګرځي تر څو د دوی عکس واخلي، فوټوشاپ کې يې اصلاح کړي، او له ريزومي سره يوځای يې واستوي، بيا له ځينو ماهرينو سره هم غږيدلي وو چې څرنګه ادارې د مرکې په ډله کې د مخونو لوستونکی هم کينوي او هغه د کارلټوونکي مخ لولي او بيا شرکت ته وايي چې په راتلونکي کې به هغه ستاسې لپاره ښه وي يا نه!
په اکثره وختونو کې ممکن د جنوبي کوريا په څير موضوع جدي نه وي، خو په ريزومي کې د عکس شاملولو بحث له ډېر پخوا راهيسې روان دی، دواړه لوری خپل دلايل لري، موږ لومړي د عکس نه لرلو لپاره يو څو دلايل ليکو، بيا ورپسې د عکس لرلو په طرفدارئ غږيږو او پای کې يې خلاصه کوو:
د عکس نه لرلو دلايل
۱. آنلاين به مو ولټوي:
نن سبا اکثره دنده لټوونکي لنکډآن پروفايل لري، که نه يې لرئ نو بايد يې ولري. کله چې تاسې کار لپاره ريزومي ليږئ هلته د بشري منابعو استازی ستاسې د پوهې، تجربې او لاسته راوړنو لپاره ستاسې عريضه او خلص سوانح لولي، که چيرې ستاسې له ريزومي څخه خوښ شو، نو ممکن چې د عکس لپاره مو ګوګل یا لنکډآن پروفايل وګوري، ځکه د عکس لرل دومره مهم نه دي.
که چيرې ستاسې لنکډان پروفايل عکس ونه لري، نو بيا هلته د اکثرو ماهرينو له نظره شخص غير مسلکي او غير جدي ښکاري.
۲. له مهمو ټکو د استخداموونکي نظر اړوي:
داسې ګڼل کيږي چې استخداموونکی د عادي ريزومي پر لوستلو له ديرشو تر پنځوسو ثانيې مصرفوي، پدې يوه دقيقه کې استخداموونکی دا ټاکي چې تاسې بايد بل دور ته ولاړ شئ يا نه، نو که چيرې عکس هم ولرئ، نو دا امکان لري چې تاسې له مهمو موضوعاتو څخه د استخداموونکي پام اړولی وي، او مهمې ثانيې مو ضايع کړې وي.
۳. ممکن د تعصب ښکار شئ:
انسان په شعوري يا غير شعوري توګه ځينې شيان خوښوي او له ځينو ډډه کوي، که تاسې عکس ولرئ دا د دې امکان ډيروي چې د استخداموونکي په لومړي نظر کې د تعصب ښکار شئ، ضرور نه ده چې دا ځان نيونه دې شعوري وي، خو پر ريزومي عکس د دې امکان ډيروي چې ستاسې د ښود پر بنسټ دې ستاسې په ضد فيصله وشي، همداسې لکه ځينې وخت آدرس، عمر، جنس، پوهه، نوم او نور چې د شعوري يا غيرشعوري تعصب سبب ګرځي، عکس هم کيدای شي له تاسې سره انصاف ونه کړي.
۴. په عکس مې څه کړی؟ ښود ولې بايد وظیفې له پاره مهم وي:
که چيرې داسې وظيفې ته نوماند ياست چې فزيکي ښود يا ځواک پکې رول لري لکه د بازار موندنی، ټلويزون لوبغاړي او نور، نو هلته ممکن عکس ګټه وکړي، خو عموماً اکثره وظيفې پر ښود متکي نه وي او ضرور نه ده چې تاسې څرنګه ښکارئ، نو ځکه د عکس ضرورت نه پريوزي. زه د ځان ښودنې لپاره استخداميږم که پوهې او مهارت لپاره؟
د عکس لرلو دلايل:
۱. د ريزومي لومړی ليدونکی تاسې نه استخداموي:
ريزومي عموماً د بشري منابعو څانګی ته استول کيږي، دوی يوازې د راغونډولو کار کوي، د استخدام پريکړه بل څوک کوي، که تاسې عکس ولرئ يا نه، استخداموونکی تاسې د کار لپاره نيسي، که د وظيفې لياقت ولرئ نو هغې پر اساس راغوښتل کيږئ، نه دا چې پر ريزومي مو عکس شته يا نه.
۲. موږ په تصويري او ملټي ميډيا په زمانه کې ژوند کوو:
فيسبوک، ټويټر، انسټاګرام او نور مو له عکسونو ډک دي، نو ولې نه بايد ريزومي هم عکس ولري، انسان ليدل کيدونکي شيانو ته ډير جذبيږي، نو که چيرې پر ريزومي عکس ولرئ دا ډير امکان لري چې له اوږد قطاره ستاسې ريزومي راواخيستل شي.
۳. عکس مو پيژندل آسانوي:
که پر ريزومي عکس ولرئ نو پيژندنه مو آسانيږي، ورسره داسې هم ګڼل کيږي چې عکس لرل ممکن ستاسې له استخداموونکي سره لومړئ غونډه اسانه کړي، هغوی ته به آشنا ښکارئ، ورسره دا تعجب چې له ځينو نابغه ګانو په مرکو کې اورئ، چې دا ريزومي ستا ده، يا له قوارې خو دومره هوښيار نه ښکاری، هم مخه نيسي.
۴. د ځان ښودلو او خرڅولو نوې لارې بايد ولټوئ:
د عکس نه لرل پخوانی نظر دی، په رواجي توګه ريزومي عکسونه نه لري، خو د نن په ډيجيټال نړئ کې چې تقريباً ټولو وظيفو ته د ايميل له لارې عريضې ليکل کيږي، يعنې د چاپ شوو سندونو ليږدولو زمانه تقريباً ختمه ده، هلته بايد عارض له ابتکاراتو او کار موندلو نوی طريقې پيدا کړي، چې په هغې کې په ريزومي کې له عکسونو، ګرافونو او نورو تصويري موادو ګټه واخيستل شي.
د عکس لرلو او نه لرلو دواړو لپاره غښتلي دلايل شته، همداسې مخکې لدې چې دا بحث راونغاړو، مهمه ده چې ستاسې ريزومي بايد لاندې خواص ولري:
– دوامداره يې نوې او پر لاسته راوړنو تمرکز وکړئ:
دا پوښتنه چې څومره وخت وروسته بايد ستاسې ريزومي نوی شي، تاسې پورې ده، خو ښه موده يې لږ تر لږه په کال کې دوه يا درې ځل نوې کول دي، که چيرې تاسې واياست چې په کال کې زما په ژوند کې هيڅ تغير نه راځي نو بیا مو الله مل شه!! خو عموماً په يوه کال کې انسان نوی مهارت زده کوي، روښانه لاسته راوړنی لري، نوې ژبه زده کوي، په اداره کې وده کوي، نوې پروژې عملي کوي، او نور داسې څه وي چې کولای شي د ريزومي برخه يې کړي.
ضرور نه ده چې اداره دې ستاسې پرمختګ لپاره امکانات برابر کړي، تاسې پخپله بايد د خپل پرمختګ او بهترئ لپاره لاس پښې وخوځوئ.
– يوه ريزومي هرې دندې لپاره نه وي:
اکثره خلک له ريزومي او کار موندنی څخه هم د عامه اعلانونو ايميل په توګه کار اخلي، يوه ريزومي او عريضې ليک هر چا ته استوي، کله چې استخداموونکی دا سلوک ويني نو له ځان سره وايي چې ته دومره وخت نه لری چې زما دندی لپاره يوه پنځه دقيقې پر خپله ريزومې ولګوی، نو زه ولې بايد دا خطر واخلم او ستا په څير يو لټ راوغواړم. د انسان سلوکونه، مهارتونه او پوهه له وخت سره فرق کوي، آن که د دوو ادارو وظيفې يو بل ته ورته وي، او په عنوان کې يې هيڅ توپير هم نه وي، بيا هم هره اداره خپل کلتور او کاري ميکانيزم لري، بهتره ده مخکې لدې چې يوې دندې ته ريزومي استوئ، هغه د وظيفې له شرايطو سره سمه کړئ، او د وظیفې پر شرايطو او اړتياوو کولای شئ ځان د وظيفې له اعلان څخه پوه کړئ.
– ډېره يې مه اوږدوئ
استخدام پر ريزومي نه کيږي، خلص سوانح يوازې معرفي او وظيفې لپاره خپلې خوښې ښودلو لپاره وي، که چيرې اداره ستاسې له لومړنيو پاڼو خوښه شوه، نو ورپسې مو نورو پړاوونو ته راغواړي، هڅه وکړئ چې ريزومي پر همدې اوله برخه متمرکزه کړئ، چې څرنګه تاسې ښه معرفي کړي، څرنګه مو له اړونده مهارتونو يادونه وکړي او څرنګه ادارې ته وښايي چې که زه مو استخدام کړم نو پښيمانه به نه ياست.
نو ځکه مهمه ده چې ډېره یې اوږده نه کړئ، ښه ريزومي بايد څو پاڼې وي، هغه ستاسې د پوهې او تجربې له مخې فرق کوي، لومړئ دندې لپاره ممکن يوه پاڼه هم کفايت وکړي، خو څومره چې مخکې ځئ ممکن ريزومي مو اوږده شي، خو اکثره څيړنې ښيي چې څومره وخت استخداموونکي پر يوه ريزومي تيروي بهتره ده چې له درې صفحو يې اوږده نه کړئ، او په ډېر استثنايي حالت کې څلور مخه وي، خو داسې بايد ښه ډيزاين شوې وي چې هر څه روښانه ولوستل شي، او په ډېر اختصاري حالت کې ليکل شوې وي.
اوس که دا بحث راونغاړو، د عکس لرل او نه لرل تر ډېره پر وظيفه او شخص دي چې پخپله دا پريکړه وکړي، خو مهمه ده چې د لنکډ ان (LinkedIn) پروفايل ولرئ او په ريزومي کې د هغې آدرس ورکړئ، تاسې ريزومي به ډېره لنډه وي، خو آنلاين پروفايل مو بايد ډېر غښتلی، تشريحي او نوی وي، هلته عکس ضرور دی او له عکس پرته آنلاين پروفايل نيمګړی بلل کيږي.
په پای کې چيرې غواړئ عکس ولرئ، نو له هغې څخه د کی ايف سي عکس مه جوړوئ چې شپيتو کالو کې نه بدليږي، هڅه وکړئ عکس مو د ريزومي له نورو مواردو سره دوامداره نوی کړئ.
(ورته ليکنی: وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مزد او کار، د مسلک پيل او پر نورو وړاندې کیدل، مخ په وړاندې، د وظيفې د مصاحبې پوښتنې، لومړئ برخه، د دندې مرکې پوښتنې، دویمه برخه)
ټولي:HR, مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ