انټرنېټ ډېره پراخه نړئ ده خو تاسې کې په څومره د ورځې له فيسبوک، ګوګل، يوټيوب، ټويټر، انسټاګرام او دوه درې خبري ويبپاڼو اخوا ولاړ شئ، نن سبا اکثرو ته انټرنېټ یوازې فيسبوک او همدا دوه درې ویبپاڼې دي.
که چيرې د هر څه لپاره انټرنېټ يا ټکنالوژي وکارول شي نو انساني توانونه له استعماله غورځي، لکه ليکل په کمپيوټر کيږي، چې اغيزه يې وينو د اکثرو لاسي ليکنی خراب او ځينو خو املاوی هم جنجالي وي، آدرسونه په ټليفون کې دي او جي پي ايس له لارې يې لټوو، ټليفون نومرې اوس څوک نه زده کوي ممکن یوازې له خپلې نومرې درته نورې يوه نومره هم نه وي ياده، زده کړې او مطالعه پر کمپيوټر کوو سره لدې چې آساني راوړي خو دوامداره اخلال او بې ځايه پيغامونه زموږ په يادو يادولو توان خرابوي او همداسې نور بې شمېره بيلګی
دلته موږ پدې بحث کوو چې آیا ټکنالوژي، انټرنېټ او ګوګل د انسان ذهني او فکري توانونو له پڅوالي او سستوالي سره مخ کوي؟
انسان له وخت سره د ځان عيارولو بهترين کمال لري، دا نه ده چې انټرنېټ شخص بيړا کوي خو که چيرې موږ د خپلو طبعي وسايلو او توانونو ګټه وانخلو نو هغه زنګ وهي، د انسان وجود اعضاوی پر استعمال غښتلې کيږي، يو څوک چې سپورت کوي ښه صحت لري، څوک چې د سندرو تمرين کوي ښې سندرې وايي، ښه غږيدا تمرين کوي ښه غږيږي، همداسې نور، که پر همدې اصل هر څه لپاره انټرنېټ او ګوګل سرچ وکارول شي، آیا ذهن به مو همدومره تيز او ځيرکه پاتی شي.
تاسې به دا مضمون آنلاين لولئ، او ورسره به څو امکان ولرئ، دلته کلیک کړئ، شريک يې کړئ، لايک يې کړئ، او نور، او د آنلاين محتوياتو ډيريدونکي شمېر سره زموږ لوست او مطالعه آنلاين کيږي، ډيره برخه يې د کمپيوټري وسايلو په مرسته وي، همدا کوچنيو پريکړو او ختلالاتو له کبله د ماغزو جوړښت بدليږي.
څيړنو ښودلې چې زموږ ماغزه د زده کړې لپاره پاملرنې ته اړتيا لري، بايد ذهني کار لپاره تمرکز وشي، هر کله چې موږ لداسې دوامداره بدلونونو، بېځايه کلیکولو او پام اړولو سره مخ کيږي، د ماغزو اړيکې بدليږي، انسان په دوامداره بې حوصلې کيږي، اوږد وخت لپاره یو څه ته پام نه کوي، په اوږده کې بې مطالعې او مصنوعي کيږي.
سره لدې چې اکثره پدې نظر دي چې ټکنالوژي زموږ ذهني ودې لپاره ښه ده، خو بيا څيړنې ښيي چې ټکنالوژي کولای شي د عقلي رکود او هوښيارتيا له منځه وړلو سبب شي.
وايي کله چې په لومړي ځل لیکل رواج شو، نو ارسطو ويل چې دا نوی ټکنالوژي به هيرول او له يادښته کار نه اخيستل رواج کړي.
له لسيزو راهيسې موږ انټرنېټ کاروو، زموږ ذهنونه يې بدل کړي دي، لیکنی کوچنئ شوي دي، اوږده کتابونه څوک نه لولي، جملې لنډې شوې دي، هغه ليکنی چې له دوه درې پاراګرافو اوږدې وي څوک يې نه لولي، پاملرنی موده مو لنډه شوې ده… او تاسې کې به څومره دا مضمون تر اخيره ولولي!!!
د انګلستان په يوه پوهنتون کې پنځه کلنی څيړنی وښودله چې زموږ د لوستلو او فکر طريقه بدليدونکی ده. پدې څيړنه کې چې څيړونکو د انټرنېټ دوو مشهورو لټون ماشینونو استعمالوونکو سلوکونه وڅارل، دوی وليدل چې دا خلک له ځانه د سرسري مطالعې سلوک ښيي، يعنی دوی له يوې منبع بل ژر ژر ځي، او لومړنيو منابعو ته ډير کم راستنيږي. دوی د مضامينو يوازې يوه يا دوه صفحې لولي مخکې لدې چې بلې ويبپاڼې ته ولاړ شي، اوږد مضمون سيف/خوندي کوي، خو داسې ثبوت نه وو چې دا مضمون وروسته لوستل کيږي.
لدې بريښي چې د لوستلو هغه رواجي شکل بدل شوی دی، ډير خلک يوازې د دې لپاره آنلاين کيږي، تر څو له “رواجي” مطالعې څخه سترګی پټی کړي.
په تاريخي لحاظ د نن نسل له نورو ټولو پخوانيو نسلونو ډېره مطالعه کړي، او باسواده دی، له موبايل ټليفون نيولي تر انټرنېټ زموږ لوی فعاليت لوستل دي، خو دا لوستل بدل دي چې له کبله يې فکر طريقه هم بدله ده، زموږ سلوک يوازې دا نه چې موږ څه لولو، بلکه دا هم ده چې څرنګه يې لولو، زموږ دا لوستل چيرې چې ژر او بهتره لوستل د اوږدو لوستلو په پرتله ښه ګڼل کيږي، زموږ د اوږد، ژور او دقيق فکر توان اغيزمنوي.
د نن لوستونکی باخبره دی، خو ممکن ښه او ژور فکر کوونکی وي.
لوستل د غږيدو په څير طبعي نه دي، موږ بايد لوست زده کړو، هغوی چې غږيزه ژبی لکه چينايي يا کوريايي لولي او هغوی چې الفبايي ژبې لکه عربي يا انګليسي لولي، ماغزه يې مختلف ډول غزيدلې وي، مختلفې اړيکې لري، چې دا پخپله د بیل ډول فکر، د غږيزه او تصويرو توکو بيل ډول معنا کول او مختلف منطق سبب ګرځي، نو له همدې کبله څيړونکي پدې نظر دي چې د ماغزو د انټرنېټ مطالعې له کبله غزيدلي اړيکې به له رواجي اړيکو بدلې وي.
داسې ګڼل کيږي چې د ذهني ودې يو تر ټولو لويه ننګونه دا ده، چې ماغزه بايد ځان پخپله سم کړي، لکه انسان چې په بل کې نقص لټولو ته تيار ناست وي، او د ټولې نړۍ اصلاح غواړي خو خپلې اصلاح لپاره يې داړی چينګې نيولې وي، همداسې ماغزه هم د وجود نورو برخو اصلاح لپاره ښه وي، خو کله چې ځان بهترئ بحث راشي، نو دوه چنده زحمت غواړي.
انټرنېټ او د نن مفاهمې/مخابراتي سيسټمونو زموږ په ذهن او ژوند پراخه اغېزی لري، کله چې مخانيکي چاپي ماشين اختراع شو، نو هغه وخت پوهانو داسې ګڼله چې د کتابونو اسانه لاسرسي به خلک ذهني تنبل کړي، خلک به د درس او مطالعې لپاره ځان نه عذابوي، نورو داسې ګڼله چې مذهبي واکدارانو اختيارات به کم کړي، د پوهانو او ليکوالانو قدر به کم شي او چټيات به خپاره کړي، وروسته څيړنو او ليکوالانو وليدل چې همداسې وشول، خو آیا له هغه ماشين پرته به بشر دومره پرمختګ کړی وای؟
انټرنېټ، ټکنالوژي او اړونده وسايل د انسان پر فکر، ژوند او ذهن اغيزه کړي، خو لکه څرنګه چې پخوانيو ټکنالوژيو لکه ټلويزون ښودلې وه چې ډېر ليدل يې انساني ذهن پڅوالي او رکود سره مخ کوي، انټرنېټ هم که چيرې له ژورې او اوږدې مطالعې سره مل نه شي، په اوږده کې انسان مصنوعي، بې خبره او سرسري فکر سره پاتې کيږي، داسې ګڼل کيږي چې د ښې ذهني ودې لپاره تل بايد مقابل يا تضاد نظرونه مطالعه شي، همدا اصل دلته هم کار کوي چې د خپلې ذهني هوښيارتيا لپاره یوازې د انټرنېټ، ګوګل او فيسبوک پر مطالعې اتکا مه کوئ، لدوی پرته هم د زده کړې، مطالعې او هوښيارتيا ډېر وسايل شته، ويې لټوئ، او يې کاروئ.
(اړونده ليکنی: پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ټکنالوژئ لس خوار عادتونه، آيا تعليمي نظام زموږ ذهني وده دروي؟، دروغ خبرونه، انټرنېټ، فيسبوک او ټولنيزې ميډيا رول او د معلومولو يې نهه لارې چاری)
(دا مضمون د Nicholas Carr مضمون “Is Google making us stupid” او اړونده کتاب پر اقتباس او اغېزه لیکل شوی دی)
ټولي:Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ