په تيرو دوو لسيزو کې د هېواد مخابراتي سکتور لويې لاسته راوړنی لرلي دي، موږ له يوه داسې حالت څخه چې هیڅ بې سيمه اړيکه نه تر داسې يوه حالت ته راغلو چې د هېواد نږدی ۷۰ فيصده سيمه نسبتاً بااعتباره او باکيفيته مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري، خو پدې ټولو لاسته راوړنو کې سيم لرونکی اړيکه وروسته پاتې ده، په دولتي شمېرو کې دا فيصدي خو ډېره لوړه ده، مګر د کيفيت ستونزه لري.
د مخابراتو وزارت شمېرو له مخې په د مزي لرونکو اړيکو شمېره نږدی ۱۰۵۰۰۰ ده او د جي ايس ایم يا ګرځنده ټليفونونو اړيکو شمېره نږدې ۲۴،۱۵۴۰۰۰ ده، ، هغه پرمختګ چې بې سيمه شبکو/ اړيکو وليده، همدا پرمختګ د مزي لرونکو اړيکو په برخه نه شو، او دلته غواړو مزي لرونکي شبکې او د مخابراتو پرمختګ لپاره د هغې پر ارزښت وغږيږو.
افغانستان د مخابراتو غني تاريخچه لري، آن پنځوس کاله وړاندې دولت هڅه کوله چې مهمو مراکزو او سيمو ته مخابراتي اړيکې وغزوي، سل کاله وړاندې لومړي پوستي خدمتونو او ټليګرامونو مزو څخه تر مزي لرونکو ټليفوني اړيکو لپاره ښه مزل وکړ، له جګړې وړاندې په عمومي لارو کې د ټليفون مزو پايې او اړيکی ليدل کيدلی.
له تحولاتو وروسته د نوي حکومت راتګ مخابراتي سکتور سيالئ ته پرانيسته، سره لدې چې لومړي پنځه کلونه يوازې د دوو شرکتونو په ملکيت کې پاتې شو، خو بیا هم داسې يوه هېواد چې جګړو پکې هر څه له منځه وړلي وو، هلته د مخابراتو ګړندی پرمختګ کمال وو، په لومړيو کې ټول تمرکز پر شمېرو وو، وروسته سره لدې چې دوه نور مخابراتي شرکتونه بازار ته راغلل، او بيا دولت هم ګرځنده ټليفون خدمتونه پیل کړل، خو پدې ټولو کې دولت له طرفه پر زيربناوو مهم کار ونه شو.
تر تيرو پنځو کلونو پورې ټول بحث د شمېرو وو، خو څرنګه چې نورې نړئ تغير وکړ، دلته هم احساس شوه چې بايد اړونده کړنلاری او پاليسئ واوسي، چې دې نړيوالو بدلونونو دا بحث دې لورې ته رهنمايي کړ، خو پدې ټولو پرمختګونو او لاسته راوړنو کې هغه څه مخکې ولاړل چې شاته يې غښتلي شخصي شرکتونه وو، که هغه د سوفټ ويرو بازار وو، که هارډ وير وو او که د مخابراتي خدمتونو سکتور وو.
په کابل او ځينې محدودو لويو ښارونو کې افغان ټليکام د مخابراتي مزي اړيکه ويشي، سره لدې چې د افغانستان نورو دولتي خدمتونو په پرتله دا کار په ډېره احسنه او ښه طريقه کيږي، خو د اوږدمهالې ستراتيژئ او ملاتړ نشتوالي له کبله دا شمېره په ډيره سسته توګه لوړيږي او د راتلونکو ډيټا خدمتونو لپاره هيڅ کفايت نه کوي.
هغه سيم چې له دی ټليفونونو سره کورونو ته راځي هم د ډيټا محدوديت لري، که موږ غواړو چې د انټرنېټ يا ډيټا استعمال ډېر شي نو دا مسي سيم د پخوانيو سيسټمونو او متني او محدودی غږيزو معلوماتو لپاره ښه دی، خو نشي کولای ويډيو او پراخه استعمال يې ملاتړ کړي، هغه هېوادونه چيرې چې ډيجيټالي خدمتونو پراخه وده کړې ده، او هر کور بااعتباره اړيکې ته لاسرسی لري، هلته خلک د يوځايوالي په لور روان دي، يو مزی هم ټلويزون دی، هم انټرنېټ او هم ډيټا، چې دې ټولو لپاره دا مسي سيم هيڅکله کفايت نه کوي.
په نړيواله توګه که موږ د هر هېواد بيلګه راواخلو په قاطع توګه ټولو هېوادونو لومړئ پانګونی پر مزی لرونکو شبکو کړي دي، هغه يې د بنسټ په توګه بې سيمه شبکو لپاره کارولي دي، چې دلته ولې دا کار ونه شو، دې بحث ته نه ځو، خو په څرګنده توګه د دولتي چارواکو په ځانګړي ډول مخابراتو وزارت او اړونده ادارو، خپلو شخصي ګټو لپاره د دې سکتور راتلونکی پر محدودو شخصی ادارو خرڅ او ورسره يې ګرو کړ.
د نن مخابرات د ډيټا په لور روانه دي، او بې سيمه اړيکه هيڅکله په ډيټا کې له سيم لرونکی وسيلې سره مقايسه کيدلای نه شي، تر اوسه د دواړو تر منځ د کيفيت لویه فاصله پرته ده، سره لدې که چيرې دا فرق له منځه هم ولاړ شي، بيا هم په بيو کې به توپير موجود وي، دلته بې سيمه شبکه په پريکنده توګه د شخصي سکتور په لاس کې ده، تر څو چې دولت ځان لدې واکدارئ ونه باسي، او په څرګنده توګه په مزي لرونکو مخابراتي زيربناوو پانګونه ونه کړي، تر هغو به زموږ د مخابراتي خدمتونو، په ځانګړي ډول ډيټا کيفيت مخ په خرابيدو وي.
هغه هېوادونه چې په مخابراتي او ځانګړي ډول د انټرنېټ له لارې د عامه خدمتونو په برابرولو کې مخکښه دي، ټولو يې په مخابراتي زيربناوو کې پراخه پانګونه کړې ده، په ځانګړي ډول يې په دوامداره توګه سيم لرونکی مخابراتي اړيکې نوي کړي دي، چې پدې کې دواړه د مخابراتي لويو اړيکو/ سيمونو يا Internet Backbones او هم کورونو ته رسولو مزي نوي کول شامل دي، نن سبا په همدغو هېوادونو کې هر کور ته د فايبر نوري مزي رسول او لږ تر لږ يو جي بي اړيکې توان عادي ګڼل کيږي.
افغانستان پخوانيو چارواکو تر ډېر حده په قصدي توګه دې لور ته پام ونه کړ، تر اوسه مخابراتي خدمتونه پر شمېرو خرڅيږي چې اتيا فيصده ولس د پوښښ لاندی دی، د نن بې سيمه انټرنېټ کيفيت په نش حساب دی، او مخابراتي خدمتونه مو د سيمې په پرتله ډېر ګران دي، بديل نه لري او ورسره د نوي حکومت له راتګ سره د لس فيصده ماليې له کبله نور هم ګران شول.
سره لدې چې نن سبا الکترونيک حکومتداري، آسان خدمتونه، معلوماتو ته لاسرسی، دولت پرانيستل او نور سياسي او خرڅيدونکې اصطلاحې دي، خو کله چې معلوماتو لاسرسي لپاره زيربناوی ونه اوسي، نو دا يوازې ځان لپاره د رايو او مال ګټلو وسيلو په توګه کاريږي.
د مخابراتي اړيکو مزي زيربناوو ته د سرک په توګه فکر وکړئ، تر څو چې زموږ مخابراتي سرکونه دا ظرفيت ونه لري چې ډېر معلومات پکې سفر وکړي، نو مهمه نه ده چې څومره معلومات آنلاين کيږي، يا څومره خدمتونه آسانيږي، هغوی ته به لاسرسی تل ستونزمن وي، هغه مخابراتي زيربناوی چې تيرو پنځلسو کلونو کې جوړې شوی، اوس پکې په څرګنده توګه د کيفيت او ناتوانۍ ستونزې لیدل کيږي.
ښه مثال يې کابل ښار کې لوړې ودانئ دي، د هغه وخت مخابراتي انټنونو څښتنانو دا فکر نه کاوه چې يوه وخت به دلته دومره لوړې ودانئ جوړې شي چې د دوی له مخابراتي سګنالونو ته به ستونزه پيدا کړي، نن د ښار په ډيرو ساحو کې چېرې چې ګڼ ميشته يا سيميټي ودانئ واوسي مخابراتي اړيکه په څرګنده توګه له ستونزی سره مخ کيږي.
موږ د الکټرونيکي تذکرې په لور روان يو، دولت هڅه کوي معلومات آنلاين کړي، د پخوا په څير اوس نسبتاً آنلاين معلومات موندل کيږي، خو تر څو به زموږ آنلاين فعاليت يوازې د بريښناليکونو لېږل، ګوګل لټون او فيسبوک وي، هر کور بايد ډيجيټل اړيکه ولري، او آن هغه کورونه چې نن دا اړيکه لري د هغې مسي مزی د راتلونکي اړتياوی نشي پوره کولای، په لويه سطحه د دې اړتيا ده چې فايبر نوري اړيکې پراخول جدي ونيول شي، او مخکې لدې چې دا مات ګوډ شته انټرنېټ او زيربناوی مو نورې هم ژوبلی شي، يو بديل بايد رامنځ ته شي.
د مخابراتو چارواکي بايد له ځان سره دا فکر وکړي چې که غواړي چې ټول يو ډول ډيټا، آنلاين خدمتونو او انټرنېټ ته لاسرسی ولري، بايد د هغوی کورونه، دفترونو، ښوونځي، پوهنتونونه او نور په بااعتباره اړيکه غښتلي شي، نن د وسايلو بيې هم ډېر راټيټې شوي دي، ولسونه مو ډېر ښارونو ته راروان دي، د کورونو په يوه ودانۍ کې اوسيدلو رواج هم په ډيریدو دی، او ورسره ډېرې ودانۍ اوس آباديږي، که وغواړي دا يې ښه وخت دی چې يوه اوږدمهاله ستراتيژي ورته ولري او پخپله يا يې له شخصي سکتور سره په شراکت يې عملي کړي.
زموږ د مخابراتي زيربناوو همدومره توان وو، خلکو ته مات ګوډ تري جي خدمتونه ورسوي، که غواړو پر معلوماتو غني ټولنی په لور ولاړ شو، بايد د مخابراتي اړيکو زيربناوی مو غښتلي او راتلونکو لږ تر لږه شل پنځه ويشت کلونو لپاره ځوابده شي.
ورته ليکنی: پر مخابراتي خدمتونو نوی ماليه، د مخابراتي شرکتونو بيځايه پيغامونه، د مخابراتو پرمختګ د چا له برکته، د ټکنالوژئ قانون او عيارونه
مننه هیوادپال صاحب اړین او با ازښته معلومات دی وړاندی کړی خدای دی وکړی چی د چارواکو دی ته پام شی
LikeLiked by 1 person
مننه هجران صيب، موږ هم هڅه کوو چې پر مهمو موضوعاتو عامه پوهاوی او بحث رامنځ ته کړو
LikeLike