هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ

موږ د ټکنالوژئ وړ راتلونکي په لور روان يو، نن هم د ټکنالوژئ ځيني توکي د ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده، او هغه ورځ ليرې نه ده چې ډيرې چارې به د هوښيارو ماشينونو په وسيله اجرا کيږي، پداسې يو حالت کې سره لدې چې دا چاری ژوند آسانوي خو ورسره کولای شي اخلاقي او سلوکي ستونزی وزيږوي.

نن درانده کارونه، لېږدول/رالېږدول، ژباړې، څيړنې، جعلکارئ مخنيوی او نور د ماشينونو له لارې بهتره اجرا کيږي، هوښيار سیسټم په کراره خو په دوامداره توګه د شخصی او کاروباري ژوند برخه ګرځي، له همدې کبله دا بحث مخ په ګرميدو دی چې تر کومه حده دا مصنوعي هوښيار ماشينونه باید د انسان پر ژوند اغېزه ولري، او داسې قواعد او قوانين بايد واوسي چې د دې ماشينونو چارو لپاره اصول وټاکي.

دلته موږ له هغو اخلاقی او سلوکي موضوعاتو يادونه کوو چې کولای شي د بشر پر سلوک او کاروبار اغېزه وکړي، او هغوی چې ورته تيار نه وي ممکن له ستونزو سره مخ کړي.

۱. بيکاري: که د بشر لپاره هیڅ کار نه وي نو بيا؟

بشري کار مخ په اتومات کيدو روان دی، نن اکثره فزيکي درانده کارونه ماشين کوي، هر څومره چې کارونه ماشيني کيږي، له بشر تمه ده چې نورو مغلقو او فکري دندو ته لاس واچوي، تکراري او ساده کارونه ماشينونو ته پريږدي.

څاه کيندنې ته وګورئ، يوه زمانه کې بشر له خپلو بيلچو، کلنګونو او پړو سره څاوی کيندلی، نن دا کار په پریکنده توګه ماشينونه کوي، همداسې نوې چاره بې موټروانه موټر چلول دي، نن په ميليونونه وګړي په همدې مسلک کې کار کړي، د دفتر ټيټ ظرفيت اداري کارونه دي، چوکيداري، فوټوکاپي، او نور هم مخ په اتومات کيدو روان دي، راتلونکي لسيزه کې به ډير هغه د ټيټ ظرفيت فزيکي کارونه چې نن پکې زموږ اکثريت پکې بوخت دي، د ورکيدو يا اتومات کيدو په لور درومي.

د نن کاري ځواک اکثريت برخه د ټيټ ظرفيت په کار بوخته ده، نو که چيرې دا چاری ماشيني کيږي، نو دوی به داسې کوم کار کړي چې ځان مصروفه وساتي، د کاروبارونو اصل پر ګټه وي، که چيرې د ماشين له لارې يو څه اجرا کاروبار ته اقتصادي پريوزي نو طبعاً به له ماشين کار اخلي، هر څومره چې کار ماشين کيږي، بشر اضافي وخت پيدا کوي.

له دې اضافي وخت سره به بشر څه کړي، د نن کاري ځواک پوهی په لور روان دی، وخت پلوري او يو څه ګټي، خو آیا دا وخت به مو دومره بهاداره وي چې دومره راوګټي چې د شخص او کورنئ ګوزاره پرې وشي؟

۲. نابرابري، د ماشين ګټه به څرنګه ويشل کيږي؟

د نن مزدور پر وخت معاش اخلي، څو ساعته کار کوئ د هغې معاش د ورځې يا مياشت په پای کې اخلئ، او د کار دا ساعتونه معلوم وخت وي، چې عموماً اوسط لس ساعته کيږي، نور وخت انسان پر نورو ټولنيزو چارو مصرفوي. اوس که کار ماشيني شي نو رسمياتو ساعتونه څلور ويشت ساعته کيږي ځکه ماشين نه ستړی کيږي او همداسې ګټه به هغوی ته ځي چې ماشين لري، يعنې محدود خلک به ګټه کا، او د هوښيار سيسټمونو مالکان/ شرکتونه به مخ پر ودې خو نور به تاوان کړي.

نن سبا هم د پيسو تمرکز يوازې محدودو خلکو پر لور روان دی، د مالداره او غريب تر منځ واټن مخ په ډيريدو دی، که تاسې د نړئ پيسه داره هېوادونه يا کاروبارونه وګورئ نو لومړني يې هغه دي چې له پوهې، معلوماتو او ټکنالوژئ سره کار کوي، د نن د ټکنالوژئ شرکتونه د نړئ په پيسه دارو شرکتونو کې حسابيږي، او د دوی د ګټې يو تر ټولو لوی عايد د معلوماتو او پوهې خرڅول دي.

دوی له خلکو راټوله شوې پوهه، بيرته پر همدې خلکو خرڅوي، له دوی سره دا معلومات مرسته کوي چې هوښيار ماشينونه جوړ کړي، او همدا ماشينونه ګټه اخيستنې لپاره پر نورو پلوري يا يې په خدمت کې ورکوي، چې د دوی په مالداره او واکداره کېدو کې نور هم مرسته کوي، هغوی چې ماشين لري مخ په لوړه او نور ثابت يا مخ په ټيټه درومي.

۳. بشريت راکړه ورکړه او سلوک

فيسبوک، ټويټر، يوټيوب، ګوګل او نور د ټولنيز ميډيا او لټون ویبپاڼې ستاسې سلوک څاري او د سلوک په رڼا کې د درته نور وړانديزونه کوي، تاسې يوې لورې ته رهنمايي کوي، که چيرې په دوامداره توګه يوه ویبپاڼه وکاروئ نو تر ډېره حده ستاسې د سلوک په پيشبينئ کې د هغې دقت لوړيږي او کولای شئ ډېر کارونه مو اتومات کړئ.

همداسې د بوټ bot استعمال هم مخ په ډيريدو دی، دا يو ډول کوچني پروګرامونه وي چې له تاسې غږيږي او ستاسې له غږيدا د بحث موضوع او د بحث لوری ټاکي، هغه څيړنې چې په تيرو دوو کلونو کې شوې ښودلې چې د نن بوټ کولای شي پنځوس فيصده خلک تير باسي، يعنې که چيرې شخص ته له پيله ونه ويل شي چې تاسې له ماشين سره غږيږئ، نو ممکن په دوو کې يو شخص هیڅ پوه نه شي چې مقابل لوری ته کمپيوټر سره غږيږي.

سره لدې چې بشر ځينې محدوديتونه لري، که چيرې ماشينونه د بشر تر حده په مفاهمه او راکړه ورکړه کې هوښيار شي، نو کولای شي مقابل لوری ته بې حساب امکانات برابر کړي، يا يې دومره ډېر ونازوي چې هر څه وغواړي هغه کار ترې واخلي، نن سبا هم موږ له هوښيارو سيسټمونو سره مخ يو، لکه کمپيوټري ګيمونه دي چې د جوايزو له لارې خپل لوبغاړي نازوي، او هغوی ساعتونه له دې سيسټمونو سره تيروي، همداسې پر کمپيوټر روږدتيا يو نوې ستونزه ده چې د نن بشر ورسره مخ کيږي.

د ډيرو خلکو په سلوک او پريکړو دا ماشينونه اغېزه ښندي، ډير خلک د فيسبوک او نورو ټولنيزې ميډيا وسايلو له لوری خوښيدل، مشهوريدل، له مشهوره خلکو سره پرتله کيدل، د خوښې هېواد ټاکل او نور جدي نيسي، او دې ته ګوري چې څه کولای شي دې سيسټمونو کې د ده نوم ښه کړي.

۴. د ماشين هوښياري اشتباهات او بې ځايه لاسرسی

هوښياري له زده کړې سره راځي، انسان چې څومره زده کړه کوي همدومره هوښياريږي، او ضرور نه ده چې دا زده کړه دې يوازې کتابي شکل ولري، بشر په دوامداره توګه د خپلې زده کړې پر اساس ځان عياروي، خو ماشينونه يو مشخص د زده کړې پړاو لري له هغې وروسته کار ته استخداميږي، روزنه/زده کړه که هر څومره جامع شي بيا هم هر څه نه شي رانغاړلی.

ماشين ممکن په داسې چارو کې تير ويستل شي، چيرې چې د انسان غولول مشکل وي، همداسې ممکن ماشين ته داسې يو څه وښودل شي چې اصل کې نه وي، لکه د استخدام هغه سيسټمونه چې د دندی د اعلان د اړتياوو پر اساس اتومات شارټ ليسټنګ کوي، د دندی لټوونکی به داسې تير ويستل چې د اعلان اړتياوو مهم ټکي به يې په خپل ريزومي کې شامل کړل، کله چې به سيسټم د دوی ريزومي لوستله، نو هر څومره چې اړتياوو سره سم ډير ټکي به يې موندل همدومره به د عارض د شارټ ليست کيدو امکان ډيریدو.

که چيرې ډېر کار اتومات شي، ممکن هغوی چې وغواړي دا سيسټم تير باسي هم کولای شي، د ماشين پر فکر ځان پوه او هغه څه ته لاسرسی حاصل کړي چې دې شخص يې حق نه درلودل، نن هم داسې ډيرې پيښې وينو چې د هوښيار سيسټمونو امنيتي بندونه مات شوي او معلوماتو ته بې اجازې لاسرسی حاصل شوی دی.

۵. تعصب متعصبه ماشين

د ماشينونو د معلوماتو او ډيټا پروسس کولو توان د بشر په پرتله ډېر ګړندی دی، ماشين په يوه وخت کې کولای شي څو ټرابايټه ډيټا او معلومات پروسس کړي، خو آیا وبه کولای شي پدې معلوماتو مناسبه او باانصافه فيصله وکړي؟

يو څه موده وړاندې د ګوګل د عکسونو خدمت تر پراخو نيوکو لاندی راغی، او اصل دليل يې دا وو چې د ګوګل له لارې راغونډ شوې ډيټا پر بنسټ دې خدمت ښودل چې تورپوستو په سيمو کې د جرمونو امکان ډير دی، يعنې که له رنګه تور وي ډير امکان لري چې مجرم به وي.

همداسې، دا پروګرامونه د انسان په لاس جوړيږي د جوړوونکي تعصب هلته ځي، ورسره زموږ لپاره چې د ټکنالوژئ ټول مخکښه غربيان دي، د هغوی ښه او بد پر استعمالوونکي تپل کيږي.

۶ دوامداره هوښياريدل بشر به پرې څرنګه واک ولري

انسان سره لدې چې اشرف المخلوقات دی، بېحده توانونه لري، خو ورسره خپل محدوديتونه هم لري، فزيکي توان په څير يې ذهني توان هم محدود دی، که چيرې ماشينونه په دوامداره توګه هوښياريږي، بشر ورته په اجتماعي توګه بې خرته معلومات وربرابروي، د هغوی په هوښيارئ کې مرسته کوي.

د پوهې اساس پر معلوماتو وي، چې له چڼولو او پروسس کولو وروسته له تجربی سره يوځای پر پوهه بدليږي، د نن ماشين د بشر په مرسته معلومات راغونډوي، او د دې معلوماتو د ارزولو ارزښت مخ په ډيریدو دی او ډېرې ادارې پر دې کار کوي چې دا معلومات پر کاروباري او شخصي پوهه واړوي، د نن ټولې نامتو او پرمختللې ادارې د تجارتي هوښيارتيا او پوهې مديريت څانګی لري.

سره لدې چې د دې مسلک پوهانو تر منځ دا اختلاف شته، چې آیا ماشينونه به يوه ورځ له بشر ډېر واکداره شي يا نه، خو نن موږ وينو چې د نړئ د واکدارئ دعويدار هېوادونه په خپلو تجارتي، نظامي او سياسي چارو کې له هوښيارو سيسټمونو پراخه ګټه اخلي، او هغوی به وروسته پاتې وي چې دا ډول ماشينونو ته لاسرسی ونه لري.

سره لدې چې د هوښيار ماشين له ارزښته سترګی نه پټيږي، داسې ډېرې چارې شته چې هلته د بشر واک او توان څو چنده لوړولی شي، که فضا ته د سپوږمکيو داغل وي، مريخ ته د ماشين استول وي، يا په همدې ځمکه د زلزلې نړيدلي تعمير کې د چا ژوند ژغورل وي، يا د ماينونو خنثا کول وي، دا ماشينونه زموږ ژوند ډېر آسانوي.

خو د دې هر څه سم او مناسب عملي کول خو بيا هم د بشر په لاس کې دي، که بشر په دوامداره توګه ځان هوښيار نه کړي، داسې ماشينونه جوړ نه کړي چې کار يې پرې اسانه شي، او که تل ځانګړو هېوادونو يا شرکتونو ته وګوري نو واک، توان او مال به د هغوی وي چې له دې وسيلې کار اخلي.

ورته ليکنی: ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور بيايي – ||-  د نړيوال تعليمي نظام ناکامي – ||- پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي – ||- د دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نیمګړې او ړندی هڅې – ||- پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو



ټولي:AI, Technology ټکنالوژي

12 replies

Trackbacks

  1. د پوهې مديريت | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. په افغانستان کې دبریښنایی یا الکترونیکی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. د برياليتوب تعريف که معیار | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه – درېیمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. د نن ټکنالوژئ لس ننګونی | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  7. آیا نړۍ موږ ته دريږي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  8. د ماهر کاري ځواک روزلو جریان – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  9. د مفاهمې اته نيمګړي تمايلات – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  10. له انساني بيالوژي اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  11. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱) – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  12. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: