خپل موبايل له بايسکلي غلاوو وساتئ

نن سبا د نورو هېوادونو په څير دلته هم د بايسکلو يا موټرسايکلو له لارې د موبايلو/ ټبليټونو او نور ډول ګرځنده وسايلو غلا ډيره شوې ده، عموماً کله چې تاسې پر ټليفون غږيږئ يا مو په لاس کې وي، يو څوک راځي او له تاسې يې تښتوي. اکثره داسې پيښې په بيروبار، تجارتي مراکزو، سپورتي لوبغالو مخې او نورو داسې ځايونو کې کيږي چې غل ځان لپاره د تيښتې لاره پيدا کړای شي، اکثره وخت مجرم له شا راځي يا قرباني په بې پامئ کې لوټي يا داسې حالت کې يې ترې اخلي چې پر ټليفون غږيږي يا پرې ټکسټنګ کړي/ مسيجونه ليکي.

داسې جرمونو کې عموماً دوه نفره دخیل وي، يو د وسيلې چلوونکی وي او بل شاته ناست شخص وي چې له قرباني ټليفون اخلي، امکان لري چې د غلا لپاره دوی پر پياده رو موټرسايکل وځغلوي او کله چې يې جرم وکړ عمومي سرک ته داخليږي او تښتي.

سره لدې چې داسې ګڼل کيږي اکثره غلاوی په بيروبار کې کيږي، او کثراً بازار کې له ۵ تر ۸ خلک ډير وي يعنی دا وخت دا داسې پيښو امکان ډير وي، خو دا امکان ټوله ورځ هم وي، دا هم امکان لري چې د ورځې پر مهال يو څوک تعقيب شي او بيا په مناسب وخت کې ترې وسيله وتښتول شي.

دلته موږ هڅه کوو، د نړئ نورو ښارونو چارواکو لارښوونو او ځينې احتياطي تدابيرو په رڼا کې ځينې وړانديزونه وکړو، چې کولای شي تاسې لپاره د داسې بدبختيو مخه ونيسي:

له خپل چاپيريال خبر اوسئ:

د نن وسيلې ډېرې مغلقې او پيچلې دي، ډېرې آسانتياوې راوړي، او کولای شي شخص له خپل چاپيرياله ناخبره کړي، د مجنون وارثين خو د سرک په منځ کې هم له دنيا خلاص وي، خو عموماً دا وسيلې کولای شي تاسې له چاپيريال بيغمه کړي، که چيرې په لاره يا بازار کې ټليفون يا بله وسيله کاروئ، دې ټکو ته پام وکړئ:

که ټليفون کوئ يا غواړئ ترې ګټه واخلئ، شاوخوا وګورئ، آیا څوک پر موټرسايکل وينئ چې ممکن له تاسې وسيله وتښتوي

اوږدې خبرې مه کوئ، لنډې خبرې وکړئ تر څو له چاپيریاله بې پروا نه شئ

په روانه کې مسيجونه مه کوئ له خپل چاپيرياله مو بې پروا کوي.

که چيرې ضرور وي چې بايد پیغامونه واستوئ، څنډې ته ودريږئ، کوشش وکړئ ديوال ته ودريږئ يا داسې ځای ته ودريږئ چې له شا څخه د چا د راتګ امکان نه وي

همداسې، د بلوټوت یا هیډفون يا نورو هينډفري وسيلو کارول ستاسې له لاسه د ټليفون تښتولو امکان کموي

د ټليفون مصؤني/ ساتنی آسانتياوی وکاروئ

نن سبا هر ټليفون له ډيرو ښو ساتندویه آسانتياوو سره راځي، چې په هغې کې د ښه پسورډ ټاکل، له څو اشتباه پسورډونو وروسته د ټليفون پاکول او د انټرنېټ له لارې د خپل ټليفون موندل يا غيرفعالول شامل دي.

د خپل ټليفون جوړوونکي ويبپاڼې ته ولاړ شئ او معلوم کړئ چې څرنګه کولای شئ له دې آسانتياوو کار واخلئ، يا اړونده پروګرامونه خپل ټليفون ته ډاونلوډ/ راښکته کړئ تر څو له دې آسانتياوو کار واخلئ.

د خپل ټليفون امنيتي/ ساتنی آسانتیاوی فعالې کړئ

کيبورډ پاسورډ وکاروئ تر څو سمدستي مو ټليفون خلاص شي، يا بايوميټريک (ګوتی یا مخ نښان) له لارې پرانيستل وکاروئ

ستاسې ټليفون ممکن نورې ځانګړتیاوی هم ولري، لکه د معلوماتو پاکول، انټرنېټ له لارې يې غير فعالول يا بيرته فابريکې حالت ته راوستلو مخه نیول، ځان پرې پوه کړئ چې څه ورسره کولای شئ.

پر خپل ټليفون ځان پوهولو لپاره د هغې جوړوونکي ويبپاڼې ته ولاړ شئ، يا ګوګل ولټوئ چې څه مرستندویه مواد موندلای شئ.

که ټليفون مو ورک شو، څه کولای شئ

ضرور نه ده چې ټليفون مو غلا شي، ځينې وخت له تاسې يو چيرې پاتې کيږي، يا درسره غورځيږي همداسې نورو ډيرو لارو يو څوک ټليفون له لاسه ورکوي، ټليفون به بل هم پيدا کړئ، مهم پکې هغه معلومات وي چې په ټليفون کې ساتل کيږي.

سره لدې چې د ټليفون له لاسه ورکول پخپله یوه بده پيښه ده، خو موږ يې دلته پر دوه اړخو ويشو، يو د ټليفون له لاسه ورکول دي بل د هغې معلوماتو بيرته لاسته راوړل دي چې په ټليفون کې مو ځای کړې وي.

هر ټليفون له شرکت څخه له ځان سره يوه ځانګړی نومره لري، دا نومره يا پيژندونکی عدد چې IMEI (د موبايل/ ګرځنده وسيلی نړيوال پيژندونکی) بلل کيږي د ټليفون پيژندنی لپاره کاريږي، په ډيرو ښارونو کې د ورکو ټليفونونو موندلو لپاره له همدې نومرې کار اخيستل کيږي، دا شمېره ستاسې د ټليفون له نومری توپير لري، او کولای شئ د په خپل ټليفون کې د *#06# شمېرې پر وهلو معلومه کړئ، له ځان سره يې وليکئ او که چيرې مو ټليفون له لاسه ورکړ کولای شئ شبکه پرې خبره کړئ.

عموماً داسې کيږي چې کله ستاسې ټليفون ورک شي، تاسې مخابراتي شرکت ته احوال ورکوئ چې ټليفون مو له لاسه ورکړئ دئ، هغوی له تاسې ستاسې د نومرې پوښتنه کوي، او سيم کارډ مو بندوي، خو ورسره ځينې هېوادونو کې د مخابراتي شرکتونو لپاره دا لارښوونی هم وي، چې هغوی له تاسې ستاسې د ټليفون IMEI نومره پوښتي، او پر خپله شبکه هغه ټليفون هم بندوي، نو سره لدې که ستاسې سيم کارډ بند شي، هغه شخص ستاسې په ورک شوي ټليفون کې بل سيم کارډ واچوي، بيا به هم ټليفون کار نه کوي.

مخکې لدې چې د ټليفون پر معلوماتو وغږيږو، بهتره هغه معلومات چې ضرور نه وي په ټليفون کې واوسي بايد يې پکې ونه ساتئ، د معلوماتو ساتلو تر ټولو ښه اصل دا دی، يو ځای کې بايد ټول ونه ساتل شي، همداسې هغه معلومات لکه بانکي حساب، بريښناليک آدرسونه، او نور په ټليفون کې مه ساتئ، که غواړئ چې هلته يې وساتئ نو پرانيستي حالت کې يې مه ساتئ، لکه پر ټليفون فيسبوک لرئ، هغه تل خلاص وي (پسورډ نه غواړي)، يا بريښناليک لرئ هغه هم تل خلاص وي، همداسې مو ټول مسينجرونه همداسې پرانيستي وي، هر څومره چې ډېر معلومات مو پدې وسيله کې ساتلې وي همدومره به يې له ورکيدو زيانمن کيږئ.

دا بحث چې آیا بايد دا د فيسبوک، بريښناليک، مسینجرو او نور حسابونه تل پرانيستي وي يا تل راڅخه پسورډ وغواړي، تاسې پورې ده، دلته بحث د سهولت او خطر پيژندنی پر اساس دی، سره لدې چې پرانيستي پريښودل يې يو سهولت دی، هر وخت پسورډ نه غواړي، خو ورسره يو خطري عمل هم دی، هر چا چې ستاسې ټليفون ته لاسرس حاصل کړ، هغه مو ټول حسابونو ته هم لاسرسی لري.

معلومات بايد تل يو نقل ولري، د معلوماتو لپاره تل د يو جمع يو نقل اصول کاريږي، يعنې د معلوماتو هره ټوټه بايد يو بل نقل ولري، د نن سبا ځيرک ټليفونونه عموماً د بريښناليک له لارې فعاليږي يا له تاسې څخه بريښناليک حساب غواړي، تاسې کولای شئ لدې لارې خپلې اړيکې، پيغامونه، جنتري او نور نقل کړئ، کاپي ترې واخلئ، همداسې ځينې وخت کولای شئ ټول ټليفون مو له خپل بريښناليک يا بل خدمت سره ونښلوئ او وخت پر وخت يې د معلوماتو نقل واخلئ.

که موږ دا وسيلې له ځان سره ګرځوو تل يې د لاسه ورکولو خطر راسره مل وي، ماتيدل، چيرې پاتې کيدل، ورکيدل او ټول د دې وسيلو د ژوند برخه ده، مهمه داده چې تاسې څومره ژر کولای شئ د دې وسيلې له لاسه ورکولو له يوې بدبخته پيښې سره مخ کيدو وروسته بيرته عادي حالت ته راوګرځئ.

(ورته ليکنی: آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار، د ټکنالوژئ لس خوار عادتونه)



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, ,

1 reply

Trackbacks

  1. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – پنځمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: